• Toll-Free: 141

هغه ځوان چې د ماشومانو روغتیا خپل مسوولیت ګڼي

کور د پولیو کارکوونکو خاطرې هغه ځوان چې د ماشومانو روغتیا خپل مسوولیت ګڼي

هغه ځوان چې د ماشومانو روغتیا خپل مسوولیت ګڼي

غوره کیسې
۲۵ کلن زاهدالله عاطف په کونړ کې د پولیو واکسین کمپاین له رضاکارانو څخه دی. د هغه کار یوازې د ماشومانو واکسینول نه دي؛ هغه له کورنیو سره خبرې کوي، د هغوی اندېښنې اوري او د باور جوړولو هڅه کوي. د ده لپاره هر واکسین شوی ماشوم د خوندي راتلونکي پر لور یو ګام دی.

 

کونړ، افغانستان (۲۹ وږی ۱۴۰۵) - کله چې زاهدالله عاطف د ورځې په پيل کې له سیمه‌ییز کلینیکه د پولیو واکسین د تطبیق اړین توکي اخلي، پوهېږي چې د ده د ورځې کار یوازې د ماشومانو تر واکسینولو محدود نه دی.

هغه به له کورنیو سره خبرې کوي، پوښتنې به یې اوري، اندېښنې به یې ځوابوي او هڅه به کوي چې هر ماشوم ته د پولیو واکسین ورسېږي.

۲۵ کلن زاهدالله، د جاندراخان زوی او د خاص کونړ ولسوالۍ اوسېدونکی دی چې د پولیو واکسین په کمپاینونو کې د رضاکار په توګه کار کوي. هغه د غزني پوهنتون له ساینس پوهنځي څخه تر فراغت وروسته خپل مسلکي ژوند ټولنې ته د خدمت له احساس سره تړلی دی.

له پولیو ناروغۍ سره د مبارزې په برخه کې د هغه د کار اصلي انګېزه همدا احساس دی.

«ما ولیدل چې پولیو یا ګوزڼ یوه خطرناکه او دایمي معلولیت رامنځته کوونکې ناروغي ده، خو په وخت واکسین کولو سره یې مخنیوی کېدای شي. همدې موضوع وهڅولم چې د خپلې ټولنې د ماشومانو په خوندیتوب کې ونډه واخلم.»

 

له واکسین مخکې، د باور اړتیا

زاهدالله وايي، په ساحه کې د هغه تر ټولو مهم کار یوازې د ماشوم واکسینول نه دی. هغه غواړي کورنۍ وپوهوي چې ولې د پولیو واکسین مهم دی او ولې باید هېڅ ماشوم له واکسین څخه پاتې نه شي.

د ده په وینا، ځینې کورنۍ فکر کوي چې که ماشوم یې یو ځل واکسین شوی وي، نو بیا واکسین ته اړتیا نه لري. هغه هڅه کوي، کورنیو ته په ساده ژبه تشریح کړي چې د پولیو د واکسین د کمپاینونو تکراري ډوزونه د ماشوم د ساتنې په پیاوړتیا کې مهم رول لري.

خو کله ناکله د کورنۍ د قناعت لپاره یوازې معلومات کافي نه وي؛ بلکې باور ته اړتیا وي.

«کله چې یوه کورنۍ د خپلو ماشومانو له واکسینولو انکار کوي، لومړی هڅه کوم چې د انکار علت یې معلوم کړم. د هغوی خبرې اورم او بیا د واکسین په اړه ساده او روښانه معلومات ورکوم.»

هغه وايي، ناسم معلومات او اوازې کله ناکله د دې لامل کېږي چې کورنۍ د واکسین په اړه اندېښمنې شي. په داسې حالاتو کې دی هڅه کوي له تقابل ډډه وکړي او لومړی د خلکو خبرې واوري.

که کورنۍ بیا هم قانع نه شي، د سیمې له باوري مشرانو او دیني عالمانو څخه مرسته اخیستل کېږي.

د زاهدالله د تجربې له مخې، درناوی، حوصله او د خلکو د خبرو اورېدل د باور جوړولو مهمې لارې دي.

 © له پولیو خلاص افغانستان | ۱۴۰۵ لمریز

زاهدالله عاطف په کونړ کې یوې ماشومې ته د پولیو جزوي زرقي واکسین تطبیقوي.

 

یوه کیسه چې یوه کورنۍ یې قانع کړه

یوه ورځ زاهدالله له داسې کورنۍ سره مخ شو چې د خپل ماشوم واکسینولو په اړه یې اندېښنې لرلې. هغه د کورنۍ خبرې په حوصله واورېدې او د واکسین په اړه یې معلومات ورکړل، خو کورنۍ لا هم ډاډه نه وه.

زاهدالله بیا د خپل همکار جوادالله تجربه ورسره شریکه کړه. جوادالله له لسو کلونو راهیسې د واکسیناسیون په برخه کې کار کوي. هغه اووه کاله د خپل لومړي ماشوم د زېږېدو انتظار کړی و. کله چې یې زوی محمد وزېږېد، نو د پولیو واکسین له هېڅ پړاو څخه یې پاتې نه کړ.

زاهدالله د جوادالله خبره کورنۍ ته داسې ورسوله: که جوادالله پر واکسین باور نه درلودلای، نو له اووه کلونو انتظار وروسته به یې خپل لومړی زوی په منظم ډول نه واکسیناوه.

د جوادالله دا شخصي تجربه د کورنۍ لپاره د باور وړ وه. هغوی په پای کې خپل ماشومان واکسین کړل.

د زاهدالله لپاره دا تجربه یو مهم درس و: کله ناکله خلکو ته یوازې معلومات بسنه نه کوي؛ د یوه باور وړ کس شخصي تجربه هم کولای شي د هغوی اندېښنې له منځه یوسي او د پرېکړې په کولو کې ورسره مرسته وکړي.

 

د یوه ځوان لپاره، د خدمت معنا

زاهدالله د پولیو واکسین کمپاین پر مهال هره ورځ لسګونه ماشومان واکسینوي. هغه مهال چې OPV واکسین یې تطبیقوه، په یوه ورځ کې یې شاوخوا ۸۰ ماشومان واکسینول. اوس چې IPV تطبیقوي، د ورځې له ۴۰ تر ۴۵ ماشومانو پورې واکسینوي.

د ورځې په پای کې د ترسره شوي کار راپور هم ثبتوي.

خو د ده لپاره د کار ارزښت یوازې په شمېرو کې نه دی.

هغه وايي، کله چې یوه کورنۍ همکاري وکړي او د ماشوم واکسین بشپړ شي، د خوښۍ احساس کوي، ځکه پوهېږي چې د یوه ماشوم د روغتیا په ساتنه کې یې خپله برخه ونډه اخیستې ده.

د خلکو له بېلابېلو پوښتنو او اندېښنو سره مخ کېدو هغه ته د صبر، نرم چلند او باور ترلاسه کولو اهمیت هم ور زده کړی دی.

د هغه کورنۍ هم د ده د کار ملاتړ کوي او خوشاله ده چې نوموړی د خپلې ټولنې د ماشومانو د روغتیا لپاره کار کوي.

 © له پولیو خلاص افغانستان | ۱۴۰۵ لمریز

د پولیو واکسین له تطبیق وروسته د یوې ماشومې کوچنۍ ګوته په نښه کېږي.

 

د هر ماشوم تر شا یوه کورنۍ ده

زاهدالله پوهېږي چې پولیو ناروغي یوازې د واکسین ټیمونو په هڅو له منځه نه شي وړل کېدای. د واکسین هر کمپاین هغه مهال اغېزناک کېږي چې کورنۍ هم ورسره همکارې وي.

له همدې امله هغه له والدینو غواړي چې د خپلو ماشومانو د واکسین په اړه خپلې پوښتنې له باوري روغتیايي کارکوونکو سره شریکې کړي او د اوازو او ناسمو معلوماتو پر ځای له باوري معلوماتو استفاده وکړي.

هغه غواړي داسې ورځ راشي چې هېڅ ماشوم د پولیو ناروغۍ له امله له دایمي معلولیت سره مخ نه شي.

«زما هیله دا ده چې ټول ماشومان روغ او خوندي راتلونکی ولري. که افغانستان له پولیو څخه پاک شي، دا به زموږ ټولو لپاره یوه ستره لاسته راوړنه وي.»

د ذاهدالله لپاره د پولیو پر وړاندې مبارزه یوازې د واکسین تر دوو څاڅکو محدوده نه ده. دا د یوه ماشوم د نن ورځې د ساتنې او د هغه د سبا د خوندي راتلونکي لپاره هڅه ده.

هغه چې هره ورځ له یوه کلي او یوه کور څخه بل ته ځي، یوازې ماشومانو ته واکسین نه رسوي؛ بلکې د واکسین پر وړاندې د کورنیو باور پیاوړی کوي.

د ده په باور، همدا کوچني ګامونه د یوه لوی بدلون لامل کېږي، هغه بدلون چې یوه ورځ به افغانستان داسې ځای ته ورسوي چې هېڅ ماشوم پکې د پولیو ناروغۍ له امله له دایمي معلولیت سره مخ نه شي.