• وړیا اړیکه: ۱۴۱

هغه ښوونکی چې ټولګی یې د زده‌کړې او د پولیو په اړه د پوهاوي په مرکز بدل کړی

کور د پولیو کارکوونکو خاطرې هغه ښوونکی چې ټولګی یې د زده‌کړې او د پولیو په اړه د پوهاوي په مرکز بدل کړی

هغه ښوونکی چې ټولګی یې د زده‌کړې او د پولیو په اړه د پوهاوي په مرکز بدل کړی

غوره کیسې
په غزني کې ۳۷ کلن معلم عبدالصمد چې په ماشومتوب کې یې د پولیو ناروغۍ له امله ښی لاس او ښۍ پښه فلج شوي، له همدې فزیکي محدودیت سربېره، هره ورځ یو ساعت په سختۍ پلي مزل کوي، څو د خپل کلي ماشومانو ته درس ورکړي؛ هغه د ښوونې او روزنې تر څنګ زده‌کوونکو ته د ګوزڼ د خطرونو او واکسین د ارزښت په اړه هم پوهاوی ورکوي، څو دوی دا حیاتي پیغام خپلو کورنیو ته ورسوي.

 

غزني، افغانستان - د غزني ولایت د ګیرو ولسوالۍ پر خاورینو لارو، هر سهار د یوه داسې سړي د قدمونو غږ اورېدل کېږي چې هر ګام یې د درد، زغم او لوړ هوډ استازیتوب کوي. دا ۳۷ کلن معلم عبدالصمد دی؛ هغه ښوونکی چې پولیو یې د بدن ښی اړخ فلج کړی، خو اراده یې لا هم غښتلې او نه ماتېدونکې ده.

عبدالصمد چې د بایسکل یا موټرسایکل چلولو توان نه لري او اقتصادي ستونزې هم اجازه نه ورکوي چې په موټر کې تګ راتګ وکړي، هره ورځ له کوره تر ښوونځي پورې یو ساعت پلی مزل کوي. د ده منزل د باتور په کلي کې د «شهید اسدالله خادم» لېسه ده؛ هغه ځای چې نوموړی پکې له تېرې یوې لسیزې راهیسې د سیمې ماشومانو ته د پوهې رڼا وېشي.

کله چې هغه ټولګي ته ننوځي، د لارې ستړیا یې له منځه ځي. د ټولګي سپین دیوالونه که څه هم د باران د څاڅکو له امله خړ شوي او ماشومان پر زړو فرشونو ناست دي، خو د درس پر مهال د زده‌کوونکو په سترګو کې د راتلونکي هیلې څپې وهي. عبدالصمد پوهېږي چې د ټولګي زوړ فرش او خړ دیوالونه یوه ورځ نوي کېدای شي، خو د ده د بدن هغه برخه چې پولیو ځپلې، هېڅکله بېرته نه رغېږي.

 

د ناپوهۍ او محدودیتونو درنه بیه

د عبدالصمد د معلولیت کیسه شاوخوا درې نیمې لسیزې وړاندې، هغه مهال پیل شوه کله چې دی لا د نهو میاشتو ماشوم و. په هغه وخت کې په کلیوالو سیمو کې روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی خورا محدود و او د واکسین په اړه پوهاوی په نشت حساب و.

عبدالصمد د خپلې کورنۍ له قوله وايي: «تر نهو میاشتو پورې مې وجود روغ او سالم و، خو ناڅاپه مې ښي لاس او ښۍ پښې حرکت پرېښود. کورنۍ مې فکر کاوه چې دا یوه عادي او لنډمهاله ناروغي ده.»

د طبي معلوماتو او روغتیايي اسانتیاوو د نشتوالي له امله، د هغه مور او پلار د درملنې پر ځای د غزني زیارتونو ته مخه کړه. هغوی په دې تمه وو چې د دعا او دم له لارې به یې زوی روغ شي، خو د پولیو ویروس خپل کار کړی و او د عبدالصمد د ماشومتوب هیلې یې د تل لپاره له فزیکي محدودیت سره مخ کړې.

 

© له پولیو خلاص افغانستان | ۱۴۰۵ لمریز

معلم عبدالصمد له یوه ساعت پلي مزل وروسته د غزني په ګیرو ولسوالۍ کې خپل ښوونځي ته رسېدلی دی. پولیو د هغه د بدن ښی اړخ فلج کړی، خو دغه فزیکي محدودیت هېڅکله د ماشومانو د روزنې او له ګوزڼ سره د مبارزې په لاره کې د هغه د هڅو مخه نه ده نیولې.

 

زده‌کړه؛ د محدودیتونو ماتولو یوازینۍ لار

سره له دې چې د عبدالصمد کورنۍ له سختو اقتصادي ستونزو سره لاس او ګرېوان وه، خو هغوی پرېنښود چې د زوی فزیکي معلولیت یې د هغه د ذهني ودې مخه ونیسي. هغه ښوونځي ته ولاړ، خپلو زده‌کړو ته یې تر دارالمعلمین پورې دوام ورکړ او بالاخره یې د ښوونکي په توګه د خپلې ټولنې خدمت ته ملا وتړله.

نوموړی چې اوس د شپږو ماشومانو پلار دی، خپل معلولیت ته د یوه خنډ نه، بلکې د یوې انګېزې په توګه ګوري.

هغه وايي: «کله چې د اوږده مزل له امله ستړی او بې‌انرژي شم، د خپلو بچیانو او زده‌کوونکو راتلونکی مې سترګو ته ودرېږي. زه تل هڅه کوم چې بچیان مې هېڅکله داسې احساس ونه کړي چې ګنې د پلار معلولیت یې د دوی د پرمختګ او زده‌کړو مخه نیولې ده.»

په ښوونځي کې د زده‌کوونکو درناوی او د ادارې ملاتړ هغه ته لا ډېر ځواک ورکوي. که کومه ورځ عبدالصمد د فزیکي ستونزو له امله ښوونځي ته و نه رسېږي، د ښوونځي اداره یې تشه ډکوي څو د ماشومانو درسونه نیمګړي پاتې نه شي.

 

© له پولیو خلاص افغانستان | ۱۴۰۵ لمریز

معلم عبدالصمد په خپل ټولګي کې ولاړ دی او یوه زده‌کوونکي ته یې غوږ نیولی چې له کتابه درس لولي. هغه له تېرو لسو کلونو راهیسې په همدغه ساده ټولګي کې ماشومان روزي او هڅه کوي هېڅ ماشوم د ده په څېر د پولیو له امله له فزیکي معلولیت سره مخ او له زده‌کړو بې‌برخې نه شي.

 

له ټولګي تر کوره؛ د پولیو پر وړاندې د پوهاوي غځېدلې لړۍ

د معلم عبدالصمد مسوولیت یوازې د کتابونو په تدریس نه خلاصه کېږي، بلکې هغه له خپل ټولګي څخه د پوهاوي د یوه مرکز په توګه کار اخلي. نوموړی د درسونو تر څنګ خپلو زده‌کوونکو ته د پولیو ناروغۍ د خطرونو او د واکسین د ارزښت په اړه معلومات ورکوي، څو نه یوازې هغوی په‌خپله پوه شي، بلکې دا پیغام خپلو کورونو ته هم یوسي او له خپلو میندو او پلرونو سره یې شریک کړي.

عبدالصمد چې د پولیو ناروغۍ کړاوونه یې په خپله لیدلي، ښه پوهېږي چې که یو ماشوم هم فلج شي او هم له زده‌کړو بې‌برخې شي نو ژوند به یې څومره تریخ وي، وايي:


«که په ماشومتوب کې ما ته د پولیو واکسین رسېدلی وای، نن به مې لاس او پښه نه وای فلج شوي او خپلو ټولو ارمانونو ته به رسېدلی وم. زه نه غواړم بل هېڅ ماشوم هغه درد تجربه کړي چې زه یې هره ورځ زغمم.»


په کلیوالي سیمو کې لا هم ځینې کورنۍ د شکونو او ناسمو باورونو له امله خپلو ماشومانو ته د واکسین له ورکولو ډډه کوي. د واکسیناسیون د کمپاینونو پر مهال، کله چې روغتیايي کارکوونکي له دا ډول انکاري کورنیو سره مخ کېږي، عبدالصمد له ټولګي بهر هم د هغوی مرستې ته وردانګي. هغه له کلیوالو سره کښېني، خپله تجربه ورسره شریکوي او هغوی قانع کوي چې د دوو څاڅکو واکسین په وسیله د خپلو ماشومانو راتلونکی خوندي کړي.

د معلم عبدالصمد تر ټولو لوی ارمان له پولیو ویروس څخه د افغانستان بشپړ پاکېدل دي؛ داسې چې پکې هېڅ ماشوم د واکسین نه رسېدو له امله خپل حرکت، لوبې او د زده‌کړو طلايي فرصتونه له لاسه ور نه کړي.