• Toll-Free: 141

د خپلې سیمې د ماشومانو د خوندي راتلونکي لپاره د یوه ځوان ژمنتیا

کور د پولیو کارکوونکو خاطرې د خپلې سیمې د ماشومانو د خوندي راتلونکي لپاره د یوه ځوان ژمنتیا

د خپلې سیمې د ماشومانو د خوندي راتلونکي لپاره د یوه ځوان ژمنتیا

غوره کیسې
په کاپیسا کې د پولیو واکسین کمپاینونو یو کواردیناتور د خپلې سیمې له خلکو او جغرافیې سره د کلونو بلدتیا په مرسته هڅه کوي چې د غرنیو او لرې کلیو هېڅ ماشوم له پولیو واکسین څخه پاتې نه شي.

 

کاپیسا، افغانستان (۲۹ زمری ۱۴۰۵) - په اله‌سای ولسوالۍ کې د پولیو واکسین د هر کمپاین تر شا د لسګونو کسانو ګډې هڅې پرتې دي؛ خو د دغه کار د همغږۍ یوه مهمه برخه د ډاکټر نوبهار فیضان پر غاړه ده.

هغه باید د کمپاین له پیل وړاندې د واکسین ټیمونو د فعالیتونو لپاره پلان جوړ کړي، له ساحوي کارکوونکو سره همغږي وکړي او د کمپاین پر مهال د هغوی فعالیتونه تعقیب کړي. که په کومه سیمه کې ستونزه وي، یا کوم ماشوم له واکسین څخه پاتې کېږي، فیضان یې باید د حل لارې په موندلو کې مرسته وکړي.

دا کار په اله‌سای کې - چې ډېرې کورنۍ یې د غرونو ترمنځ په لرې کلیو کې ژوند کوي - اسانه نه دی.

خو دا چې فیضان د همدې ولسوالۍ د ګلکه‌خېل کلي اوسېدونکی دی او د سیمې له جغرافیې او خلکو سره له نږدې بلد دی. همدا له ده سره مرسته کوي چې د واکسین ټیمونو د کار پر مهال د سیمې ځانګړي شرایط په پام کې ونیسي، د خلکو د لاسرسي ستونزې درک کړي او له کورنیو سره د اړیکو مناسبه لاره ومومي.

 

له رضاکارۍ تر کواردیناتورۍ

فیضان په کابل کې د زده‌کړو پر مهال د پولیو واکسین په کمپاینونو کې د رضاکار په توګه کار پیل کړ. هغه له خپل ټیم سره کور په کور ګرځېده، ماشومانو ته یې واکسین ورکاوه او له کورنیو سره یې د پولیو د مخنیوي او د واکسین د اهمیت په اړه خبرې کولې.

په دې موده کې فیضان د کمپاینونو له عملي بهیر سره اشنا شو او له کورنیو سره یې د مستقیم کار تجربه ترلاسه کړه. همدې تجربې د ماشومانو د روغتیا په برخه کې د هغه لېوالتیا پیاوړې کړه او له زده‌کړو وروسته یې هم دې لارې ته دوام ورکړ.

شاوخوا درې کاله وړاندې، فیضان په کاپیسا کې د کواردیناتور په توګه وټاکل شو. اوس د واکسین ټیمونو فعالیتونه همغږي کوي او څاري، په ساحه کې رامنځته شوې ستونزې تعقیبوي او هڅه کوي هغه ماشومان هم ومومي چې د بېلابېلو لاملونو له امله له واکسین څخه پاتې شوي وي.

 © له پولیو خلاص افغانستان | ۱۴۰۵ لمریز

ډاکټر نوبهار فیضان د اله‌سای ولسوالۍ په یوه کلي کې د واکسیناتي ټیم د فعالیتونو څارنه کوي.

 

په غرنیو سیمو کې ماشومانو ته واکسین رسول

په اله‌سای کې ماشومانو ته د پولیو واکسین رسول له ځانګړو ننګونو سره مل دي. د ولسوالۍ ډېرې کورنۍ په لرې کلیو کې ژوند کوي او ځینې سیمې یوازې د غرنیو او تنګو لارو له وهلو وروسته د لاسرسي وړ دي. له همدې امله، د واکسین کمپاین په اړه د کورنیو پر وخت خبرول او ماشومانو ته د واکسین رسول زیاتې هڅې غواړي.

د نوې تګلارې له مخې، د واکسین ټیمونه ماشومان د کورونو پر ځای په جوماتونو یا ټاکلو سایټونو کې واکسینوي؛ له همدې امله له کورنیو غوښتنه کېږي چې خپل ماشومان د واکسین لپاره نږدې جوماتونو یا سایټونو ته راولي.

خو په اله‌سای کې ټول جوماتونه د خبرتیا لاوډسپیکرونه نه لري او ځینې کورنۍ له جوماتونو څخه لرې ژوند کوي. له همدې امله، ټیمونه اړ کېږي چې مخکې له مخکې له کورنیو سره اړیکه ونیسي او هغوی د واکسین له بهیره خبر کړي.

فیضان د سیمې له جغرافیې او خلکو سره خپله بلدتیا په پام کې نیسي، څو د واکسین ټیمونو فعالیتونه د سیمې له شرایطو سره برابر تنظیم شي. هغه هڅه کوي، هغه ماشومان هم له واکسین څخه پاتې نه شي چې جوماتونو یا ټاکلو سایټونو ته د تګ ستونزه لري.

سربېره پر دې، لا هم داسې کورنۍ شته چې د پولیو واکسین په اړه پوښتنې او اندېښنې لري. فیضان او د هغه همکاران د هغوی خبرې اوري او هڅه کوي د کره معلوماتو له لارې د هغوی پوښتنو ته ځوابونه ووایي، څو کورنۍ په ډاډ سره خپل ماشومان واکسین کړي.

 © له پولیو خلاص افغانستان | ۱۴۰۵ لمریز

د پولیو واکسیناتي ټیم غړي د کاپیسا په اله‌سای ولسوالۍ کې ماشومانو ته د واکسین رسولو پر مهال.

 

د یوه خوندي راتلونکي هیله

د فیضان لپاره تر ټولو لویه هیله دا ده چې یوه ورځ د خپلو هڅو پایله وویني؛ هغه ورځ چې افغانستان له پولیو پاک اعلان شي.

هغه وايي: «لویه هیله مې دا ده چې په خپل ژوند کې د خپلو کارونو نتیجه ووینم او افغانستان له پولیو پاک اعلان شي. غواړم هغه ماشومان چې نن یې د واکسین لپاره کورنیو ته پوهاوی ورکوو، سبا روغ او له پولیو څخه خوندي لوی شي

تر هغې ورځې به فیضان د اله‌سای په غرنیو سیمو کې د ټیمونو فعالیتونه همغږي کوي او هڅه به کوي چې هېڅ ماشوم د پولیو له واکسین څخه پاتې نه شي.