• English
  • دری
له پولیو څخه پاک افغانستان
  • Menu Canvas
    • پښتو
      • English
      • دری
    • Home
      • About Polio Vaccine
      • Global Polio Situation
      • History of Polio
    • Polio Afghanistan
      • Program Structure
      • Polio Eradication Strategy
      • Communication
      • Surveillance
      • Case Studies on East
    • Resources
      • Key Publications
      • Guidelines and SOPs
      • Faqs
    • Polio Updates
      • Monthly Snapshot
    • Media
      • Gallery
      • Video Gallery
      • Press Releases
    • Contact
  • English
  • دری
له پولیو څخه پاک افغانستان
  • د پولیو په اړه
    • د پولیو واکسین
    • د پولیو تاریخ
    • د پولیو نړۍوال وضعیت
  • پولیو په افغانستان کې
    • د پروګرام جوړښت
    • د پولیو د له منځه وړلو تګلاره
    • څارنه
    • ارتباطات
    • د پېښې مطالعه
  • سرچینې
    • لارښوونې او معیاري عملیاتي کړنلارې
    • کلیدي خپرونې
    • ډېرې پوښتل شوې پوښتنې
  • د پولیو تازه معلومات
    • د ساحې کیسې
    • د پولیو پېښې
    • میاشتنی انځور
    • کلیدي خپرونې
  • رسنۍ
    • خبرپاڼې
    • د انځورونو ګالري
    • ویډیو ګالری
  • د اړیکو مرکز
  • له موږ سره اړیکه

له پولیو څخه د ماشومانو د خوندیتوب لپاره د یوه واکسیناتور هڅې

Homepage د ساحې کیسې له پولیو څخه د ماشومانو د خوندیتوب لپاره د یوه واکسیناتور هڅې

له پولیو څخه د ماشومانو د خوندیتوب لپاره د یوه واکسیناتور هڅې

PolioFreeAfghanistan
دسمبر 17, 2024
د ساحې کیسې

کابل، افغانستان (۲۷ لېندۍ ۱۴۰۳) – د کابل د چهاراسیاب ولسوالۍ په یوه لرې کلي کې هر سهار یو منظر تکرارېږي. د عبدالرحیم په نوم یو ځوان پرته له دې چې د سړې هوا او نورو ستونزو پروا وکړي، د واکسین بکس اوږې ته اچوي او د خپل کلي د پولیو واکسین د تطبیق ځای ته روانېږي.

د هغه موخه یوازې یوه ده: له پولیو فلجوونکې ناروغۍ څخه د ماشومانو خوندیتوب.

عبدالرحیم چې له تېرو اتو کلونو راهیسې د پولیو واکسین په کمپاینونو کې د واکسیناتور په توګه دنده ترسره کوي، د خپلو همکارانو په ملتیا یې له ۵ زره ډېر ماشومان واکسین کړي دي.

هغه د خپل کار په اړه وايي: «خوشحاله یم چې زما او زما د همکارانو د پر له پسې هڅو په پایله کې د چهاراسیاب ولسوالۍ ماشومان له پولیو ناروغۍ څخه خوندي شوي دي، د هغوی روغتیا او د هغوی د کورنیو خوښي زما لپاره لویه لاسته راوړنه ده.»

خو د نوموړي په خبره، دا کار اسانه نه دی، دی او همکاران یې د دندې پر مهال له بېلابېلو ننګونو سره مخ شوي، مګر انګېزه او روحیه یې نه ده بایللې.

عبدالرحیم وویل: «ځینې کورنۍ د ناسمو باورونو او غلطو معلوماتو تر اغېز لاندې راغلې دي، هغوی د پولیو واکسین ته په ښه سترګه نه ګوري، په همدې اساس ډېر مهال له موږ سره ناسم چلند کوي، خو موږ دا هر څه په سړه سینه زغمو، ځکه زموږ هدف ډېر پاک دی چې هغه د ماشومانو روغتیا او له پولیو ناروغۍ څخه د هغوی خوندیتوب دی.»

 

عبدالرحیم چې له تېرو اتو کلونو راهیسې د پولیو واکسین په کمپاینونو کې د واکسیناتور په توګه دنده ترسره کوي، د خپلو همکارانو په ملتیا یې له ۵ زره ډېر ماشومان واکسین کړي دي. © له پولیو خلاص افغانستان /۱۴۰۳/ هوسۍ احمدزۍ

 

د ده په خبره، هڅه یې کړې ده دغه ډول کورنیو ته د پولیو ناروغۍ د خطرونو او واکسین د اهمیت په اړه پوهاوی ورکړي او د هغوی ذهنیتونه له منفي لوري څخه مثبت لوري ته واړوي.

عبدالرحیم د سختیو تر څنګ د خوښۍ شېبې هم لري چې هغه یې د نه هېرېدونکو خاطرو په توګه یادوي.

هغه یوه پېښه داسې بیانوي: «یوه ورځ یوه لري کلي ته د ماشومانو د واکسینولو لپاره تللی وم، د لارې په اوږدو کې دوه ماشومان – خور او ورور- په مخه راغلل؛ هغوی په ډېره مینه پر ما غږ وکړ: ماما! موږ ته واکسین راکړه. ما هم هغوی په ډېره مینه واکسین کړل. دا شېبه زما لپاره خوشحالوونکې وه.»

نوموړی بله خاطره هم په خوښۍ سره یادوي: «یو ځل په یوه کلي کې خلک د پولیو واکسین کمپاین او واکسیناتورانو په ملاتړ راټول شوي وو، د هغوی له منځ څخه یوه عمر خوړلي سپین ږیري زموږ د ستاینې په دود وویل: واکسیناتوران زموږ د ماشومانو د روغتیا لپاره د رحمت د پرښتو په څېر دي. د هغه دا خبرې زموږ لپاره د ټولو ستونزو جبران و.»

عبدالرحیم وايي، له ستونزو سربېره لا هم په ټینګ هوډ خپلې دندې ته په دې هیله دوام ورکوي چې یوه ورځ افغانستان له پولیو ناروغۍ څخه خلاص او نور هیڅ ماشوم په دې فلجوونکې ناروغۍ اخته نه شي.

نوموړی د خپلې دغې هیلې د پوره کېدو لپاره پر والدینو غږ کوي چې د خپلو ماشومانو د روغتیا او سالم راتلونکي لپاره واکسین د یوې مهمې اړتیا په توګه ومني، ځکه د پولیو ناروغي درملنه نه لري او یوازې د واکسین په وسیله د مخنیوي وړ ده.

عبدالرحیم یوازې واکسیناتور نه دی، بلکې هغه د ټولنې لپاره یوه الهام‌بخښونکې څېره ده چې په خپلو هڅو او ژمنتیا یې ښودلې ده، د هېواد د ماشومانو روغتیا ورته ارزښت لري.

 هوسۍ احمدزۍ، له پولیو خلاص افغانستان

مخکینۍ موضوع
سخته لاره، لوی زړه: د پولیو په وړاندې د پروین احمدي مبارزه
بله موضوع
د والدینو د غفلت درنه بیه؛ د پولیو قرباني محمد عثمان

اړوند مطالب

پر سختو لارو د هیلو پلونه؛ په پچېراګام کې د پولیو ضد مبارزه

ننګرهار، افغانستان (۱۰ غویی ۱۴۰۵) - د ننګرهار د پچېراګام...

د ژوند ژغورنې دوولس کلن مزل، د فیضي الله فیضي د هڅو کیسه

لوګر، افغانستان (۵ غویی ۱۴۰۵) – د لوګر ولایت د...

Copyright ©2020 Polio Free Afghanistan. All Rights Reserved
  • Private Policies
  • Terms & Conditions
SearchPostsLogin
سه شنبه, 25, Apr
د ۲۰۲۲ کال لپاره د پولیو د واکسین لومړنی کمپاین روان دی
پنجشنبه, 30, Apr
پر سختو لارو د هیلو پلونه؛ په پچېراګام کې د پولیو ضد مبارزه
شنبه, 25, Apr
د ژوند ژغورنې دوولس کلن مزل، د فیضي الله فیضي د هڅو کیسه
چهارشنبه, 15, Apr
د دولت‌شاه په درو کې د پولیو ضد مبارزه؛ د حمید ۱۳ کلنې هڅې
یکشنبه, 12, Apr
په روان کال کې د پولیو واکسین لومړی ملي کمپاین پیل شو
جمعه, 10, Apr
په پنجشېر کې د پولیو مخنیوی؛ د سونم او د هغې د همکارانو دوامداره هڅې
دوشنبه, 30, Mar
د پټ خطر پر وړاندې ښکاره بدلون

Welcome back,