• English
  • دری
له پولیو څخه پاک افغانستان
  • Menu Canvas
    • پښتو
      • English
      • دری
    • Home
      • About Polio Vaccine
      • Global Polio Situation
      • History of Polio
    • Polio Afghanistan
      • Program Structure
      • Polio Eradication Strategy
      • Communication
      • Surveillance
      • Case Studies on East
    • Resources
      • Key Publications
      • Guidelines and SOPs
      • Faqs
    • Polio Updates
      • Monthly Snapshot
    • Media
      • Gallery
      • Video Gallery
      • Press Releases
    • Contact
  • English
  • دری
له پولیو څخه پاک افغانستان
  • د پولیو په اړه
    • د پولیو واکسین
    • د پولیو تاریخ
    • د پولیو نړۍوال وضعیت
  • پولیو په افغانستان کې
    • د پروګرام جوړښت
    • د پولیو د له منځه وړلو تګلاره
    • څارنه
    • ارتباطات
    • د پېښې مطالعه
  • سرچینې
    • لارښوونې او معیاري عملیاتي کړنلارې
    • کلیدي خپرونې
    • ډېرې پوښتل شوې پوښتنې
  • د پولیو تازه معلومات
    • د ساحې کیسې
    • د پولیو پېښې
    • میاشتنی انځور
    • کلیدي خپرونې
  • رسنۍ
    • خبرپاڼې
    • د انځورونو ګالري
    • ویډیو ګالری
  • د اړیکو مرکز
  • له موږ سره اړیکه

سخته لاره، لوی زړه: د پولیو په وړاندې د پروین احمدي مبارزه

Homepage اتل سخته لاره، لوی زړه: د پولیو په وړاندې د پروین احمدي مبارزه

سخته لاره، لوی زړه: د پولیو په وړاندې د پروین احمدي مبارزه

PolioFreeAfghanistan
دسمبر 16, 2024
اتل, غوره کیسې

تخار، افغانستان (۲۶ لېندۍ ۱۴۰۳) – د تخار په مرکز تالقان کې چې د افغانستان له کوچنیو خو غرنیو ښارونو دی، د لمر ختل د یوې نوې ورځې پیل دی. خوا دا د پروین احمدي په نوم د یوې ۲۹ کلنې مېرمنې لپاره چې د پولیو واکسین په کمپاین کې د رضاکارې په توګه کار کوي، د یوې بوختې ورځې پیل دی.

د تالقان ښار د زرګري سیمې په خاورینو کوڅو کې چوپتیا خپره ده، خو د پروین له لوري د دروازې ټکولو غږ دا چوپتیا ماتوي.

هغه چې ساده جامې یې پر تن او پر شونډو یې موسکا خپره ده، کور په کور ګرځي څو ځان ډاډه کړي چې هیڅ ماشوم له پولیو واکسین څخه بې برخې نه شي.

 

د پولیو په وړاندې د مبارزې پر لاره ګام اېښودل

پروین چې په همدې سیمه کې زېږېدلې او لویه شوې ده، ساده ژوند لري. هغې خپلې زده کړې د تخار د نجونو په لیسه کې بشپړې کړې او له یوه کال لږ وخت کېږي چې له پولیو واکسین کمپاین سره یوځای شوې ده. خو د هغې هڅه او ژمنتیا له لومړۍ ورځې څرګنده وه.

پروین په خوښۍ وايي: “کله مې چې واورېدل لا هم د هېواد ماشومان د پولیو ناروغۍ له ګواښ سره مخ دي، احساس مې وکړ چې دا زما دنده ده یو څه وکړم. دغه کار ما ته دا فرصت راکړی څو د رښتینی بدلون لباره هڅه وکړم.”

د پروین کار آسانه نه دی؛ هغه هره ورځ له ۱۰۰ ډېرو کورونو ته ورځي او له کورنیو سره خبرې کوي، خو ټول یې ښه هرکلی نه کوي. ځینې آن دروازه هم نه ورته پرانیزي. نور بیا واکسین زیانمن ګڼي.

پروین وايي: “موږ باید زغرم ولرو او په علمي دلایلو سره مخکې لاړ شو. زه د کورنیو اندېښنې اورم او د علمي توضیحاتو او ریښتینو کیسو له لارې د هغوی باور ترلاسه کولو هڅه کوم.”

یوه نه هېرېدونکې خاطره چې پروین یې یادونه کوي، دا ده چې یوه ورځ هغه له یوې داسې کورنۍ سره مخامخ شوه چې د غلطو باورونو له امله یې د خپلو ماشومانو له واکسینولو ډډه کوله.

پروین هغو ته د هغو ماشومانو کیسې وکړې چې د واکسین د نه کولو له امله فلج شوي وو، او د دې تر څنګ یې دا هم ورته روښانه کړه چې واکسین له دین سره هېڅ ډول ټکر نه لري. په پای کې، دا کورنۍ قانع شوه.

پروین په ویاړ وايي: “هر ځل چې یوه کورنۍ د خپلو ماشومانو واکسینولو ته قانع کېږي، داسې احساسوم چې د پولیو له منځه وړلو ته یو ګام نږدې شوې یم.”

 

پروین په هیله مندۍ وايي: “موږ کولای شو په ګډه له پولیو ناروغۍ څخه خلاص راتلونکی جوړ کړو. کافي ده چې یو کوچنی ګام واخلو او د خپلو ماشومانو روغتیا ته ارزښت ورکړو.” © له پولیو خلاص افغانستان / ۱۴۰۳/ رقیبه حمیدي

 

د سکینې کیسه: د یوې مور د نظر بدلون

د پروین له بریاوو څخه یوه د سکینې په نوم د یوې ۳۰ کلنې مور د ذهنیت بدلول دي. سکینې په پیل کې د خپلو ماشومانو له واکسینولو څخه ډډه کوله.

هغې وویل: “زما ګاونډیانو ویل چې واکسین خطرناک دی، زه هم وېرېدلم.”

خو پروین په علمي توضیحاتو سره د سکینې اندېښنې لرې کړې او آن له یوې ډاکټرې سره د هغې کور ته لاړه څو ډاډ ورکړي چې واکسین خوندي دی.

سکینه وايي: “د پروین چلند ډېر صمیمانه و. کله چې ډاکټرې د واکسین په اړه معلومات راکړل او حقیقتونه مې واورېدل، نو پرېکړه مې وکړه چې خپل ماشومان واکسین کړم. اوس ډاډه یم چې هغوی له پولیو څخه خوندي دي.”

 

د ډاکټر پیغام: واکسین له پولیو څخه د ماشومانو د خوندیتوب یوازینۍ لاره ده

په تخار کې یو سیمه‌ییز ډاکټر محمد میرزاد د پولیو واکسین کمپاینونو په ملاتړ کې مهم رول لوبوي.

هغه وايي: “واکسینونه د اوږدو څېړنو او تحقیقاتو په پایله کې جوړ شوي او د نړیوالو معتبره ادارو له خوا تایید شوي دي چې په ټوله نړۍ کې یې د خطرناکو ناروغیو په مخنیوي کې مهم رول لوبولی دی.”

هغه کورنیو ته سپارښتنه کوي چې بې‌بنسټه اوازې دي نه مني، بلکې یوازې دې پر روغتیايي متخصصینو باور وکړي.

دی زیاتوي: “واکسینونه د پولیو او ورته نورو خطرناکو ناروغیو څخه د راتلونکي نسل د خوندي کولو یوازینۍ لار ده.”

 

له پولیو خلاص راتلونکی

پروین احمدي یوه لویه هیله لري: “غواړم بالاخره هغه ورځ ووینم چې هېڅ ماشوم نور د پولیو ناروغۍ له امله کړاو و نه ګالي. همدا هیله هره ورځ ما هڅوي چې پرمخ لاړه شم.”

په تخار کې د راحلې حسیني په نوم یوه ټولنیزه فعاله، د پروین په اړه وايي: “پروین له کورنیو سره ښې اړیکې لري او د هغوی باور یې ترلاسه کړی دی. هغه له پولیو ناروغۍ څخه زموږ د ماشومانو د خوندیتوب زیارکښه مبارزه ده.”

 

وروستی پېغام

پروین په هیله مندۍ وايي: “موږ کولای شو په ګډه له پولیو ناروغۍ څخه خلاص راتلونکی جوړ کړو. کافي ده چې یو کوچنی ګام واخلو او د خپلو ماشومانو روغتیا ته ارزښت ورکړو.”

رقیبه حمیدي، له پولیو پاک افغانستان

مخکینۍ موضوع
د پولیو واکسین: د ماشومانو د راتلونکي د خوندیتوب لپاره د مېندو او واکسیناتورانو هڅې
بله موضوع
له پولیو څخه د ماشومانو د خوندیتوب لپاره د یوه واکسیناتور هڅې

اړوند مطالب

د پټ خطر پر وړاندې ښکاره بدلون

په لغمان کې څنګه د څو ځوانانو هڅو د پولیو...

کله چې لاره سخته وي: د کامدېش د ماشومانو راتلونکی

نورستان، افغانستان (۵ سلواغه ۱۴۰۴) - په افغانستان کې له...

Copyright ©2020 Polio Free Afghanistan. All Rights Reserved
  • Private Policies
  • Terms & Conditions
SearchPostsLogin
سه شنبه, 25, Apr
د ۲۰۲۲ کال لپاره د پولیو د واکسین لومړنی کمپاین روان دی
پنجشنبه, 30, Apr
پر سختو لارو د هیلو پلونه؛ په پچېراګام کې د پولیو ضد مبارزه
شنبه, 25, Apr
د ژوند ژغورنې دوولس کلن مزل، د فیضي الله فیضي د هڅو کیسه
چهارشنبه, 15, Apr
د دولت‌شاه په درو کې د پولیو ضد مبارزه؛ د حمید ۱۳ کلنې هڅې
یکشنبه, 12, Apr
په روان کال کې د پولیو واکسین لومړی ملي کمپاین پیل شو
جمعه, 10, Apr
په پنجشېر کې د پولیو مخنیوی؛ د سونم او د هغې د همکارانو دوامداره هڅې
دوشنبه, 30, Mar
د پټ خطر پر وړاندې ښکاره بدلون

Welcome back,