• English
  • دری
له پولیو څخه پاک افغانستان
  • Menu Canvas
    • پښتو
      • English
      • دری
    • Home
      • About Polio Vaccine
      • Global Polio Situation
      • History of Polio
    • Polio Afghanistan
      • Program Structure
      • Polio Eradication Strategy
      • Communication
      • Surveillance
      • Case Studies on East
    • Resources
      • Key Publications
      • Guidelines and SOPs
      • Faqs
    • Polio Updates
      • Monthly Snapshot
    • Media
      • Gallery
      • Video Gallery
      • Press Releases
    • Contact
  • English
  • دری
له پولیو څخه پاک افغانستان
  • د پولیو په اړه
    • د پولیو واکسین
    • د پولیو تاریخ
    • د پولیو نړۍوال وضعیت
  • پولیو په افغانستان کې
    • د پروګرام جوړښت
    • د پولیو د له منځه وړلو تګلاره
    • څارنه
    • ارتباطات
    • د پېښې مطالعه
  • سرچینې
    • لارښوونې او معیاري عملیاتي کړنلارې
    • کلیدي خپرونې
    • ډېرې پوښتل شوې پوښتنې
  • د پولیو تازه معلومات
    • د ساحې کیسې
    • د پولیو پېښې
    • میاشتنی انځور
    • کلیدي خپرونې
  • رسنۍ
    • خبرپاڼې
    • د انځورونو ګالري
    • ویډیو ګالری
  • د اړیکو مرکز
  • له موږ سره اړیکه

واکسین، د راتلونکي هیله: فرشته او همکارانې یې څنګه د فراه ماشومان له ګوزڼ څخه ژغوري؟

Homepage د ساحې کیسې واکسین، د راتلونکي هیله: فرشته او همکارانې یې څنګه د فراه ماشومان له ګوزڼ څخه ژغوري؟

واکسین، د راتلونکي هیله: فرشته او همکارانې یې څنګه د فراه ماشومان له ګوزڼ څخه ژغوري؟

PolioFreeAfghanistan
نوومبر 4, 2024
د ساحې کیسې

فراه، افغانستان (۱۴ لړم ۱۴۰۳) – په یوه ګرمه ورځ د فراه ښار د دویمې ناحیې د روغتیايي مرکز فضا د ماشومانو له ژړا او د واکسیناتورانو د ډاډګېرنې له غږونو ډکه ده. دلته هره ورځ پلرونه او مېندې ماشومان په خپلو غېږو کې د واکسین لپاره راولي چې اتلس کلنه فرشته عمري او نورې همکارانې یې په مینه او مهربانۍ هرکلی کوي.

فرشته له تېر یونیم کال راهیسې په دغه روغتیايي مرکز کې په لوړه انګېزه د واکسیناتورې په توګه کار کوي؛ د هغې په سترګو کې له پولیو ویروس څخه خلاص راتلونکی ځلېږي، یو داسې راتلونکی چې دا هڅه کوي د واکسین په هر څاڅکي سره یې رښتیا کړي.

فرشته او د هغې همکارانې هره ورځ په دغه روغتیايي مرکز کې له ۱۰۰ تر ۱۵۰ پورې له پنځو کلونو څخه د کم عمر ماشومان د پولیو ویروس پر وړاندې واکسینوي.

دغه ماشومان د فراه ښار له بېلابېلو څنډو او آن له لرې ولسوالیو څخه دغه مرکز ته راوستل کېږي چې نه یوازې له یوه خطرناک او بې رحمه ویروس سره مخ دي، بلکې یو مبهم راتلونکی یې هم ګواښي.

فرشته یوې مور ته- چې خپل ماشوم یې په غیږ کې نیولی- په تاوده هرکلي سره ډاډ ورکوي چې د پولیو واکسین د هغې د ماشوم د ژغورلو لپاره اړین دی.

نوموړې چې د خپلې دندې په ارزښت ښه پوهېږي، وایي: «هر ماشوم د خپل اولاد په څېر راته ګران دی، نه غواړم چې زموږ د سیمې یو ماشوم هم له واکسین څخه بې برخې شي او د دې خطرناکې ناروغۍ ښکار شي.»

هغه دا مبارزه په زړورتیا پرمخ وړي، په ځانګړې توګه اوس چې فراه ته په څېرمه ولایتونو کندهار او هلمند کې د پولیو مثبتې پېښې زیاتې شوې دي.

 

دلته هره ورځ پلرونه او مېندې ماشومان په خپلو غېږو کې د واکسین لپاره راولي چې اتلس کلنه فرشته عمري او نورې همکارانې یې په مینه او مهربانۍ هرکلی کوي. © له پولیو خلاص افغانستان/۱۴۰۳/ مرضیه فروتن

 

فرشته په دې اړه اندېښنه ښيي او وایي: “دا حالت واقعاً اندېښمنوونکی دی، په کندهار او هلمند کې د پولیو تازه پېښو د فراه ماشومانو ته ګواښ ډېر کړی دی، زموږ موخه دا ده چې ټول ماشومان واکسین شي، څو وکولای شو د ویروس د خپرېدو مخه ونیسو.»

فرشته او همکارانې یې په موسکا ماشومان واکسینوي او میندې ډاډه کوي چې د پولیو واکسین به یې ماشومان له دغه خطرناک ویروس څخه خوندي کړي.

هغې چې د یوه ماشوم په خوله کې یې د پولیو واکسین څاڅکي اچول د داسې یوې ورځې په هیله ده چې په افغانستان کې نور هیڅ ماشوم د پولیو په ناروغي اخته نه شي.

فرشته په هیله‌مندۍ وایي: “زما هیله دا ده چې په افغانستان کې د پولیو ویروس په بشپړه توګه له منځه لاړ شي او هیڅ ماشوم د دې فلجوونکې ناروغۍ قرباني نه شي.»

دا باوري ده چې له والدینو سره په ګډه یوه ورځ دغه ویروس له افغانستان څخه ورک کولای شي.

د والدینو حضور، په ځانګړې توګه د محمد قاسم نېکمل په څېر پلرونه چې خپل درې له پنځو کلونو د کم عمر ماشومان یې له پشت‌رود ولسوالۍ څخه دغه مرکز ته د واکسین لپاره راوستلي دي، فرشتې او نورو واکسیناتورانو ته انګېزه ورکوي.

محمد قاسم چې خپل ماشومان یې د ژیړي، شري او تورې ټوخلې په ګډون د بېلابېلو ناروغیو پر وړاندې واکسین کړي دي وايي: «هر ځل په ټاکلي وخت خپل ماشومان د واکسین لپاره دغه روغتیايي مرکز ته راولم ځکه پوهېږم چې واکسینونه، په ځانګړي ډول د پولیو واکسین زما ماشومان له جدي خطرونو څخه خوندي کوي.»

نوموړی په ډاډ سره وویل، هر پلار او مور دنده لري چې د خپلو ماشومانو ساتنه وکړي او هغوی واکسین کړي، څو په پولیو او نورو ناروغیو اخته نه شي، که ماشومان په ټاکلي وخت واکسین نه شي نو له ناوړه راتلونکي سره مخ کېدای شي.

د محمد قاسم په نظر، د فرشتې په څېر واکسیناتوران د دغه ویروس پر وړاندې د مبارزې اصلي اتلان دي.

نوموړی په خوښۍ د هغوی د هڅو ستاینه کوي او وایي: «واکسیناتوران د دغه خطرناک ویروس پر وړاندې په لومړۍ کرښه کې ولاړ دي، هغوی زموږ د ماشومانو د ژغورلو لپاره مبارزه کوي او زه ورباندې ویاړم.»

 

فرشته او همکارانې یې په موسکا ماشومان واکسینوي او میندې ډاډه کوي چې د پولیو واکسین به یې ماشومان له دغه خطرناک ویروس څخه خوندي کړي. © له پولیو خلاص افغانستان/۱۴۰۳/ مرضیه فروتن

 

په همدې حال کې، د دویمې ناحیې د روغتیايي مرکز مشر ډاکټر عبدالصمد صیام ټینګار کوي چې په ټولنه کې د پولیو د مخنیوي یوازینۍ لار د ماشومانو پر وخت واکسینول دي.

هغه وایي: “پولیو یو خطرناک ویروس دی چې ماشومان فلجوي او حتی ژوند ته یې ګواښ پېښوي، دا ناروغي درملنه نه لري او د ماشومانو د ژغورلو یوازینۍ لار د هغوی منظم واکسینول دی.»

ډاکټر صیام هم د فرشتې په څېر، په ګاونډیو ولایتونو کې د پولیو د مثبتو پېښو په اړه اندېښنه لري او وايي چې د پولیو واکسین کمپاینونه باید پیاوړي شي او له واکسیناتورانو سره باید د کورنیو همکاري زیاته شي.

د فرشتې او نورو واکسیناتورانو هڅې، په حقیقت کې د ژمنتیا او ژوند لپاره د مینې ښکارندويي کوي؛ هر څاڅکی واکسین چې د ماشوم په خوله کې اچول کېږي، د راتلونکي لپاره یوه نوې هیله څرګندوي؛ یو داسې راتلونکی چې د هېواد ماشومان په کې له دغه وژونکي ویروس څخه خوندي وي او له پولیو ویروس څخه خلاص ژوند وکړي.

دا کیسه یوازې د یوې واکسیناتورې د هڅو نه، بلکې د هیلو، زړورتیا او د افغانستان د ماشومانو لپاره د روغ او خوندي راتلونکي د مبارزې کیسه ده.

فرشته او د هغې همکارانې خاموشې اتلانې دي چې هره ورځ د پولیو پر وړاندې د مبارزې په لومړۍ کرښه کې په دې هیله ولاړې دي څو افغانستان یوه ورځ له دغه خطرناک ویروس څخه خلاص شي.

مرضیه فروتن، له پولیو خلاص افغانستان

مخکینۍ موضوع
یو رضاکار، یوه هیله: ګل‌احمد قادري د پولیو د له منځه وړلو په هڅه کې
بله موضوع
خیال محمد مشکور؛ د خپلې سیمې د ماشومانو د راتلونکي خوندي کوونکی

اړوند مطالب

پر سختو لارو د هیلو پلونه؛ په پچېراګام کې د پولیو ضد مبارزه

ننګرهار، افغانستان (۱۰ غویی ۱۴۰۵) - د ننګرهار د پچېراګام...

د ژوند ژغورنې دوولس کلن مزل، د فیضي الله فیضي د هڅو کیسه

لوګر، افغانستان (۵ غویی ۱۴۰۵) – د لوګر ولایت د...

Copyright ©2020 Polio Free Afghanistan. All Rights Reserved
  • Private Policies
  • Terms & Conditions
SearchPostsLogin
سه شنبه, 25, Apr
د ۲۰۲۲ کال لپاره د پولیو د واکسین لومړنی کمپاین روان دی
پنجشنبه, 30, Apr
پر سختو لارو د هیلو پلونه؛ په پچېراګام کې د پولیو ضد مبارزه
شنبه, 25, Apr
د ژوند ژغورنې دوولس کلن مزل، د فیضي الله فیضي د هڅو کیسه
چهارشنبه, 15, Apr
د دولت‌شاه په درو کې د پولیو ضد مبارزه؛ د حمید ۱۳ کلنې هڅې
یکشنبه, 12, Apr
په روان کال کې د پولیو واکسین لومړی ملي کمپاین پیل شو
جمعه, 10, Apr
په پنجشېر کې د پولیو مخنیوی؛ د سونم او د هغې د همکارانو دوامداره هڅې
دوشنبه, 30, Mar
د پټ خطر پر وړاندې ښکاره بدلون

Welcome back,