• English
  • دری
له پولیو څخه پاک افغانستان
  • Menu Canvas
    • پښتو
      • English
      • دری
    • Home
      • About Polio Vaccine
      • Global Polio Situation
      • History of Polio
    • Polio Afghanistan
      • Program Structure
      • Polio Eradication Strategy
      • Communication
      • Surveillance
      • Case Studies on East
    • Resources
      • Key Publications
      • Guidelines and SOPs
      • Faqs
    • Polio Updates
      • Monthly Snapshot
    • Media
      • Gallery
      • Video Gallery
      • Press Releases
    • Contact
  • English
  • دری
له پولیو څخه پاک افغانستان
  • د پولیو په اړه
    • د پولیو واکسین
    • د پولیو تاریخ
    • د پولیو نړۍوال وضعیت
  • پولیو په افغانستان کې
    • د پروګرام جوړښت
    • د پولیو د له منځه وړلو تګلاره
    • څارنه
    • ارتباطات
    • د پېښې مطالعه
  • سرچینې
    • لارښوونې او معیاري عملیاتي کړنلارې
    • کلیدي خپرونې
    • ډېرې پوښتل شوې پوښتنې
  • د پولیو تازه معلومات
    • د ساحې کیسې
    • د پولیو پېښې
    • میاشتنی انځور
    • کلیدي خپرونې
  • رسنۍ
    • خبرپاڼې
    • د انځورونو ګالري
    • ویډیو ګالری
  • د اړیکو مرکز
  • له موږ سره اړیکه

یو رضاکار، یوه هیله: ګل‌احمد قادري د پولیو د له منځه وړلو په هڅه کې

Homepage د ساحې کیسې یو رضاکار، یوه هیله: ګل‌احمد قادري د پولیو د له منځه وړلو په هڅه کې

یو رضاکار، یوه هیله: ګل‌احمد قادري د پولیو د له منځه وړلو په هڅه کې

PolioFreeAfghanistan
نوومبر 3, 2024
د ساحې کیسې

کابل، افغانستان (۱۳ لړم ۱۴۰۳) – د کابل د پغمان ولسوالۍ د بیکتوت کلي یو ځوان ګل‌احمد قادري له تېرو پنځو کلونو راهیسې د پولیو واکسین په کمپاینونو کې د رضاکار په توګه دنده ترسره کوي.

هغه چې ۲۸ کاله عمر لري او د لسانس تر کچې یې زده‌کړې کړې دي، په اخلاص او ژمنتیا د پولیو ناروغۍ پر ضد مبارزه کوي څو د خپلو کوچنیو هېوادوالو لپاره یو خوندي راتلونکی جوړ کړي.

نوموړی په لومړیو کې بې‌کاره او د دندې په لټه کې و، خو کله چې د پولیو واکسین کمپاین برخه شو نو له دغه کار سره یې خپل زړه وتاړه او دا یې خپل مهم مسوولیت وباله.

هغه وايي: «کله چې مې د پولیو واکسین په کمپاین کې د رضاکار په توګه دنده پیل کړه نو په لومړیو کې مې دغه کار ته د خپلو مالي ستونزو حلولو د یوې وسیلې په سترګه کتل خو وروسته پوه شوم چې دا یوازې دنده نه بلکې د هېواد د راتلونکي نسل د خوندي کولو لپاره مبارزه ده.»

دی زیاتوي، اوس یې یوازینۍ موخه دا ده چې د هېواد ماشومان له پولیو ناروغۍ څخه خوندي کړي او د دې لپاره ډېر زیار ګالي څو هیڅ ماشوم له واکسین څخه پاتې نه شي.

قادري وویل: «هر ځل چې هر ماشوم واکسینوم نو فکر کوم یو ژوند مې ژغورلی دی، زه نه غواړم چې زما د هېواد ماشومان د پولیو په ناروغۍ اخته او فلج شي، زه غواړم هغوی روغ ژوند وکړي، زده‌کړې وکړي او خپلو هیلو ته ورسېږي.»

 

د کابل د پغمان ولسوالۍ د بیکتوت کلي یو ځوان ګل‌احمد قادري له تېرو پنځو کلونو راهیسې د پولیو واکسین په کمپاینونو کې د رضاکار په توګه دنده ترسره کوي. © له پولیو خلاص افغانستان/ ۱۴۰۳/ هوسۍ احمدزۍ

 

نوموړي د خپل دغه احساس او ژمنتیا له مخې د سیمې په خلکو کې محبوبیت موندلی او همدا د دې لامل شوی چې خلک نه یوازې پر ده باور وکړي، بلکې په هر کمپاین کې له ده سره همکاري هم وکړي.

دی وايي، په ځینو کلیوالي سیمو کې خلک د ناسم پوهاوي له امله د پولیو واکسین په اړه شکونه او اندېښنې لري خو ده تل هڅه کړې ده د هغوی شکونه او اندېښنې لرې کړي.

هغه زیاتوي : «کله کله د کار پر مهال له داسې کورنیو سره مخ کېږم چې د هغوی چلند ډېر توند وي، هغوی په اصل کې د ناسمو معلوماتو ښکار شوي وي او فکر کوي د پولیو واکسین یې ماشومانو ته زیان اړوي خو کله چې له هغوی سره په وضاحت خبرې وکړم او رښتیني معلومات ورکړم نو بیا په ډېرې اسانۍ د خپلو ماشومانو واکسینولو ته حاضرېږي.»

د ده په خبره، د رضاکارۍ دنده ډېره حوصله غواړي: «د رضاکارانو په توګه باید موږ ډېر زغم ولرو، که خلک هر څومره مخالفت وکړي، موږ باید په درناوي هغوی ته حقایق ووایو، په دې ډول موږ کولای شو هغوی قانع کړو څو د خپلو ماشومانو د روغتیا لپاره مهمې پرېکړې وکړي.»

 

ګل‌احمد قادري باور لري چې که د رضاکارانو هڅې او د کلیوالو همکاري همداسې دوام ولري، نو لرې نه ده چې افغانستان به له دې وژونکې ناروغۍ څخه خلاص شي. © له پولیو خلاص افغانستان/ ۱۴۰۳/ هوسۍ احمدزۍ

 

د سیمې د خلکو نظرونه

د بیکتوت کلي اوسېدونکي د پولیو واکسین د یوه رضاکار په توګه د ګل احمد قادري هڅې ستايي او وايي د هغه او د هغه نورو همکارانو هڅې د دې لامل شوې چې د دوی ماشومان له پولیو ناروغۍ څخه خوندي شي.

۳۵ کلن جمیل چې څلور ماشومان لري، وايي: «ګل احمد په اصل کې د کلي خدمتګار دی، د ماشومانو د روغتیا ساتلو خدمتګار، کله چې د پولیو واکسین کمپاین پیل شي نو خلک په بې صبرۍ د هغه راتګ ته انتظار باسي څو د هغوی ماشومان واکسین کړي.»

کریم‌الله کاکا چې د سیمې یو سپین‌ږیری او د لسو لمسیانو نیکه دی، هم د ګل‌احمد د رضاکارانه هڅو قدرداني کوي.

هغه وايي چې د ګل‌احمد په شتون کې د خپلو لمسیانو له روغتیا ډاډه دی: «حتی که موږ په کور کې نه یو هم نو پوهېږو چې ګل‌احمد به زموږ ماشومان واکسینوي، هغه ته د کلي ټول ماشومان د خپلې کورنۍ د غړو په څېر ګران دي، زما هیله دا ده چې نوموړی او نور رضاکاران خپل دغه خدمت ته دوام ورکړي څو د پولیو ناروغۍ له هېواده ورکه شي.»

 

یوه لاره او لویه هیله

ګل‌احمد قادري باور لري چې که د رضاکارانو هڅې او د کلیوالو همکاري همداسې دوام ولري، نو لرې نه ده چې افغانستان به له دې وژونکې ناروغۍ څخه خلاص شي.

په ټوله کې قادري او د هغه په څېر  په زرګونو رضاکاران نه یوازې د هېواد په ګوټ ګوټ کې د پولیو واکسین څاڅکي تر ماشومانو ته رسوي، بلکې ټولنې ته د خدمت بېلګې هم دي.

هوسۍ احمدزۍ، له پولیو خلاص افغانستان

مخکینۍ موضوع
نادیه محمدي؛ د پولیو واکسین کمپاینونو یوه زیارکښه رضاکاره
بله موضوع
واکسین، د راتلونکي هیله: فرشته او همکارانې یې څنګه د فراه ماشومان له ګوزڼ څخه ژغوري؟

اړوند مطالب

پر سختو لارو د هیلو پلونه؛ په پچېراګام کې د پولیو ضد مبارزه

ننګرهار، افغانستان (۱۰ غویی ۱۴۰۵) - د ننګرهار د پچېراګام...

د ژوند ژغورنې دوولس کلن مزل، د فیضي الله فیضي د هڅو کیسه

لوګر، افغانستان (۵ غویی ۱۴۰۵) – د لوګر ولایت د...

Copyright ©2020 Polio Free Afghanistan. All Rights Reserved
  • Private Policies
  • Terms & Conditions
SearchPostsLogin
سه شنبه, 25, Apr
د ۲۰۲۲ کال لپاره د پولیو د واکسین لومړنی کمپاین روان دی
پنجشنبه, 30, Apr
پر سختو لارو د هیلو پلونه؛ په پچېراګام کې د پولیو ضد مبارزه
شنبه, 25, Apr
د ژوند ژغورنې دوولس کلن مزل، د فیضي الله فیضي د هڅو کیسه
چهارشنبه, 15, Apr
د دولت‌شاه په درو کې د پولیو ضد مبارزه؛ د حمید ۱۳ کلنې هڅې
یکشنبه, 12, Apr
په روان کال کې د پولیو واکسین لومړی ملي کمپاین پیل شو
جمعه, 10, Apr
په پنجشېر کې د پولیو مخنیوی؛ د سونم او د هغې د همکارانو دوامداره هڅې
دوشنبه, 30, Mar
د پټ خطر پر وړاندې ښکاره بدلون

Welcome back,