• English
  • دری
له پولیو څخه پاک افغانستان
  • Menu Canvas
    • پښتو
      • English
      • دری
    • Home
      • About Polio Vaccine
      • Global Polio Situation
      • History of Polio
    • Polio Afghanistan
      • Program Structure
      • Polio Eradication Strategy
      • Communication
      • Surveillance
      • Case Studies on East
    • Resources
      • Key Publications
      • Guidelines and SOPs
      • Faqs
    • Polio Updates
      • Monthly Snapshot
    • Media
      • Gallery
      • Video Gallery
      • Press Releases
    • Contact
  • English
  • دری
له پولیو څخه پاک افغانستان
  • د پولیو په اړه
    • د پولیو واکسین
    • د پولیو تاریخ
    • د پولیو نړۍوال وضعیت
  • پولیو په افغانستان کې
    • د پروګرام جوړښت
    • د پولیو د له منځه وړلو تګلاره
    • څارنه
    • ارتباطات
    • د پېښې مطالعه
  • سرچینې
    • لارښوونې او معیاري عملیاتي کړنلارې
    • کلیدي خپرونې
    • ډېرې پوښتل شوې پوښتنې
  • د پولیو تازه معلومات
    • د ساحې کیسې
    • د پولیو پېښې
    • میاشتنی انځور
    • کلیدي خپرونې
  • رسنۍ
    • خبرپاڼې
    • د انځورونو ګالري
    • ویډیو ګالری
  • د اړیکو مرکز
  • له موږ سره اړیکه

خیال محمد مشکور؛ د خپلې سیمې د ماشومانو د راتلونکي خوندي کوونکی

Homepage د ساحې کیسې خیال محمد مشکور؛ د خپلې سیمې د ماشومانو د راتلونکي خوندي کوونکی

خیال محمد مشکور؛ د خپلې سیمې د ماشومانو د راتلونکي خوندي کوونکی

PolioFreeAfghanistan
نوومبر 5, 2024
د ساحې کیسې

پکتیا، افغانستان (۱۵ لړم ۱۴۰۳) – د پکتیا ولایت د مرکز اړوند د دولت‌زیو کلي اوسېدونکی ۳۳ کلن خیال محمد مشکور د پولیو واکسین کمپاین هغه رضاکار دی چې خپل ژوند یې د ماشومانو خوندیتوب ته ځانګړی کړی دی.

هغه له تېرو پنځو کلونو راهیسې نه یوازې د خپلې سیمې تر زرګونو ماشومانو د پولیو واکسین رسولی، بلکې سلګونو کورنیو ته یې د پولیو ناروغۍ د خطرونو او واکسین د ګټو په اړه پوهاوی هم ورکړی دی.

 

هڅې او ژمنتیا

خیال محمد مشکور د خپلو زده کړو له بشپړولو وروسته، د یوه رضاکار په توګه له پولیو ناروغۍ څخه د خپلې سیمې د ماشومانو د ژغورلو ماموریت ته ملا تړلې او په دې لار کې یې ډېرې ستونزې ګاللې دي.

هغه خپلې هڅې یوازې ماشومانو ته د واکسین تر ورکولو پورې نه دي محدودې کړې، بلکې وخت په وخت یې په جوماتونو، حجرو او نورو عامه ځایونو کې له خلکو سره ناستې کړې او هغوی یې د پولیو ناروغۍ له خطرونو او د واکسین له ارزښته خبرې کړې دي.

دی وايي: «دا کار اسانه نه و، په پیل کې ډېرې ستونزې موجودې وې چې په کې د پولیو واکسین په اړه ناسم باورونه او منفي اوازې شاملې وې؛ ګڼو کورنیو پر همدې اساس د خپلو ماشومانو له واکسینولو انکار کاوه.»

خو دی زیاتوي چې د خپل ټیم په ملتیا یې ډېر زیار وویست څو هغوی ته حقیقتونه وښيي او هغوی وپوهوي چې له پولیو فلجوونکې ناروغۍ څخه د ماشومانو د خوندیتوب یوازینۍ لار واکسین دی.

هغه په خوښۍ سره وویل: «په تېرو پنځو کلونو کې – چې د پولیو واکسین په کمپاینونو کې د رضاکار په توګه کار کوم – له یوې خوا مې د خپل کلي زرګونه ماشومان واکسین کړي او له بلې خوا مې سلګونه کورنۍ د پولیو ناروغۍ له خطرونو او د واکسین له ارزښته خبرې کړې دي.»

دی وايي، د هغه او د هغه د همکارانو د هڅو په پایله کې د کلي د خلکو د پوهاوي کچه لوړه شوې او په دې پوهېدلي چې واکسین له پولیو ناروغۍ څخه د دوی د ماشومانو د خوندیتوب یوازینۍ لار ده.

نوموړي زیاته کړه: «اوس زموږ په کلي کې داسې کورنۍ نشته چې خپل ماشومان دې د پولیو ناروغۍ پر وړاندې نه واکسینوي.»

مشکور چې په خپله هم د دریو اولادونو پلار دی، د پولیو واکسین هر کمپاین له خپله کوره پیلوي او لومړی خپل ماشومان واکسینوي.

د هغه دا کړنه نورو کورنیو ته عملي پېغام ورکوي چې د پولیو واکسین جدي ونیسي او د خپلو ماشومانو روغتیا ته پام وکړي.

 

مشکور د خپلې ټولنې خلکو ته په خپل پېغام کې وايي: «پولیو ناروغي د ماشومانو راتلونکی محدودوي، په هر کمپاین کې دوه څاڅکي واکسین د هغوی ژوند خوندي کوي، مهرباني وکړئ خپل ماشومان په وخت واکسین کړئ او هغوی له دغه ناورین څخه وژغورئ.» © له پولیو خلاص افغانستان/ ۱۴۰۳/ رحمت الله مرجانخېل

 

د ټولنې ملاتړ

د خیال محمد مشکور او د هغه د همکارانو نه ستړې کېدونکې هڅو په سیمه کې مثبت بدلون راوستلی، اوس خلک پوه شوي او د واکسیناتورانو ملاتړ کوي.

د دولت زیو سیمې یو دیني عالم مولوي سید رضا مخلص، وايي: «د ماشومانو د ژوند ساتنه د والدینو ذمه واري ده. پولیو واکسین یوه غوره وسیله ده چې ماشومان له ناروغیو څخه خوندي کوي، ټولنه باید د واکسین کمپاینونو ملاتړ وکړي.»

نوموړی زیاتوي، د ناروغیو مخنیوی د اسلام دین له نظره ډېر ارزښت لري او هغه څوک چې د دغه هدف لپاره کار کوي، د لوی اجر مستحق دي.

سیمه ییز مشر حاجي حبیب الرحمن چې تل خپل ماشومان په وخت واکسینوي، د مشکور او نورو رضاکارانو هڅې ستايي او وايي: «پولیو د یوې خطرناکې ناروغۍ به توګه د ټولنې راتلونکی ګواښي، موږ ټول مسوول یو چې دا ناروغي له منځه یوسو. هر څاڅکی واکسین د یو ماشوم د ژوند لپاره یو ډال دی.»

 

خلکو ته د خیال محمد مشکور پېغام

مشکور د خپلې ټولنې خلکو ته په خپل پېغام کې وايي: «پولیو ناروغي د ماشومانو راتلونکی محدودوي، په هر کمپاین کې دوه څاڅکي واکسین د هغوی ژوند خوندي کوي، مهرباني وکړئ خپل ماشومان په وخت واکسین کړئ او هغوی له دغه ناورین څخه وژغورئ.»

رحمت الله مرجانخېل، له پولیو خلاص افغانستان

مخکینۍ موضوع
واکسین، د راتلونکي هیله: فرشته او همکارانې یې څنګه د فراه ماشومان له ګوزڼ څخه ژغوري؟
بله موضوع
زحل فیضي؛ له پولیو سره د مبارزې یوه نه ستړې کېدونکې څېره

اړوند مطالب

پر سختو لارو د هیلو پلونه؛ په پچېراګام کې د پولیو ضد مبارزه

ننګرهار، افغانستان (۱۰ غویی ۱۴۰۵) - د ننګرهار د پچېراګام...

د ژوند ژغورنې دوولس کلن مزل، د فیضي الله فیضي د هڅو کیسه

لوګر، افغانستان (۵ غویی ۱۴۰۵) – د لوګر ولایت د...

Copyright ©2020 Polio Free Afghanistan. All Rights Reserved
  • Private Policies
  • Terms & Conditions
SearchPostsLogin
سه شنبه, 25, Apr
د ۲۰۲۲ کال لپاره د پولیو د واکسین لومړنی کمپاین روان دی
پنجشنبه, 30, Apr
پر سختو لارو د هیلو پلونه؛ په پچېراګام کې د پولیو ضد مبارزه
شنبه, 25, Apr
د ژوند ژغورنې دوولس کلن مزل، د فیضي الله فیضي د هڅو کیسه
چهارشنبه, 15, Apr
د دولت‌شاه په درو کې د پولیو ضد مبارزه؛ د حمید ۱۳ کلنې هڅې
یکشنبه, 12, Apr
په روان کال کې د پولیو واکسین لومړی ملي کمپاین پیل شو
جمعه, 10, Apr
په پنجشېر کې د پولیو مخنیوی؛ د سونم او د هغې د همکارانو دوامداره هڅې
دوشنبه, 30, Mar
د پټ خطر پر وړاندې ښکاره بدلون

Welcome back,