هرات د چمتووالي په حالت کې؛ د پولیو ویروس خپرېدو د مخنیوي تدابیرو سختول
مرضیه فروتن
هرات، افغانستان (۲۵ چنګاښ ۱۴۰۳) – شهناز حیدري د هرات ښار په بکر اباد سیمه کې د یوه کور دروازه ټکوي او د کورنۍ له مشرانو غواړي چې خپل له پنځو کلونو د کم عمر ماشومان د واکسین لپاره دباندې را وباسي.
دغه ٢٤ کلنه واکسيناتوره له تېرو دريو کلونو راهيسې په هرات کې د پوليو له منځه وړلو پروګرام سره کار کوي او ماشومانو واکسینوي خو دا ځل په دغه کمپاين کې د پخوا په پرتله په جدي توګه ماشومانو واکسنیوي.
د شهناز په خبره، په کندهار کې د پولیو د مثبتو پېښو له ثبتېدو وروسته په هرات کې د دغه ویروس خپرېدو ته اندېښمنه ده.
هغې زیاته کړه: «له هغې ورځې راهیسې چې خبره شوم په کندهار کې څو ماشومان د پولیو په ناروغي اخته شوي دي، سخته اندېښمنه یمه، زه او زما د نورو همکارانو ټولې هڅې دا دي چې په هرات کې یو ماشوم هم د پولیو په ناروغي اخته نه شي.»
دې وویل: «له مرستندویه ادارو او روغتیا وزرات څخه مې غوښتنه دا ده چې له ګواښ سره مخ سیمو کې دې د پولیو واکسین ډېر کمپاینونه پلي کړي څو د پولیو ویروس د خپرېدو مخنیوی وشي.»
شهناز حیدري د هرات ښار په بکر اباد سیمه کې د یوه کور دروازه ټکوي او د کورنۍ له مشرانو غواړي چې خپل له پنځو کلونو د کم عمر ماشومان د واکسین لپاره دباندې را وباسي © له پولیو خلاص افغانستان/۱۴۰۳/ مرضیه فروتن
د خطر زنګ
په کندهار کې سیمه ییزو چارواکو تاییده کړې ده چې په دې وروستیو کې په دغه ولایت کې د ماشومانو د ګوزڼ دوې پېښې ثبت شوې دي.
د دغه ولایت د عامې روغتیا ریاست یوې سرچینې ویلي، یو څلور کلن هلک او یوه پنځه کلنه نجلۍ په ارغستان او شاولیکوټ ولسوالیو کې د پولیو په ناروغي اخته شوي او فلج شوي دي.
د یادې سرچینې په وینا، دغه دوه ماشومان په دې وروستیو کې له خپلو کورنیو سره یو ځای له پاکستان څخه افغانستان ته ستانه کړل شوي وو.
د روغتیا نړیول سازمان د معلوماتو پر بنسټ په روان زېږدیز کال کې په کندهار کې د پولیو څلور پېښې ثبت شوې دي.
په کندهار د کې د پولیو مثبتو پېښو د هرات په ګډون په ګاونډیو ولایتونو کې د خلکو اندېښنې پارولې دي.
په هرات ښار کې د سارا محمدي په نوم یوې بلې واکسیناتورې وویل چې د پوليو ويروس د لوېديځ زون په ګډون په افغانستان کې تر بل هر وخت ډېر ماشومان ګواښي.
هغې زیاته کړه: «په کندهار کې د پولیو مثبتو پېښو اندېښمنه کړې یمه، خپله ټوله هڅه کوم چې زما د مسوولیت په ساحه کې یو ماشوم هم له واکسین څخه پاتې نه شي.»
هغه په هرات ولايت کې د پوليو ګواښ واقعي وباله او له کورنيو يې وغوښتل چې خپل له پنځو کلونو د کم عمر ماشومان په منظم ډول واکسین کړي، که یو ماشوم هم له واکسین څخه پاتې شي نو په دې ناروغۍ د اخته کېدا ګواښ ډېروي.
په کندهار کې د پولیو له تازه پېښو سره هم مهاله د هرات په انجیل او شینډنډ ولسوالیو کې د پولیو واکسین بېړنی کمپاین پیل شوی چې تر دې مهاله په کې له دوه سوه زره ډېر ماشومان واکسین شوي دي © له پولیو خلاص افغانستان/۱۴۰۳/ مرضیه فروتن
د خلکو وېره
په کندهار کې د پولیو تازه پېښو د هرات اوسېدونکي اندېښمن کړي دي. د ښاریانو په وینا، د هرات او کندهار ترمنځ هره ورځ د زرګونو کسانو د تګ راتګ له امله له دغه ولایت څخه هرات ته د پولیو ویروس د انتقال احتمال شته.
د هرات ښار یو ۴۰ کلن اوسېدونکی خیر محمد چې د دوو ماشومانو پلار دی وايي، د خپلو اولادونو روغتیا ته اندېښمن دی.
هغه زیاته کړه: «که څه هم په هر کمپاین کې خپل ماشومان واکسینوم خو بیا هم وېره لرم چې د پولیو ویروس هرات ته انتقال نه شي او زما د ماشومانو ژوند له ګواښ سره مخ نه کړي.»
د ده په وینا، په هېواد کې د پولیو پېښو رامنځته کېدل د اندېښنې وړ دي، له مرستندویه ادارو او دولت څخه غوښتنه دا ده چې د ماشومانو واکسنیولو ته لا ډېر پام وکړي.
په کندهار کې د پولیو له تازه پېښو سره هم مهاله د هرات په انجیل او شینډنډ ولسوالیو کې د پولیو واکسین بېړنی کمپاین پیل شوی چې تر دې مهاله په کې له دوه سوه زره ډېر ماشومان واکسین شوي دي.