• English
  • دری
له پولیو څخه پاک افغانستان
  • Menu Canvas
    • پښتو
      • English
      • دری
    • Home
      • About Polio Vaccine
      • Global Polio Situation
      • History of Polio
    • Polio Afghanistan
      • Program Structure
      • Polio Eradication Strategy
      • Communication
      • Surveillance
      • Case Studies on East
    • Resources
      • Key Publications
      • Guidelines and SOPs
      • Faqs
    • Polio Updates
      • Monthly Snapshot
    • Media
      • Gallery
      • Video Gallery
      • Press Releases
    • Contact
  • English
  • دری
له پولیو څخه پاک افغانستان
  • د پولیو په اړه
    • د پولیو واکسین
    • د پولیو تاریخ
    • د پولیو نړۍوال وضعیت
  • پولیو په افغانستان کې
    • د پروګرام جوړښت
    • د پولیو د له منځه وړلو تګلاره
    • څارنه
    • ارتباطات
    • د پېښې مطالعه
  • سرچینې
    • لارښوونې او معیاري عملیاتي کړنلارې
    • کلیدي خپرونې
    • ډېرې پوښتل شوې پوښتنې
  • د پولیو تازه معلومات
    • د ساحې کیسې
    • د پولیو پېښې
    • میاشتنی انځور
    • کلیدي خپرونې
  • رسنۍ
    • خبرپاڼې
    • د انځورونو ګالري
    • ویډیو ګالری
  • د اړیکو مرکز
  • له موږ سره اړیکه

خاطره ابراري: د پولیو په وړاندې د بدخشان د ماشومانو د روغتیا ملاتړې

Homepage د ساحې کیسې خاطره ابراري: د پولیو په وړاندې د بدخشان د ماشومانو د روغتیا ملاتړې

خاطره ابراري: د پولیو په وړاندې د بدخشان د ماشومانو د روغتیا ملاتړې

PolioFreeAfghanistan
جولای 20, 2024
د ساحې کیسې

رقیبه حمیدی

بدخشان، افغانستان (۳۰ چنګاښ ۱۴۰۳) – ۲۷ کلنه خاطره ابراري د بدخشان د مرکز فیض آباد اوسېدونکې ده چې له تېرو دریو کلونو راهیسې د پولیو له منځه وړلو پروګرام کې د یوې ژمنې واکسیناتورې په توګه کار کوي او په هر کمپاین کې د ورځې له ۵۰ ډېر ماشومان واکسینوي.

خاطره د ښوونکو د روزنې پوهنتون له بېولوژي څانګې فارغه ده چې خپلې لومړنۍ او منځنۍ زده کړې یې په حلیمه سعدیه لېسه کې بشپړې کړې دي.

هغې له پوهنتون څخه تر فراغت وروسته تصمیم ونیو چې د پولیو واکسین په کمپاینونو کې برخه واخلي او ټولنې ته د روغتیا په برخه کې خدمت وکړي.

خاطره د خپلو نه ستړي کېدونکو هڅو او مثبتې روحیې په مرسته توانیدلې چې د فیض آباد په نوي ښار کې د پولیو د پیښو په کمولو کې د پام وړ مرسته وکړي.

د یوې ژمنې واکسيناتورې په توګه په خپله درې کلنه کاري موده کې هغه توانېدلی چې له ۱۰ زره څخه تر ډېرو ماشومانو پورې د پولیو واکسین ورسوي.

 

۲۷ کلنه خاطره ابراري د بدخشان د مرکز فیض آباد اوسېدونکې ده چې له تېرو دریو کلونو راهیسې د پولیو له منځه وړلو پروګرام کې د یوې ژمنې واکسیناتورې په توګه کار کوي او په هر کمپاین کې د ورځې له ۵۰ ډېر ماشومان واکسینوي © له پولیو خلاص افغانستان /۱۴۰۳/ رقیبه حمیدي

 

خاطره په خپلو فعالیتونو کې له بېلابېلو ښوونیزو میتودونو کار اخلي، لکه د پولیو ناروغۍ له امله د معلولو شوو وګړو د ویډیوګانو ښودل او د واکسین د ګټو په اړه معلومات ورکول، څو والدینو ته سم معلومات ورسوي.

خاطره له کورنیو سره د اړیکو په برخه کې د خپلو تجربو په اړه وايي، د ژمي په یوه سړه ورځ یوه کور ته لاړه چې مشر یې د واکسین سخت مخالف و، خو په ډېز زغم یې هغه ته د واکسین ګټې بیان کړې او بالاخره یې ته قناعت ورکړ.

دا وايي: «هغه ورځ زما د ژوند نه هېرېدونکې ورځ وه ځکه توانېدلې وم چې یوې کورنۍ ته قناعت ورکړم او ماشوم یې له پولیو ناروغۍ څخه وژغورم.»

خاطره په امید او انګېزه خپل کار ته دوام ورکوي او هیله لري چې په راتلونکي کې ډېر ماشومان واکسین کړي څو د بدخشان په ګډون ټول هېواد له پولیو ناروغۍ څخه خلاص شي.

کورنیو ته د هغې پیغام دا دی چې واکسینونه د جدي او خطرناکو ناروغیو په مخنیوي کې خورا مهم رول لوبوي، ماشومانو ته د واکسین په ورکولو نه یوازې هغوی له ناروغیو ژغورئ، بلکې د ټولنې د روغتیا په ساتلو او د ناروغۍ د خپرېدو په مخنیوي کې هم مرسته کوئ.

 

خاطره په امید او انګېزه خپل کار ته دوام ورکوي او هیله لري چې په راتلونکي کې ډېر ماشومان واکسین کړي څو د بدخشان په ګډون ټول هېواد له پولیو ناروغۍ څخه خلاص شي © له پولیو خلاص افغانستان /۱۴۰۳/ رقیبه حمیدي

 

مريم، د يو نیم کلن علي او څلور کلنې سارا مور ده، دا وايي: «خاطرې تل موږ ته په ډېر صبر او زغم موږ ته د پوليو واکسين د اهميت په اړه معلومات راکړي دي، چې زموږ لپاره ډېر ګټور وو او زموږ اندېښنې یې لرې کړې.»

دا وايي، اوس په پوره ډاډ خپل ماشومان واکسینوي او هیله لري چې نورې کورنۍ هم د دې په څېر خپل ماشومان واکسین وکړي او له پولیو ناروغۍ څخه یې وژغوري.

مریم وویل: «ټولو والدینو ته زما پېغام دا دی چې له پولیو ناروغۍ څخه د خلاصون یوازیني ډاډمنه لار د ماشومانو واکسینول دي، مهربانۍ وکړئ له دغه فرصته ګټه واخلئ څو خپلو ماشومانو ته سالم راتلونکی برابر کړو.»

د فیض اباد د نوي ښار اوسېدونکې فاطمه وايي، د خاطرې هڅې او زیاد د ستایلو دي، هغه د خلکو کورونو ته ورځي او په ښه ډول یې د پولیو واکسین په اړه پوهوي.

هغې زیاته کړه: «د هغې په مرسته وپوهېدو چې زموږ د ماشومانو د روغتیا په خاطر د پولیو واکسین څومره مهم دی، خاطره د هغې مثبتې انرژۍ له امله چې لرې یې، واقعا د ټولنې یوه اتله ده.»

خاطرې ابراري په خپلو نه ستړي کېدونکو هلو ځلو او زړورتیا په بدخشان کې د پولیو پر وړاندې مبارزه کې مهم رول لوبولی دی. ګڼو ننګونو ته په ماتې ورکولو او د خلکو او واکسين ټيمونو ترمنځ د باور او همکارۍ په رامنځته کولو سره، نوموړې

په دې برخه کې د پام وړ لاسته راوړنې لري. دا هیله لري چې خپل کار ته په دوام ورکولو د بدخشان ماشومانو ته د ښه او سالم راتلونکي په رامنځته کولو کې مرسته وکړي.

مخکینۍ موضوع
هرات د چمتووالي په حالت کې؛ د پولیو ویروس خپرېدو د مخنیوي تدابیرو سختول
بله موضوع
رجب محمد؛ په بدخشان کې د پولیو په وړاندې د مبارزې مخکښ

اړوند مطالب

پر سختو لارو د هیلو پلونه؛ په پچېراګام کې د پولیو ضد مبارزه

ننګرهار، افغانستان (۱۰ غویی ۱۴۰۵) - د ننګرهار د پچېراګام...

د ژوند ژغورنې دوولس کلن مزل، د فیضي الله فیضي د هڅو کیسه

لوګر، افغانستان (۵ غویی ۱۴۰۵) – د لوګر ولایت د...

Copyright ©2020 Polio Free Afghanistan. All Rights Reserved
  • Private Policies
  • Terms & Conditions
SearchPostsLogin
سه شنبه, 25, Apr
د ۲۰۲۲ کال لپاره د پولیو د واکسین لومړنی کمپاین روان دی
پنجشنبه, 30, Apr
پر سختو لارو د هیلو پلونه؛ په پچېراګام کې د پولیو ضد مبارزه
شنبه, 25, Apr
د ژوند ژغورنې دوولس کلن مزل، د فیضي الله فیضي د هڅو کیسه
چهارشنبه, 15, Apr
د دولت‌شاه په درو کې د پولیو ضد مبارزه؛ د حمید ۱۳ کلنې هڅې
یکشنبه, 12, Apr
په روان کال کې د پولیو واکسین لومړی ملي کمپاین پیل شو
جمعه, 10, Apr
په پنجشېر کې د پولیو مخنیوی؛ د سونم او د هغې د همکارانو دوامداره هڅې
دوشنبه, 30, Mar
د پټ خطر پر وړاندې ښکاره بدلون

Welcome back,