• English
  • دری
له پولیو څخه پاک افغانستان
  • Menu Canvas
    • پښتو
      • English
      • دری
    • Home
      • About Polio Vaccine
      • Global Polio Situation
      • History of Polio
    • Polio Afghanistan
      • Program Structure
      • Polio Eradication Strategy
      • Communication
      • Surveillance
      • Case Studies on East
    • Resources
      • Key Publications
      • Guidelines and SOPs
      • Faqs
    • Polio Updates
      • Monthly Snapshot
    • Media
      • Gallery
      • Video Gallery
      • Press Releases
    • Contact
  • English
  • دری
له پولیو څخه پاک افغانستان
  • د پولیو په اړه
    • د پولیو واکسین
    • د پولیو تاریخ
    • د پولیو نړۍوال وضعیت
  • پولیو په افغانستان کې
    • د پروګرام جوړښت
    • د پولیو د له منځه وړلو تګلاره
    • څارنه
    • ارتباطات
    • د پېښې مطالعه
  • سرچینې
    • لارښوونې او معیاري عملیاتي کړنلارې
    • کلیدي خپرونې
    • ډېرې پوښتل شوې پوښتنې
  • د پولیو تازه معلومات
    • د ساحې کیسې
    • د پولیو پېښې
    • میاشتنی انځور
    • کلیدي خپرونې
  • رسنۍ
    • خبرپاڼې
    • د انځورونو ګالري
    • ویډیو ګالری
  • د اړیکو مرکز
  • له موږ سره اړیکه

تابش شېرزاد: د همت او استقامت ژوندۍ بېلګه

Homepage غوره کیسې تابش شېرزاد: د همت او استقامت ژوندۍ بېلګه

تابش شېرزاد: د همت او استقامت ژوندۍ بېلګه

PolioFreeAfghanistan
مارچ 17, 2024
غوره کیسې

عبدالصبور سیرت

بلخ، افغانستان (۲۷ کب ۱۴۰۲) – ۲۲ کلن تابش شېرزاد د دې خبرې ژوندۍ بېلګه ده چې ټینګ هوډ، همت او استقامت څنګه پر بدني کمزورتیا بریالي کېدای شي.

هغه چې د بلخ ولایت د دهدادي ولسوالۍ د پشت باغ سیمې اوسېدونکی دی، له زېږېدو اووه کاله وروسته د پولیو/ ګوزڼ په ناروغي اخته شوی او دواړې پښې یې فلج شوې دي.

دی چې له همدې امله پوره اته کاله په یوې خونې کې د بندي په څېر ساتل شوی وايي، په دې موده کې یې ژوند له ډېرو کړاونو سره تېراوه او نه پوهېده که له کوره دباندې ووځي نو د خلکو چلند به ورسره څه ډول وي؟

خو تابش وویل چې له کړاونو سربېره ناهیلی نه شو او هڅه یې وکړه تر څو خپلو موخو ته ورسېږي.

هغه په خپل کلي کې ښوونځی پیل کړ، فارغ شو او اوس مهال د یوه خصوصي پوهنتون په کمپیوټر ساینس پوهنځي کې په زده‌کړو بوخت دی.

تابش چې د خپلې سیمې د ځوانانو مشري هم کوي وایي؛ له تېرو دریو کلونو راهیسې د پولیو له منځه وړلو پروګرام سره د سوشل موبلایزر/ مبلغ په توګه کار کوي.

 

تابش شېرزاد د خپلو لکړو په مرسته کور په کور ګرځي څو هغه کورنۍ د خپلو ماشومانو واکسینولو ته وهڅوي چې د ناسمو معلوماتو ښکار شوي او خپل ماشومان نه واکسینوي ©  له پولیو خلاص افغانستان/ ۱۴۰۲/ عبدالصبور سیرت

 

د ده په خبره، له دغه کاره یې موخه دا ده چې نور ماشومان د ده په څېر د پولیو په ناعلاجه ناروغي اخته او معلول نه شي.

نوموړی د خپلو لکړو په مرسته کور په کور ګرځي څو هغه کورنۍ د خپلو ماشومانو واکسینولو ته وهڅوي چې د ناسمو معلوماتو ښکار شوي او خپل ماشومان نه واکسینوي.

دی وايي: «د پوليو په پروګرام کې زما د کار تر ټولو ستره انګېزه دا ده، چې زه پخپله په دې بدمرغه ناروغۍ اخته يم، غواړم زما د وطن ګلالي ماشومان په دې ناروغۍ اخته نه شي، په خپلو پښو وګرځي، لوبې وکړې، زده کړې وکړي او خپل راتلونکی جوړ کړي.»

تابش زیاتوي، پولیو ناروغۍ له مرګ څخه هم ډېره خطرناکه ده، ځکه که یو څوک مړ شي نو ژوند به یې پای ته ورسېږي خو د پولیو په ناروغي اخته کس هره ورځ مري.

 

تابش شېرزاد له خپلو همکارانو سره د خلکو د عامه پوهاوي په لور ©  له پولیو خلاص افغانستان/ ۱۴۰۲/ عبدالصبور سیرت

 

تابش له خلکو غوښتنه کوي څو خپلو ماشومانو ته د دوه څاڅکي واکسین په ورکولو هغوی له تلپاتي معلولیت څخه وژغوري.

د تابش تر څنګ د نوموړي تره وحیدالله هم د پولیو له منځه وړلو پروګرام کې د رضاکار په توګه کار کوي.

نوموړی وایي، وراره یې تابش په اووه کلنۍ کې په دغې ناروغۍ اخته شو، هغه مهالل دوی په هېواد کې دننه او بهر د هغه د درملنې ډېرې هڅې وکړې خو بې ګټې وې.

هغه زیاتوي، کله چې پوه شول پولیو ناروغۍ درملنه نه لري نو هڅه یې وکړه له تابش سره په ګډه د پولیو ناروغۍ د له منځه وړلو په موخه رضاکارانه کار وکړي او هرې کورنۍ ته دا پیغام ورسوي چې دوه څاڅکي واکسین مو ماشومان له دغې بدمرغې ناروغۍ ژغورلای شي.

 

تابش له خلکو غوښتنه کوي څو خپلو ماشومانو ته د دوه څاڅکي واکسین په ورکولو هغوی له تلپاتي معلولیت څخه وژغوري ©  له پولیو خلاص افغانستان/ ۱۴۰۲/ عبدالصبور سیرت

 

د تابش ملګری سید محمد یزدان‌پرست وایي، ملګری یې تابش شېرزاد چې د پولیو ناروغۍ ځپلی په خپل کردار ثابته کړې چې ټینګ هوډ، همت او استقامت پر بدني کمزورتیا بریالي کېدای شي.

ده وویل: «تابش په ټولنه کې ډېر لوی کردار ترسره کوي، هغه خپل درد او کړاو ته په کتو خلکو ته پوهاوی ورکوي چې خپل ماشومان واکسین کړي څو د ده په سرنوشت اخته نه شي.»

هغه زیاتوي، له بده مرغه اوس هم په هېواد کې داسې والدین شته چې خپلو ماشومانو ته د پولیو ناروغۍ ضد واکسین نه ورکوي.

د ده په باور، هغه والدین چې ماشومانو ته واکسین نه ورکوي د خپلو اولادونو بدترین دښمنان دي، ځکه یوه وړه بې پروايي کولای شي ماشومان په تلپاتي معلولیت اخته کړي چې له پښېمانۍ پرته بله پایله نه لري.

افغانستان او پاکستان د نړۍ له هغو هېوادونو دي چې د پولیو ناروغي لا هم د ماشومانو ژوند ته لوی ګواښ دی.

مخکینۍ موضوع
د پولیو قرباني؛ د پولیو په وړاندې د لومړۍ کرښې مبارز
بله موضوع
پلوشه؛ یوه بریالۍ واکسیناتوره

اړوند مطالب

څلور لسیزې ژمنتیا: د ماشومانو د خوندیتوب لپاره د محی‌الدین سفر چې لا هم روان دی

د پنجشېر یو تجربه‌کار روغتیايي کارکوونکی له نږدې څلوېښتو کلونو...

د پټ خطر پر وړاندې ښکاره بدلون

په لغمان کې څنګه د څو ځوانانو هڅو د پولیو...

  • د پولیو/ګوزڼ ضد جزوي زرقي واکسین (fIPV) او د څاڅکو واکسین (OPV) ګډ کمپاین پيل شوجون 13, 2026
  • هغه خاطره چې د ماشومانو د خوندي کولو په ژمنه بدله شوهمې 31, 2026
  • له لومړیو ګامونو تر لوی مسوولیت پورې؛ د ماشومانو د ساتنې لپاره د جنت ګل هڅېمې 25, 2026
  • په روان کال کې د پولیو واکسین دویم فرعي ملي کمپاین پیل شومې 17, 2026
  • څلور لسیزې ژمنتیا: د ماشومانو د خوندیتوب لپاره د محی‌الدین سفر چې لا هم روان دیمې 16, 2026
  • هره اوږده لاره، د یوه ماشوم لپارهمې 10, 2026
  • پر سختو لارو د هیلو پلونه؛ په پچېراګام کې د پولیو ضد مبارزهاپریل 30, 2026
  • د ژوند ژغورنې دوولس کلن مزل، د فیضي الله فیضي د هڅو کیسهاپریل 25, 2026
  • د دولت‌شاه په درو کې د پولیو ضد مبارزه؛ د حمید ۱۳ کلنې هڅېاپریل 15, 2026
  • په روان کال کې د پولیو واکسین لومړی ملي کمپاین پیل شواپریل 12, 2026
Copyright ©2020 Polio Free Afghanistan. All Rights Reserved
  • Private Policies
  • Terms & Conditions
SearchPostsLogin
سه شنبه, 25, Apr
د ۲۰۲۲ کال لپاره د پولیو د واکسین لومړنی کمپاین روان دی
شنبه, 13, Jun
د پولیو/ګوزڼ ضد جزوي زرقي واکسین (fIPV) او د څاڅکو واکسین (OPV) ګډ کمپاین پيل شو
یکشنبه, 31, May
هغه خاطره چې د ماشومانو د خوندي کولو په ژمنه بدله شوه
دوشنبه, 25, May
له لومړیو ګامونو تر لوی مسوولیت پورې؛ د ماشومانو د ساتنې لپاره د جنت ګل هڅې
یکشنبه, 17, May
په روان کال کې د پولیو واکسین دویم فرعي ملي کمپاین پیل شو
شنبه, 16, May
څلور لسیزې ژمنتیا: د ماشومانو د خوندیتوب لپاره د محی‌الدین سفر چې لا هم روان دی
یکشنبه, 10, May
هره اوږده لاره، د یوه ماشوم لپاره

Welcome back,