کله چې لاره سخته وي: د کامدېش د ماشومانو راتلونکی

نورستان، افغانستان (۵ سلواغه ۱۴۰۴) – په افغانستان کې له پولیو ناروغۍ سره مبارزه یوازې د واکسین تطبیق نه دی، بلکې دا د ناسمو معلوماتو، اوازو، د جګړې له میراثه پاتې بېباورۍ او ګڼو نورو خنډونو په وړاندې اوږده مبارزه ده.
هغه څوک چې په دغسې شرایطو کې د ماشومانو د روغتیا لپاره له کوره وځي، یوازې یو رضاکار نه وي، بلکې د بدلون ژوندی سمبول وي.
د نورستان د کامدېش ولسوالۍ غرونه د ښکلا تر څنګ، د ژوند سختۍ هم له ځان سره لري. دلته کلي له یو او بل څخه د ساعتونو پلي مزل په واټن پراته دي چې روغتیايي خدمتونو ته یې لاسرسی محدود کړی دی. په همدې چاپېریال کې، مصباحالدین له څلورو کلونو راهیسې د پولیو پر ضد د رضاکار په توګه کار کوي؛ البته د شهرت او امتیاز لپاره نه، بلکې د دې لپاره چې د خپلو خلکو ماشومان له یوې مخنیوي وړ ناروغۍ څخه وژغوري.
که څه هم په افغانستان کې د پولیو پروګرام د پام وړ پرمختګونه کړي دي، خو د بریا بشپړ پړاو ته تر رسېدو پورې لا هم ځینې ننګونې شته؛ ناسم معلومات، بېباوري او د واکسین په اړه خپرېدونکې اوازې د ځینو کورنیو اندېښنې زیاتوي او د ناروغۍ د له منځه وړلو بهیر ورو کوي.
په لېرې سیمو کې، لکه کامدېش، دا ستونزې لا پسې ژورې دي. دلته خلک ډېری وخت د روغتیا پر ځای د ژوند له بېړنيو اړتیاوو سره بوخت دي، لکه کورنۍ ته د نفقې برابرول، کار او له سختو شرایطو سره مبارزه.
په دغه ډول شرایطو کې، یوازې پیغام رسول بسنه نه کوي. د بدلون لپاره باید لومړی باور جوړ شي. همدلته ده چې مصباحالدین خپل رول پېژني؛ هغه پوهېږي چې بدلون له خبرو پیلېږي. د همدې لپاره د کورنیو له مشرانو سره مخامخ کښېني، هغوی ته غوږ نیسي، پوښتنې یې اوري او بیا په حوصله ځواب ورکوي.
د پولیو واکسین کمپاین پر مهال © له پولیو خلاص افغانستان / ۱۴۰۴ لمریز
د ده لپاره دا مزل یوازې فزیکي نه دی؛ دا د کورنیو د باور د ګټلو او د وېرې د کمولو هڅه ده. کله ناکله د یوه ماشوم واکسینول د څو ساعتونو ستړیا غواړي، خو همدا دوه څاڅکي د یوې کورنۍ د ژوند لوری بدلوي.
په داسې ټولنه کې چې فزیکي ځواک د ژوند بنسټ جوړوي، معلولیت یوازې روغتیایي ستونزه نه ده؛ دا اقتصادي او ټولنیز سقوط دی. که یو ماشوم د پولیو ښکار شي، ټوله کورنۍ د اوږدمهاله پاملرنې له درانه بار سره مخ کېږي، عاید کمېږي، فقر ژورېږي او ټولنه یو فعال غړی له لاسه ورکوي. دا هغه حقیقت دی چې مصباحالدین یې هره ورځ ویني او همدغه څه د ده مبارزه لا معنا لرونکې کړې ده.
د پولیو له منځه وړلو پروګرام یوازې هغه وخت بریالی کېدای شي چې ټولنه ځان پکې شریک احساس کړي. مصباحالدین د همدې شراکت استازیتوب کوي. هغه په عملي توګه خلکو ته ښيي چې پولیو د بل چا ستونزه نه ده؛ بلکې دا د هرې کورنۍ، هر کلي او بشپړې ټولنې شریکه ستونزه ده.
هغه ستونزې چې مصباحالدین هره ورځ ورسره مخ دی، یوازې د یوه رضاکار شخصي تجربه نه ده، بلکې د سیمې د روغتیايي سیسټم یو عمومي انځور وړاندې کوي. د کامدېش د سیمهییز روغتون یو روغتیاپال ډاکټر، شاهدالله، دا واقعیت داسې بیانوي: «کامدېش هغه ولسوالي ده چې ځینې کلي یې له یو بل څخه د څو ساعتونو پلي مزل په فاصله کې پراته دي. که خدای مه کړه په داسې یوه سیمه کې د پولیو ویروس خپور شي، د کنټرول هڅې یې بېسارې ستونزمنې کېږي.»
یوه ماشوم ته د پولیو واکسین ورکولو پر مهال © له پولیو خلاص افغانستان / ۱۴۰۴ لمریز
د هغه په وینا، که یو ماشوم واکسین نه شي، اغېز یې یوازې تر هغه نه محدودېږي؛ بلکې د نورو ماشومانو ژوند هم له د پولیو ناروغۍ له خطر سره مخ کېږي.
په همدغو شرایطو کې، د مصباحالدین په څېر رضاکارانو شتون حیاتي ارزښت لري. هلته چې روغتیايي خدمات محدود دي، همدا رضاکاران د روغتیايي سیستم او ټولنې ترمنځ د باور پل جوړوي. د دوی دوامدار حضور او عملي ژمنتیا د خلکو پرېکړې ورو ورو بدلوي او د پولیو د خپرېدو مخه نیسي.
خو روغتیايي هڅې هغه وخت اغېزناکې کېږي چې ټولنه یې ملاتړ وکړي. په کامدېش کې، د همدغه بدلون نښې د سیمې د مشرانو په دریځ کې ښکاري.
د سیمې یو قومي مشر، نظامالدین خادم وايي: «مصباحالدین او د ده په څېر نورو رضاکارانو خلکو ته د انسانیت او مسوولیت پیغام رسولی، هغوی د غرونو تر سیورو لاندې داسې رڼا بله کړې چې د بېباورۍ تیاره پکې ورو ورو کمرنګه کېږي. هره هغه کورنۍ چې نن خپل ماشوم واکسینوي، د سبا لپاره د یوې سالمې ټولنې بنسټ ږدي.»
د خلکو په ذهنیت کې همدا بدلون له پولیو سره د مبارزې ریښتینی بنسټ جوړوي. که څه هم لار ستونزمنه او خنډونه شته، خو تر هغو چې داسې کسان وي چې د وجدان غږ ته لبیک وايي، هیله ژوندۍ ده.
مصباحالدین باور لري چې د هغه لپاره د دې مبارزې پایله روښانه ده – یو داسې سبا چې هېڅ ماشوم د پولیو له امله له ژونده شا ته پاتې نه شي.

