د فلج تر سیوري لاندې؛ د هیلو څراغ

څنګه یو ځوان له معلولیت سربېره د پولیو ضد مبارزې مخکښ شو؟
غزني، افغانستان (۸ زمری ۱۴۰۴) – د سهارني لمر وړانګې لا د غزني د اندړو ولسوالۍ پر غونډیو نه وې خپرې شوې چې قدرت الله د خپل چپ لاس په مرسته ځان چمتو کړ او د نوي ماموریت په لور روان شو.
دا ۲۱ کلن ځوان، چې ښی لاس یې د پولیو له امله فلج شوی، نن د هغو زرګونو ماشومانو لپاره غږ پورته کوي، چې لا هم له دې وژونکې ناروغۍ سره مخ دي. د هغه ژوند د مبارزې، باور او ژمنتیا یوه بېلګه ده.
زه تسلیم نه شوم
قدرتالله درې کلن و، چې د سختې تبې، دردونو او ناڅاپي ضعف له کبله روغتون ته یووړل شو. هلته ډاکټرانو معلومه کړه چې هغه د پولیو په ناروغۍ اخته شوی او ښی لاس یې فلج شوی دی.
«دا یوازې زما لاس نه و چې فلج شو… ماشومتوب مې راڅخه واخیستل شو، لوبې مې خاموشې شوې، د مور موسکا مې ورکه شوه او د راتلونکي ټول امیدونه مې د یوه درد په تیارو کې ډوب شول.
خو قدرتالله د هغه ماشومانو له ډلې نه و، چې د درد تر بار لاندې چوپ پاتې شي. ده له خپل ټپ ژوند جوړ کړ، له خپلې کورنۍ، په ځانګړي ډول له مور څخه یې یوازې مینه نه، بلکې یو نه ماتیېدونکی باور واخیست، داسې یو باور چې ده ته یې احساس ورکاوه: «زه یوازې نه یم، زه ارزښت لرم، زه لا هم کولای شم.»
د چپ لاس هیله
قدرتالله هغه زدهکوونکی و، چې کتابونه یې تل د چپ لاس په زور پرانیستل، لیکل یې پرې وکړل او د ملګرو له ملنډو سربېره یې درس ویلو ته دوام ورکړ.
«ما زده کړل چې محدودیتونه به وي، خو که چپ لاس پاتې وي او زړه ژوندی وي، انسان نه درېږي.»
نوموړی د ښوونځي له پیل تر پای پورې له لوړو او ژورو سره مخ و، خو تل یې یوه جمله په ذهن کې تکرارېده: «زه هغه ماشوم نه یم چې پولیو یې چوپ کړي.»
د پولیو قرباني قدرت الله د پولیو واکسین کمپاین پر مهال © له پولیو خلاص افغانستان / ۱۴۰۴ لمریز
له سکوت څخه تر غږ پورې
کله چې د پولیو واکسین کمپاین د دوی کلي ته ورسېد، قدرتالله دا یو فرصت وباله؛ د ځان لپاره نه، بلکې د نورو ماشومانو د نجات لپاره.
دی د پولیو واکسین کمپاین له یوه ټیم سره د رضاکار په توګه یوځای شو. کور په کور وګرځېد، د خلکو دروازې یې وټکولې، د بېباورۍ دېوالونه یې مات کړل او د هر پلار او مور سترګو ته یې دا سوال کېښود: «ایا غواړئ ستاسو ماشوم هم زما په برخلیک اخته شي؟»
ژوند ته د ورزش له لارې بیرته راګرځېدل
سره له دې چې فلج شوی لاس یې د لوبو مانع و، قدرتالله له کرکټ او فوټبال سره خپل تړاو و نه شلاوه. دی وایي، لوبه ورته پر ځان باور بېرته ورکوي.
«کله چې زه ورزش کوم، خپل فلج شوی لاس هېروم. زه یوازې یو انسان یم – یو پیاوړی انسان.»
یوه کورنۍ، یو پیغام
د قدرتالله مشر ورور، عبدالبصیر، د خپل ورور پر مبارزه ویاړي. «زما ورور زموږ د کورنۍ لپاره نه یوازې ویاړ دی، بلکې زموږ ویښ وجدان هم دی. موږ ټول مسوولیت لرو چې له خپل درد څخه درس واخلو.»
د کلي دیني عالم، مولوي اشرف، وایي: «قدرتالله یوازې د جسمي قوت نه، بلکې د روحیې له مخې هم یو غښتلی انسان دی. د هغه کیسه زموږ د ټولنې د باور نوی تعریف دی.»
د روغتیايي کارپوه غږ
ډاکټر خانزاده احساس، چې د اندړو د سیمهییز روغتون غړی دی، په کلکه ټینګار کوي: «واکسین د پولیو یوازینۍ دفاعي کرښه ده. قدرتالله ژوندۍ بېلګه ده چې که دا دفاع له لاسه ورکړو نو څه پېښېدای شي؟»
قدرت الله د کلیوالو په منځ کې © له پولیو خلاص افغانستان / ۱۴۰۴ لمریز
د ټولنې غږ
قدرتالله خپل پیغام خورا ساده، خو ژور بیانوي: «زه د پولیو ناروغۍ د ناوړو پایلو ژوندی ثبوت یم. نه غواړم نور ماشومان زما غوندې شي. که موږ خپلو ماشومانو ته واکسین ور نه کړو، موږ به د دوی راتلونکی له لاسه ورکړو.»
پایله: یو فرد، یو بدلون
د قدرتالله کیسه د یوه فرد کیسه نه ده، بلکې دا کیسه د زرګونو هغو ماشومانو استازولي کوي، چې هره ورځ د پولیو ویروس له ګواښ سره ژوند کوي.
هغه موږ ته راښيي چې پولیو یوه ساده ناروغي نه ده، بلکې کولای شي د یوه ماشوم راتلونکی له منځه یوسي، د یوه کور خوښي په خپګان بدله کړي او د ټولنې له وجود څخه د خوځښت سا واخلي.
خو همدا واقعیت موږ ته یوه بله دروازه هم پرانیزي: «واکسین یو انتخاب نه، بلکې مسوولیت دی. موږ د دې واک لرو چې راتلونکی بدل کړو، خو دا کار هغه وخت ممکن دی چې همدا نن اقدام وکړو»
قدرتالله غږ کوي، له درده نه، بلکې له مسوولیته: «زه غواړم زما کیسه وروستۍ وي، نه لومړۍ.»
موږ باید ډاډمن شو چې دغه ویروس نور له هېڅ ماشوم څخه د ژوند او غوره راتلونکي حق نه اخلي. د پولیو ختمول یوازې یو روغتیايي ماموریت نه دی، بلکې دا یو انساني مسوولیت دی، د یوه روښانه او صحتمند افغانستان پر لور.

