• English
  • دری
له پولیو څخه پاک افغانستان
  • Menu Canvas
    • پښتو
      • English
      • دری
    • Home
      • About Polio Vaccine
      • Global Polio Situation
      • History of Polio
    • Polio Afghanistan
      • Program Structure
      • Polio Eradication Strategy
      • Communication
      • Surveillance
      • Case Studies on East
    • Resources
      • Key Publications
      • Guidelines and SOPs
      • Faqs
    • Polio Updates
      • Monthly Snapshot
    • Media
      • Gallery
      • Video Gallery
      • Press Releases
    • Contact
  • English
  • دری
له پولیو څخه پاک افغانستان
  • د پولیو په اړه
    • د پولیو واکسین
    • د پولیو تاریخ
    • د پولیو نړۍوال وضعیت
  • پولیو په افغانستان کې
    • د پروګرام جوړښت
    • د پولیو د له منځه وړلو تګلاره
    • څارنه
    • ارتباطات
    • د پېښې مطالعه
  • سرچینې
    • لارښوونې او معیاري عملیاتي کړنلارې
    • کلیدي خپرونې
    • ډېرې پوښتل شوې پوښتنې
  • د پولیو تازه معلومات
    • د ساحې کیسې
    • د پولیو پېښې
    • میاشتنی انځور
    • کلیدي خپرونې
  • رسنۍ
    • خبرپاڼې
    • د انځورونو ګالري
    • ویډیو ګالری
  • د اړیکو مرکز
  • له موږ سره اړیکه

د معلولینو غږ: «خپل ماشومان واکسین کړئ، څو زموږ په څېر له کړاوونو سره مخ نه شي»

Homepage د ساحې کیسې د معلولینو غږ: «خپل ماشومان واکسین کړئ، څو زموږ په څېر له کړاوونو سره مخ نه شي»

د معلولینو غږ: «خپل ماشومان واکسین کړئ، څو زموږ په څېر له کړاوونو سره مخ نه شي»

PolioFreeAfghanistan
اکتوبر 10, 2024
د ساحې کیسې

بلخ، افغانستان (۱۹ تله ۱۴۰۳) – بلخ مېشتي معلولین چې له خپل معلولیت او د ټولنې له ناوړه چلند څخه ځورېږي، پر والدینو غږ کوي چې خپلو ماشومانو ته د پولیو واکسین ورکړي څو له تلپاتي معلولیت څخه خوندي شي.

د هارون حکیمي په نوم یو معلول ځوان چې د دغه ولایت په مزار شریف ښار کې ژوند کوي، وايي: «معلولیت د ژوند دایمي درد دی، که والدین خپل ماشومان واکسین نه کړي نو هغوی به هم زموږ په څېر معلول شي او په پایله کې به نه یوازې له تلپاتې کړاوونو سره مخ وي، بلکې د کورنۍ او ټولنې د اوږو بار به هم وي.»

نوموړی چې سترګو یې د لیدلو ځواک هم له لاسه ورکړی، زیاتوي، دا چې په خپله معلول دی نو تر بل هر چا په ښه توګه دا درد او کړاو تجربه کوي.

هغه په غمجن انداز وویل: «ما ته مې معلولیت لوی رنځ او ځور دی، له همدې امله زه هره شېبه د خلکو له ناوړه چلند سره مخ یم، ټولنه ما ته د یوه بوج او بار په سترګه ګوري.»

په همدې اساس نوموړی له والدینو غواړي چې په لوی لاس دې خپل اولادونه له دغسې ناوړه برخلیک سره نه مخ کوي، بلکې هغوی ته په پر له پسې توګه د پولیو واکسین ورکړي څو له دغه ناورین څخه وژغورل شي.

حکیمي وايي: «له بده مرغه ځینې والدین د پولیو واکسین په اړه ناسم ذهنیت لري او فکر کوي چې دا کومه بهرنی دسیسه ده او یا هم په راتلونکې کې د ماشومانو روغتیا ته زیان اړوي، هغوی په اصل کې د درواغجنو اوازو ښکار شوي دي، زه دغه ډول والدینو ته وایم، که تاسې زما په څېر د معلولو انسانانو درد او کړاو درک کړئ نو له خپل دغه ډول نظر څخه به پښېمانه شئ.»

 

بلخ مېشتي معلولین چې له خپل معلولیت او د ټولنې له ناوړه چلند څخه ځورېږي، پر والدینو غږ کوي چې خپلو ماشومانو ته د پولیو واکسین ورکړي څو له تلپاتي معلولیت څخه خوندي شي © له پولیو خلاص افغانستان/ ۱۴۰۳/ عبدالصبور سیرت

 

سید محمد یزدان‌پرست یو بل معلول او نابینا ځوان دی چې د خپل فزیکي حالت له امله بلا ډېر کړاوونه او دردونه زغمي.

نوموړی وايي: «زه په ماشومتوب کې معلول شوی یم، چې له امله یې د زده کړو په ګډون د ژوند له ټولو خوږو محروم شوی یم، له هماغه ماشومتوبه د نورو مرستې ته اړ یم، ټول هغه کارونه چې زه یې باید پخپله وکړم، نور یې راته کوي.»

هغه خپلو دغو کړاوونو ته په کتو وویل، د پولیو واکسین په اصل کې یو ماشوم له دغسې حالته خوندي کوي، نو والدین ولې هغه باید خپلو ماشومانو ته ور نه کړي؟

یزدان‌پرست زیاتوي: «که یوه ماشوم د پولیو په ناروغي اخته او معلول شي، نو نه یوازې هغه پخپله به له ستونزو سره مخ وي، بلکې کورنۍ به یې هم کړاوونه ګالي، ځکه دغه ډول انسان نه شي کولای د نورو وګړو په څېر په ټولنه کې عادي ژوند وکړي، بلکې تل به د نورو مرستې ته اړ وي.»

روغتیايي کارپوهان هم پر خلکو غږ کوي چې پولیو یوه ډېره خطرناکه ناروغي ده او له هغې سره دې سطحي چلند نه کوي.

د ډاکټر عبدالواحد په نوم د بلخ ولایت یو روغتیا پوه وايي، پولیو یوه ویروسي ناروغي ده چې د اعصابو حجرې زیانمنوي او تلپاتی معلولیت رامنځ ته کوي.

هغه زیاتوي: «د واکسین نه ورکول یوازې یو ماشوم نه، بلکې ټولنه په خطر کې اچوي، او والدین باید پوه شي چې د خپل ماشوم د واکسینولو له لارې، نه یوازې خپل ماشوم، بلکې د ټولې ټولنې روغتیا خوندي کوي.»

د بلخ د معلولینو او روغتیاپالانو پیغام روښانه دی: «د پولیو په نوم ناورین څخه د خلاصون یوازینۍ لار واکسین دی، د پولیو واکسین نه یوازې د فردي روغتیا، بلکې د ټولنې په سلامتۍ کې هم مهم رول لري.»

د هارون حکیمي او سید محمد یزدان پرست په څېر کسان- چې د معلولیت له کړاوونو سره مخ دي- له ټولنې غواړي څو د دوی له تجربو درس واخیستل شي.

د دې مهمې مسئلې پر وړاندې د ټولنې یووالی اړین دی، راځئ د پولیو واکسین په اهمیت پوه شو او خپل ټولنیز مسؤلیت ادا کړو، څو زموږ نسلونه له معلولیت پرته عادي ژوند وکړي.

 

عبدالصبور سیرت، له پولیو خلاص افغانستان

مخکینۍ موضوع
د پولیو په وړاندې په لومړۍ کرښه کې د زړورو رضاکارانو نه ستړې کېدونکې مبارزه
بله موضوع
عزیزګل، د پولیو ویروس په وړاندې د ماشومانو ډال

اړوند مطالب

هغه خاطره چې د ماشومانو د خوندي کولو په ژمنه بدله شوه

د یوې ماشومې د فلج کېدو تجربې نصیب الله حسین‌خېل...

له لومړیو ګامونو تر لوی مسوولیت پورې؛ د ماشومانو د ساتنې لپاره د جنت ګل هڅې

جنت ګل احساس د پولیو پر وړاندې مبارزه د یوه...

  • هغه خاطره چې د ماشومانو د خوندي کولو په ژمنه بدله شوهمې 31, 2026
  • له لومړیو ګامونو تر لوی مسوولیت پورې؛ د ماشومانو د ساتنې لپاره د جنت ګل هڅېمې 25, 2026
  • په روان کال کې د پولیو واکسین دویم فرعي ملي کمپاین پیل شومې 17, 2026
  • څلور لسیزې ژمنتیا: د ماشومانو د خوندیتوب لپاره د محی‌الدین سفر چې لا هم روان دیمې 16, 2026
  • هره اوږده لاره، د یوه ماشوم لپارهمې 10, 2026
  • پر سختو لارو د هیلو پلونه؛ په پچېراګام کې د پولیو ضد مبارزهاپریل 30, 2026
  • د ژوند ژغورنې دوولس کلن مزل، د فیضي الله فیضي د هڅو کیسهاپریل 25, 2026
  • د دولت‌شاه په درو کې د پولیو ضد مبارزه؛ د حمید ۱۳ کلنې هڅېاپریل 15, 2026
  • په روان کال کې د پولیو واکسین لومړی ملي کمپاین پیل شواپریل 12, 2026
  • په پنجشېر کې د پولیو مخنیوی؛ د سونم او د هغې د همکارانو دوامداره هڅېاپریل 10, 2026
Copyright ©2020 Polio Free Afghanistan. All Rights Reserved
  • Private Policies
  • Terms & Conditions
SearchPostsLogin
سه شنبه, 25, Apr
د ۲۰۲۲ کال لپاره د پولیو د واکسین لومړنی کمپاین روان دی
یکشنبه, 31, May
هغه خاطره چې د ماشومانو د خوندي کولو په ژمنه بدله شوه
دوشنبه, 25, May
له لومړیو ګامونو تر لوی مسوولیت پورې؛ د ماشومانو د ساتنې لپاره د جنت ګل هڅې
یکشنبه, 17, May
په روان کال کې د پولیو واکسین دویم فرعي ملي کمپاین پیل شو
شنبه, 16, May
څلور لسیزې ژمنتیا: د ماشومانو د خوندیتوب لپاره د محی‌الدین سفر چې لا هم روان دی
یکشنبه, 10, May
هره اوږده لاره، د یوه ماشوم لپاره
پنجشنبه, 30, Apr
پر سختو لارو د هیلو پلونه؛ په پچېراګام کې د پولیو ضد مبارزه

Welcome back,