• English
  • دری
له پولیو څخه پاک افغانستان
  • Menu Canvas
    • پښتو
      • English
      • دری
    • Home
      • About Polio Vaccine
      • Global Polio Situation
      • History of Polio
    • Polio Afghanistan
      • Program Structure
      • Polio Eradication Strategy
      • Communication
      • Surveillance
      • Case Studies on East
    • Resources
      • Key Publications
      • Guidelines and SOPs
      • Faqs
    • Polio Updates
      • Monthly Snapshot
    • Media
      • Gallery
      • Video Gallery
      • Press Releases
    • Contact
  • English
  • دری
له پولیو څخه پاک افغانستان
  • د پولیو په اړه
    • د پولیو واکسین
    • د پولیو تاریخ
    • د پولیو نړۍوال وضعیت
  • پولیو په افغانستان کې
    • د پروګرام جوړښت
    • د پولیو د له منځه وړلو تګلاره
    • څارنه
    • ارتباطات
    • د پېښې مطالعه
  • سرچینې
    • لارښوونې او معیاري عملیاتي کړنلارې
    • کلیدي خپرونې
    • ډېرې پوښتل شوې پوښتنې
  • د پولیو تازه معلومات
    • د ساحې کیسې
    • د پولیو پېښې
    • میاشتنی انځور
    • کلیدي خپرونې
  • رسنۍ
    • خبرپاڼې
    • د انځورونو ګالري
    • ویډیو ګالری
  • د اړیکو مرکز
  • له موږ سره اړیکه

عزیزګل، د پولیو ویروس په وړاندې د ماشومانو ډال

Homepage د ساحې کیسې عزیزګل، د پولیو ویروس په وړاندې د ماشومانو ډال

عزیزګل، د پولیو ویروس په وړاندې د ماشومانو ډال

PolioFreeAfghanistan
اکتوبر 10, 2024
د ساحې کیسې

هرات، افغانستان (۱۹ میزان ۱۴۰۳) – د هرات د انجیل ولسوالۍ په یوه لرې کلي کې د عزیزګل په نوم یوه مور چې حجاب یې اغوستی، د خپلو ماشومانو واړه لاسونه په لاس کې نیولي او د روغتیايي مرکز په لور روانه ده.

عزیزګل هر ځل ۱۰ کیلومتره پلی مزل کوي څو خپل درې ماشومان د پولیو واکسین لپاره روغتیايي مرکز ته بوځي.

دا ۳۸ کلنه مور، سره له دې چې په یو دودیزه ټولنه کې ژوند کوي، پخه اراده لري چې د خپلو ماشومانو روغتیا ډاډمنه کړي.

عزیزګل د روغتیايي مرکز په انتظارخونه کې ناسته ده. خپله دوه نیم کلنه لور یې په غېږ کې نیولې او دوه زامن یې، چې درې نیم او څلور نیم کلن دي، په دواړو خواوو کې ناست دي. ماشومان په ویاړ خپلې رنګ شوې ګوتې پورته کوي، دا د دې ښکارندويي کوي چې له پولیو ویروس څخه د خوندیتوب لپاره یې دوه څاڅکي واکسین ترلاسه کړی دی.

عزیزګل په لېوالتیا او قوي غږ وایي: “زما موخه دا ده چې ماشومان مې له پولیو ویروس څخه خوندي کړم، نه غواړم چې هغوی فلج ووینم.”

هغه چې د امام شش نور کلي اوسېدونکې ده، خپل ماشومان په یوازې ځان واکسین ته راولي، ځکه خاوند یې کارګر دی او ډېرې ورځې د نفقې په لټه له کوره بهر وي.

دې هوښیارې مور د واکسیناسیون په اړه ټول اړین معلومات له ډاکټرانو او روغتیايي مبلغانو تر لاسه کړي دي. “د ماشومانو روغتیا مې تر هر څه مهمه ده. هر میاشت، بې له ځنډه، خپل ماشومان واکسین ته راولم. هغوی اوس له پولیو ویروس څخه په امان کې دي او دا زما لپاره تر ټولو لویه خوښي ده.”

 

عزیزګل د روغتیايي مرکز په انتظارخونه کې ناسته ده. خپله دوه نیم کلنه لور یې په غېږ کې نیولې او دوه زامن یې، چې درې نیم او څلور نیم کلن دي، په دواړو خواوو کې ناست دي. ماشومان په ویاړ خپلې رنګ شوې ګوتې پورته کوي، دا د دې ښکارندويي کوي چې له پولیو ویروس څخه د خوندیتوب لپاره یې دوه څاڅکي واکسین ترلاسه کړی دی © له پولیو څخه خلاص افغانستان/۱۴۰۳/ مرضیه فروتن

 

عزیزګل خپل ماشومان یوازې د پولیو په مقابل کې نه واکسینوي، بلکې د نورو ناروغیو لکه شري او ژیړي په وړاندې هم د هغوی د خوندي ساتلو هڅه کوي. هغه نورو مېندو ته هم یو روښانه پیغام لري: “له ټولو ښځو څخه غواړم چې خپل ماشومان واکسین کړي. اوس ډېر لږ خلک د پولیو واکسین مخالفت کوي خو زما په څېر ډېرې مېندې بیا د واکسین په ارزښت پوهېدلې او خپل ماشومان په منظم ډول واکسینوي.”

مرسل عظیمي چې د انجیل ولسوالۍ په روغتیايي مرکز کې د واکسیناتورې په توګه کار کوي، له دغه راز مېندو په درناوي یادونه کوي او وايي: “دغه ډول مېرمنو سره له دې چې سواد نه لري او په دودیزه ټولنه کې ژوند کوي، ثابته کړې چې بامسوولیته مېندې دي، هغوی یوازې او د نارینه‌وو له شتون پرته خپل ماشومان واکسینوي او د پولیو ویروس د خپرېدو په مخنیوي کې حیاتي رول لوبوي.”

عزیزګل او د هغې په څېر نورې مېندې د پولیو ویروس پر وړاندې د ټولنې ډال دی، هغوی په هر ځل واکسین کولو سره نه یوازې خپل ماشومان بلکې بشپړه ټولنه خوندي کوي.

دغه ډول میندو کلیوالو ټولنو ته د پوهاوي او مسوولیت‌پالنې روښانه رڼا راوړې، هغه رڼا چې د ویروسونو او وژونکو ناروغیو پر وړاندې د مبارزې لار پرانیزي.

 

مرضیه فروتن، له پولیو خلاص افغانستان

مخکینۍ موضوع
د معلولینو غږ: «خپل ماشومان واکسین کړئ، څو زموږ په څېر له کړاوونو سره مخ نه شي»
بله موضوع
هیله بخښونکی اتل؛ «الهام» د روغتیا ساتنې له لارې د پولیو او نورو ناروغیو مخه نیسي

اړوند مطالب

سیف‌الله؛ د ماشومانو د روغتیا لپاره نهه کاله رضاکارانه خدمت

۲۸ کلن سیف‌الله له تېرو نهو کلونو راهیسې د پولیو...

نګینه؛ د پولیو پر وړاندې د مبارزې په لومړۍ کرښه کې

د پولیو واکسین کمپاینونو کې یوه ژمنه رضاکاره، چې د...

  • سیف‌الله؛ د ماشومانو د روغتیا لپاره نهه کاله رضاکارانه خدمتجولای 30, 2026
  • نګینه؛ د پولیو پر وړاندې د مبارزې په لومړۍ کرښه کېجولای 23, 2026
  • هر واکسین شوی ماشوم؛ د خوندي راتلونکي پر لور یو ګام دیجولای 15, 2026
  • د ژمنتیا هغه مزل چې موخه یې د ماشومانو خوندي راتلونکی دیجولای 8, 2026
  • یوه صحنه، یوه پرېکړهجون 30, 2026
  • یو خوستی ځوان له تېرو اتو کلونو راهیسې د ماشومانو د خوندي راتلونکي لپاره هڅې کويجون 22, 2026
  • د ماشومانو د خوندي راتلونکي لپاره د یوه ځوان ژمنتیاجون 14, 2026
  • د پولیو/ګوزڼ ضد جزوي زرقي واکسین (fIPV) او د څاڅکو واکسین (OPV) ګډ کمپاین پيل شوجون 13, 2026
  • «پولیو مې بدن محدود کړ، خو هیلې مې ژوندۍ دي»؛ د محمد سلیم کیسهجون 8, 2026
  • هغه خاطره چې د ماشومانو د خوندي کولو په ژمنه بدله شوهمې 31, 2026
Copyright ©2020 Polio Free Afghanistan. All Rights Reserved
  • Private Policies
  • Terms & Conditions
SearchPostsLogin
سه شنبه, 25, Apr
د ۲۰۲۲ کال لپاره د پولیو د واکسین لومړنی کمپاین روان دی
پنجشنبه, 30, Jul
سیف‌الله؛ د ماشومانو د روغتیا لپاره نهه کاله رضاکارانه خدمت
پنجشنبه, 23, Jul
نګینه؛ د پولیو پر وړاندې د مبارزې په لومړۍ کرښه کې
چهارشنبه, 15, Jul
هر واکسین شوی ماشوم؛ د خوندي راتلونکي پر لور یو ګام دی
چهارشنبه, 8, Jul
د ژمنتیا هغه مزل چې موخه یې د ماشومانو خوندي راتلونکی دی
سه شنبه, 30, Jun
یوه صحنه، یوه پرېکړه
دوشنبه, 22, Jun
یو خوستی ځوان له تېرو اتو کلونو راهیسې د ماشومانو د خوندي راتلونکي لپاره هڅې کوي

Welcome back,