• English
  • دری
له پولیو څخه پاک افغانستان
  • Menu Canvas
    • پښتو
      • English
      • دری
    • Home
      • About Polio Vaccine
      • Global Polio Situation
      • History of Polio
    • Polio Afghanistan
      • Program Structure
      • Polio Eradication Strategy
      • Communication
      • Surveillance
      • Case Studies on East
    • Resources
      • Key Publications
      • Guidelines and SOPs
      • Faqs
    • Polio Updates
      • Monthly Snapshot
    • Media
      • Gallery
      • Video Gallery
      • Press Releases
    • Contact
  • English
  • دری
له پولیو څخه پاک افغانستان
  • د پولیو په اړه
    • د پولیو واکسین
    • د پولیو تاریخ
    • د پولیو نړۍوال وضعیت
  • پولیو په افغانستان کې
    • د پروګرام جوړښت
    • د پولیو د له منځه وړلو تګلاره
    • څارنه
    • ارتباطات
    • د پېښې مطالعه
  • سرچینې
    • لارښوونې او معیاري عملیاتي کړنلارې
    • کلیدي خپرونې
    • ډېرې پوښتل شوې پوښتنې
  • د پولیو تازه معلومات
    • د ساحې کیسې
    • د پولیو پېښې
    • میاشتنی انځور
    • کلیدي خپرونې
  • رسنۍ
    • خبرپاڼې
    • د انځورونو ګالري
    • ویډیو ګالری
  • د اړیکو مرکز
  • له موږ سره اړیکه

اورسله عمرخېل؛ بلخ کې د پولیو واکسین کمپاین ژمنه مبلغه

Homepage غوره کیسې اورسله عمرخېل؛ بلخ کې د پولیو واکسین کمپاین ژمنه مبلغه

اورسله عمرخېل؛ بلخ کې د پولیو واکسین کمپاین ژمنه مبلغه

PolioFreeAfghanistan
سپتمبر 7, 2024
غوره کیسې

عبدالصبور سیرت

بلخ، افغانستان (۱۷ وږی ۱۴۰۳) – د بلخ ولایت په مرکز مزارشریف ښار کې د اورسله عمرخېل په نوم د پولیو واکسین کمپاین یوه مبلغه/ سوشل موبلایزره د خپلو هڅو پر مټ هره ورځ لسګونه کورنۍ د دغې ناروغۍ له زیانونو او واکسین له ګټو خبروي.

پولیو/ګوزن یوه له هغو ناروغیو ده چې له ډېرو کلونو راهیسې یې په هېواد کې د عامه پوهاوي او واکسیناسیون له لارې د مخنیوي هڅې روانې دي.

په دې برخه کې د ښځینه رضاکارانو رول خورا مهم دی او د دغه ډګر یو ځلانده نوم اورسله عمرخېل دی چې د پولیو واکسین د کمپاین پر مهال کورنیو ته د پوهاوي ورکولو دنده ترسره کوي.

۲۰ کلنه اورسله عمرخېل په یوې متعهدې کورنۍ کې زېږیدلې او له کوچنیوالي یې هېواد او خلکو ته د خدمت کولو علاقه لرله او همدې تعهد د هغې د زده‌کړې مسیر مشخص کړ او دا مهال د قابله‌ګۍ برخه کې په زده‌کړو بوخته ده.

اورسله له تېرو دوو کلونو راهیسې د پولیو واکسین کمپاین سره د مبلغې په توګه کار کوي او هره ورځ شاوخوا ۸۰ کورنۍ د پولیو ناروغۍ له زیانونو او د دغې ناروغۍ ضد واکسین له ګټو خبروي.

هغه وايي: «په خپله دوه کلنه کاري موده کې مې ګڼ شمېر کورنۍ د خپلو ماشومانو واکسینولو ته قانع کړې دي، هغوی اوس پوهېږي چې د پولیو واکسین یوازینۍ لار ده څو ماشومان یې له ګوزڼ ناروغۍ څخه خوندي شي.»

 

اورسله له تېرو دوو کلونو راهیسې د پولیو واکسین کمپاین سره د مبلغې په توګه کار کوي او هره ورځ شاوخوا ۸۰ کورنۍ د پولیو ناروغۍ له زیانونو او د دغې ناروغۍ ضد واکسین له ګټو خبروي © له پولیو خلاص افغانستان/ ۱۴۰۳/ عبدالصبور سیرت

 

په داسې ټولنه کې چې لا هم ځیني خلک د پولیو واکسین په اړه د ناسمو معلوماتو او افواهاتو ښکار دي، دې چارې اورسله هم له ننګونو سره مخ کړې ده، خو د هغې ژمنتیا او زړورتیا هېڅکله کمزورې شوې نه ده.

عمرخېل نه یوازې د پولیو ناروغۍ له منځه وړلو ته ژمنه ده بلکې په راتلونکي کې هم غواړي خلکو ته خدمت وکړي، ځکه په وینا یې که کوم ماشوم په ګوزڼ ناروغۍ اخته شي نو خپله کورنۍ او ټولنه له خطر سره مخ کوي.

له اورسلې عمرخېل سره د خلکو د پوهاوي په چارو کې فرشته هم همکاري کوي.

دا وايي، اورسله هر سهار له اووه بجو څخه بیا د مازدیګر تر څلورو بجو په هر ډول حالاتو کې خپله دنده پر مخ وړي او خپل کار ته ژمنه ده.

د دې په وینا، دوی دواړې کورنیو ته د پولیو واکسین اهمیت تشریح کوي، د واکسین ضد غلط معلومات او وېرې ردوي او خلکو ته ډاډ ورکوي چې د پولیو واکسین خوندي او ضروري دی.

دا زیاتوي، د بېلابېلو فعالیتونو تر څنګ تل له روغتیايي ټیمونو او واکسیناتورانو سره همغږي کوي څو ډاډ ترلاسه کړي چې هر ماشوم ته واکسین رسېږي او هېڅوک له دې پروسې څخه نه پاتېږي.

فرشته او اورسله له ټولو میندو غواړي څو د پولیو واکسین کمپاین له رضاکارانو سره مرسته وکړي، د هغوی په وسیله خپل ګلالي ماشومان واکسین کړي څو د ګوزڼ په خطرناکه ناروغي اخته نه شي.

د اورسلې عمرخېل او فرشتې هڅې د دې ښکاروندوي کوي، چې د یوه فرد ژمنتیا او هڅې د ټولنې په بدلون کې ستر اغېز لرلای شي چې دغه ډول کسان د ټولنې لپاره الهام بخښونکې بېلګې دي.

مخکینۍ موضوع
د پولیو پر وړاندې د ستونزمنې لارې اتل
بله موضوع
له پولیو ناروغۍ څخه د ماشومانو د خوندیتوب لپاره د محمد هڅې

اړوند مطالب

څلور لسیزې ژمنتیا: د ماشومانو د خوندیتوب لپاره د محی‌الدین سفر چې لا هم روان دی

د پنجشېر یو تجربه‌کار روغتیايي کارکوونکی له نږدې څلوېښتو کلونو...

د پټ خطر پر وړاندې ښکاره بدلون

په لغمان کې څنګه د څو ځوانانو هڅو د پولیو...

  • د پولیو/ګوزڼ ضد جزوي زرقي واکسین (fIPV) او د څاڅکو واکسین (OPV) ګډ کمپاین پيل شوجون 13, 2026
  • هغه خاطره چې د ماشومانو د خوندي کولو په ژمنه بدله شوهمې 31, 2026
  • له لومړیو ګامونو تر لوی مسوولیت پورې؛ د ماشومانو د ساتنې لپاره د جنت ګل هڅېمې 25, 2026
  • په روان کال کې د پولیو واکسین دویم فرعي ملي کمپاین پیل شومې 17, 2026
  • څلور لسیزې ژمنتیا: د ماشومانو د خوندیتوب لپاره د محی‌الدین سفر چې لا هم روان دیمې 16, 2026
  • هره اوږده لاره، د یوه ماشوم لپارهمې 10, 2026
  • پر سختو لارو د هیلو پلونه؛ په پچېراګام کې د پولیو ضد مبارزهاپریل 30, 2026
  • د ژوند ژغورنې دوولس کلن مزل، د فیضي الله فیضي د هڅو کیسهاپریل 25, 2026
  • د دولت‌شاه په درو کې د پولیو ضد مبارزه؛ د حمید ۱۳ کلنې هڅېاپریل 15, 2026
  • په روان کال کې د پولیو واکسین لومړی ملي کمپاین پیل شواپریل 12, 2026
Copyright ©2020 Polio Free Afghanistan. All Rights Reserved
  • Private Policies
  • Terms & Conditions
SearchPostsLogin
سه شنبه, 25, Apr
د ۲۰۲۲ کال لپاره د پولیو د واکسین لومړنی کمپاین روان دی
شنبه, 13, Jun
د پولیو/ګوزڼ ضد جزوي زرقي واکسین (fIPV) او د څاڅکو واکسین (OPV) ګډ کمپاین پيل شو
یکشنبه, 31, May
هغه خاطره چې د ماشومانو د خوندي کولو په ژمنه بدله شوه
دوشنبه, 25, May
له لومړیو ګامونو تر لوی مسوولیت پورې؛ د ماشومانو د ساتنې لپاره د جنت ګل هڅې
یکشنبه, 17, May
په روان کال کې د پولیو واکسین دویم فرعي ملي کمپاین پیل شو
شنبه, 16, May
څلور لسیزې ژمنتیا: د ماشومانو د خوندیتوب لپاره د محی‌الدین سفر چې لا هم روان دی
یکشنبه, 10, May
هره اوږده لاره، د یوه ماشوم لپاره

Welcome back,