• English
  • دری
له پولیو څخه پاک افغانستان
  • Menu Canvas
    • پښتو
      • English
      • دری
    • Home
      • About Polio Vaccine
      • Global Polio Situation
      • History of Polio
    • Polio Afghanistan
      • Program Structure
      • Polio Eradication Strategy
      • Communication
      • Surveillance
      • Case Studies on East
    • Resources
      • Key Publications
      • Guidelines and SOPs
      • Faqs
    • Polio Updates
      • Monthly Snapshot
    • Media
      • Gallery
      • Video Gallery
      • Press Releases
    • Contact
  • English
  • دری
له پولیو څخه پاک افغانستان
  • د پولیو په اړه
    • د پولیو واکسین
    • د پولیو تاریخ
    • د پولیو نړۍوال وضعیت
  • پولیو په افغانستان کې
    • د پروګرام جوړښت
    • د پولیو د له منځه وړلو تګلاره
    • څارنه
    • ارتباطات
    • د پېښې مطالعه
  • سرچینې
    • لارښوونې او معیاري عملیاتي کړنلارې
    • کلیدي خپرونې
    • ډېرې پوښتل شوې پوښتنې
  • د پولیو تازه معلومات
    • د ساحې کیسې
    • د پولیو پېښې
    • میاشتنی انځور
    • کلیدي خپرونې
  • رسنۍ
    • خبرپاڼې
    • د انځورونو ګالري
    • ویډیو ګالری
  • د اړیکو مرکز
  • له موږ سره اړیکه

له پولیو ناروغۍ څخه د ماشومانو د خوندیتوب لپاره د محمد هڅې

Homepage د ساحې کیسې له پولیو ناروغۍ څخه د ماشومانو د خوندیتوب لپاره د محمد هڅې

له پولیو ناروغۍ څخه د ماشومانو د خوندیتوب لپاره د محمد هڅې

PolioFreeAfghanistan
سپتمبر 8, 2024
د ساحې کیسې

هوسۍ احمدزۍ

کابل، افغانستان (۱۸ وږی ۱۴۰۳) – د کابل د سروبي ولسوالۍ په یوه لېرې کلي کې چېرې چې د بېلابېلو ټولنیزو او جغرافیايي ننګونو له کبله واکسین او نورو روغتیايي خدماتو ته لاسرسی محدود دی، د محمد په نوم ۳۱ کلن ځوان د پولیو پر وړاندې په لومړۍ کرښه کې مبازره کوي.

هغه د خپل ټیم په ملتیا هڅه کوي د دغې سیمې تر هر ماشوم پورې د پولیو واکسین ورسوي څو له دې خطرناکې ناروغۍ څخه یې خوندي کړي.

محمد وايي، د ده دنده په یوه داسې سیمه کې ده چې له یوې خوا په کې روغتیايي خدماتو ته د لاسرسي کچه ټیټه ده او له بلې خوا یې ځینې اوسېدونکي د پولیو واکسین په اړه ناسم باورونه لري او د افواهاتو ښکار شوي دي.

هغه زیاتوي: «کله چې موږ ماشومانو ته د پولیو واکسین ورکوو نو والدین فکر کوي چې دا کار د هغوی ماشومانو ته زیان رسوي، خو موږ هغوی ته د واکسین په اړه رښتیني معلومات ورکوو او ګټې یې ورته بیانوو، په پایله کې هغوی د خپلو ماشومانو واکسنیولو ته قانع کوو.»

ده وویل، د پولیو واکسین په اړه د خلکو اندېښنې د هغوی د پوهې کچې د ټیټوالي له امله دي، په داسې حال کې چې د پولیو واکسین د نړۍ په کچه یو له تر ټولو اغېزناکو روغتیايي اقدماتو دی چې ماشومان د پولیو له فلجوونکې او وژونکې ناروغۍ څخه خوندي کوی.

د هغه په خبره، نړۍ د پولیو له منځه وړلو ته ځکه نږدې شوه چې په ۱۹۵۰ لسیزه کې یې د پولیو واکسین پراخ کمپاینونه پیل کړل او له دې لارې یې په ډېرو سیمو کې ویروس له منځه یووړ.

 

محمد د خپل ټیم په ملتیا هڅه کوي د دغې سیمې تر هر ماشوم پورې د پولیو واکسین ورسوي څو له دې خطرناکې ناروغۍ څخه یې خوندي کړي © له پولیو خلاص افغانستان/ ۱۴۰۳/ هوسۍ احمدزۍ

 

محمد د خپلو خبرو په دوام وايي، تر ۱۹۸۸ کال پورې په نړۍ کې هر کال شاوخوا ۳۵۰,۰۰۰ د پولیو پېښې ثبتېدلې خو د پولیو واکسین کمپاینونو په برکت دا شمېرې ۹۹ سلنه کمې شوې، اوس مهال یوازې افغانستان او پاکستان هغه هېوادونه دي چې دغه ویروس په کې شته او هره شېبه د ماشومانو ژوند ګواښي.

دی وايي، له همدې امله دا ډېره اړینه ده چې خلک په دغو مسایلو پوه کړای شي څو د خپلو ماشومانو واکسینولو ته قانع شي او له دې خطرناکې ناروغۍ څخه وژغورل شي.

محمد وویل، دی او ټیم یې په دې لاره کې له ستونزو او خنډونو سربېره خپل کار ته ژمن دي، ځکه که یوه ورځ هم له کاره غافل شي نو د یوه ماشوم ژوند د پولیو ناروغۍ له ګواښ سره مخ کېږي.

هغه په دې باور دی چې د پولیو له منځه وړلو لپاره یوازې د دوی هڅې بسنه نه کوي، بلکې د ټولنې ټول وګړي باید ګډ کار وکړي څو ماشومان چې د هېواد راتلونکی جوړوي، له دې بدمرغې ناروغۍ څخه خوندي شي.

نوموړی په دې برخه کې تر ټولو ډېر پر ځوانانو حساب کوي چې کولای شي د پولیو په مخنیوي کې مهم رول ولوبوي.

ده وویل: «لوستي ځوانان کولای شي د ټولنیزو رسنیو له لارې د پولیو واکسین په اړه شته ناسم باورونه له منځه یوسي، که هغوی په دې اړه کره علمي معلومات خپاره کړي نو خلک به د پولیو ناروغۍ له خطرونو او پولیو واکسین له ګټو خبر شي.»

محمد او د هغه په څېر د پولیو واکسین کمپاین په زرګونو نور رضاکاران هره ورځ د خپلو نه ستړې کېدونکو هڅو له لارې د هېواد په زرګونو ماشومان له دې خطرناکې ناروغۍ څخه ژغوري.

د دوی د زحمتونو برکت دی چې اوس په ډېرو سیمو کې د پولیو پېښې کمې شوې دي؛ دا مبارزه ښيي چې د ټولنې پوهاوی او د واکسین په ارزښت پوهېدل څومره حیاتي دي.

مخکینۍ موضوع
اورسله عمرخېل؛ بلخ کې د پولیو واکسین کمپاین ژمنه مبلغه
بله موضوع
د پولیو مخنیوي لارې چارې؛ د واکسین تر څنګ نور اقدامات

اړوند مطالب

هغه خاطره چې د ماشومانو د خوندي کولو په ژمنه بدله شوه

د یوې ماشومې د فلج کېدو تجربې نصیب الله حسین‌خېل...

له لومړیو ګامونو تر لوی مسوولیت پورې؛ د ماشومانو د ساتنې لپاره د جنت ګل هڅې

جنت ګل احساس د پولیو پر وړاندې مبارزه د یوه...

  • د پولیو/ګوزڼ ضد جزوي زرقي واکسین (fIPV) او د څاڅکو واکسین (OPV) ګډ کمپاین پيل شوجون 13, 2026
  • هغه خاطره چې د ماشومانو د خوندي کولو په ژمنه بدله شوهمې 31, 2026
  • له لومړیو ګامونو تر لوی مسوولیت پورې؛ د ماشومانو د ساتنې لپاره د جنت ګل هڅېمې 25, 2026
  • په روان کال کې د پولیو واکسین دویم فرعي ملي کمپاین پیل شومې 17, 2026
  • څلور لسیزې ژمنتیا: د ماشومانو د خوندیتوب لپاره د محی‌الدین سفر چې لا هم روان دیمې 16, 2026
  • هره اوږده لاره، د یوه ماشوم لپارهمې 10, 2026
  • پر سختو لارو د هیلو پلونه؛ په پچېراګام کې د پولیو ضد مبارزهاپریل 30, 2026
  • د ژوند ژغورنې دوولس کلن مزل، د فیضي الله فیضي د هڅو کیسهاپریل 25, 2026
  • د دولت‌شاه په درو کې د پولیو ضد مبارزه؛ د حمید ۱۳ کلنې هڅېاپریل 15, 2026
  • په روان کال کې د پولیو واکسین لومړی ملي کمپاین پیل شواپریل 12, 2026
Copyright ©2020 Polio Free Afghanistan. All Rights Reserved
  • Private Policies
  • Terms & Conditions
SearchPostsLogin
سه شنبه, 25, Apr
د ۲۰۲۲ کال لپاره د پولیو د واکسین لومړنی کمپاین روان دی
شنبه, 13, Jun
د پولیو/ګوزڼ ضد جزوي زرقي واکسین (fIPV) او د څاڅکو واکسین (OPV) ګډ کمپاین پيل شو
یکشنبه, 31, May
هغه خاطره چې د ماشومانو د خوندي کولو په ژمنه بدله شوه
دوشنبه, 25, May
له لومړیو ګامونو تر لوی مسوولیت پورې؛ د ماشومانو د ساتنې لپاره د جنت ګل هڅې
یکشنبه, 17, May
په روان کال کې د پولیو واکسین دویم فرعي ملي کمپاین پیل شو
شنبه, 16, May
څلور لسیزې ژمنتیا: د ماشومانو د خوندیتوب لپاره د محی‌الدین سفر چې لا هم روان دی
یکشنبه, 10, May
هره اوږده لاره، د یوه ماشوم لپاره

Welcome back,