• English
  • دری
له پولیو څخه پاک افغانستان
  • Menu Canvas
    • پښتو
      • English
      • دری
    • Home
      • About Polio Vaccine
      • Global Polio Situation
      • History of Polio
    • Polio Afghanistan
      • Program Structure
      • Polio Eradication Strategy
      • Communication
      • Surveillance
      • Case Studies on East
    • Resources
      • Key Publications
      • Guidelines and SOPs
      • Faqs
    • Polio Updates
      • Monthly Snapshot
    • Media
      • Gallery
      • Video Gallery
      • Press Releases
    • Contact
  • English
  • دری
له پولیو څخه پاک افغانستان
  • د پولیو په اړه
    • د پولیو واکسین
    • د پولیو تاریخ
    • د پولیو نړۍوال وضعیت
  • پولیو په افغانستان کې
    • د پروګرام جوړښت
    • د پولیو د له منځه وړلو تګلاره
    • څارنه
    • ارتباطات
    • د پېښې مطالعه
  • سرچینې
    • لارښوونې او معیاري عملیاتي کړنلارې
    • کلیدي خپرونې
    • ډېرې پوښتل شوې پوښتنې
  • د پولیو تازه معلومات
    • د ساحې کیسې
    • د پولیو پېښې
    • میاشتنی انځور
    • کلیدي خپرونې
  • رسنۍ
    • خبرپاڼې
    • د انځورونو ګالري
    • ویډیو ګالری
  • د اړیکو مرکز
  • له موږ سره اړیکه

د غور ماشومان د روښانه او روغ راتلونکي په لور

Homepage د ساحې کیسې د غور ماشومان د روښانه او روغ راتلونکي په لور

د غور ماشومان د روښانه او روغ راتلونکي په لور

PolioFreeAfghanistan
نوومبر 10, 2024
د ساحې کیسې

غور، افغانستان (۲۰ لړم ۱۴۰۳) – په یوه نسبتاً لوی تالار کې د ماشومانو د ژړا او خندا غږونه د میندو او پلرونو له غږونو سره ګډ دي چې خپل ماشومان اراموي.

دا د غور ولایتي روغتون د واکسیناسیون څانګه ده، هغه ځای چې مېندې او پلرونه په‌کې په مینه او لېوالتیا خپل ماشومان د پولیو واکسین لپاره د روغتیا غېږې ته سپاري.

د مېندو اوږده کتارونه چې خپل نوي زېږېدلي او نور ماشومان یې په غېږو کې نیولي، په دغه ولایت کې د کورنیو لپاره د واکسیناسیون د اهمیت ښکارندويي کوي.

 

د پوهاوي زیاتوالی، د هیلو زیاتوالی

د غور د عامې روغتیا رییس عبدالستار موفق په دغه مثبت بدلون خوښي ښيي او وایي: «د غور په روغتیايي مرکزونو کې هره ورځ په منځنۍ کچه ۱۲۰۰ ماشومان واکسین کېږي چې دا د خلکو د پوهاوي د ډېروالي او پر روغتیايي خدمتونو د هغوی د باور د زیاتوالي ښودنه کوي.»

نوموړی زیاتوي چې د واکسیناسیون په پروسه کې هېڅ ستونزه نشته او دا بهیر د ژمنو کارکوونکو په ملاتړ او کافي امکاناتو سره په منظم ډول پر مخ ځي.

په تېرو وختونو کې په غوره کې د پوهې د ټیټې کچې او ناسمو باورونو له امله د ماشومانو د واکسینولو بهیر له ننګونو سره مخ و، خو اوس د عامه پوهاوي د پراخو کمپاینونو او روغتیايي ټیمونو د هڅو په پایله کې کورنیو د د واکسین ارزښت درک کړی او هغوی یې هڅولي څو د خپلو ماشومانو د ساتنې لپاره جدي ګامونه واخلي.

 

د غور په روغتیايي مرکزونو کې هره ورځ په منځنۍ کچه ۱۲۰۰ ماشومان واکسین کېږي چې دا د خلکو د پوهاوي د ډېروالي او پر روغتیايي خدمتونو د هغوی د باور د زیاتوالي ښودنه کوي. © له پولیو خلاص افغانستان/۱۴۰۳/ مرضیه فروتن

 

د میندو کیسې: د ماشومانو ژغورلو لپاره ستونزمن مزلونه

د شفیقې په نوم د میدانک سیمې یوې ۳۶ کلنې مور خپل دوه ماشومان د واکسین لپاره دغه روغتون ته راوستلي دي.

هغې وویل چې له خپل کلي تر فیروزکوه سیمې پورې دوه ساعته پر موټرسایکل سفر اسانه نه دی، خو هغه هره میاشت دا کار کوي څو خپل ماشومان واکسین کړي.

هغې وویل: «په تېرو وختونو کې مې معلومات نه درلودل او ماشومان مې نه واکسینول، خو اوس چې پوهه شوې یمه چې پولیو ماشومان فلجوي، نو هیڅکله دا کار نه پرېږدم.»

د شفیقې کیسه د سلګونو هغو میندو یوه بیلګه ده چې له لرې سیمو د غور روغتیايي مرکزونو ته خپل ماشومان د واکسین لپاره راولي.

هغوی پوهیږي چې دا هڅې یوازې د ماشومانو روغتیا نه، بلکې د هغوی راتلونکی هم خوندي کوي.

 

ښځې د پولیو پر وړاندې د مبارزې په لومړۍ کرښه کې

زینب، چې د غور ولایتي روغتون یوه واکسیناتوره ده، په ویاړ سره د ماشومانو د واکسینولو د زیاتوالي خبره کوي.

هغې وویل: «پخوا د خلکو لېوالتیا کمه وه، خو اوس حتی له لرې کلیو څخه هم کورنۍ دلته د واکسین لپاره راځي، دا د دې ښکارندويي کوي چې خلک د واکسین په اهمیت پوهېدلي دي.»

زینب او د هغې په څېر نور ښځینه او نارینه واکسیناتوران په بشپړه ژمنتیا د دې مبارزې په سر کې قرار لري.

هغوی نه یوازې ماشومان واکسین کوي، بلکې د هغو کورنیو لپاره د هیلو او پوهاوي پیغام رسونکي هم دي چې د خپلو ماشومانو راتلونکی په دغو کوچنیو خو حیاتي تطبیقونو کې ویني.

 

د شفیقې په نوم د میدانک سیمې یوې ۳۶ کلنې مور خپل دوه ماشومان د واکسین لپاره روغتون ته راوستلي دي. © له پولیو خلاص افغانستان/۱۴۰۳/ مرضیه فروتن

 

غور؛ د پولیو په مخنیوي کې مخکښ ولایت

که څه هم په تېرو درو کلونو کې په غور کې د پولیو هېڅ مثبته پېښه نه ده ثبت شوې، خو د عامې روغتیا مسوولین لا هم بیدار او ويښ دي.

د هېواد په ځینو ولایتونو کې د پولیو ویروس خپرېدو له امله غور ته هم د دغه ویروس د انتقال او خپرېدو وېره جدي ده، ځکه خو د ماشومانو د واکسینولو بهیر د پخوا په پرتله لا ډېر چټک شوی دی.

د غور روغتیايي مرکزونه د دغه خطرناک ویروس پر وړاندې پیاوړي سنګرونه دی؛ په دغو روغتیايي مرکزونو کې نه یوازې د ناروغیو درملنه کېږي، بلکې له ناروغیو څخه د راتلونکي نسل په ژغورلو او خوندي کولو کې هم مهم رول لوبوي.

په دغه منځ کې د کورنیو هڅې، د ټولنې ملاتړ او د روغتیايي کارکوونکو زیار ټول یوځای شوي څو غور له پولیو سره په مبارزه کې د هېواد په کچه د بریالیتوب بیلګه وګرځي.

 

پایله:

له ټولنیزو او جغرافیایي ننګونو سربېره غور ولایت ښودلې چې د پوهاوي، همغږۍ، او ژمنتیا په لرلو د پولیو په څېر ناروغیو پر وړاندې درېدلای شو.

د شفیقې، زینب، او سلګونو واکسین شوو ماشومانو کیسه د هیلو او پرمختګ کیسه ده؛ هغه کیسه چې ښيي له پولیو ویروس څخه د افغانستان خلاصول ممکن دي.

مرضیه فروتن، له پولیو څخه خلاص افغانستان

مخکینۍ موضوع
د پولیو پر وړاندې مبارزه؛ د احمدشاه د هڅو او ژمنتیا کیسه
بله موضوع
د پولیو د مخنیوي لپاره د یوه ژمن رضاکار هڅې

اړوند مطالب

پر سختو لارو د هیلو پلونه؛ په پچېراګام کې د پولیو ضد مبارزه

ننګرهار، افغانستان (۱۰ غویی ۱۴۰۵) - د ننګرهار د پچېراګام...

د ژوند ژغورنې دوولس کلن مزل، د فیضي الله فیضي د هڅو کیسه

لوګر، افغانستان (۵ غویی ۱۴۰۵) – د لوګر ولایت د...

Copyright ©2020 Polio Free Afghanistan. All Rights Reserved
  • Private Policies
  • Terms & Conditions
SearchPostsLogin
سه شنبه, 25, Apr
د ۲۰۲۲ کال لپاره د پولیو د واکسین لومړنی کمپاین روان دی
پنجشنبه, 30, Apr
پر سختو لارو د هیلو پلونه؛ په پچېراګام کې د پولیو ضد مبارزه
شنبه, 25, Apr
د ژوند ژغورنې دوولس کلن مزل، د فیضي الله فیضي د هڅو کیسه
چهارشنبه, 15, Apr
د دولت‌شاه په درو کې د پولیو ضد مبارزه؛ د حمید ۱۳ کلنې هڅې
یکشنبه, 12, Apr
په روان کال کې د پولیو واکسین لومړی ملي کمپاین پیل شو
جمعه, 10, Apr
په پنجشېر کې د پولیو مخنیوی؛ د سونم او د هغې د همکارانو دوامداره هڅې
دوشنبه, 30, Mar
د پټ خطر پر وړاندې ښکاره بدلون

Welcome back,