• English
  • دری
له پولیو څخه پاک افغانستان
  • Menu Canvas
    • پښتو
      • English
      • دری
    • Home
      • About Polio Vaccine
      • Global Polio Situation
      • History of Polio
    • Polio Afghanistan
      • Program Structure
      • Polio Eradication Strategy
      • Communication
      • Surveillance
      • Case Studies on East
    • Resources
      • Key Publications
      • Guidelines and SOPs
      • Faqs
    • Polio Updates
      • Monthly Snapshot
    • Media
      • Gallery
      • Video Gallery
      • Press Releases
    • Contact
  • English
  • دری
له پولیو څخه پاک افغانستان
  • د پولیو په اړه
    • د پولیو واکسین
    • د پولیو تاریخ
    • د پولیو نړۍوال وضعیت
  • پولیو په افغانستان کې
    • د پروګرام جوړښت
    • د پولیو د له منځه وړلو تګلاره
    • څارنه
    • ارتباطات
    • د پېښې مطالعه
  • سرچینې
    • لارښوونې او معیاري عملیاتي کړنلارې
    • کلیدي خپرونې
    • ډېرې پوښتل شوې پوښتنې
  • د پولیو تازه معلومات
    • د ساحې کیسې
    • د پولیو پېښې
    • میاشتنی انځور
    • کلیدي خپرونې
  • رسنۍ
    • خبرپاڼې
    • د انځورونو ګالري
    • ویډیو ګالری
  • د اړیکو مرکز
  • له موږ سره اړیکه

د پولیو د مخنیوي لپاره د یوه ژمن رضاکار هڅې

Homepage د ساحې کیسې د پولیو د مخنیوي لپاره د یوه ژمن رضاکار هڅې

د پولیو د مخنیوي لپاره د یوه ژمن رضاکار هڅې

PolioFreeAfghanistan
نوومبر 11, 2024
د ساحې کیسې

خوست، افغانستان (۲۱ لړم ۱۴۰۳) – د خوست ولایت د مرکز اړوند د توپچي سیمې اوسېدونکی ۲۲ کلن زاهدالله د خپلې ټولنې د ماشومانو د خوندیتوب په موخه د پولیو ناروغۍ پر وړاندې یو ژمن مبارز دی.

هغه چې د شېخ زاید پوهنتون د ژورنالیزم په پوهنځي کې زده کړې هم کوي، له تېرو دریو کلونو راهیسې د پولیو واکسین په کمپاینونو کې د رضاکار په توګه کار کوي.

د زده کړو تر څنګ هغه دا د ځان مسوولیت وباله چې د پولیو له فلجوونکې او وژونکې ناروغۍ څخه د ماشومانو د خوندیتوب لپاره خپله برخه رسالت ادا کړي.

زاهدالله وویل: «د پولیو واکسین په کمپاینونو کې د رضاکار په توګه زما د کار پیلول یو تصادف نه و، بلکې ما تل د رسنیو له لارې د پولیو ناروغۍ د زیانونو په اړه خپرونې اورېدلې او لیدلې، له هماغه وخته مې هوډ وکړ چې زه هم د دې مهمې مبارزې برخه شم.»

دی وايي، د یوه حساس انسان په توګه چې کله په ټولنه کې د پولیو ناروغۍ قربانیان ویني او خبرېږي چې لا هم د هېواد ګلالي ماشومان د دغې بدمرغې ناروغۍ ښکار کېږي نو سخت ځورېږي.

نوموړی زیاتوي، په همدې اساس د خپل ټیم په ملتیا زیار باسي چې نه یوازې د خپلې سیمې تر ماشومانو د پولیو واکسین ورسوي بلکې هغوی کورنیو ته پوهاوی هم ورکړي چې د پولیو ناروغۍ له زیانونو او د واکسین له ارزښته خبرې نه دي.

د ده په خبره، خلکو ته د پوهاوي ورکولو په برخه کې د سیمه ییزو مشرانو او دیني عالمانو همکارۍ مهم رول لوبولی چې په پایله کې یې د پخوا په پرتله اوس خلک د پولیو واکسین په ارزښت پوه شوي او خپل ماشومان په منظم ډول واکسینوي.

زاهدالله او همکاران یې هڅه کوي د پولیو واکسین په هر کمپاین کې د خپلې سیمې ټول ماشومان واکسین کړي خو په دې چاره کې د ټولنې همکاري ډېره مهمه ده.

دی وايي: «که یو ماشوم هم له واکسین څخه پاتې شي، نو د پولیو ناروغۍ له منځه وړلو پروسه ټکنۍ کېږي، زموږ موخه دا ده چې ټول ماشومان له دې خطرناکې ناروغۍ څخه خوندي شي.»

 

زاهدالله د خپل ټیم په ملتیا زیار باسي چې نه یوازې د خپلې سیمې تر ماشومانو د پولیو واکسین ورسوي بلکې هغوی کورنیو ته پوهاوی هم ورکړي چې د پولیو ناروغۍ له زیانونو او د واکسین له ارزښته خبرې نه دي. © له پولیو خلاص افغانستان/ ۱۴۰۳/ رحمت الله مرجانخېل

 

همایون د زاهدالله او یو شمېر نورو رضاکارانو سوپروایزر/څارونکی دی، نوموړی ماشومانو ته د پولیو واکسین په رسولو کې د هغه هڅې ستايي او وايي چې د زاهدالله په څېر رضاکاران له پولیو سره د مبارزې په لومړۍ کرښه کې ولاړ دي.

هغه وویل: «د پولیو واکسین د هر کمپاین پر مهال د رضاکارانو په مټ د سیمې په هر جومات او محل کې تر ماشومانو واکسین رسېږي، خلکو ته په کار ده چې له هغوی سره همکاري وکړي او خپل ماشومان د واکسینولو لپاره ورولي.»

نوموړی زیاتوي، که کوم ماشوم له واکسین څخه پاتېږي نو نږدې روغتیايي مرکز ته دې وروستل شي او همالته دې واکسین شي.

د سیمې یو قومي مشر ګل رحمان وايي، د پولیو واکسین کمپاینونو د رضاکارانو هڅې د ټولنې د روغتیا او ماشومانو د خوندیتوب لپاره ډېرې اغېزناکې دي.

هغه زیاتوي: «زما هیله دا ده چې د زاهدالله او د هغه په څېر د نورو رضاکارانو هڅې به یوه ورځ افغانستان له پولیو ویروس له ګواښ څخه د تل لپاره خلاص کړي.»

نوموړی پر خلکو غږ کوي چې د دغه مهم هدف لپاره خپل رول ادا کړي او په ګډه د دغه ناورین پر وړاندې مبارزه وکړي.

د زاهدالله کیسه یوازې د یوه رضاکار د هڅو داستان نه دی؛ دا د یوه هوډمن ځوان د مبارزې او ټولنې د ژغورنې لپاره د ژمنتیا بیلګه ده. هغه په داسې حال کې چې خپله د ژورنالیزم محصل دی، خپل وخت او انرژي د یوې داسې ناروغۍ پر وړاندې لګوي چې د هېواد په ګڼو برخو کې ماشومان فلجوي او کورنۍ له درد او غم سره مخ کوي.

نوموړی د خلکو په نوم واضح پیغام لري: «پولیو یوه داسې ناروغي ده چې یوازې د واکسین په وسیله له منځه وړل کېدای شي، د ماشومانو راتلونکی زموږ په لاس کې دی، راځئ له دې لارې هغوی ته یوه سالمه راتلونکې جوړه کړو.»

رحمت الله مرجانخېل، له پولیو خلاص افغانستان

مخکینۍ موضوع
د غور ماشومان د روښانه او روغ راتلونکي په لور
بله موضوع
له پولیو څخه د ماشومانو د خوندیتوب لپاره د یوه سیمه ییز مشر اغېزناکې هڅې

اړوند مطالب

پر سختو لارو د هیلو پلونه؛ په پچېراګام کې د پولیو ضد مبارزه

ننګرهار، افغانستان (۱۰ غویی ۱۴۰۵) - د ننګرهار د پچېراګام...

د ژوند ژغورنې دوولس کلن مزل، د فیضي الله فیضي د هڅو کیسه

لوګر، افغانستان (۵ غویی ۱۴۰۵) – د لوګر ولایت د...

Copyright ©2020 Polio Free Afghanistan. All Rights Reserved
  • Private Policies
  • Terms & Conditions
SearchPostsLogin
سه شنبه, 25, Apr
د ۲۰۲۲ کال لپاره د پولیو د واکسین لومړنی کمپاین روان دی
پنجشنبه, 30, Apr
پر سختو لارو د هیلو پلونه؛ په پچېراګام کې د پولیو ضد مبارزه
شنبه, 25, Apr
د ژوند ژغورنې دوولس کلن مزل، د فیضي الله فیضي د هڅو کیسه
چهارشنبه, 15, Apr
د دولت‌شاه په درو کې د پولیو ضد مبارزه؛ د حمید ۱۳ کلنې هڅې
یکشنبه, 12, Apr
په روان کال کې د پولیو واکسین لومړی ملي کمپاین پیل شو
جمعه, 10, Apr
په پنجشېر کې د پولیو مخنیوی؛ د سونم او د هغې د همکارانو دوامداره هڅې
دوشنبه, 30, Mar
د پټ خطر پر وړاندې ښکاره بدلون

Welcome back,