• English
  • دری
له پولیو څخه پاک افغانستان
  • Menu Canvas
    • پښتو
      • English
      • دری
    • Home
      • About Polio Vaccine
      • Global Polio Situation
      • History of Polio
    • Polio Afghanistan
      • Program Structure
      • Polio Eradication Strategy
      • Communication
      • Surveillance
      • Case Studies on East
    • Resources
      • Key Publications
      • Guidelines and SOPs
      • Faqs
    • Polio Updates
      • Monthly Snapshot
    • Media
      • Gallery
      • Video Gallery
      • Press Releases
    • Contact
  • English
  • دری
له پولیو څخه پاک افغانستان
  • د پولیو په اړه
    • د پولیو واکسین
    • د پولیو تاریخ
    • د پولیو نړۍوال وضعیت
  • پولیو په افغانستان کې
    • د پروګرام جوړښت
    • د پولیو د له منځه وړلو تګلاره
    • څارنه
    • ارتباطات
    • د پېښې مطالعه
  • سرچینې
    • لارښوونې او معیاري عملیاتي کړنلارې
    • کلیدي خپرونې
    • ډېرې پوښتل شوې پوښتنې
  • د پولیو تازه معلومات
    • د ساحې کیسې
    • د پولیو پېښې
    • میاشتنی انځور
    • کلیدي خپرونې
  • رسنۍ
    • خبرپاڼې
    • د انځورونو ګالري
    • ویډیو ګالری
  • د اړیکو مرکز
  • له موږ سره اړیکه

د پولیو پر وړاندې مبارزه؛ د احمدشاه د هڅو او ژمنتیا کیسه

Homepage د ساحې کیسې د پولیو پر وړاندې مبارزه؛ د احمدشاه د هڅو او ژمنتیا کیسه

د پولیو پر وړاندې مبارزه؛ د احمدشاه د هڅو او ژمنتیا کیسه

PolioFreeAfghanistan
نوومبر 9, 2024
د ساحې کیسې

کابل، افغانستان (۱۹ لړم ۱۴۰۳) – د کابل په ده‌سبز ولسوالۍ کې یو ځوان هره ورځ له پولیو ناروغۍ څخه د ماشومانو د خوندیتوب هڅې کوي. احمد شاه چې په اصل کې د کابل د قره‌باغ ولسوالۍ اوسېدونکی دی، اوس د ده سبز ولسوالۍ په کټه‌خېلو سیمه کې ژوند کوي او له تېرو څو کلونو راهیسې د پولیو واکسین کمپاینونو برخه دی.

هغه د یوه ژمن رضاکار په توګه د پولیو واکسین په هر کمپاین کې د ورځې ۲۰ کیلومتره پلی مزل کوي څو ماشومانو ته د پولیو واکسین ورسوي.

 

هڅې او ژمنتیا

د ده‌سبز ولسوالۍ، په ځانګړې توګه د خاص ده‌سبز کلي چې له پلچرخي سیمې څخه شاوخوا ۲۰ کیلومتره واټن لري، د خامو لارو او سختو چاپېریالي شرایطو له امله شهرت لري. د ژمي په موسم کې د باران او واورې ورښت دا لارې نورې هم ستونزمنې کوي. په دغه ډول شرایطو کې احمدشاه د سیمې ماشومانو ته واکسین رسوي او د پولیو ناروغۍ د خطر په اړه د خلکو پوهاوی زیاتوي.

نوموړي څو کاله مخکې د سیمې په یوه روغتیايي مرکز کې د واکسیناتور په توګه دنده پیل کړه، خو ژر یې درک کړه چې یوازې واکسین ورکول کافي نه دي؛ بلکې د خلکو د ذهنونو بدلول او د پولیو ناروغۍ د خطرونو په اړه عامه پوهاوی هم اړین دی.

په همدې بنسټ نوموړي له څه مودې وروسته د پولیو واکسین په کمپاینونو کې د رضاکار په توګه دنده پیل کړه.

هغه وایي: «کليو ته غځېدلې لارې ستونزمنې دي، خو زه پوهېږم زما هڅې د دې ارزښت لري چې دا کړاو وزغمل شي، ځکه که تر ماشومانو پورې واکسین په منظم ډول و نه رسول شي نو د پولیو ناروغي به خپره شي.»

 

د باور ترلاسه کول

د واکسین پر وړاندې د خلکو شکونه او کله کله د ناسمو معلوماتو او اوازو خپرېدل د احمدشاه د کار پر وړاندې لوی خنډ دی.

هغه وایي: «ځینې خلک فکر کوي چې د پولیو واکسین ماشومانو ته د ګټې پر ځای تاوان رسوي، په اصل کې هغوی د اوازو او ناسمو معلوماتو تر اغېز لاندې راغلي وي خو زه هڅه کوم دوی ته د پولیو ناروغۍ د خطرونو او د واکسین د ګټو په اړه رښتیني معلومات ورکړم او هغوی وهڅوم چې خپل ماشومان د واکسین په وسیله له دې ناعلاجه ناروغۍ څخه خوندي کړي.»

د ده په خبره، د خلکو باور خپلول او تر هغوی پورې کره معلومات رسول له پولیو ناروغۍ سره د مبارزې مهمه برخه جوړوي.

 

احمدشاه چې لا هم د ماشومانو واکسینولو او کورنیو ته د پولیو ناروغۍ د خطرونو او د مخنیوي لارو چارو په اړه د پوهاوي خپرولو کار ته دوام ورکوي، وايي: «دا یوازې دنده نه، بلکې یوه ملي او دیني وجیبه ده.» © له پولیو خلاص افغانستان/ ۱۴۰۳/ هوسۍ احمدزۍ

 

اغېزې او مثبت بدلون

د احمدشاه د هڅو په پایله کې ډېرو کورنیو د پولیو واکسین ارزښت درک کړی او اوس په مسوولانه ډول په هر کمپاین کې خپل ماشومان واکسینوي.

د ده سبز ولسوالۍ اوسېدونکی عبدالرحمن چې د دریو ماشومانو پلار دی، وايي: «احمدشاه د یوه خواخوږي انسان په توګه نه یوازې زموږ ماشومان واکسینوي، بلکې موږ ته د پولیو ناروغۍ د خطرونو، د پولیو واکسین د ارزښت او د دې ناروغۍ د مخنیوي د نورو لارو چارو په اړه پوهه هم راکوي.»

دی زیاتوي، د هغه او د پولیو واکسین کمپاینونو د نورو رضاکارانو هڅې د ډېرې ستاینې وړ دي، که خلک له دوی سره همکاري وکړي نو یو ماشوم به هم د پولیو په فلجوونکې او وژونکې ناروغۍ اخته نه شي.

 

ملي او دیني وجیبه

احمدشاه چې لا هم د ماشومانو واکسینولو او کورنیو ته د پولیو ناروغۍ د خطرونو او د مخنیوي لارو چارو په اړه د پوهاوي خپرولو کار ته دوام ورکوي، وايي: «دا یوازې دنده نه، بلکې یوه ملي او دیني وجیبه ده.»

دی وايي، خوښ دی چې د ده او د ده نورو رضاکارو ملګرو هڅې له مثبتو بدلونونو سره ملې دي او د پخوا په پرتله ډېرو خلکو د واکسین ارزښت درک کړی او په منظم ډول خپل ماشومان واکسینوي.

دی وايي، د یوې داسې خطرناکې ناروغۍ – چې درملنه نه لري او د ماشومانو د تلپاتي فلج لامل کېږي – د مخنیوي یوازینۍ وسیله واکسین دی.

هغه زیاتوي: «موږ باید ټول په ګډه کار وکړو څو دا خطرناکه ناروغي له منځه یوسو، هر ماشوم چې د ګوزڼ له خطر څخه وژغورل شي، د ټولې ټولنې لپاره یوه بریا ده.»

د احمدشاه کیسه د دې څرګندونه کوي چې د هر ډول خنډونو سربېره د ژمنتیا او ګډو هڅو په وسیله کولای شو د ماشومانو روغتیا او د ټولنې ښه راتلونکی تضمین کړو.

احمدشاه او د هغه د ملګرو هڅې د دې ښکارندويي کوي چې د پولیو په څېر ستونزې یوازې د یووالي، پوهاوي، او عمل له لارې له منځه وړل کېدای شي.

هوسۍ احمدزۍ، له پولیو خلاص افغانستان

مخکینۍ موضوع
له پوهاوي تر عمل؛ د ماشومانو د خوندیتوب لپاره د فېروزې هڅې
بله موضوع
د غور ماشومان د روښانه او روغ راتلونکي په لور

اړوند مطالب

پر سختو لارو د هیلو پلونه؛ په پچېراګام کې د پولیو ضد مبارزه

ننګرهار، افغانستان (۱۰ غویی ۱۴۰۵) - د ننګرهار د پچېراګام...

د ژوند ژغورنې دوولس کلن مزل، د فیضي الله فیضي د هڅو کیسه

لوګر، افغانستان (۵ غویی ۱۴۰۵) – د لوګر ولایت د...

Copyright ©2020 Polio Free Afghanistan. All Rights Reserved
  • Private Policies
  • Terms & Conditions
SearchPostsLogin
سه شنبه, 25, Apr
د ۲۰۲۲ کال لپاره د پولیو د واکسین لومړنی کمپاین روان دی
پنجشنبه, 30, Apr
پر سختو لارو د هیلو پلونه؛ په پچېراګام کې د پولیو ضد مبارزه
شنبه, 25, Apr
د ژوند ژغورنې دوولس کلن مزل، د فیضي الله فیضي د هڅو کیسه
چهارشنبه, 15, Apr
د دولت‌شاه په درو کې د پولیو ضد مبارزه؛ د حمید ۱۳ کلنې هڅې
یکشنبه, 12, Apr
په روان کال کې د پولیو واکسین لومړی ملي کمپاین پیل شو
جمعه, 10, Apr
په پنجشېر کې د پولیو مخنیوی؛ د سونم او د هغې د همکارانو دوامداره هڅې
دوشنبه, 30, Mar
د پټ خطر پر وړاندې ښکاره بدلون

Welcome back,