• English
  • دری
له پولیو څخه پاک افغانستان
  • Menu Canvas
    • پښتو
      • English
      • دری
    • Home
      • About Polio Vaccine
      • Global Polio Situation
      • History of Polio
    • Polio Afghanistan
      • Program Structure
      • Polio Eradication Strategy
      • Communication
      • Surveillance
      • Case Studies on East
    • Resources
      • Key Publications
      • Guidelines and SOPs
      • Faqs
    • Polio Updates
      • Monthly Snapshot
    • Media
      • Gallery
      • Video Gallery
      • Press Releases
    • Contact
  • English
  • دری
له پولیو څخه پاک افغانستان
  • د پولیو په اړه
    • د پولیو واکسین
    • د پولیو تاریخ
    • د پولیو نړۍوال وضعیت
  • پولیو په افغانستان کې
    • د پروګرام جوړښت
    • د پولیو د له منځه وړلو تګلاره
    • څارنه
    • ارتباطات
    • د پېښې مطالعه
  • سرچینې
    • لارښوونې او معیاري عملیاتي کړنلارې
    • کلیدي خپرونې
    • ډېرې پوښتل شوې پوښتنې
  • د پولیو تازه معلومات
    • د ساحې کیسې
    • د پولیو پېښې
    • میاشتنی انځور
    • کلیدي خپرونې
  • رسنۍ
    • خبرپاڼې
    • د انځورونو ګالري
    • ویډیو ګالری
  • د اړیکو مرکز
  • له موږ سره اړیکه

د یوې بېوزلې کورنۍ پر اوږو د یوه ځوان د معلولیت بوج

Homepage د ساحې کیسې د یوې بېوزلې کورنۍ پر اوږو د یوه ځوان د معلولیت بوج

د یوې بېوزلې کورنۍ پر اوږو د یوه ځوان د معلولیت بوج

PolioFreeAfghanistan
فبروري 10, 2024
د ساحې کیسې

رحمت الله مرجانخېل

 

غزني، افغانستان (۲۱ سلواغه ۱۴۰۲) – شاوخوا ۲۴ کلن عبدالبصیر د غزني ښار هغه معلول ځوان دی چې د پولیو ناروغۍ ورڅخه په شپږ میاشتنۍ کې په خپلو پښو د ګرځېدو توان اخیستی دی.

د هغه دواړې پښې فلج دي او اړ دی چې د ویلچیر په مرسته له یوه ځایه بل ته تګ راتګ وکړي.

نوموړی وايي: «شاوخوا ۲۴ کاله مخکې د شپږو میاشتو په عمر د واکسین نه کولو له امله د پولیو په ناروغۍ اخته شوم چې له یوې خوا یې معلول او د خپلې کورنۍ د اوږو بار کړم او له بلې خوا یې له خپلو ډېرو هیلو او ارمانونو هم پاتې کړم.»

شاوخوا ۲۴ کلن عبدالبصیر د غزني ښار هغه معلول ځوان دی چې د پولیو ناروغۍ ورڅخه په شپږ میاشتنۍ کې په خپلو پښو د ګرځېدو توان اخیستی دی ©  له پولیو خلاص افغانستان/ ۱۴۰۲/ رحمت الله مرجانخېل

 

هغه چې د دوو ورڼو او دوو خویندو په لرلو د پلار درېیم زوی دی وویل، هیله یې درلودله چې زده کړې وکړي او ډاکټر شي خو پولیو ناروغۍ یې دغه ارمان پوره کېدو ته پرېنښود.

ده زیاته کړه، که څه هم له دې پېښې کلونه تېر شوي خو تر اوسه یې په یاد دي چې په ماشومتوب کې یې غوښتل په ښوونځي کې داخله واخلي او درس ووايي، خو سرښوونکي ورته وویل چې ته معلول یې، په پښو نه شي ګرځېدلای، د اړتیا پر مهال به دې تشناب ته څوک بیايي؟

د ده په خبره، د سرښوونکي همدې خبرې دی له ښوونځي پاتې کړ او د زده کړو له نعمته محروم شو.

عبدالبصیر په خپل کور کې د مور او پلار تر منځ ©  له پولیو خلاص افغانستان/ ۱۴۰۲/ رحمت الله مرجانخېل

 

عبدالبصیر وايي، که څه هم پر خپلو پښو نه شي ګرځېدای خو د کورنۍ خراب اقتصادي وضعیت کار ته اړ کړی او د خپلې لس کسیزې کورنۍ د نفقې په موخه یې د موچیتوب کسب ته اوږه ورکړې ده.

هغه چې پر څېره یې د دردونو او کړاونو نښې له ورایه څرګندېدې او په خپل وړوکي دوکان کې د یوه مشتري د بوټ په ګنډلو بوخت و، وویل: «که پلار او مور مې بې پروايي نه وای کړې او په ماشومتوب کې یې د پولیو واکسین راکړی وای نو نن به په دغه حال نه وم.»

د عبدالبصیر مور هغه ته بوټونه ور په پښو کوي ©  له پولیو خلاص افغانستان/ ۱۴۰۲/ رحمت الله مرجانخېل

 

دی وايي، هر سهار وختي چې کار ته ځي نو پلار یې په سپینه ږیره او کمزوري وجود په لاسي رېړۍ/ کراچۍ کې تر سړک پورې رسوي، ځکه د کور لار یې خرابه ده او ویلچیر په کې نه شي تللای، وروسته بیا د ویلچیر په مرسته دوکان ته ځان رسوي.

هغه له دې خبرې سره سوړ اسوېلی وکړ او زیاته یې کړه: «سخته ده چې هره ورځ دې مور بې سېکه پښو ته بوټونه در اغوندي او سپین ږیری پلار دې په رېړۍ کې تر ټاکلي ځایه رسوي؛ مور او پلار مهربانه وي، خو د عمر تر پایه ژوندي نه وي، نه پوهېږم راتلونکی به مې څنګه وي؟»

د عبدالبصیر پلار هغه په لاسي رېړۍ/ کراچۍ کې تر سړک پورې رسوي©  له پولیو خلاص افغانستان/ ۱۴۰۲/ رحمت الله مرجانخېل

 

د ده په وینا، په داسې حال کې چې مشر ورور یې عصبي ناروغي لري او د کار کولو نه دی او کشر ورو یې ښوونځي ته ځي، خوشحاله دی چې په مات او ګوډ وجود پر ځان سختي تېروي، د مور، پلار او کورنۍ لاسنیوی یې کړی او بل چا ته یې د سوال لاس نه دی اوږد کړی.

هغه وویل، خپل حالت ته په کتو تل د هغوی کورنیو په اړه فکر کوي چې خپلو ماشومانو ته د پولیو واکسین له ورکولو ډډه کوي او خپل ماشومان په ورته برخلیک اخته کوي.

ده زیاته کړه، ډېر مهال د دې لپاره چې د کورنیو مشران د ده له حالت څخه پند واخلي او خپلو ماشومانو ته د پولیو ناروغۍ ضد واکسین ورکړي، د کمپاینونو پر مهال له رضاکارانو سره کور په کور ګرځي.

هغه وویل: «په دې توګه هغوی ته دا پېغام ورکوم چې زما ژوند له کړاونو سره مخ دی، مه پرېږدی چې ستاسې اولادونه هم زما په څېر د پولیو په ناروغي اخته او معلول شي، هغوی ته واکسین ورکړئ څو له دې ناروغۍ خوندي پاتې شي او په راتلونکې کې روغ ژوند ولري.»

د عبدالبصیر پلار غلام محمد وايي، زوی یې د کورنۍ د ګټې وټې یوازینۍ وسیله ده خو د هغه معلولیت یې سخت ځوروي.

نوموړی چې شاوخوا ۵۷ کاله عمر لري، زیاته کړه: «د یو پلار په توګه د خپل زوی سخت حالت ته په کتو تل ارمان کوم چې کاش بې غوري مې نه وای کړې او بصیر ته مې په ماشومتوب کې واکسین ورکړی وای نو نن به روغ او جوړ وای.»

دی وايي، هغه مهال یې د پکتیا ولایت په زرمت ولسوالۍ کې ژوند کاوه، د واکسین رضاکاران نه وو، که وو هم نو ډېر کم وو، خو یو څه دوی هم بې غوري کړې ده او خپل ماشوم یې د دغه او نورو واکسینونو لپاره کلینک ته ور نه وست.

خو د ده په خبره، اوس چې په هېواد کې امنیت دی، د واکسین رضاکاران کور په کور ګرځي، پلرونه او مېندې دې بې غوري نه کوي، بلکې خپل ماشومان دې په هر کمپاین کې واکسین کړي.

دی وايي، کوم ماشومان چې د کمپاینونو پر مهاله له واکسین څخه پاتې کېږي دا د والدینو مسوولیت دی چې د واکسین لپاره یې نژدې روغتیايي مرکز ته بوځي.

عبدالبصیر په خپل دوکان کې©  له پولیو خلاص افغانستان/ ۱۴۰۲/ رحمت الله مرجانخېل

مخکینۍ موضوع
د پولیو لابراتوار پرانیستل؛ د پولیو له منځه وړلو پروګرام د بریالیتوب لپاره مهم ګام
بله موضوع
له پولیو ناروغۍ څخه د ماشومانو د ژغورلو لپاره د یوې مور هڅې

اړوند مطالب

پر سختو لارو د هیلو پلونه؛ په پچېراګام کې د پولیو ضد مبارزه

ننګرهار، افغانستان (۱۰ غویی ۱۴۰۵) - د ننګرهار د پچېراګام...

د ژوند ژغورنې دوولس کلن مزل، د فیضي الله فیضي د هڅو کیسه

لوګر، افغانستان (۵ غویی ۱۴۰۵) – د لوګر ولایت د...

Copyright ©2020 Polio Free Afghanistan. All Rights Reserved
  • Private Policies
  • Terms & Conditions
SearchPostsLogin
سه شنبه, 25, Apr
د ۲۰۲۲ کال لپاره د پولیو د واکسین لومړنی کمپاین روان دی
یکشنبه, 17, May
په روان کال کې د پولیو واکسین دویم فرعي ملي کمپاین پیل شو
پنجشنبه, 30, Apr
پر سختو لارو د هیلو پلونه؛ په پچېراګام کې د پولیو ضد مبارزه
شنبه, 25, Apr
د ژوند ژغورنې دوولس کلن مزل، د فیضي الله فیضي د هڅو کیسه
چهارشنبه, 15, Apr
د دولت‌شاه په درو کې د پولیو ضد مبارزه؛ د حمید ۱۳ کلنې هڅې
یکشنبه, 12, Apr
په روان کال کې د پولیو واکسین لومړی ملي کمپاین پیل شو
جمعه, 10, Apr
په پنجشېر کې د پولیو مخنیوی؛ د سونم او د هغې د همکارانو دوامداره هڅې

Welcome back,