• English
  • دری
له پولیو څخه پاک افغانستان
  • Menu Canvas
    • پښتو
      • English
      • دری
    • Home
      • About Polio Vaccine
      • Global Polio Situation
      • History of Polio
    • Polio Afghanistan
      • Program Structure
      • Polio Eradication Strategy
      • Communication
      • Surveillance
      • Case Studies on East
    • Resources
      • Key Publications
      • Guidelines and SOPs
      • Faqs
    • Polio Updates
      • Monthly Snapshot
    • Media
      • Gallery
      • Video Gallery
      • Press Releases
    • Contact
  • English
  • دری
له پولیو څخه پاک افغانستان
  • د پولیو په اړه
    • د پولیو واکسین
    • د پولیو تاریخ
    • د پولیو نړۍوال وضعیت
  • پولیو په افغانستان کې
    • د پروګرام جوړښت
    • د پولیو د له منځه وړلو تګلاره
    • څارنه
    • ارتباطات
    • د پېښې مطالعه
  • سرچینې
    • لارښوونې او معیاري عملیاتي کړنلارې
    • کلیدي خپرونې
    • ډېرې پوښتل شوې پوښتنې
  • د پولیو تازه معلومات
    • د ساحې کیسې
    • د پولیو پېښې
    • میاشتنی انځور
    • کلیدي خپرونې
  • رسنۍ
    • خبرپاڼې
    • د انځورونو ګالري
    • ویډیو ګالری
  • د اړیکو مرکز
  • له موږ سره اړیکه

له پولیو ناروغۍ څخه د ماشومانو د ژغورلو لپاره د یوې مور هڅې

Homepage د ساحې کیسې له پولیو ناروغۍ څخه د ماشومانو د ژغورلو لپاره د یوې مور هڅې

له پولیو ناروغۍ څخه د ماشومانو د ژغورلو لپاره د یوې مور هڅې

PolioFreeAfghanistan
فبروري 15, 2024
د ساحې کیسې

رقیبه حمیدي

 

بدخشان، افغانستان (۲۶ سلواغه ۱۴۰۲) – د بدخشان ولایت د مرکز فیض اباد اوسېدونکې ۲۶ کلنه شکیبا حکیمي د پولیو واکسین کمپاین یوه تکړه رضاکاره ده چې د کمپاین په ورځو کې خپل ماشومان خپلې مور ته پرېږدي څو تر نورو ماشومانو د پولیو واکسین ورسوي او هغوی په دې ناروغۍ له اخته کېدو وژغوري.

نوموړې تر دوولسم ټولګي خپلې زده کړې د نجونو په دویم شمېره لیسه او د قابله‌ګۍ زده کړې په پامیر بدخشان انسټیټوټ کې بشپړې کړې او له تېرو لسو کلونو راهیسې د پولیو واکسین کمپاین د رضاکارې په توګه کار کوي.

هغه هره ورځ ۷:۳۰ بجې د خپل تور رنګ حجاب له اغوستلو وروسته د واکسین شین بکس اوږې ته اچوي او له کوره راوځي او بیا تر مازدیګره د خپل مسوولیت په ساحو «شنګ غنی»، «خرقه جان» او «الچه بافي ګذر» کلیو کې کور په کور ګرځي څو ماشومانو ته د پولیو واکسین ورکړي.

شکېبا وايي: «دا چې زه د افغانستان د اینده سازانو (ماشومانو) د ژوند د خوندیتوب لپاره په رضاکارانه ډول زحمت باسم،

زما خاوند انعام الله او کورنۍ مې ډېر خوشحاله دي او تل مې دغه کار ته هڅوي.»

 

شکېبا هره ورځ ۷:۳۰ بجې د خپل تور رنګ حجاب له اغوستلو وروسته د واکسین شین بکس اوږې ته اچوي او له کوره راوځي او بیا تر مازدیګره د خپل مسوولیت په ساحو «شنګ غنی»، «خرقه جان» او «الچه بافي ګذر» کلیو کې کور په کور ګرځي څو ماشومانو ته د پولیو واکسین ورکړي ©  له پولیو خلاص افغانستان/ ۱۴۰۲/ رقیبه حمیدي

 

دا چې نوموړې په خپله هم د دریو سر او نیم سر ماشومانو (اووه کلن احمد شیوا، څلور کلنې صالحې او دوه نیم کلن احمد شعیب) مور ده، خوشحاله ده چې د خپلو ماشومانو تر څنګ نورو ماشومانو ته هم د پولیو واکسین رسوي.

هغې زیاته کړه: «خپلې دندې ته د لېوالتیا او ژمنتیا له مخې ان ډېرې ورځې د سهار چای له خوړلو پرته له کوره وځم څو ډېر ماشومان واکسین کړم.”

هغې زياته کړه، څومره چې له خپلو ماشومانو سره مينه لري، هومره د هېواد له نورو ماشومانو سره هم لري ځکه خو د هغوى روغتيا ورته مهمه ده او هڅه کوي د هغوی د خوندیتوب په موخه ور سپارل شوې دنده له ستړیا پرته په ښه توګه مخ ته یوسی.

د دې په خبره، د خپل کار له امله د ماشومانو تر منځ دومره پېژندل شوې چې ان ډېر د شا له خوا نارې پسې وهي چې خاله راشه موږ ته واکسین راکړه.

دا وايي، د ماشومانو دا کړنه یې د خوښۍ لامل کېږي خو هغه مهال بیا سخته خپه کېږي چې ویني د کورنیو ځینې مشران د خپلو ماشومانو له واکسنولو ډډه کوي.

 

شکېبا یوه نوي زېږېدلي ماشوم ته د پولیو واکسین ورکوي ©  له پولیو خلاص افغانستان/ ۱۴۰۲/ رقیبه حمیدي

 

دې وویل: «هڅه کوم د کورنیو دغسې مشرانو ته د واکسین ګټې بیان کړم او هغوی راضي کړم چې خپل ماشومان د پولیو خطرناکې ناروغۍ پر وړاندې واکسین کړي.»

په بدخشان کې د ماشومانو د ناروغیو متخصصه ډاکټر زرغونه ساپۍ انوري د پولیو ناروغۍ په مخنیوي کې د پولیو واکسین د رضاکارانو هڅې د ډېرې ستاینې وړ بولي او له کورنیو غواړي چې د خپلو ماشومانو په واکسینولو له هغوی سره همکاري وکړي.

دا وايي، د پولیو ویروس خطرناک دی چې له پنځو کلونو د کم عمر د ماشومانو د مړینې یا فلج لامل کیږي.

د هغې په وينا، د پوليو واکسين دوه څاڅکي چې د کمپاین پر مهال په کورونو او یا نورو وختونو کې په روغتيايي مرکزونو کې ماشومانو ته ورکول کېږي، د دې وژونکې ناروغۍ د مخنیوي یوازینۍ وسیله ده.

مخکینۍ موضوع
د یوې بېوزلې کورنۍ پر اوږو د یوه ځوان د معلولیت بوج
بله موضوع
هم واکسیناتور او هم د پوهاوي خپروونکی؛ محمد زمان ګڼ انکاري پلرونه قانع کړي چې خپلو ماشومانو ته د پولیو واکسین ورکړي

اړوند مطالب

پر سختو لارو د هیلو پلونه؛ په پچېراګام کې د پولیو ضد مبارزه

ننګرهار، افغانستان (۱۰ غویی ۱۴۰۵) - د ننګرهار د پچېراګام...

د ژوند ژغورنې دوولس کلن مزل، د فیضي الله فیضي د هڅو کیسه

لوګر، افغانستان (۵ غویی ۱۴۰۵) – د لوګر ولایت د...

Copyright ©2020 Polio Free Afghanistan. All Rights Reserved
  • Private Policies
  • Terms & Conditions
SearchPostsLogin
سه شنبه, 25, Apr
د ۲۰۲۲ کال لپاره د پولیو د واکسین لومړنی کمپاین روان دی
یکشنبه, 17, May
په روان کال کې د پولیو واکسین دویم فرعي ملي کمپاین پیل شو
پنجشنبه, 30, Apr
پر سختو لارو د هیلو پلونه؛ په پچېراګام کې د پولیو ضد مبارزه
شنبه, 25, Apr
د ژوند ژغورنې دوولس کلن مزل، د فیضي الله فیضي د هڅو کیسه
چهارشنبه, 15, Apr
د دولت‌شاه په درو کې د پولیو ضد مبارزه؛ د حمید ۱۳ کلنې هڅې
یکشنبه, 12, Apr
په روان کال کې د پولیو واکسین لومړی ملي کمپاین پیل شو
جمعه, 10, Apr
په پنجشېر کې د پولیو مخنیوی؛ د سونم او د هغې د همکارانو دوامداره هڅې

Welcome back,