• English
  • دری
له پولیو څخه پاک افغانستان
  • Menu Canvas
    • پښتو
      • English
      • دری
    • Home
      • About Polio Vaccine
      • Global Polio Situation
      • History of Polio
    • Polio Afghanistan
      • Program Structure
      • Polio Eradication Strategy
      • Communication
      • Surveillance
      • Case Studies on East
    • Resources
      • Key Publications
      • Guidelines and SOPs
      • Faqs
    • Polio Updates
      • Monthly Snapshot
    • Media
      • Gallery
      • Video Gallery
      • Press Releases
    • Contact
  • English
  • دری
له پولیو څخه پاک افغانستان
  • د پولیو په اړه
    • د پولیو واکسین
    • د پولیو تاریخ
    • د پولیو نړۍوال وضعیت
  • پولیو په افغانستان کې
    • د پروګرام جوړښت
    • د پولیو د له منځه وړلو تګلاره
    • څارنه
    • ارتباطات
    • د پېښې مطالعه
  • سرچینې
    • لارښوونې او معیاري عملیاتي کړنلارې
    • کلیدي خپرونې
    • ډېرې پوښتل شوې پوښتنې
  • د پولیو تازه معلومات
    • د ساحې کیسې
    • د پولیو پېښې
    • میاشتنی انځور
    • کلیدي خپرونې
  • رسنۍ
    • خبرپاڼې
    • د انځورونو ګالري
    • ویډیو ګالری
  • د اړیکو مرکز
  • له موږ سره اړیکه

«پولیو یو ناورین دی، له دې ناورین څخه زموږ د ماشومانو د ژغورلو یوازینۍ لار واکسین دی»

Homepage د ساحې کیسې «پولیو یو ناورین دی، له دې ناورین څخه زموږ د ماشومانو د ژغورلو یوازینۍ لار واکسین دی»

«پولیو یو ناورین دی، له دې ناورین څخه زموږ د ماشومانو د ژغورلو یوازینۍ لار واکسین دی»

PolioFreeAfghanistan
اپریل 23, 2024
د ساحې کیسې

سعید زابلی

هلمند، افغانستان (۰۴ غویی ۱۴۰۳) – د هلمند ولایت د مرکز لښکرګاه اړوند د تور ټانک سیمې اوسېدونکی ۳۵ کلن زړګی چې په خپله هم د پولیو ناروغۍ قرباني دی، وايي تر هغه چې ټول خلک د دغې ناروغۍ پر وړاندې په ګډه مبارزه و نه کړي نو د پولیو ویروس به هره شېبه د هېواد د ماشومانو ژوند ګواښي.

نوموړی چې د پولیو ناروغۍ له امله د معلولیت درد او کړاو ګالي، دغې ناروغۍ ته د یوه لوی ناورین په سترګه ګوري او له هغه څخه د ماشومانو د ژغورلو یوازینۍ لار واکسین ګڼي.

هغه وویل: «زما دقیق نه یادېږي چې کله د پولیو په ناروغۍ اخته شوم خو کورنۍ مې راته ویلي، ته د دریو کالو وې چې په دې بدمرغه ناروغۍ اخته شوې.»

د ده په وینا، له همدې امله یې ښۍ پښو فلج شوې او د ده ژوند یې نیمګړی کړی دی.

زړګی وايي، د پولیو ناروغۍ له امله د ور پېښ معلولیت په سبب یې په ژوند کې خورا سختۍ او خوارۍ لیدلې چې دی یې ډېر ځورولی دی.

هغه چې د څلورو زامنو او دریو لوڼو پلار هم دی، وايي سره له دې چې معلول دی او درانه کارونه نه شي کولای، خو د کلي په منځ کې یې د ترکاري او اچارو وړوکی پلورنځی پرانیستی او له لارې یې کورنۍ ته نفقه برابروي.

د زړګي په خبره، دې وړوکي دوکاندارۍ دا فرصت ورته برابر کړی چې هر څوک د سودا اخیستلو لپاره ورته راځي، دی حتما ورته وايي چې د هر کمپاین پر مهال خپلو اولادونو ته د پولیو واکسین ورکړي، څو راتلونکی یې د ده په څېر له ستونزو او کړاونو سره مخ نه وي.

 

۳۵ کلن زړګی چې په درې کلنې کې د پولیو په ناروغۍ اخته شوی او د هغه یوه پښه یې فلج کړې، د کلي په منځ کې د ترکاري او اچارو وړوکی پلورنځی پرانیستی او له لارې یې کورنۍ ته نفقه برابروي ©  له پولیو خلاص افغانستان/ ۱۴۰۳/ سعید زابلی

 

زړګی زیاتوي، دا کار د هغه احساس له مخې کوي چې د پولیو ناروغۍ او معلولیت په ده کې ټوکولی دی.

نوموړي وویل، خپل سټړي ژوند ته په کتو یې لویه هیله دا ده چې د پولیو ناروغۍ له افغانستانه ورکه شي او د هېواد یو ماشوم هم په دې ویجاړوونکې ناروغۍ اخته نه شي.

خو د ده په باور، دا کار هله کېدای شي چې ټول خلک د دغې ناروغۍ پر وړاندې ګډه مبارزه وکړي او تر هر ماشوم پورې د پولیو واکسین ورسېږي.

حاجي عبدالغفار چې شاوخوا ۴۰ کله عمر لري، د دغه کلي اوسېدونکی او د زړګي ګاونډی دی.

نوموړی وايي، د کلي اوسېدونکي چې د زړګي حالت او ستړی ژوندی ویني نو ټول کوښښ کوي خپل ماشومان په منظم ډول واکسین کړي او یو ماشوم یې هم له واکسینه پاتې نه شي.

د ده په خبره، اوس د کلي ډېر خلک پوهېدلي چې پولیو یوه داسې ناروغي ده چې ماشومان په تلپاتي ګوزڼ اخته کوي.

نوموړي وویل، د اسلامي هېوادونو په ګډون په ټوله نړۍ کې دغه ناروغي د واکسین په وسیله له منځه وړل شوې خو د افغانستان ماشومان لا هم د دغه ویروس له ګواښ سره مخ دي، دا زموږ دیني مسوولیت دی چې خپل ماشومان له پولیو ناروغۍ وژغورو او په پر له پسې ډول یې واکسین کړو.

مخکینۍ موضوع
د هغه ځوان کیسه چې پولیو ناروغې یې ښی لاس او دواړې پښې فلج کړې دي
بله موضوع
د والدینو غفلت د پولیو په ناروغۍ د مدثر د اخته کېدو او معولیت لامل شو

اړوند مطالب

پر سختو لارو د هیلو پلونه؛ په پچېراګام کې د پولیو ضد مبارزه

ننګرهار، افغانستان (۱۰ غویی ۱۴۰۵) - د ننګرهار د پچېراګام...

د ژوند ژغورنې دوولس کلن مزل، د فیضي الله فیضي د هڅو کیسه

لوګر، افغانستان (۵ غویی ۱۴۰۵) – د لوګر ولایت د...

Copyright ©2020 Polio Free Afghanistan. All Rights Reserved
  • Private Policies
  • Terms & Conditions
SearchPostsLogin
سه شنبه, 25, Apr
د ۲۰۲۲ کال لپاره د پولیو د واکسین لومړنی کمپاین روان دی
یکشنبه, 17, May
په روان کال کې د پولیو واکسین دویم فرعي ملي کمپاین پیل شو
پنجشنبه, 30, Apr
پر سختو لارو د هیلو پلونه؛ په پچېراګام کې د پولیو ضد مبارزه
شنبه, 25, Apr
د ژوند ژغورنې دوولس کلن مزل، د فیضي الله فیضي د هڅو کیسه
چهارشنبه, 15, Apr
د دولت‌شاه په درو کې د پولیو ضد مبارزه؛ د حمید ۱۳ کلنې هڅې
یکشنبه, 12, Apr
په روان کال کې د پولیو واکسین لومړی ملي کمپاین پیل شو
جمعه, 10, Apr
په پنجشېر کې د پولیو مخنیوی؛ د سونم او د هغې د همکارانو دوامداره هڅې

Welcome back,