• English
  • دری
له پولیو څخه پاک افغانستان
  • Menu Canvas
    • پښتو
      • English
      • دری
    • Home
      • About Polio Vaccine
      • Global Polio Situation
      • History of Polio
    • Polio Afghanistan
      • Program Structure
      • Polio Eradication Strategy
      • Communication
      • Surveillance
      • Case Studies on East
    • Resources
      • Key Publications
      • Guidelines and SOPs
      • Faqs
    • Polio Updates
      • Monthly Snapshot
    • Media
      • Gallery
      • Video Gallery
      • Press Releases
    • Contact
  • English
  • دری
له پولیو څخه پاک افغانستان
  • د پولیو په اړه
    • د پولیو واکسین
    • د پولیو تاریخ
    • د پولیو نړۍوال وضعیت
  • پولیو په افغانستان کې
    • د پروګرام جوړښت
    • د پولیو د له منځه وړلو تګلاره
    • څارنه
    • ارتباطات
    • د پېښې مطالعه
  • سرچینې
    • لارښوونې او معیاري عملیاتي کړنلارې
    • کلیدي خپرونې
    • ډېرې پوښتل شوې پوښتنې
  • د پولیو تازه معلومات
    • د ساحې کیسې
    • د پولیو پېښې
    • میاشتنی انځور
    • کلیدي خپرونې
  • رسنۍ
    • خبرپاڼې
    • د انځورونو ګالري
    • ویډیو ګالری
  • د اړیکو مرکز
  • له موږ سره اړیکه

د والدینو غفلت د پولیو په ناروغۍ د مدثر د اخته کېدو او معولیت لامل شو

Homepage د ساحې کیسې د والدینو غفلت د پولیو په ناروغۍ د مدثر د اخته کېدو او معولیت لامل شو

د والدینو غفلت د پولیو په ناروغۍ د مدثر د اخته کېدو او معولیت لامل شو

PolioFreeAfghanistan
اپریل 25, 2024
د ساحې کیسې

رقیبه حمیدی

بدخشان، افغانستان (۰۶ ثور ۱۴۰۳) – حبیب الله د بدخشان د مرکز فیض اباد ښار اوسېدونکی دی چې ۳ لوڼې او ۲ زامن لري خو اووه کلن زوی یې د پولیو په ناروغي اخته شوی او د هغه د بدن چپ طرف یې فلج کړی دی.

نوموړی چې ۲۸ کلن دی، په ښار کې سلماني لري او له دې لارې په ډېرې سختۍ اولادونو ته نفقه برابروي.

حبیب الله وايي، اووه کلن زوی یې مدثر د شپږو میاشتو و چې سختې تبې ونیو، کله چې یې د درملنې لپاره ډاکټر ته بوت نو هغه ورته وویل چې د پولیو په ناروغۍ اخته شوی دی.

ده وویل: «زوی مې مدثر د نه واکسینولو له امله د پولیو په ناروغي اخته شو، له هغه وروسته مې لور عایشه چې یو نیم کلنه ده، په منظم ډول واکسینوم څو د مدثر په څېر په دې خطرناکه ناروغي اخته نه شي.»

 

حبیب الله خپل پولیو وهلي زوی اووه کلن مدثر ته خواړه ورکوي ©  له پولیو خلاص افغانستان/۱۴۰۳/ رقیبه حمیدي

 

هغه چې خپل معلول زوی ته یې اوبه او بسکوټ ورکول، وویل، کوم ماشوم چې د پولیو په ناروغي اختته کېږي د عمر تر پایه د کورنۍ او ټولنې د اوږو بار کېږي.

د ده په وینا، پولیو په لوړه کچه خطرناکه ناروغۍ ده، که ماشومان یې پر وړاندې واکسین نه شي هغوی په تلپاتي معلولیت اخته کوي.

هغه زیاته کړه: «غوښتل مې مدثر د خپلو نورو وروڼو په څېر ښوونځي ته لاړ شي او درس ووايي خو د پولیو له امله د ور پېښ معلولیت په سبب له هر ډول فعالیت څخه محروم شوی دی.»

هغه زیاته کړه، مدثر اوس ماشوم دی چې دی او مور یې پالنه کوي، که هغوی لوی شي نو نه پوهېږي چې ژوند به یې څنګه وي.

دی وايي: «که د خپل زوی له معلولیت مخکې پوهېدلی چې د پولیو ناروغۍ ماشومان په تلپاتي معلولیت اخته کوي نو شپه او ورځ به مې کار کړی وای څو واکسین مې رانیولی وای خو اوس چې وړیا دی کورنۍ یې په ارزښت نه پوهېږي.»

دی وايي، که اړتیا پېښه شي نو حاضر دی خپل معلول زوی د کمپاین په ورځو کې د خلکو تر دروازو ورولي څو هغوی د ده په لیدو د خپلو ماشومانو واکسینولو ته وهڅول شي.

حبیب الله له کورنیو غواړي چې کله واکسیناتوران د دوی د کورونو تر دروازو ورځي نو له هغوی سره دې مرسته وکړي چې ماشومان واکسین کړي څو د مدثر په سرنوشت اخته نه شي.

 

د پولیو ناروغۍ له امله معلول شوی اووه کلن مدثر د خپلو وروڼو او خویندو په منځ کې ©  له پولیو خلاص افغانستان/۱۴۰۳/ رقیبه حمیدي

 

د مدثر مشر ورو ۱۳ کلن مصدق وايي، د معلولیت په حالت کې د ورور لیدل ورته د زغم وړ نه دی.

هغه وویل، هره دقیقه چې چې مدثر ویني چې د کور په یوه څنډه کې غځېدلی وي، ښوونځي ته نه شي تللای او له ده سره لوبې نه شي کولای نو سخت خپه کېږي.

ده خپل ورور ته په کتو وویل: «غواړم په راتلونکې کې واکسیناتور شم او ماشومان له پولیو ناروغۍ څخه وژغورم.»

قدیر بران د بدخشان یو تن ډاکټر وايي، د پولیو ناروغۍ یوه فلجوونکې او وژونکې ناروغي ده.

هغه زیاته کړه: «پولیو درملنه نه لري، که کوم ماشوم په دې ناروغۍ اخته شي نو کورنۍ او ټولنې ته به ډېرې ستونزې وزېږوي.»

هغه له کورنیو وغوښتل، کله چې واکسیناتوران د دوی کورونو ته ورځي نو د نوو زېږېدو ماشومانو په ګډون دې ټول له پنځو کلونو د کم عمر ماشومان واکسین کړي څو د پولیو ویروس له ګواښ څخه وژغورل شي.

مخکینۍ موضوع
«پولیو یو ناورین دی، له دې ناورین څخه زموږ د ماشومانو د ژغورلو یوازینۍ لار واکسین دی»
بله موضوع
یوه کونډه مور او د هغې یوازینی پولیو وهلی زوی

اړوند مطالب

یوه صحنه، یوه پرېکړه

د پولیو له امله د یوه فلج شوي ماشوم بې‌وسۍ...

یو خوستی ځوان له تېرو اتو کلونو راهیسې د ماشومانو د خوندي راتلونکي لپاره هڅې کوي

شوکت الله په دې اند دی چې له پولیو سره...

  • یوه صحنه، یوه پرېکړهجون 30, 2026
  • یو خوستی ځوان له تېرو اتو کلونو راهیسې د ماشومانو د خوندي راتلونکي لپاره هڅې کويجون 22, 2026
  • د ماشومانو د خوندي راتلونکي لپاره د یوه ځوان ژمنتیاجون 14, 2026
  • د پولیو/ګوزڼ ضد جزوي زرقي واکسین (fIPV) او د څاڅکو واکسین (OPV) ګډ کمپاین پيل شوجون 13, 2026
  • «پولیو مې بدن محدود کړ، خو هیلې مې ژوندۍ دي»؛ د محمد سلیم کیسهجون 8, 2026
  • هغه خاطره چې د ماشومانو د خوندي کولو په ژمنه بدله شوهمې 31, 2026
  • له لومړیو ګامونو تر لوی مسوولیت پورې؛ د ماشومانو د ساتنې لپاره د جنت ګل هڅېمې 25, 2026
  • په روان کال کې د پولیو واکسین دویم فرعي ملي کمپاین پیل شومې 17, 2026
  • څلور لسیزې ژمنتیا: د ماشومانو د خوندیتوب لپاره د محی‌الدین سفر چې لا هم روان دیمې 16, 2026
  • هره اوږده لاره، د یوه ماشوم لپارهمې 10, 2026
Copyright ©2020 Polio Free Afghanistan. All Rights Reserved
  • Private Policies
  • Terms & Conditions
SearchPostsLogin
سه شنبه, 25, Apr
د ۲۰۲۲ کال لپاره د پولیو د واکسین لومړنی کمپاین روان دی
سه شنبه, 30, Jun
یوه صحنه، یوه پرېکړه
دوشنبه, 22, Jun
یو خوستی ځوان له تېرو اتو کلونو راهیسې د ماشومانو د خوندي راتلونکي لپاره هڅې کوي
یکشنبه, 14, Jun
د ماشومانو د خوندي راتلونکي لپاره د یوه ځوان ژمنتیا
شنبه, 13, Jun
د پولیو/ګوزڼ ضد جزوي زرقي واکسین (fIPV) او د څاڅکو واکسین (OPV) ګډ کمپاین پيل شو
دوشنبه, 8, Jun
«پولیو مې بدن محدود کړ، خو هیلې مې ژوندۍ دي»؛ د محمد سلیم کیسه
یکشنبه, 31, May
هغه خاطره چې د ماشومانو د خوندي کولو په ژمنه بدله شوه

Welcome back,