• English
  • دری
له پولیو څخه پاک افغانستان
  • Menu Canvas
    • پښتو
      • English
      • دری
    • Home
      • About Polio Vaccine
      • Global Polio Situation
      • History of Polio
    • Polio Afghanistan
      • Program Structure
      • Polio Eradication Strategy
      • Communication
      • Surveillance
      • Case Studies on East
    • Resources
      • Key Publications
      • Guidelines and SOPs
      • Faqs
    • Polio Updates
      • Monthly Snapshot
    • Media
      • Gallery
      • Video Gallery
      • Press Releases
    • Contact
  • English
  • دری
له پولیو څخه پاک افغانستان
  • د پولیو په اړه
    • د پولیو واکسین
    • د پولیو تاریخ
    • د پولیو نړۍوال وضعیت
  • پولیو په افغانستان کې
    • د پروګرام جوړښت
    • د پولیو د له منځه وړلو تګلاره
    • څارنه
    • ارتباطات
    • د پېښې مطالعه
  • سرچینې
    • لارښوونې او معیاري عملیاتي کړنلارې
    • کلیدي خپرونې
    • ډېرې پوښتل شوې پوښتنې
  • د پولیو تازه معلومات
    • د ساحې کیسې
    • د پولیو پېښې
    • میاشتنی انځور
    • کلیدي خپرونې
  • رسنۍ
    • خبرپاڼې
    • د انځورونو ګالري
    • ویډیو ګالری
  • د اړیکو مرکز
  • له موږ سره اړیکه

نرګس؛ هغه مور چې د خپلو اولادونو د روغتیا لپاره له ستونزو سره مبارزه کوي

Homepage د ساحې کیسې نرګس؛ هغه مور چې د خپلو اولادونو د روغتیا لپاره له ستونزو سره مبارزه کوي

نرګس؛ هغه مور چې د خپلو اولادونو د روغتیا لپاره له ستونزو سره مبارزه کوي

PolioFreeAfghanistan
دسمبر 21, 2024
د ساحې کیسې

هرات، افغانستان (۱ مرغومی ۱۴۰۳) – د هرات ښار د اوومې ناحیې په روغتیايي مرکز کې د نرګس په نوم یوه مور له خپلو پنځو اولادونو سره پر څوکۍ ناسته ده.

هغې خپل درې کلن زوی په غېږ کې نیولی خو نور زامن او لوڼې یې چې عمرونه یې له پنځو کلونو کم دي، په دواړو خواوو کې ناست دي او د خپلو رنګ شوو ګوتو په پورته کولو ښيي چې هر یوه یې د پولیو واکسین دوه څاڅکي ترلاسه کړي دي.

 

یوه بامسوولیته او ژمنه مور

نرګس، چې شاوخوا ۳۵ کاله عمر لري، د هرات ښار د لسمې ناحیې اوسېدونکې ده. هغه سره له دې چې په یوه دودیزه کورنۍ کې ژوند کوي او اقتصادي ستونزې لري، د خپلو اولادونو روغتیا ته یې لومړیتوب ورکړی دی.
نوموړې وایي: “زما هدف دا دی چې خپل اولادونه د پولیو له ویروس څخه وژغورم. نه غواړم هغوی فلج شي. هره میاشت خپل اولادونه د واکسین لپاره دغه روغتیايي مرکز ته راولم.”

نرګس سواد نه لري خو د پولیو واکسین کمپاین د مبلغانو او روغتیايي کارکوونکو له خوا یې د پولیو ناروغۍ د خطرونو او واکسین د ګټو په اړه پوهاوی ترلاسه کړی دی.

د هغې خاوند ټوله ورځ مزدوري کوي او کم فرصت لري چې له خپلې کورنۍ سره یو ځای وي؛ خو نرګس تصمیم نیولی چې اولادونه یې باید د دغه ویروس قرباني نه شي.

هغه وایي: “دا د مېندو دنده ده چې د خپلو اولادونو روغتیا تضمین کړي.”

هغې په خوښۍ او هیله‌من انداز وویل: “خوشحاله یم چې زما اولادونه واکسین کېږي او له پولیو ویروس څخه خوندي دي. دا زما لپاره لویه لاسته راوړنه ده.”

د دې تر څنګ نرګس نه یوازې خپل اولادونه په منظم ډول واکسینوي، بلکې د خپل سیمې نورې ښځې هم هڅوي څو خپل اولادونه واکسین کړي.

هغه باور لري چې دا ډول هڅې کولای شي راتلونکی نسل له جدي خطرونو څخه وژغوري.

 

نرګس، چې شاوخوا ۳۵ کاله عمر لري، د هرات ښار د لسمې ناحیې اوسېدونکې ده. هغه سره له دې چې په یوه دودیزه کورنۍ کې ژوند کوي او اقتصادي ستونزې لري، د خپلو اولادونو روغتیا ته یې لومړیتوب ورکړی دی. © له پولیو خلاص افغانستان /۱۴۰۳/ مرضیه فروتن

 

بامسوولیته مېندې، رښتینې اتلانې

هما سادات چې د اوومې ناحیې د روغتیايي مرکز یوه واکسیناتوره ده، د نرګس او د هغې په څېر نورو ښځو په اړه وایي: “دغو مېندو، چې سواد هم نه لري، ښودلې ده چې د اولادونو روغتیا یې مهم لومړیتوب دی، د هغوی له لوري روغتیايي مرکزونو ته د خپلو اولادونو راوستل او واکسینول د پولیو ناروغۍ په مخنیوي کې مهم رول لري.”

هما سادات زیاتوي چې د دغه ډول مېندو ژمنتیا د نورو د هڅونې لامل کېږي، هغوی نه یوازې خپل اولادونه له پولیو او نورو ناروغیو خوندي کوي، بلکې ټولنه هم د سالم ژوند پر لور روانوي.

 

وروستی پېغام

د نرګس کیسه د ژمنتیا، مورنۍ مینې، او پوهاوي د اهمیت ښکارندويي کوي.

هغه او ورته نورې مېرمنې بې غږه اتلانې دي چې د ستونزو او ننګونو پر وړاندې مبارزه کوي او د خپلو اولادونو لپاره روښانه راتلونکی جوړوي.

دغه ښځې په خپلو هڅو د هغوی ناروغیو د له منځه وړلو هیله ژوندۍ ساتي چې د ماشومانو ژوند ګواښي.

مرضیه فروتن، له پولیو خلاص افغانستان

مخکینۍ موضوع
محمد زهير او له پوليو سره د مبارزې ماموریت
بله موضوع
بهار فرخ: له پولیو سره په مبارزه کې د هیلو سفیره

اړوند مطالب

پر سختو لارو د هیلو پلونه؛ په پچېراګام کې د پولیو ضد مبارزه

ننګرهار، افغانستان (۱۰ غویی ۱۴۰۵) - د ننګرهار د پچېراګام...

د ژوند ژغورنې دوولس کلن مزل، د فیضي الله فیضي د هڅو کیسه

لوګر، افغانستان (۵ غویی ۱۴۰۵) – د لوګر ولایت د...

Copyright ©2020 Polio Free Afghanistan. All Rights Reserved
  • Private Policies
  • Terms & Conditions
SearchPostsLogin
سه شنبه, 25, Apr
د ۲۰۲۲ کال لپاره د پولیو د واکسین لومړنی کمپاین روان دی
پنجشنبه, 30, Apr
پر سختو لارو د هیلو پلونه؛ په پچېراګام کې د پولیو ضد مبارزه
شنبه, 25, Apr
د ژوند ژغورنې دوولس کلن مزل، د فیضي الله فیضي د هڅو کیسه
چهارشنبه, 15, Apr
د دولت‌شاه په درو کې د پولیو ضد مبارزه؛ د حمید ۱۳ کلنې هڅې
یکشنبه, 12, Apr
په روان کال کې د پولیو واکسین لومړی ملي کمپاین پیل شو
جمعه, 10, Apr
په پنجشېر کې د پولیو مخنیوی؛ د سونم او د هغې د همکارانو دوامداره هڅې
دوشنبه, 30, Mar
د پټ خطر پر وړاندې ښکاره بدلون

Welcome back,