• English
  • دری
له پولیو څخه پاک افغانستان
  • Menu Canvas
    • پښتو
      • English
      • دری
    • Home
      • About Polio Vaccine
      • Global Polio Situation
      • History of Polio
    • Polio Afghanistan
      • Program Structure
      • Polio Eradication Strategy
      • Communication
      • Surveillance
      • Case Studies on East
    • Resources
      • Key Publications
      • Guidelines and SOPs
      • Faqs
    • Polio Updates
      • Monthly Snapshot
    • Media
      • Gallery
      • Video Gallery
      • Press Releases
    • Contact
  • English
  • دری
له پولیو څخه پاک افغانستان
  • د پولیو په اړه
    • د پولیو واکسین
    • د پولیو تاریخ
    • د پولیو نړۍوال وضعیت
  • پولیو په افغانستان کې
    • د پروګرام جوړښت
    • د پولیو د له منځه وړلو تګلاره
    • څارنه
    • ارتباطات
    • د پېښې مطالعه
  • سرچینې
    • لارښوونې او معیاري عملیاتي کړنلارې
    • کلیدي خپرونې
    • ډېرې پوښتل شوې پوښتنې
  • د پولیو تازه معلومات
    • د ساحې کیسې
    • د پولیو پېښې
    • میاشتنی انځور
    • کلیدي خپرونې
  • رسنۍ
    • خبرپاڼې
    • د انځورونو ګالري
    • ویډیو ګالری
  • د اړیکو مرکز
  • له موږ سره اړیکه

بهار فرخ: له پولیو سره په مبارزه کې د هیلو سفیره

Homepage د ساحې کیسې بهار فرخ: له پولیو سره په مبارزه کې د هیلو سفیره

بهار فرخ: له پولیو سره په مبارزه کې د هیلو سفیره

PolioFreeAfghanistan
دسمبر 22, 2024
د ساحې کیسې

کندوز، افغانستان (۲ مرغومی ۱۴۰۳) – د سهارني لمر وړانګې په نرمۍ د خان اباد ولسوالۍ پر خاورینو کوڅو لګېږي. په دې زړه وړونکې فضا کې یوه مېرمن چې د واکسین صندوق یې پر اوږه دی د خپل ورځني ماموریت پر لور په ټینګ هوډ ګامونه اخلي.

د بهار فرخ په نوم دا مېرمن له هغو ژمنو واکسیناتورانو څخه ده چې د خان اباد د ماشومانو لپاره له پولیو څخه د خلاص راتلونکي خوب رښتیا کولو لپاره هڅې کوي.

بهار، چې د خان‌آباد د نجونو له لیسې فارغه شوې، دوه کاله مخکې د پولیو واکسین له کمپاینونو سره یوځای شوه.

هغې د دغه ماموریت پیلولو د انګېزې په اړه وایي: «کله مې چې د پولیو ویروس په اړه واورېدل چې ماشومان فلجوي، نو پریکړه مې وکړه چې د هغوی د راتلونکي په ژغورلو کې ونډه واخلم.»

بهار هره ورځ، له سهاره تر ماښامه د خان‌آباد په کوڅو کې ګرځي او له ۱۰۰ زیات هغه ماشومان چې عمرونه یې له پنځو کالو کم وي، واکسینوي.

خو د هغې کار له ستونزو خالي نه دی. لویه ننګونه د خلکو ناسم باورونه او شایعات دي.

هغې وویل: «ډېری کورنۍ فکر کوي چې واکسین ضرر لري یا بې‌ګټې دی. خو زه هڅه کوم په صبر او استقامت هغوی وپوهوم چې دا باورونه ناسم دي.»

د بهار یوه خاطره د هغې کورنۍ په اړه ده چې دا یې درې ځله له دروازې شړلې وه. دغې کورنۍ د واکسین په اړه پر شایعاتو باور درلود او همکاري یې نه کوله. خو بهار تسلیم نه شوه. هغې بیا بیا کوښښ وکړ او په مهربانۍ او علمي وضاحتونو یې د هغوی باور ترلاسه کړ.

نن ورځ، دا کورنۍ نه یوازې خپل ماشومان واکسینوي، بلکې ګاونډیان هم دغه کار ته هڅوي. بهار په ډاډمن انداز وایي: «واکسین د یوه سپر په څېر دی چې ماشومان خوندي کوي.»

 

بهار په ډاډمن انداز وایي: «واکسین د یوه سپر په څېر دی چې ماشومان خوندي کوي.» © له پولیو خلاص افغانستان / ۱۴۰۳/ رقیبه حمیدي

 

زینب او علي: د ذهنیت بدلون

د خان‌آباد په یوه ساده کور کې، د زینب په نوم یوه ۲۸ کلنه مور له خپل درې کلن زوی علي سره ناسته ده. دغه مور د ویلو لپاره یوه کیسه لري؛ د شک او بدلون کیسه.

هغې وویل: «کله چې واکسیناتوران لومړی ځل زموږ دروازې ته راغلل، ما هغوی د کلتوري دلیلونو او ناسمو باورونو له امله رد کړل. اورېدلي مې وو چې واکسین ناروغي پیدا کوي او ماشومان په راتلونکي کې شنډوي. کله چې بهار دویم ځل راغله، ما په غوسه هغه له کوره وشړله. فکر مې کاوه چې په دغه کار سره خپل ماشومان خوندي کوم.»

خو بهار له صبر او زغم سره بیا راستنه شوه. دا ځل یې په ساده او علمي ژبه هر څه تشریح کړل چې څنګه ګوزڼ د ماشومانو ژوند تباه کولای شي. هغې وویل: «دا ناروغي درملنه نه لري او د خوندیتوب یوازینۍ لار واکسین دی.»

د بهار وضاحتونه، چې له ژوندیو مثالونو سره مل وو، زینب فکر کولو ته اړ کړه. هغې پرېکړه وکړه چې علي واکسین کړي. اوس، زینب په هر کمپاین کې نه یوازې خپل زوی واکسینوي، بلکې نورې میندې هم دغه کار ته هڅوي.

هغې په موسکا وویل: «پر شایعاتو غوږ مه نیسئ. واکسین د ژغورنې هغه ډالۍ ده چې خپلو ماشومانو ته یې ورکولای شئ.»

 

علمي لیدلوری: واکسین د مخنیوي یوازینۍ لاره ده

ډاکټر عبدالواحد چې د خان‌آباد د ډاکټرانو له ډلې دی، د واکسیناسیون د اهمیت په اړه وایي: «ګوزڼ داسې ناروغي ده چې درملنه نه لري. د دغې خطرناکې ناروغۍ پر وړاندې د مبارزې یوازینۍ لار د ماشومانو واکسینول دي.»

هغه د واکسیناتورانو پر حیاتي رول ټینګار کوي او زیاتوي: «بهار او د هغې په څېر په زرګونو نورو واکسیناتوران نه یوازې ماشومان واکسینوي، بلکې د کورنیو ترمنځ پوهاوی خپروي. که ټولې کورنۍ همکاري وکړي، موږ کولای شو دا ناروغي تل لپاره له منځه یوسو.»

 

هیله بخښونکی پیغام

بهار فرخ والدینو ته روښانه پیغام لري: «ستاسې د ماشومانو له روغتیا څخه بل هیڅ شی مهم نه دی. واکسیناسیون یو کوچنی ګام دی چې د یوې سترې فاجعې مخنیوی کولای شي. پر اوازو باور مه کوئ او له دغه فرصت څخه د خپلو ماشومانو د راتلونکي د خوندي کولو لپاره ګټه واخلئ.»

د خان‌آباد په کوڅو کې د بهار ثابت ګامونه د روښانه راتلونکي لپاره د هڅو او هیلو ښکارندويي کوي. هغه ثابتوي چې د پوهې، تدبیر او  زغم په مرسته زړونه بدلولای شو او یو سالم او ځواکمن نسل رامنځته کولای شو.

رقیبه حمیدي، له پولیو خلاص افغانستان

مخکینۍ موضوع
نرګس؛ هغه مور چې د خپلو اولادونو د روغتیا لپاره له ستونزو سره مبارزه کوي
بله موضوع
په روان کال کې د پولیو واکسین شپږم فرعي ملي کمپاین پیل شو

اړوند مطالب

پر سختو لارو د هیلو پلونه؛ په پچېراګام کې د پولیو ضد مبارزه

ننګرهار، افغانستان (۱۰ غویی ۱۴۰۵) - د ننګرهار د پچېراګام...

د ژوند ژغورنې دوولس کلن مزل، د فیضي الله فیضي د هڅو کیسه

لوګر، افغانستان (۵ غویی ۱۴۰۵) – د لوګر ولایت د...

Copyright ©2020 Polio Free Afghanistan. All Rights Reserved
  • Private Policies
  • Terms & Conditions
SearchPostsLogin
سه شنبه, 25, Apr
د ۲۰۲۲ کال لپاره د پولیو د واکسین لومړنی کمپاین روان دی
یکشنبه, 17, May
په روان کال کې د پولیو واکسین دویم فرعي ملي کمپاین پیل شو
پنجشنبه, 30, Apr
پر سختو لارو د هیلو پلونه؛ په پچېراګام کې د پولیو ضد مبارزه
شنبه, 25, Apr
د ژوند ژغورنې دوولس کلن مزل، د فیضي الله فیضي د هڅو کیسه
چهارشنبه, 15, Apr
د دولت‌شاه په درو کې د پولیو ضد مبارزه؛ د حمید ۱۳ کلنې هڅې
یکشنبه, 12, Apr
په روان کال کې د پولیو واکسین لومړی ملي کمپاین پیل شو
جمعه, 10, Apr
په پنجشېر کې د پولیو مخنیوی؛ د سونم او د هغې د همکارانو دوامداره هڅې

Welcome back,