• English
  • دری
له پولیو څخه پاک افغانستان
  • Menu Canvas
    • پښتو
      • English
      • دری
    • Home
      • About Polio Vaccine
      • Global Polio Situation
      • History of Polio
    • Polio Afghanistan
      • Program Structure
      • Polio Eradication Strategy
      • Communication
      • Surveillance
      • Case Studies on East
    • Resources
      • Key Publications
      • Guidelines and SOPs
      • Faqs
    • Polio Updates
      • Monthly Snapshot
    • Media
      • Gallery
      • Video Gallery
      • Press Releases
    • Contact
  • English
  • دری
له پولیو څخه پاک افغانستان
  • د پولیو په اړه
    • د پولیو واکسین
    • د پولیو تاریخ
    • د پولیو نړۍوال وضعیت
  • پولیو په افغانستان کې
    • د پروګرام جوړښت
    • د پولیو د له منځه وړلو تګلاره
    • څارنه
    • ارتباطات
    • د پېښې مطالعه
  • سرچینې
    • لارښوونې او معیاري عملیاتي کړنلارې
    • کلیدي خپرونې
    • ډېرې پوښتل شوې پوښتنې
  • د پولیو تازه معلومات
    • د ساحې کیسې
    • د پولیو پېښې
    • میاشتنی انځور
    • کلیدي خپرونې
  • رسنۍ
    • خبرپاڼې
    • د انځورونو ګالري
    • ویډیو ګالری
  • د اړیکو مرکز
  • له موږ سره اړیکه

محمد زهير او له پوليو سره د مبارزې ماموریت

Homepage د ساحې کیسې محمد زهير او له پوليو سره د مبارزې ماموریت

محمد زهير او له پوليو سره د مبارزې ماموریت

PolioFreeAfghanistan
دسمبر 20, 2024
د ساحې کیسې

کابل، افغانستان (۳۰ لېندۍ ۱۴۰۳) – د کابل د میربچه‌کوټ ولسوالۍ اوسېدونکی ۳۴ کلن محمد زهیر د خپلې سیمې د ډېرو اوسېدونکو لپاره یو اشنا نوم دی. هغه چې په خپله د ژوند له بې شمېره ستونزو سره لاس او ګرېوان و نن په خپله سیمه کې د پولیو په وړاندې د مبارزې په اتل بدل شوی دی.

خو کوم څه هغه دې لارې ته راوست؟

 

مسوولیت ته مخامخېدل

محمد زهير په یوې ساده خو عاطفي کورنۍ کې لوی شوی دی. هغه چې د اقتصادي ستونزو له امله یې لوړې زده کړې و نه کړای شوې، له تنکۍ ځوانۍ پر خپلو اوږو د مسوولیت یو لوی بار احساساوه.

یوه ورځ په خپل کلي کې د واکسین کمپاین په لړ کې پوه شو چې د پولیو ناروغي څنګه د یوه ماشوم ژوند د تل لپاره اغېزمنولای شي. دا پوهاوی د هغه لپاره د خطر زنګ و چې ښايي بدلون راولي.

زهیر په هیله‌مندو سترګو وویل: «کله چې پوه شوم د پولیو واکسین هر څاڅکی د یوه ماشوم ژوند ژغولای شي، پرېکړه مې وکړه چې خپل ژوند دغه کار ته ځانګړی کړم. ما نه غوښتل چې کوم ماشوم د ځینو کورنیو د ترخې ماضي په څېر په دې ناروغي اخته شي.»

بالاخره محمد زهير خپل کار د پولیو واکسین په کمپاینونو کې د یوه رضاکار په توګه پیل کړ؛ خو دا لار له ستونزو ډکه وه، ډېرو کورنیو د غلطو اوازو او ناسمو باورونو له امله د خپلو ماشومانو له واکسینولو انکار کاوه.

هغه د پولیو واکسین په یوه کمپاین کې له یوې مور سره مخامخ شو چې نه یې غوښتل ماشومان یې واکسین شي. دغه ښځه چې د ناسمو باورونو تر اغېز لاندې راغلې وه، ګومان یې کاوه چې د پولیو واکسین یې ماشومانو ته زیان رسوي. خو زهیر ناهیلی نه شو، په زغم او آرامۍ یې هغې ته د پولیو ناروغۍ د خطرونو او واکسین د ارزښت په اړه پوهاوی ورکړ، په پایله کې د ښځې نظر بدل شو او خپل ماشومان یې واکسین کړل.

زهیر په موسکا د دې تجربې یادونه کوي او وايي: «دا شېبه زما لپاره لویه بریا وه. پوه شوم چې پوهاوی څومره اغېزناک دی.»

 

د محمد زهیر پیغام واضح او هڅوونکی دی: «واکسین یوازینۍ وسیله ده چې کولای شو خپل ماشومان له پولیو ناروغۍ څخه خوندي کړو. راځئ یو ځای شو او دا لوی مسوولیت جدي ونیسو.» © له پولیو خلاص افغانستان /۱۴۰۳/ هوسۍ احمدزۍ

 

اتل کېدل

د زهیر بریا یوازې تر دې پېښې محدوده نه شوه، بلکې هغه وتوانېد له ۲۰۰ څخه زیاتو ورته کورنیو ته پوهاوی ورکړي او هغوی وهڅوي چې خپل ماشومان واکسین کړي.

هغه اوس یوازې یو واکسیناتور نه دی، بلکې د خپلې سیمې د امید او بدلون په یوه بېلګه بدل شوی دی.

نوموړی وايي: «د ماشومانو واکسینول زما لپاره یوه دنده نه، بلکې یوه انساني او اخلاقي وجیبه ده، هره ورځ چې کمپاین ته ځم، داسې احساسوم چې د راتلونکي نسل د ژغورلو لپاره ګام اخلم.»

 

هیله بخښونکی پیغام

محمد زهير باور لري چې د ګډو هڅو له لارې کولای شو د ماشومانو لپاره یو روښانه راتلونکی جوړ کړو.

د هغه پیغام واضح او هڅوونکی دی: «واکسین یوازینۍ وسیله ده چې کولای شو خپل ماشومان له پولیو ناروغۍ څخه خوندي کړو. راځئ یو ځای شو او دا لوی مسوولیت جدي ونیسو.»

د محمد زهير کیسه یوازې د یوه فرد کیسه نه ده؛ بلکې دا د ژمنتیا، سرښندنې او بدلون کیسه ده. هغه په خپلو هلو ځلو نه یوازې د ډېرو ماشومانو ژوند ژغورلی، بلکې خپل خلکو ته ښيي چې ان د لویو ستونزو او ننګونو پر وړاندې هم هیله او اراده میدان ګټلای شي.

هوسۍ احمدزۍ، له پولیو خلاص افغانستان

مخکینۍ موضوع
د تخار د یوه ساړه سهار روایت: واکسین، د ژوند هیله
بله موضوع
نرګس؛ هغه مور چې د خپلو اولادونو د روغتیا لپاره له ستونزو سره مبارزه کوي

اړوند مطالب

هغه خاطره چې د ماشومانو د خوندي کولو په ژمنه بدله شوه

د یوې ماشومې د فلج کېدو تجربې نصیب الله حسین‌خېل...

له لومړیو ګامونو تر لوی مسوولیت پورې؛ د ماشومانو د ساتنې لپاره د جنت ګل هڅې

جنت ګل احساس د پولیو پر وړاندې مبارزه د یوه...

  • د پولیو/ګوزڼ ضد جزوي زرقي واکسین (fIPV) او د څاڅکو واکسین (OPV) ګډ کمپاین پيل شوجون 13, 2026
  • هغه خاطره چې د ماشومانو د خوندي کولو په ژمنه بدله شوهمې 31, 2026
  • له لومړیو ګامونو تر لوی مسوولیت پورې؛ د ماشومانو د ساتنې لپاره د جنت ګل هڅېمې 25, 2026
  • په روان کال کې د پولیو واکسین دویم فرعي ملي کمپاین پیل شومې 17, 2026
  • څلور لسیزې ژمنتیا: د ماشومانو د خوندیتوب لپاره د محی‌الدین سفر چې لا هم روان دیمې 16, 2026
  • هره اوږده لاره، د یوه ماشوم لپارهمې 10, 2026
  • پر سختو لارو د هیلو پلونه؛ په پچېراګام کې د پولیو ضد مبارزهاپریل 30, 2026
  • د ژوند ژغورنې دوولس کلن مزل، د فیضي الله فیضي د هڅو کیسهاپریل 25, 2026
  • د دولت‌شاه په درو کې د پولیو ضد مبارزه؛ د حمید ۱۳ کلنې هڅېاپریل 15, 2026
  • په روان کال کې د پولیو واکسین لومړی ملي کمپاین پیل شواپریل 12, 2026
Copyright ©2020 Polio Free Afghanistan. All Rights Reserved
  • Private Policies
  • Terms & Conditions
SearchPostsLogin
سه شنبه, 25, Apr
د ۲۰۲۲ کال لپاره د پولیو د واکسین لومړنی کمپاین روان دی
شنبه, 13, Jun
د پولیو/ګوزڼ ضد جزوي زرقي واکسین (fIPV) او د څاڅکو واکسین (OPV) ګډ کمپاین پيل شو
یکشنبه, 31, May
هغه خاطره چې د ماشومانو د خوندي کولو په ژمنه بدله شوه
دوشنبه, 25, May
له لومړیو ګامونو تر لوی مسوولیت پورې؛ د ماشومانو د ساتنې لپاره د جنت ګل هڅې
یکشنبه, 17, May
په روان کال کې د پولیو واکسین دویم فرعي ملي کمپاین پیل شو
شنبه, 16, May
څلور لسیزې ژمنتیا: د ماشومانو د خوندیتوب لپاره د محی‌الدین سفر چې لا هم روان دی
یکشنبه, 10, May
هره اوږده لاره، د یوه ماشوم لپاره

Welcome back,