• English
  • دری
له پولیو څخه پاک افغانستان
  • Menu Canvas
    • پښتو
      • English
      • دری
    • Home
      • About Polio Vaccine
      • Global Polio Situation
      • History of Polio
    • Polio Afghanistan
      • Program Structure
      • Polio Eradication Strategy
      • Communication
      • Surveillance
      • Case Studies on East
    • Resources
      • Key Publications
      • Guidelines and SOPs
      • Faqs
    • Polio Updates
      • Monthly Snapshot
    • Media
      • Gallery
      • Video Gallery
      • Press Releases
    • Contact
  • English
  • دری
له پولیو څخه پاک افغانستان
  • د پولیو په اړه
    • د پولیو واکسین
    • د پولیو تاریخ
    • د پولیو نړۍوال وضعیت
  • پولیو په افغانستان کې
    • د پروګرام جوړښت
    • د پولیو د له منځه وړلو تګلاره
    • څارنه
    • ارتباطات
    • د پېښې مطالعه
  • سرچینې
    • لارښوونې او معیاري عملیاتي کړنلارې
    • کلیدي خپرونې
    • ډېرې پوښتل شوې پوښتنې
  • د پولیو تازه معلومات
    • د ساحې کیسې
    • د پولیو پېښې
    • میاشتنی انځور
    • کلیدي خپرونې
  • رسنۍ
    • خبرپاڼې
    • د انځورونو ګالري
    • ویډیو ګالری
  • د اړیکو مرکز
  • له موږ سره اړیکه

د پولیو پر وړاندې د ماریا مجیدي د یوې لسیزې نه ستړې کېدونکې مبارزه

Homepage اتل د پولیو پر وړاندې د ماریا مجیدي د یوې لسیزې نه ستړې کېدونکې مبارزه

د پولیو پر وړاندې د ماریا مجیدي د یوې لسیزې نه ستړې کېدونکې مبارزه

PolioFreeAfghanistan
نوومبر 21, 2024
اتل, غوره کیسې

جوزجان، افغانستان (۱ لېندۍ ۱۴۰۳) – د جوزجان ولایت د شبرغان ښار اوسېدونکې ماریا مجیدي له تېرې یوې لسیزې راهیسې د یوې ژمنې واکسیناتورې په توګه د پولیو ناروغۍ په مخنیوي کې مهم رول لوبولی او د خپلې سیمې د سلګونو ماشومانو ژوند یې خوندي کړی دی.

د شبرغان ښار د جرمله سیمې دغه ۲۸ کلنه اوسېدونکې ماریا مجیدي چې له ښوونځي تر فراغت وروسته یې د قابله‌ګۍ په برخه کې زده کړې کړې دي، له تېرو شاوخوا لسو کلونو راهیسې د پولیو واکسین په کمپاینونو کې د رضاکارې په توګه کار کوي.

ماریا د پولیو واکسین پر هر کمپاین کې له جرمله سیمې تر سخي اباد سیمې پورې اوږد واټن وهي څو د دې سیمې ماشومان واکسین کړي او د پولیو له خطرناکې ناروغۍ څخه یې وژغوري.

هغه وايي: «په پیل کې ډېرو کورنیو اجازه نه ورکوله چې ماشومان یې واکسین شي، ځکه هغوی شک درلود چې ګواکې دغه واکسین د پولیو ناروغۍ مخنیوی نه شي کولای، خو کله چې مې په پر له پسې توګه هغوی ته د واکسین اهمیت او ګټې تشریح کړې او د هغو هېوادونو بېلګې مې ورته وړاندې کړې چې د دغه واکسین په وسیله یې د پولیو ناروغي له منځه وړې ده، نو د ډېرو کورنیو دریځ بدل شو.»

ماریا مجیدي له کلونو زحمت او محنت وروسته توانېدلې چې د سخي‌اباد په سیمه کې له پولیو واکسین څخه د انکار کوونکو کورنیو شمېر صفر ته راکم کړي چې دا دې لپاره لویه لاسته راوړنه ده.

هغه زیاتوي: «اوس مې د سخي‌اباد سیمې ټول خلک پېژني، میندې زما له چلند څخه خوښې دي او په هر کمپاین کې له ماسره همکاري کوي څو هر ماشوم واکسین کړم او یو ماشوم هم له پولیو واکسین څخه بې برخې نه شي.»

ماریا چې د پولیو واکسین په یوه محل کې یې یو ماشوم واکسیناوه، د هغه مور ته وویل: «پولیو یوه فلجوونکې او وژونکې ناروغۍ ده چې درملنه نه لري خو د واکسین په وسیله یې مخنیوی کېدای شي. که یو ماشوم د پولیو په ناروغي اخته شوي نو کولای شي ۲۰۰ نور ماشومان هم په دې ناروغي اخته کړي، ځکه نو دا ډېره مهمه ده چې باید هر ماشوم واکسین شي څو په خپله هم له پولیو واکسین څخه خوندي شي او لسګونه نور ماشومان هم.»

د ماریا همکاره شبانه چې دا هم له تېرو پنځو کلونو راهیسې د پولیو واکسین په کمپاینونو کې د رضاکارې په توګه کار کوي وايي، ماریا د ټولو رضاکارانو لپاره یوه الګو ده، ځکه هغې په دې لاره کې پوره لس کاله زیار ایستلی دی او د پولیو ناروغۍ پر وړاندې یې مبارزه کړې ده.

هغه زیاتوي: «ماریا مجیدي یوه باتجربه، زیارکښه او هڅانده رضاکاره ده چې د جوزجان ولایت د سلګونو ماشومانو ژوند یې ژغورلی دی.»

 

ماریا د پولیو واکسین پر هر کمپاین کې له جرمله سیمې تر سخي اباد سیمې پورې اوږد واټن وهي څو د دې سیمې ماشومان واکسین کړي او د پولیو له خطرناکې ناروغۍ څخه یې وژغوري. © له پولیو خلاص افغانستان/ ۱۴۰۳/ عبدالصبور سیرت

 

دې وویل، د جوزجان ولایت هر رضاکار غواړي د ماریا په څېر شي، څو د پولیو ناروغۍ پر وړاندې رښتینې مبارزه وکړي او دغه ولایت او په ټوله کې افغانستان له دې ناروغۍ خلاص کړي.

د جوزجان ولایتي روغتون د داخله ناروغیو د څانګې یو مسوول ډاکټر سلېمان محمدي وایي: «د ماریا په څېر د پولیو واکسین کمپاینونو رضاکاران زموږ د راتلونکو نسلونو روغتیا تضمینوي، که هغوی نه وي نو د دغې ناروغۍ پر مبارزه به نیمګړې وي.»

نوموړی د پولیو دوه څاڅکي واکسین له دې ناروغۍ څخه د خوندیتوب یوازینۍ لار بولي او له کورنیو غواړي چې په هر کمپاین کې د دوه څاڅکو واکسین په ورکولو سره خپل ماشومان له دې بدمرغې ناروغۍ څخه وژغوري.

دغه راز د جوزجان د عامې روغتیا ریاست د کتلوي معافیت عمومي مدیر محمدیاسین همراه هم وایي، ماریا یوه اتله مېرمن ده چې په سختو شرایطو کې یې خپل کار ته دوام ورکړی او د پولیو پر وړاندې یې شاوخوا یوه لسیزه نه ستړې کېدونکې مبارزه کړې ده.

دی زیاتوي: «زه چې د پولیو واکسین په کمپیانونو کې د ماریا محمدي په څېر رضاکارانو زیار او زحمت وینم نو لا ډېر باوري کېږم چې یوه ورځ به افغانستان له پولیو ناروغۍ څخه خلاصېږي او بیا به زموږ ګلالي ماشومان د دې بې رحمۍ ناروغۍ نه قرباني کېږي.»

همراه خوښي ښيي چې له نېکه مرغه په تېرو ۲۵ کلونو کې په دغه ولایت کې د پولیو کومه مثبته پېښه نه ده ثبت شوې چې د پولیو واکسین له کمپاینونو سره د خلکو همکاري ښيي.

هغه دغه راز یادونه وکړه چې د پولیو واکسین په هر کمپاین کې د دغه ولایت شاوخوا ۲۰۰ زره له پنځو کلونو د کم ماشومان واکسین کېږي.

د ماریا مجیدي کار او زیار د دې ښکارندويي کوي چې څنګه یو فرد د خپلې کورنۍ او ټولنې په ملاتړ کولای شي ستر بدلونونه راولي.

هغه نه یوازې د سخي‌اباد د ماشومانو لپاره د ژوند هیله ګرځېدلې ده، بلکې د ښځو لپاره یوه الهام‌بخښونکې بېلګه هم ده چې په خپلو سیمو کې د روغتیا په برخه کې رول لوبوي.

عبدالصبور سیرت، له پولیو خلاص افغانستان

مخکینۍ موضوع
د پولیو ناروغۍ د نه جبرانېدونکو اغېزو ژوندۍ بېلګه؛ د فخرالدین کیسه
بله موضوع
د پولیو ویروس د له منځه وړلو لپاره د غور د دیني عالمانو هڅې

اړوند مطالب

د پټ خطر پر وړاندې ښکاره بدلون

په لغمان کې څنګه د څو ځوانانو هڅو د پولیو...

کله چې لاره سخته وي: د کامدېش د ماشومانو راتلونکی

نورستان، افغانستان (۵ سلواغه ۱۴۰۴) - په افغانستان کې له...

Copyright ©2020 Polio Free Afghanistan. All Rights Reserved
  • Private Policies
  • Terms & Conditions
SearchPostsLogin
سه شنبه, 25, Apr
د ۲۰۲۲ کال لپاره د پولیو د واکسین لومړنی کمپاین روان دی
پنجشنبه, 30, Apr
پر سختو لارو د هیلو پلونه؛ په پچېراګام کې د پولیو ضد مبارزه
شنبه, 25, Apr
د ژوند ژغورنې دوولس کلن مزل، د فیضي الله فیضي د هڅو کیسه
چهارشنبه, 15, Apr
د دولت‌شاه په درو کې د پولیو ضد مبارزه؛ د حمید ۱۳ کلنې هڅې
یکشنبه, 12, Apr
په روان کال کې د پولیو واکسین لومړی ملي کمپاین پیل شو
جمعه, 10, Apr
په پنجشېر کې د پولیو مخنیوی؛ د سونم او د هغې د همکارانو دوامداره هڅې
دوشنبه, 30, Mar
د پټ خطر پر وړاندې ښکاره بدلون

Welcome back,