• English
  • دری
له پولیو څخه پاک افغانستان
  • Menu Canvas
    • پښتو
      • English
      • دری
    • Home
      • About Polio Vaccine
      • Global Polio Situation
      • History of Polio
    • Polio Afghanistan
      • Program Structure
      • Polio Eradication Strategy
      • Communication
      • Surveillance
      • Case Studies on East
    • Resources
      • Key Publications
      • Guidelines and SOPs
      • Faqs
    • Polio Updates
      • Monthly Snapshot
    • Media
      • Gallery
      • Video Gallery
      • Press Releases
    • Contact
  • English
  • دری
له پولیو څخه پاک افغانستان
  • د پولیو په اړه
    • د پولیو واکسین
    • د پولیو تاریخ
    • د پولیو نړۍوال وضعیت
  • پولیو په افغانستان کې
    • د پروګرام جوړښت
    • د پولیو د له منځه وړلو تګلاره
    • څارنه
    • ارتباطات
    • د پېښې مطالعه
  • سرچینې
    • لارښوونې او معیاري عملیاتي کړنلارې
    • کلیدي خپرونې
    • ډېرې پوښتل شوې پوښتنې
  • د پولیو تازه معلومات
    • د ساحې کیسې
    • د پولیو پېښې
    • میاشتنی انځور
    • کلیدي خپرونې
  • رسنۍ
    • خبرپاڼې
    • د انځورونو ګالري
    • ویډیو ګالری
  • د اړیکو مرکز
  • له موږ سره اړیکه

د پولیو ناروغۍ د نه جبرانېدونکو اغېزو ژوندۍ بېلګه؛ د فخرالدین کیسه

Homepage د ساحې کیسې د پولیو ناروغۍ د نه جبرانېدونکو اغېزو ژوندۍ بېلګه؛ د فخرالدین کیسه

د پولیو ناروغۍ د نه جبرانېدونکو اغېزو ژوندۍ بېلګه؛ د فخرالدین کیسه

PolioFreeAfghanistan
نوومبر 20, 2024
د ساحې کیسې

هلمند، افغانستان (۳۰ لړم ۱۴۰۳) – د هلمند د ګرشک ولسوالۍ په بازار کې د ورځنۍ ګڼې ګوڼې او په کارونو د بوختو خلکو په منځ کې یوه صحنه د خلکو پام ځان ته اړوي.

په ویلچیر کې ناست ۴۵ کلن فخرالدین د خپل لس کلن زوی په مرسته د سړک له یوې غاړې بلې ته اوړي.

دا صحنه د هغه د ژوند د کړاوونو کیسه بیانوي؛ هغه زړه بوږنوونکې کیسه چې د هغه له ماشومتوبه پیل شوې او د پولیو ناروغۍ له امله یې دواړې پښې د تل لپاره بې حرکته شوې دي.

فخرالدین وايي، د ژوند سختې ورځې یې له ۷ کلنۍ پیل شوې او د معلولیت له امله یې ژوند له ګڼو ستونزو سره مخ دی.

هغه زیاته کړه: «دواړې پښې مې فلج دي، یوازې د ویلچیر په مرسته تګ کولای شم، که ویلچیر نه وای نو ځای پر ځای به ناست وای.»

نوموړی هغه سختې شېبې را یادوي چې د شدیدې تبې او د نس د درد له امله روغتون ته یووړل شو او هلته ډاکټرانو ورته وویل چې د پولیو په ناروغۍ اخته شوی، داسې یوه ناروغۍ چې درملنه نه لري.

هغه وویل، هغه مهال د پولیو واکسین نه و او د دې ناروغۍ په اړه د خلکو پوهاوی هم کم و.

دی په ډېر حسرت یادونه کوي: «که هغه وخت واکسین موجود وای او زه واکسین شوای وای نو نن به مې ژوند دومره سخت نه وای.»

فخرالدین له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دی، که څه هم د حکومت له لوري د معلولیت کمه اندازه معاش ورکول کېږي خو د ده د کورنۍ اړتیاوې نه شي پوره کولای.

هغه وايي: «ما زده کړې و نه کړې، ځکه کورنۍ مې زما د معلولیت له امله د زده کړې زمینه راته برابره نه کړه، اوس چې خپل ځان ته ګورم نو ټول پام مې د خپلو اولادونو روغتیا او زده کړې ته دي.»

نوموړی د خپلو څلورو ماشومانو لپاره لویې هیلې لري او زیاتوي: «غواړم ماشومان مې روغ وي او زده کړې وکړي څو ځانونو ته ښه راتلونکی جوړ کړي.»

فخرالدین د پولیو ناروغۍ د یوه قرباني په توګه د خلکو په پوهاوي کې هم ونډه اخلي او هغوی هڅوي چې خپلو ماشومانو ته د پولیو واکسین ورکړي څو د ده په څېر د دې خطرناکې ناروغۍ ښکار نه شي.

د عبدالحمید په نوم د فخرالدین یو خپل وايي: «فخرالدین د ګوزڼ ناروغۍ د بدو اغېزو ژوندۍ بېلګه ده، د هغه د ماشومتوب پر مهال د پولیو واکسین اسانتیا موجوده نه وه چې له امله یې هغه په دې ناروغۍ اخته او فلج شو، له همدې امله اوس نه یوازې دی له ستونزو سره مخ دی، بلکې کورنۍ یې هم له ګڼو اقتصادي، ټولنیزو او نورو ستونزو کړېږي.»

هغه ټولو کورنیو ته دا پیغام ورکوي چې د خپلو ماشومانو روغتیا جدي ونیسي او په پرله پسې ډول د پولیو او نورو خطرناکو ناروغیو واکسین ورکړي څو خوندي او روغ پاتې شي.

د ماشومانو د ناروغیو یو متخصص ډاکټر عبدالطیف هم د پولیو د واکسین د اهمیت یادونه کوي او وایي: «پولیو ناروغي درملنه نه لري، مګر د مخنیوي وړ ناروغي ده، خو هغه وخت چې ماشومان په پرله پسې ډول واکسین شي.»

د فخرالدین ژوند د هغو خلکو لپاره ژوندی درس دی چې د پولیو واکسین په اړه لا هم بې پروا دي.

د هغه کیسه د دې پېغام رسوونکې ده چې د پولیو واکسین د ماشومانو د روغتیا او راتلونکي لپاره اړین دی.

سعید زابلی، له پولیو خلاص افغانستان

مخکینۍ موضوع
هر څاڅکی واکسین، له پولیو څخه د خلاص راتلونکي په لور یو ګام
بله موضوع
د پولیو پر وړاندې د ماریا مجیدي د یوې لسیزې نه ستړې کېدونکې مبارزه

اړوند مطالب

هغه خاطره چې د ماشومانو د خوندي کولو په ژمنه بدله شوه

د یوې ماشومې د فلج کېدو تجربې نصیب الله حسین‌خېل...

له لومړیو ګامونو تر لوی مسوولیت پورې؛ د ماشومانو د ساتنې لپاره د جنت ګل هڅې

جنت ګل احساس د پولیو پر وړاندې مبارزه د یوه...

  • هغه خاطره چې د ماشومانو د خوندي کولو په ژمنه بدله شوهمې 31, 2026
  • له لومړیو ګامونو تر لوی مسوولیت پورې؛ د ماشومانو د ساتنې لپاره د جنت ګل هڅېمې 25, 2026
  • په روان کال کې د پولیو واکسین دویم فرعي ملي کمپاین پیل شومې 17, 2026
  • څلور لسیزې ژمنتیا: د ماشومانو د خوندیتوب لپاره د محی‌الدین سفر چې لا هم روان دیمې 16, 2026
  • هره اوږده لاره، د یوه ماشوم لپارهمې 10, 2026
  • پر سختو لارو د هیلو پلونه؛ په پچېراګام کې د پولیو ضد مبارزهاپریل 30, 2026
  • د ژوند ژغورنې دوولس کلن مزل، د فیضي الله فیضي د هڅو کیسهاپریل 25, 2026
  • د دولت‌شاه په درو کې د پولیو ضد مبارزه؛ د حمید ۱۳ کلنې هڅېاپریل 15, 2026
  • په روان کال کې د پولیو واکسین لومړی ملي کمپاین پیل شواپریل 12, 2026
  • په پنجشېر کې د پولیو مخنیوی؛ د سونم او د هغې د همکارانو دوامداره هڅېاپریل 10, 2026
Copyright ©2020 Polio Free Afghanistan. All Rights Reserved
  • Private Policies
  • Terms & Conditions
SearchPostsLogin
سه شنبه, 25, Apr
د ۲۰۲۲ کال لپاره د پولیو د واکسین لومړنی کمپاین روان دی
یکشنبه, 31, May
هغه خاطره چې د ماشومانو د خوندي کولو په ژمنه بدله شوه
دوشنبه, 25, May
له لومړیو ګامونو تر لوی مسوولیت پورې؛ د ماشومانو د ساتنې لپاره د جنت ګل هڅې
یکشنبه, 17, May
په روان کال کې د پولیو واکسین دویم فرعي ملي کمپاین پیل شو
شنبه, 16, May
څلور لسیزې ژمنتیا: د ماشومانو د خوندیتوب لپاره د محی‌الدین سفر چې لا هم روان دی
یکشنبه, 10, May
هره اوږده لاره، د یوه ماشوم لپاره
پنجشنبه, 30, Apr
پر سختو لارو د هیلو پلونه؛ په پچېراګام کې د پولیو ضد مبارزه

Welcome back,