• English
  • دری
له پولیو څخه پاک افغانستان
  • Menu Canvas
    • پښتو
      • English
      • دری
    • Home
      • About Polio Vaccine
      • Global Polio Situation
      • History of Polio
    • Polio Afghanistan
      • Program Structure
      • Polio Eradication Strategy
      • Communication
      • Surveillance
      • Case Studies on East
    • Resources
      • Key Publications
      • Guidelines and SOPs
      • Faqs
    • Polio Updates
      • Monthly Snapshot
    • Media
      • Gallery
      • Video Gallery
      • Press Releases
    • Contact
  • English
  • دری
له پولیو څخه پاک افغانستان
  • د پولیو په اړه
    • د پولیو واکسین
    • د پولیو تاریخ
    • د پولیو نړۍوال وضعیت
  • پولیو په افغانستان کې
    • د پروګرام جوړښت
    • د پولیو د له منځه وړلو تګلاره
    • څارنه
    • ارتباطات
    • د پېښې مطالعه
  • سرچینې
    • لارښوونې او معیاري عملیاتي کړنلارې
    • کلیدي خپرونې
    • ډېرې پوښتل شوې پوښتنې
  • د پولیو تازه معلومات
    • د ساحې کیسې
    • د پولیو پېښې
    • میاشتنی انځور
    • کلیدي خپرونې
  • رسنۍ
    • خبرپاڼې
    • د انځورونو ګالري
    • ویډیو ګالری
  • د اړیکو مرکز
  • له موږ سره اړیکه

غلام‌نقشبند یزداني خپل نیمایي عمر له پولیو سره په مبارزه کې لګولی

Homepage غوره کیسې غلام‌نقشبند یزداني خپل نیمایي عمر له پولیو سره په مبارزه کې لګولی

غلام‌نقشبند یزداني خپل نیمایي عمر له پولیو سره په مبارزه کې لګولی

PolioFreeAfghanistan
اپریل 16, 2024
غوره کیسې

عبدالصبور سیرت

فاریاب، افغانستان (۲۸ وری ۱۴۰۳) – د فاریاب ولایت د مرکز میمنې ښار اوسېدونکی ۶۰ کلن غلام‌نقشبند یزداني له تېرو ۳۱ کلونو راهیسې د پولیو له ‌منځه وړلو په موخه د دغې ناروغۍ ضد واکسین ساتنې لپاره کار او هڅه کوي.

هغه چې تر دولسم ټولګي یې زده‌کړې کړې او د شپږو ماشومانو پلار دی وایي، له تېرو دریو لسیزو راهیسې په دغه ولایت کې د پولیو واکسین ساتنې (کولډ‌چېن) د مسوول په توګه دنده ترسره کوي او خپل نیمايي عمر یې په دغه کار لګولی دی.

 

غلام‌نقشبند یزداني په فاریاب کې د پولیو واکسین ساتنې (کولډ‌چېن) د مسوول په توګه دنده ترسره کوي او خپل نیمايي عمر یې په دغه کار لګولی دی©   له پولیو خلاص افغانستان/ ۱۴۰۳/ عبدالصبور سیرت

 

د هغه په وینا د پولیو ضد واکسین په سړه خونه کې تر منفي ۲۵ سانټي ګرېډ درجې پورې ساتي څو اغېز یې کم نه شي او خپل کیفیت له لاسه ور نه کړي.

یزداني د پولیو دوه څاڅکي واکسین له پنځه کلونو څخه د کم‌ عمر ماشومانو ته د ګوزڼ له ناروغۍ څخه د ژغورلو لپاره مهم ګڼي او له میندو غواړي څو خپل ماشومان واکسین کړي.

هغه وویل: «له ټولو مېندو غواړم چې خپل ماشومان له پولیو څخه د ژغورلو په خاطر واکسین کړي، موږ تل په خپلو مراکزو کې واکسین لرو او ۲۴ ساعته د نارینه او ښځینه رضاکارانو سره په ګډه د دوی خدمت ته حاضر او چمتو یو، دوی دې هڅه وکړي چې پر وخت خپل ماشومان واکسین کړي څو پر دغې ناروغۍ اخته نه شي.»

 

د پولیو ضد واکسین په سړه خونه کې تر منفي ۲۵ سانټي ګرېډ درجې پورې ساتل کېږي څو اغېز یې کم نه شي او خپل کیفیت له لاسه ور نه کړی ©  له پولیو خلاص افغانستان/ ۱۴۰۳/ عبدالصبور سیرت

 

نوموړي خوښي وښودله چې په دې وروستیو کې د خلکو پوهای ډېر شوی او د پخوا په پرتله د فاریاب ډېر اوسېدونکي په خپله خوښه خپل ماشومان د واکسین لپاره راولي څو د پولیو په خطرناکه ناروغي اخته نه شي.

دی وايي، پولیو ناروغي درملنه نه لري او یوازینۍ وسیله واکسین دی چې د دې ناروغۍ مخنیوی کولای شي.

ورته مهال د فاریاب ولایت عامې روغتیا ریاست د کتلوي معافیت مسوول ډاکټر فېروز فیاض له پولیو ناروغۍ سره په مبازره کې د غلام‌نقشبند هڅې ستايي.

هغه وایي: «غلام‌نقشبند له څه باندې دېرشو کلونو راهیسې د پولیو او نورو واکسینونو د ساتنې برخه کې کار کوي، هغه په شته ۱۱ لویو یخچالونو څار کوي او د کمپاین پر مهال رضاکارانو ته د دوی د اړتیا وسایل اماده کوي، هغه هڅه کوي چې لومړیو لرې پرتو سیمو ته دغه واکسین ورسوي څو هېڅ ماشوم له واکسین څخه بې برخې نه شي.»

 

په فاریاب کې د پولیو واکسین د دغه ولایت عامې روغتیا ریاست د کتلوي معافیت امریت او په ځانګړې توګه د غلام نقشبند تر څار لاندې په یخچال کې ساتل کېږي ©  له پولیو خلاص افغانستان/ ۱۴۰۳/ عبدالصبور سیرت

 

د هغه په وینا غلام‌نقشبند په دغه ولایت کې تر ټولو باتجربه، خواري‌کښ او تکړه کس دی چې په یوازې ځان دغه ټولې چارې ترسره کوي.

په همدې حال د فاریاب ولایت د عامې روغتیا ریاست مسوولین وایي، چې د دوی روغتیایي ټیمونه د دغه ولایت ګوټ ګوټ ته د پولیو واکسین رسوي.

د فاریاب ولایت عامې روغتیا رییس ډاکټر فضل هادي فاروقي وایي، چې د پولیو ضد په هر دور کمپاین کې څه باندې ۶۰۰ زره ماشومان واکسین کېږي.

مخکینۍ موضوع
یوه مور: د زوی معلولیت مې له ژونده خوښۍ تروړلې دي
بله موضوع
پولیو ناروغۍ د یوه ماشوم او د هغه د کورنۍ دواړو ژوند تریخ کړی دی

اړوند مطالب

د پټ خطر پر وړاندې ښکاره بدلون

په لغمان کې څنګه د څو ځوانانو هڅو د پولیو...

کله چې لاره سخته وي: د کامدېش د ماشومانو راتلونکی

نورستان، افغانستان (۵ سلواغه ۱۴۰۴) - په افغانستان کې له...

Copyright ©2020 Polio Free Afghanistan. All Rights Reserved
  • Private Policies
  • Terms & Conditions
SearchPostsLogin
سه شنبه, 25, Apr
د ۲۰۲۲ کال لپاره د پولیو د واکسین لومړنی کمپاین روان دی
یکشنبه, 17, May
په روان کال کې د پولیو واکسین دویم فرعي ملي کمپاین پیل شو
پنجشنبه, 30, Apr
پر سختو لارو د هیلو پلونه؛ په پچېراګام کې د پولیو ضد مبارزه
شنبه, 25, Apr
د ژوند ژغورنې دوولس کلن مزل، د فیضي الله فیضي د هڅو کیسه
چهارشنبه, 15, Apr
د دولت‌شاه په درو کې د پولیو ضد مبارزه؛ د حمید ۱۳ کلنې هڅې
یکشنبه, 12, Apr
په روان کال کې د پولیو واکسین لومړی ملي کمپاین پیل شو
جمعه, 10, Apr
په پنجشېر کې د پولیو مخنیوی؛ د سونم او د هغې د همکارانو دوامداره هڅې

Welcome back,