• English
  • دری
له پولیو څخه پاک افغانستان
  • Menu Canvas
    • پښتو
      • English
      • دری
    • Home
      • About Polio Vaccine
      • Global Polio Situation
      • History of Polio
    • Polio Afghanistan
      • Program Structure
      • Polio Eradication Strategy
      • Communication
      • Surveillance
      • Case Studies on East
    • Resources
      • Key Publications
      • Guidelines and SOPs
      • Faqs
    • Polio Updates
      • Monthly Snapshot
    • Media
      • Gallery
      • Video Gallery
      • Press Releases
    • Contact
  • English
  • دری
له پولیو څخه پاک افغانستان
  • د پولیو په اړه
    • د پولیو واکسین
    • د پولیو تاریخ
    • د پولیو نړۍوال وضعیت
  • پولیو په افغانستان کې
    • د پروګرام جوړښت
    • د پولیو د له منځه وړلو تګلاره
    • څارنه
    • ارتباطات
    • د پېښې مطالعه
  • سرچینې
    • لارښوونې او معیاري عملیاتي کړنلارې
    • کلیدي خپرونې
    • ډېرې پوښتل شوې پوښتنې
  • د پولیو تازه معلومات
    • د ساحې کیسې
    • د پولیو پېښې
    • میاشتنی انځور
    • کلیدي خپرونې
  • رسنۍ
    • خبرپاڼې
    • د انځورونو ګالري
    • ویډیو ګالری
  • د اړیکو مرکز
  • له موږ سره اړیکه

یوه مور: د زوی معلولیت مې له ژونده خوښۍ تروړلې دي

Homepage د ساحې کیسې یوه مور: د زوی معلولیت مې له ژونده خوښۍ تروړلې دي

یوه مور: د زوی معلولیت مې له ژونده خوښۍ تروړلې دي

PolioFreeAfghanistan
اپریل 14, 2024
د ساحې کیسې

رقیبه حمیدي

بدخشان، افغانستان (۲۶ وری ۳۰۴۱) – د بدخشان مرکز فیض اباد ښار اوسېدونکې ۴۰ کلنه لطیفه هغه دردېدلې مور ده چې ۱۳ کلن زوی یې په دوه کلنۍ کې د پولیو په ناروغۍ اخته شوی او د هغه د بدن ټول غړي یې فلج کړي دي.

نوموړې چې ۵ لوڼې او ۲ زامن لري، وايي د پولیو په ناروغۍ د اخته زوی معلولیت یې له ژونده خوښۍ تروړلې او د هغه بد حالت یې تل ځوروي.

هغې وویل: «تر ټولو کوچنی زوی مې ناصر چې اوس د دریالسو کالو دی، په دوه کلنۍ کې لومړی تبې ونیو، وروسته اسهال او خواګرځی ورته پیدا شو، په کور کې شته درمل مې ورکړل خو حالت یې لا پسې خراب شو او مجبوره شوم چې د درملنې لپاره یې ډاکټر ته بوځم.»

دا وايي، ډاکټر له معاینې وروسته ورته وویل چې زوی یې د پولیو په ناروغي اخته شوی او له بده مرغه دا ناروغي هیڅ درملنه نه لري.

 

پولیو ځپلی ناصر چې کله خپل همزولي ویني چې پر لاره ځي او لوبې کوي نو دی هم هڅه کوي له ځایه پورته شي او د هغوی په څېر تګ او لوبې وکړې، خو نه یې شي کولای ©  له پولیو خلاص افغانستان/۱۴۰۳/ رقیبه حمیدي

 

د دې په وینا، د دغه خبر په اورېدو دومره خپه شوه چې حد نه لري خو له صبر پرته یې بله چاره نه درلودله.

لطیفې وویل، د یوې مور په توګه ځان ملامت ګڼي او تل په دې اړه فکر کوي چې که زوی ته یې واکسین ورکړی وای نو د پولیو په ناروغي به نه اخته کېده.

هغه وايي، زوی یې ناصر چې کله خپل همزولي ویني چې پر لاره ځي او لوبې کوي نو دی هم هڅه کوي له ځایه پورته شي او د هغوی په څېر تګ او لوبې وکړې، خو نه یې شي کولای.

له دې خبرې سره یې سترګې له اوښکو ډکې شوې او زیاته یې کړه: «کله چې مې د زوی دا حالت وینم ډېره غمجنه شم او ښه ډېر وژاړم.»

لطیفه وايي، د پولیو ناروغۍ یې زوی دومره سخت ځپلی چې نه یوازې د هغه د بدن ټول غړي یې فلج کړي، بلکې خبرې هم نه شي کولای.

 

پولیو ځپلی ناصر له خپلو دوو وروڼو او یوې خور سره ©  له پولیو خلاص افغانستان/۱۴۰۳/ رقیبه حمیدي

 

د دې په خبره، خپل زوی ته په کتو تل له خدایه غواړي چې هیڅ ماشوم دې په دې خطرناکه ناروغي نه اخته کېږي.

دغه راز دې یادونه وکړه چې کله هم نورې مېندې وینی نو د خپل پولیو ځپلي زوی د ژوند کړاونه ورته بیانوي او له هغوی غواړي چې د خپلو ماشومانو روغتیا ته دې ډېره توجه وکړي او په منظم ډول دې یې واکسین کړي څو د دې د زوی په څېر د پولیو ناروغۍ ښکار نه شي.

د آسیې اماني په نوم د بدخشان یوه ټولنیزه فعاله د لطیفې د پولیو ځپلي زوی داستان ته په کتو وايي، له بده مرغه د پولیو ویروس لا هم د هېواد د ماشومانو ژوند ګواښي.

دې وویل، د پولیو ناروغي یو لوی ناورین دی چې ماشومان په تلپاتي معلولیت اخته کوي او بیا د خپلې کورنۍ او ټولنې د اوږو بار ګرځي په داسې حال کې چې له معلولینو سره د ټولنې چلند له توهین او تحقیر ډک دی.

دا وايي، که کورنۍ غواړي ماشومان یې معلول نه شي نو هغوی ته دې په منظم ډول واکسین ورکړي.

مخکینۍ موضوع
د پولیو ناروغۍ عبدالبصیر سوال کولو ته اړ کړی دی
بله موضوع
غلام‌نقشبند یزداني خپل نیمایي عمر له پولیو سره په مبارزه کې لګولی

اړوند مطالب

سیف‌الله؛ د ماشومانو د روغتیا لپاره نهه کاله رضاکارانه خدمت

۲۸ کلن سیف‌الله له تېرو نهو کلونو راهیسې د پولیو...

نګینه؛ د پولیو پر وړاندې د مبارزې په لومړۍ کرښه کې

د پولیو واکسین کمپاینونو کې یوه ژمنه رضاکاره، چې د...

  • سیف‌الله؛ د ماشومانو د روغتیا لپاره نهه کاله رضاکارانه خدمتجولای 30, 2026
  • نګینه؛ د پولیو پر وړاندې د مبارزې په لومړۍ کرښه کېجولای 23, 2026
  • هر واکسین شوی ماشوم؛ د خوندي راتلونکي پر لور یو ګام دیجولای 15, 2026
  • د ژمنتیا هغه مزل چې موخه یې د ماشومانو خوندي راتلونکی دیجولای 8, 2026
  • یوه صحنه، یوه پرېکړهجون 30, 2026
  • یو خوستی ځوان له تېرو اتو کلونو راهیسې د ماشومانو د خوندي راتلونکي لپاره هڅې کويجون 22, 2026
  • د ماشومانو د خوندي راتلونکي لپاره د یوه ځوان ژمنتیاجون 14, 2026
  • د پولیو/ګوزڼ ضد جزوي زرقي واکسین (fIPV) او د څاڅکو واکسین (OPV) ګډ کمپاین پيل شوجون 13, 2026
  • «پولیو مې بدن محدود کړ، خو هیلې مې ژوندۍ دي»؛ د محمد سلیم کیسهجون 8, 2026
  • هغه خاطره چې د ماشومانو د خوندي کولو په ژمنه بدله شوهمې 31, 2026
Copyright ©2020 Polio Free Afghanistan. All Rights Reserved
  • Private Policies
  • Terms & Conditions
SearchPostsLogin
سه شنبه, 25, Apr
د ۲۰۲۲ کال لپاره د پولیو د واکسین لومړنی کمپاین روان دی
پنجشنبه, 30, Jul
سیف‌الله؛ د ماشومانو د روغتیا لپاره نهه کاله رضاکارانه خدمت
پنجشنبه, 23, Jul
نګینه؛ د پولیو پر وړاندې د مبارزې په لومړۍ کرښه کې
چهارشنبه, 15, Jul
هر واکسین شوی ماشوم؛ د خوندي راتلونکي پر لور یو ګام دی
چهارشنبه, 8, Jul
د ژمنتیا هغه مزل چې موخه یې د ماشومانو خوندي راتلونکی دی
سه شنبه, 30, Jun
یوه صحنه، یوه پرېکړه
دوشنبه, 22, Jun
یو خوستی ځوان له تېرو اتو کلونو راهیسې د ماشومانو د خوندي راتلونکي لپاره هڅې کوي

Welcome back,