• English
  • دری
له پولیو څخه پاک افغانستان
  • Menu Canvas
    • پښتو
      • English
      • دری
    • Home
      • About Polio Vaccine
      • Global Polio Situation
      • History of Polio
    • Polio Afghanistan
      • Program Structure
      • Polio Eradication Strategy
      • Communication
      • Surveillance
      • Case Studies on East
    • Resources
      • Key Publications
      • Guidelines and SOPs
      • Faqs
    • Polio Updates
      • Monthly Snapshot
    • Media
      • Gallery
      • Video Gallery
      • Press Releases
    • Contact
  • English
  • دری
له پولیو څخه پاک افغانستان
  • د پولیو په اړه
    • د پولیو واکسین
    • د پولیو تاریخ
    • د پولیو نړۍوال وضعیت
  • پولیو په افغانستان کې
    • د پروګرام جوړښت
    • د پولیو د له منځه وړلو تګلاره
    • څارنه
    • ارتباطات
    • د پېښې مطالعه
  • سرچینې
    • لارښوونې او معیاري عملیاتي کړنلارې
    • کلیدي خپرونې
    • ډېرې پوښتل شوې پوښتنې
  • د پولیو تازه معلومات
    • د ساحې کیسې
    • د پولیو پېښې
    • میاشتنی انځور
    • کلیدي خپرونې
  • رسنۍ
    • خبرپاڼې
    • د انځورونو ګالري
    • ویډیو ګالری
  • د اړیکو مرکز
  • له موږ سره اړیکه

فاریاب؛ د پولیو ناروغۍ پر وړاندې ګډې بریالۍ هڅې

Homepage د ساحې کیسې فاریاب؛ د پولیو ناروغۍ پر وړاندې ګډې بریالۍ هڅې

فاریاب؛ د پولیو ناروغۍ پر وړاندې ګډې بریالۍ هڅې

PolioFreeAfghanistan
نوومبر 18, 2024
د ساحې کیسې

فاریاب، افغانستان (۲۸ لړم ۱۴۰۳) – د پولیو واکسین کمپاین لومړۍ ورځ ده، د فاریاب ولایت د مرکز میمنې ښار په یوه څنډه کې ګڼ شمېر والدین د واکسین د تطبیق یوه ځای/محل ته ور ټول شوي څو خپل له پنځو کلونو د کم عمر ماشومانو ته د پولیو واکسین ورکړي.

د واکسین د تطبیق په دغه محل کې د شته رضاکارانو له منځه د یاسمین محمدي په نوم یوه واکسیناتوره چې تور حجاب یې اغوستی او سپین ټیکری یې پر سر دی، په ډېره مهربانۍ او مینه د هر ماشوم په خوله کې د پولیو واکسین دوه څاڅکي څڅوي.

د هغې موخه له پولیو فلجوونکې او وژونکې ناروغۍ څخه د ماشومانو ژغورل او خوندي کول دي.

نوموړې چې شاوخوا ۲۴ کاله عمر لري، له تېرو پنځو کلونو راهیسې په دې دنده بوخته ده او په دې موده کې یې زرګونه ماشومان د پولیو ناروغۍ پر وړاندې واکسین کړې دي.

هغه د خپل کار د پیل د لومړیو ورځو کیسه کوي او وايي: «په لومړیو کې هره ورځ د خپل مسوولیت په ساحه کې له دریو – څلورو داسې کورنیو سره مخ کېدم چې خپلو ماشومانو ته یې د پولیو واکسین له ورکولو ډډه کوله.»

دا زیاتوي، په اصل کې دا کورنۍ د ناسمو معلوماتو ښکار شوې وې چې ګواکې د پولیو واکسین یې د ماشومانو روغتیا ته زیان رسوي.

خو د دې په څېر د لسګونو رضاکارانو، ټولنیزو مبلغینو، روغتیایي کارکوونکو او دیني عالمانو په ګډو هڅو سره، دغه ذهنیتونه ورو ورو بدل شول.

د یاسمین په خبره، اوس په خپله سیمه کې داسې کورنۍ نه ویني چې خپلو ماشومانو ته د پولیو واکسین له ورکولو انکار وکړي.

هغې وویل: «موږ پرله‌پسې هڅې وکړې، خلکو ته مو د پولیو ناروغۍ د خطرونو په اړه معلومات ورسول او هغوی مو وپوهول چې ماشومانو ته د پولیو واکسین نه ورکول په خپل لاس د هغوی تباه کول دي، اوس خلک له موږ سره په بشپړ ډول همکاري کوي او همدا چاره د دې لامل شوې ده چې په دغه ولایت کې د پولیو واکسین کمپاینونه په بریالیتوب پلي شي.»

یاسمین غواړي هر ماشوم واکسین شي څو افغانستان له دې ناروغۍ څخه خلاص شي.

 

د واکسین د تطبیق په یوه محل کې د شته رضاکارانو له منځه د یاسمین محمدي په نوم یوه واکسیناتوره چې تور حجاب یې اغوستی او سپین ټیکری یې پر سر دی، په ډېره مهربانۍ او مینه د هر ماشوم په خوله کې د پولیو واکسین دوه څاڅکي څڅوي. © له پولیو خلاص افغانستان/ ۱۴۰۳/ عبدالصبور سیرت

 

په خپله خلک هم د یاسمین محمدي او نورو رضاکارانو هڅې ستایي چې دوی ته یې د پولیو ناروغۍ د خطرونو او واکسین د ارزښت په اړه پوهاوی ورکړی دی.

د میمنې ښار د عرب‌خانې سیمې اوسېدونکې صبغت الله چې د دوو ماشومانو پلار هم دی، وايي: «یاسمین محمدي او نور رضاکاران زموږ د سیمې رښتینې اتلان دي، هغوی د پولیو واکسین د ارزښت په اړه زموږ پوهاوی ډېر کړی او موږ اوس پوهېدلي یوو چې د ماشومانو روغتیا زموږ په لاس کې ده.»

دی زیاتوي، اوس ټول خلک خپل ماشومان په منظم ډول واکسینوي او دا چاره د دې لامل شوې چې رضاکاران په ښه توګه د هغوی تر ماشومانو د پولیو واکسین ورسوي.

د زهرا په نوم د میمنې ښار یوه اوسېدونکې هم وايي چې رضاکاران په هر ډول حالاتو کې تر ماشومانو واکسین رسوي او هغوی د پولیو له ناروغۍ څخه خوندي کوي.

دې وویل: «که د پولیو واکسین کمپاینونو رضاکاران نه وای، نو موږ به تر اوسه په دغه غلط فکر کې پاتې وای چې واکسین زموږ د ماشومانو روغتیا ته زیان رسوي، په اصل کې رضاکارانو په ټولنه کې ډېر لوی بدلون راوستلی دی.»

د فاریاب ولایت د عامې روغتیا ریاست د کتلوي معافیت عمومي مدیر ډاکټر فیروز فیاض د پولیو پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د رضاکارانو او خلکو هڅې ستايي.

د هغه په خبره، په ۲۰۱۵ زېږدیز کال کې د دغه ولایت د قیصار ولسوالۍ په زعفران کلي کې د پولیو وروستۍ مثبته پېښه ثبت شوې، خو له هغه وروسته په فاریاب کې هېڅ نوې پېښه نه ده ثبت شوې.

هغه وایي: “موږ تل هڅه کړې چې د پولیو واکسین کمپاینونه د دغه ولایت په لرې او نږدې سیمو کې په ښه توګه ترسره شي.»

هغه یادونه وکړه چې په دغه ولایت کې د پولیو واکسین په هر کمپاین کې د ۱۰۹۷ ټیمونو له لوري ۴۳۰ زره له پنځو کلونو د کم عمر ماشومانو ته واکسین رسول کېږي.

فیاض زیاتوي چې د واکسیناتورانو د هڅو ترڅنګ، د ادارو ترمنځ همغږي هم مهم رول لوبولی دی. «ټولې ادارې په ګډه هڅه کوي چې هېڅ ماشوم له واکسین څخه بې‌برخې پاتې نه شي.”

د فاریاب ولایت د خلکو د هڅو او رضاکارانو د بې‌ساري زحمتونو په پایله کې د پولیو واکسین کمپاین په بریالیتوب پلي کېږي. دغه پرمختګ نه یوازې د واکسین د خپراوي، بلکې د ټولنې په کچه د روغتیا د پوهاوي او مثبت بدلون نښه ده.

که دا همکاري او ملاتړ همداسې روان پاتې شي، نو فاریاب کولای شي د هغو ولایتونو په کتار کې راشي چې د پولیو ناروغي په کې له منځه وړل شوې ده.

عبدالصبور سیرت، له پولیو خلاص افغانستان

مخکینۍ موضوع
هغه رنځ چې مخنیوی یې کېدای شوای؛ د سردار محمد د ژوند دردوونکې کیسه
بله موضوع
پولیو ویروس څنګه په خپلو پښو د خیرمحمد د ګرځېدو خوبونه وتروړل؟

اړوند مطالب

هغه خاطره چې د ماشومانو د خوندي کولو په ژمنه بدله شوه

د یوې ماشومې د فلج کېدو تجربې نصیب الله حسین‌خېل...

له لومړیو ګامونو تر لوی مسوولیت پورې؛ د ماشومانو د ساتنې لپاره د جنت ګل هڅې

جنت ګل احساس د پولیو پر وړاندې مبارزه د یوه...

  • هغه خاطره چې د ماشومانو د خوندي کولو په ژمنه بدله شوهمې 31, 2026
  • له لومړیو ګامونو تر لوی مسوولیت پورې؛ د ماشومانو د ساتنې لپاره د جنت ګل هڅېمې 25, 2026
  • په روان کال کې د پولیو واکسین دویم فرعي ملي کمپاین پیل شومې 17, 2026
  • څلور لسیزې ژمنتیا: د ماشومانو د خوندیتوب لپاره د محی‌الدین سفر چې لا هم روان دیمې 16, 2026
  • هره اوږده لاره، د یوه ماشوم لپارهمې 10, 2026
  • پر سختو لارو د هیلو پلونه؛ په پچېراګام کې د پولیو ضد مبارزهاپریل 30, 2026
  • د ژوند ژغورنې دوولس کلن مزل، د فیضي الله فیضي د هڅو کیسهاپریل 25, 2026
  • د دولت‌شاه په درو کې د پولیو ضد مبارزه؛ د حمید ۱۳ کلنې هڅېاپریل 15, 2026
  • په روان کال کې د پولیو واکسین لومړی ملي کمپاین پیل شواپریل 12, 2026
  • په پنجشېر کې د پولیو مخنیوی؛ د سونم او د هغې د همکارانو دوامداره هڅېاپریل 10, 2026
Copyright ©2020 Polio Free Afghanistan. All Rights Reserved
  • Private Policies
  • Terms & Conditions
SearchPostsLogin
سه شنبه, 25, Apr
د ۲۰۲۲ کال لپاره د پولیو د واکسین لومړنی کمپاین روان دی
یکشنبه, 31, May
هغه خاطره چې د ماشومانو د خوندي کولو په ژمنه بدله شوه
دوشنبه, 25, May
له لومړیو ګامونو تر لوی مسوولیت پورې؛ د ماشومانو د ساتنې لپاره د جنت ګل هڅې
یکشنبه, 17, May
په روان کال کې د پولیو واکسین دویم فرعي ملي کمپاین پیل شو
شنبه, 16, May
څلور لسیزې ژمنتیا: د ماشومانو د خوندیتوب لپاره د محی‌الدین سفر چې لا هم روان دی
یکشنبه, 10, May
هره اوږده لاره، د یوه ماشوم لپاره
پنجشنبه, 30, Apr
پر سختو لارو د هیلو پلونه؛ په پچېراګام کې د پولیو ضد مبارزه

Welcome back,