• English
  • دری
له پولیو څخه پاک افغانستان
  • Menu Canvas
    • پښتو
      • English
      • دری
    • Home
      • About Polio Vaccine
      • Global Polio Situation
      • History of Polio
    • Polio Afghanistan
      • Program Structure
      • Polio Eradication Strategy
      • Communication
      • Surveillance
      • Case Studies on East
    • Resources
      • Key Publications
      • Guidelines and SOPs
      • Faqs
    • Polio Updates
      • Monthly Snapshot
    • Media
      • Gallery
      • Video Gallery
      • Press Releases
    • Contact
  • English
  • دری
له پولیو څخه پاک افغانستان
  • د پولیو په اړه
    • د پولیو واکسین
    • د پولیو تاریخ
    • د پولیو نړۍوال وضعیت
  • پولیو په افغانستان کې
    • د پروګرام جوړښت
    • د پولیو د له منځه وړلو تګلاره
    • څارنه
    • ارتباطات
    • د پېښې مطالعه
  • سرچینې
    • لارښوونې او معیاري عملیاتي کړنلارې
    • کلیدي خپرونې
    • ډېرې پوښتل شوې پوښتنې
  • د پولیو تازه معلومات
    • د ساحې کیسې
    • د پولیو پېښې
    • میاشتنی انځور
    • کلیدي خپرونې
  • رسنۍ
    • خبرپاڼې
    • د انځورونو ګالري
    • ویډیو ګالری
  • د اړیکو مرکز
  • له موږ سره اړیکه

د اسلام کلا په پوله کې له پوليو سره مبارزه: هره ورځ سلګونه ماشومان واکسين کېږي

Homepage د ساحې کیسې د اسلام کلا په پوله کې له پوليو سره مبارزه: هره ورځ سلګونه ماشومان واکسين کېږي

د اسلام کلا په پوله کې له پوليو سره مبارزه: هره ورځ سلګونه ماشومان واکسين کېږي

PolioFreeAfghanistan
جون 25, 2024
د ساحې کیسې

مرضیه فروتن

هرات، افغانستان (۵ چنګاښ ۱۴۰۳) – هره ورځ سلګونه ماشومان – چې د هرات ولایت اړوند د اسلام کلا له پولې هېواد ته راستنېږي او یا نورو هېوادونو ته ځي – د پولیو ناروغۍ واکسین تر لاسه کوي. دغه حیاتي اقدام ډاډ رامنځته کوي چې هیڅ ماشوم د خوندیتوب له دغې پروسې نه بې برخې کېږي.

۲۹ کلن عبدالواحد چې له خپلې کورنۍ سره یو ځای له ایران څخه افغانستان ته را ستون شوی، په یوه لاس خپل څلور میاشتنی ماشوم په غېږ کې نیولی او په بل لاس خپل بیک او نور وسایل لېږدوي. هغه خپل هېواد ته له داخلېدو سره سمدستي یوه کانټینر ته- چې روغتیايي مرکز دی- ننوځي، واکسیناتوران په دغه کوچني روغتیايي مرکز کې ټول هغه ماشومان چې افغانستان ته داخلېږي او یا له هېواد څخه وځي، واکسینوي.

عبدالواحد چې د هرات اوسېدونکی دی او له څلورو کلونو وروسته خپل هېواد ته بیرته راغلی، په ځینو ولایتونو کې د پولیو پېښو له امله د خپل ماشوم روغتیا ته اندېښمن و.

هغه وايي: «ښار ته له تګ مخکې د اسلام کلا په پوله کې د خپل ماشوم په واکسینولو ډېر خوشحال یم، تل مې په خبرونو کې اورېدل چې د افغانستان په ځینو ولایتونو کې ماشومان د پولیو په ناروغي اخته شوي دي، له همدې امله خپل ماشوم ته اندېښمن وم.»

 

هیڅ ماشوم له واکسنیولو نه پاتېږي

د هغو ماشومانو واکسینول چې افغانستان ته راستنېږي او یا له هېواده وځي، یو لازمي شرط دی؛ په داسې حال کې چې د پولیو واکسین په کمپاینونو کې له پنځو کلونو د کم عمر ماشومان واکسین کېږي، د هرات د اسلام کلا پولې په روغتیايي مرکز کې تر لس کلنۍ پورې ماشومان واکسین کېږي.

د اسلام کلا پولې د روغتیايي مرکز مسوول ډاکټر نور احمد محمدي وايي، په دغه روغتیايي مرکز کې هره ورځ په منځنۍ کچه تر ۱۰۰ تنو د لسو کلونو د کم عمر ماشومان واکسین کېږي، موږ دلته دوه ټیمونه لرو چې د پولې په صفري برخه کې له سهار وختي د شپې تر ناوخته په کار بوخت وي او د هغو مسافرو ماشومان واکسینوي چې د دواړو هېوادونو تر منځ تګ راتګ کوي.

هغه زیاته کړه: «هر ماشوم چې هېواد ته راځي او یا بهر ته ځي، زموږ د ټیمونو له لوري د پولیو واکسین تر لاسه کوي؛ اجازه نه ورکوو چې یو ماشوم هم له واکسین بې برخې شي او له امله یې د پولیو ویروس زموږ هېواد او یا هم نورو هېوادونو ته انتقال شي.»

د ورځې تر درې زره کسان له بېلابېلو هېوادونو، په ځانګړې توګه ایران څخه د اسلام کلا بندر له لارې افغانستان ته راځي، له دغو وګړو سره لسګونه داسې ماشومان هم مل وي چې عمرونه یې له لسو کلونو کم وي.

 

د اسلام کلا پولې د روغتیايي مرکز مسوول ډاکټر نور احمد محمدي وايي، په دغه روغتیايي مرکز کې هره ورځ په منځنۍ کچه تر ۱۰۰ تنو د لسو کلونو د کم عمر ماشومان واکسین کېږي، موږ دلته دوه ټیمونه لرو چې د پولې په صفري برخه کې له سهار وختي د شپې تر ناوخته په کار بوخت وي او د هغو مسافرو ماشومان واکسینوي چې دواړو غاړو ته تګ راتګ کوي.©  له پولیو خلاص افغانستان/۱۴۰۳/ مرضیه فروتن

 

د خلکو اندېښنو ته رسېدنه

افغانې کورنۍ چې هېواد ته له ستنېدو سره سم یې ماشومان په پوله کې د پولیو واکسین تر لاسه کوي، د پولیو ویروس په اړه یې اندېښنې لرې کېږي.

۳۸ کلن کابل جان د خوست ولایت اوسېدونکی دی چې له یوولس کلنې کډوالۍ وروسته افغانستان ته را ستون شوی. دی له لسو کلونو د کم عمر درې ماشومان لري چې افغانستان ته له داخلېدو سره سم د اسلام کلا په پوله کې د روغتیايي ټیمونو له لوري واکسین شول.

هغه وايي: «دا چې تر اوسه په افغانستان کې د پولیو ویروس شته، اندېښمن یم، خو د پولیو واکسین د ټیمونو فعالیت تر یوه حده دا اندېښنې کمې کړې دي، ډېر وېرېدم چې خوست ته ولایت ته په تلو مې ماشومان د پولیو په ناروغي اخته نه شي؛ دا چې په هېواد کې د پولیو واکسین شته نو ډېر خوشحاله یم.»

کابل جان زیاتوي: «کله چې خپل ولایت ته ورسېدم نو په هر کمپاین کې به خپل ماشومان واکسنیوم، د کډوالۍ په ژوند کې مو ډېرې ستونزې ولیدې، نه غواړم چې د پولیو ویروس مې د ماشومانو ژوند له ګواښ سره مخ کړي.»

یو شمېر ډاکټران په پولو او سرحدونو کې د روغتیايي مرکزونو فعالیت او د پولیو واکسین خدمات ډېر مهم بولي. د هغوی په خبره، دغه روغتیايي ټیمونه د پولیو ویروس پر وړاندې د یوه ډال په څېر دي چې هېواد ته د ویروس له داخلېدو او یا وتلو مخنیوی کوي.

 

۳۸ کلن کابل جان د خوست ولایت اوسېدونکی دی چې له یوولس کلنې کډوالۍ وروسته افغانستان ته را ستون شوی. دی له لسو کلونو د کم عمر درې ماشومان لري چې افغانستان ته له داخلېدو سره سم د اسلام کلا په پوله کې د روغتیايي ټیمونو له لوري واکسین شول.©  له پولیو خلاص افغانستان/۱۴۰۳/ مرضیه فروتن

 

د راتلونکو نسلونو خوندیتوب

په اسلام کلا کې د واکسیناسیون هڅې له پولیو ناروغۍ سره د افغانستان په مبارزه کې مهم رول لري. د هر ماشوم – چې له دغې پولې تېرېږي- په واکسنیولو سره روغتیايي کارکوونکي د هېواد ماشومان ژغوري او د دغې ناروغۍ په نړیواله کچه له منځه وړلو کې مرسته کوي.

مخکینۍ موضوع
ژغورونکې ښځې: په فراه کې د پولیو ناروغۍ له منځه وړلو لپاره د عاطفې ادیب هڅې
بله موضوع
“د پولیو ناروغۍ په وړاندې مبارزه مې ټولنیز مسوولیت دی”

اړوند مطالب

پر سختو لارو د هیلو پلونه؛ په پچېراګام کې د پولیو ضد مبارزه

ننګرهار، افغانستان (۱۰ غویی ۱۴۰۵) - د ننګرهار د پچېراګام...

د ژوند ژغورنې دوولس کلن مزل، د فیضي الله فیضي د هڅو کیسه

لوګر، افغانستان (۵ غویی ۱۴۰۵) – د لوګر ولایت د...

Copyright ©2020 Polio Free Afghanistan. All Rights Reserved
  • Private Policies
  • Terms & Conditions
SearchPostsLogin
سه شنبه, 25, Apr
د ۲۰۲۲ کال لپاره د پولیو د واکسین لومړنی کمپاین روان دی
یکشنبه, 17, May
په روان کال کې د پولیو واکسین دویم فرعي ملي کمپاین پیل شو
پنجشنبه, 30, Apr
پر سختو لارو د هیلو پلونه؛ په پچېراګام کې د پولیو ضد مبارزه
شنبه, 25, Apr
د ژوند ژغورنې دوولس کلن مزل، د فیضي الله فیضي د هڅو کیسه
چهارشنبه, 15, Apr
د دولت‌شاه په درو کې د پولیو ضد مبارزه؛ د حمید ۱۳ کلنې هڅې
یکشنبه, 12, Apr
په روان کال کې د پولیو واکسین لومړی ملي کمپاین پیل شو
جمعه, 10, Apr
په پنجشېر کې د پولیو مخنیوی؛ د سونم او د هغې د همکارانو دوامداره هڅې

Welcome back,