• English
  • دری
له پولیو څخه پاک افغانستان
  • Menu Canvas
    • پښتو
      • English
      • دری
    • Home
      • About Polio Vaccine
      • Global Polio Situation
      • History of Polio
    • Polio Afghanistan
      • Program Structure
      • Polio Eradication Strategy
      • Communication
      • Surveillance
      • Case Studies on East
    • Resources
      • Key Publications
      • Guidelines and SOPs
      • Faqs
    • Polio Updates
      • Monthly Snapshot
    • Media
      • Gallery
      • Video Gallery
      • Press Releases
    • Contact
  • English
  • دری
له پولیو څخه پاک افغانستان
  • د پولیو په اړه
    • د پولیو واکسین
    • د پولیو تاریخ
    • د پولیو نړۍوال وضعیت
  • پولیو په افغانستان کې
    • د پروګرام جوړښت
    • د پولیو د له منځه وړلو تګلاره
    • څارنه
    • ارتباطات
    • د پېښې مطالعه
  • سرچینې
    • لارښوونې او معیاري عملیاتي کړنلارې
    • کلیدي خپرونې
    • ډېرې پوښتل شوې پوښتنې
  • د پولیو تازه معلومات
    • د ساحې کیسې
    • د پولیو پېښې
    • میاشتنی انځور
    • کلیدي خپرونې
  • رسنۍ
    • خبرپاڼې
    • د انځورونو ګالري
    • ویډیو ګالری
  • د اړیکو مرکز
  • له موږ سره اړیکه

ژغورونکې ښځې: په فراه کې د پولیو ناروغۍ له منځه وړلو لپاره د عاطفې ادیب هڅې

Homepage د ساحې کیسې ژغورونکې ښځې: په فراه کې د پولیو ناروغۍ له منځه وړلو لپاره د عاطفې ادیب هڅې

ژغورونکې ښځې: په فراه کې د پولیو ناروغۍ له منځه وړلو لپاره د عاطفې ادیب هڅې

PolioFreeAfghanistan
جون 22, 2024
د ساحې کیسې

مرضیه فروتن

فراه، افغانستان (۲ چنګاښ ۱۴۰۳) – ۲۶ کلنه عاطفه ادیب له تېرو دوو کلونو راهیسې په فراه ښار کې د پولیو واکسین د کوارډیناتورې/ همغږې کوونکې په توګه کار کوي. هغې چې د قابله‌ګۍ په برخه کې یې زده کړې کړې دي، د ښځینه واکسیناتورانو د یوې ۱۲ کسیزې ډلې مشري په غاړه لري چې دنده یې د فراه ښار په درېیمه ناحیه کې له پنځو کلونو د کم عمر ماشومانو واکسینول دي.

عاطفه د سانتي ګرېډ په ۴۰ درجې ګرمي کې د یو شمېر ښځینه واکسیناتورانو په ملتیا کور په کور ګرځي څو له پنځو کلونو د کم عمر ماشومان واکسین کړي. د هغې په لاسونو کې یوه لویه کتابچه ده چې د خپل مسوولیت د ساحې اړوند د واکسین د واجد شرایط ماشومانو نومونه یې په کې لیکلي دي. عاطفه د خپلې سیمې هر ماشوم په نوم او څېره پېژني او د واکسینولو پر مهال هر یوه ته په نامه ور غږ کوي. دا خوشحاله ده چې له تېرو دریو کلونو راهیسې په فراه کې د پولیو مثبته پېښه نه ده ثب شوې.

عاطفه وايي: «موږ د پولیو واکسین په هر کمپاین کې پوره هڅې کړې چې هیڅ ماشوم له واکسین څخه بې برخې نه شي. د دغو هڅو پایله دا ده چې له تېرو څو کلونو راهیسې په فراه کې د پولیو هیڅ مثبت پېښه نه ده ثبت شوې.» هغه د خپل ځان او ټیم لپاره دا یوه لویه لاسته راوړنه بولي.

 

عاطفه وايي: «موږ د پولیو واکسین په هر کمپاین کې پوره هڅې کړې چې هیڅ ماشوم له واکسین څخه بې برخې نه شي. د دغو هڅو پایله دا ده چې له تېرو څو کلونو راهیسې په فراه کې د پولیو هیڅ مثبت پېښه نه ده ثبت شوې.» هغه د خپل ځان او ټیم لپاره دا یوه لویه لاسته راوړنه بولي. © له پولیو خلاص افغانستان/۱۴۰۳/ مرضیه فروتن

 

عاطفه ادیب د یوې درې کلنې ماشومې مور هم ده. هغه د پولیو واکسین په هر کمپاین کې خپل لور هم واکسینوي څو له پولیو ناروغۍ څخه وژغورل شي.

دا وايي: «د ټولو ماشومانو ژوند د خپل ماشوم په څېر راته مهم دی. په هر کمپاین کې، په وروستي ورځ چې ټول ماشومان واکسین شي، وروسته خپله لور هم واکسینوم.»

هغه زیاتوي: «د ټولو ماشومانو ژوند زما د لور په څېر ارزښتناک دی، زه د ټولو پر وړاندې مورنی احساس لرم. اجازه نه ورکوم آن یو ماشوم هم له واکسین څخه پاتې شي.»

د عاطفې په وینا، د پولیو واکسین په اړه د خلکو پوهاوی زیات شوی او ټولې کورنۍ د خپلو ماشومانو واکسینولو ته لېوالتیا لري. هغه زیاتوي: «کله چې د واکسیناسیون لپاره کورونو ته ورځو، والدین خوشحالېږي او خپل ماشومان واکسینوي. زمو د مسوولیت په ساحه کې یوه کورنۍ هم خپل ماشوم له واکسین څخه نه منع کوي.»

 

هغه زیاتوي: «د ټولو ماشومانو ژوند زما د لور په څېر ارزښتناک دی، زه د ټولو پر وړاندې مورنی احساس لرم. اجازه نه ورکوم آن یو ماشوم هم له واکسین څخه پاتې شي.» © له پولیو خلاص افغانستان/۱۴۰۳/ مرضیه فروتن

 

د ماشومانو د ژوند د خوندیتوب هڅې

په فراه ښار کې د پریسا فطرت په نوم ۲۲ کلنه واکسیناتوره د عاطفې ادیب د ټیم غړې ده. هغه د پولیو واکسین په هر کمپاین کې له عاطفې سره ملتیا کوي او د خپل کار د ښه کولو لپاره له هغې څخه مشورې اخلي.

فطرت وايي: «عاطفه د پولیو واکسین په هر کمپاین کې پر موږ ټینګار کوي چې هیڅ ماشوم باید له واکسین څخه بې برخې نه شي. هغه تل موږ هڅوي چې خپله دنده په سمه توګه ترسره کړو. هغه په خپل کار کې ډېره جدي ده او اجازه نه ورکوي چې آن یو ماشوم له واکسین څخه پاتې شي.»

دا زیاتوي: «کورنۍ مې اجازه نه راکوله چې د واکسیناتورې په توګه کار وکړم خو عاطفې ادیب زما کورنۍ راضي کړه څو د پولیو واکسین له کمپاین سره ملګرې شم. هغې تل زموږ نجونو ملاتړ کړی دی.»

پریسا فطرت وايي: «زما او زما د ټیم د غړو لپاره د ماشومانو ژوند ډېر ارزښت لري، په همدغه بنسټ زموږ د مسوولیت په ساحه کې هیڅ ماشوم له واکسین څخه نه پاتې کېږي.»

 

له ښځینه واکسیناتورانو د خلکو ملاتړ

د فراه ښار اوسېدونکی ۳۲ کلن محمود شاه له پنځو کلونو د کم عمر د دوو ماشومانو پلار دی. دی خوښ دی چې په هر کمپاین کې یې کور ته ښځینه واکسیناتورانې ورځي او دواړه ماشومان یې واکسینوي.

دی وايي: «له ګڼو ټولنیزو محدودیتونو او ستونزو سربېره ښځینه واکسیناتورانې کورونو ته راځي او له پولیو ناروغۍ څخه د ماشومانو د ژغورلو هڅې کوي. که کوم وخت په کور کې نه یم، مېرمن مې ماشومان واکسیاتوارانو ته ورولي او واکسینوي یې. که د دغو واکسیناتورانو پر ځای نارینه واکسیناتوران وای نو هیڅ وخت به مې مېرمنې خپل ماشومان نه وای ورته را ایستلي او ښايي له واکسین څخه بې برخې شوي وای.»

دا زیاتوي: «موږ د ښځینه واکسیناتورانو له فعالیت څخه ملاتړ کوو، هغوی توانېدلي چې په اسانۍ کورونو ته داخلې شي او ماشومان واکسین کړي. له خلکو مې غوښتنه دا ده چې له ښځينه واکسیناتورانو ملاتړ وکړي څو د پولیو ویرون د تل لپاره له هېواده ورک شي.»

فراه ولایت د هېواد په لوېدیځ کې له هغه ولایتونو دی چې تر دې مهاله د پولیو ناروغۍ له انساني پېښو او چاپېریالي نمونو څخه خوندي دی.

مخکینۍ موضوع
وحیده شمس: یوه زړه وره مېرمن چې ماشومان له پولیو ویروس څخه ژغوري
بله موضوع
د اسلام کلا په پوله کې له پوليو سره مبارزه: هره ورځ سلګونه ماشومان واکسين کېږي

اړوند مطالب

هغه خاطره چې د ماشومانو د خوندي کولو په ژمنه بدله شوه

د یوې ماشومې د فلج کېدو تجربې نصیب الله حسین‌خېل...

له لومړیو ګامونو تر لوی مسوولیت پورې؛ د ماشومانو د ساتنې لپاره د جنت ګل هڅې

جنت ګل احساس د پولیو پر وړاندې مبارزه د یوه...

  • د پولیو/ګوزڼ ضد جزوي زرقي واکسین (fIPV) او د څاڅکو واکسین (OPV) ګډ کمپاین پيل شوجون 13, 2026
  • هغه خاطره چې د ماشومانو د خوندي کولو په ژمنه بدله شوهمې 31, 2026
  • له لومړیو ګامونو تر لوی مسوولیت پورې؛ د ماشومانو د ساتنې لپاره د جنت ګل هڅېمې 25, 2026
  • په روان کال کې د پولیو واکسین دویم فرعي ملي کمپاین پیل شومې 17, 2026
  • څلور لسیزې ژمنتیا: د ماشومانو د خوندیتوب لپاره د محی‌الدین سفر چې لا هم روان دیمې 16, 2026
  • هره اوږده لاره، د یوه ماشوم لپارهمې 10, 2026
  • پر سختو لارو د هیلو پلونه؛ په پچېراګام کې د پولیو ضد مبارزهاپریل 30, 2026
  • د ژوند ژغورنې دوولس کلن مزل، د فیض الله فیضي د هڅو کیسهاپریل 25, 2026
  • د دولت‌شاه په درو کې د پولیو ضد مبارزه؛ د حمید ۱۳ کلنې هڅېاپریل 15, 2026
  • په روان کال کې د پولیو واکسین لومړی ملي کمپاین پیل شواپریل 12, 2026
Copyright ©2020 Polio Free Afghanistan. All Rights Reserved
  • Private Policies
  • Terms & Conditions
SearchPostsLogin
سه شنبه, 25, Apr
د ۲۰۲۲ کال لپاره د پولیو د واکسین لومړنی کمپاین روان دی
شنبه, 13, Jun
د پولیو/ګوزڼ ضد جزوي زرقي واکسین (fIPV) او د څاڅکو واکسین (OPV) ګډ کمپاین پيل شو
یکشنبه, 31, May
هغه خاطره چې د ماشومانو د خوندي کولو په ژمنه بدله شوه
دوشنبه, 25, May
له لومړیو ګامونو تر لوی مسوولیت پورې؛ د ماشومانو د ساتنې لپاره د جنت ګل هڅې
یکشنبه, 17, May
په روان کال کې د پولیو واکسین دویم فرعي ملي کمپاین پیل شو
شنبه, 16, May
څلور لسیزې ژمنتیا: د ماشومانو د خوندیتوب لپاره د محی‌الدین سفر چې لا هم روان دی
یکشنبه, 10, May
هره اوږده لاره، د یوه ماشوم لپاره

Welcome back,