• English
  • دری
له پولیو څخه پاک افغانستان
  • Menu Canvas
    • پښتو
      • English
      • دری
    • Home
      • About Polio Vaccine
      • Global Polio Situation
      • History of Polio
    • Polio Afghanistan
      • Program Structure
      • Polio Eradication Strategy
      • Communication
      • Surveillance
      • Case Studies on East
    • Resources
      • Key Publications
      • Guidelines and SOPs
      • Faqs
    • Polio Updates
      • Monthly Snapshot
    • Media
      • Gallery
      • Video Gallery
      • Press Releases
    • Contact
  • English
  • دری
له پولیو څخه پاک افغانستان
  • د پولیو په اړه
    • د پولیو واکسین
    • د پولیو تاریخ
    • د پولیو نړۍوال وضعیت
  • پولیو په افغانستان کې
    • د پروګرام جوړښت
    • د پولیو د له منځه وړلو تګلاره
    • څارنه
    • ارتباطات
    • د پېښې مطالعه
  • سرچینې
    • لارښوونې او معیاري عملیاتي کړنلارې
    • کلیدي خپرونې
    • ډېرې پوښتل شوې پوښتنې
  • د پولیو تازه معلومات
    • د ساحې کیسې
    • د پولیو پېښې
    • میاشتنی انځور
    • کلیدي خپرونې
  • رسنۍ
    • خبرپاڼې
    • د انځورونو ګالري
    • ویډیو ګالری
  • د اړیکو مرکز
  • له موږ سره اړیکه

د بدلون استازی: فرمان‌الله د ماشومانو د روغتیا په لومړۍ کرښه کې

Homepage د ساحې کیسې د بدلون استازی: فرمان‌الله د ماشومانو د روغتیا په لومړۍ کرښه کې

د بدلون استازی: فرمان‌الله د ماشومانو د روغتیا په لومړۍ کرښه کې

PolioFreeAfghanistan
مې 15, 2025
د ساحې کیسې

په یوه مشخص ځای کې د یوه ساده مېز شا ته یو ځوان هره ورځ د زرګونو ماشومانو د روغ راتلونکي لپاره کار کوي. دا د فرمان‌الله کیسه ده؛ هغه رضاکار چې د ثابت روغتیايي ټیم له لارې یې د ټولنې روغتیايي بڼه بدله کړې ده.

 

خوست، افغانستان (۲۵ غویی ۱۴۰۴) – فرمان الله د خوست ولایت د سپېرې ولسوالۍ یو له هغو ځوانانو دی چې د ژوند مانا یې په خدمت او د پوهاوي په خپرولو کې موندلې ده.

د هغه کارځای ښايي ډېر ساده وي خو هماغه ځای د زرګونو ماشومانو د خوندیتوب نقطه ګرځېدلې ده.

۳۰ کلن فرمان‌الله، چې لوړې زده کړې یې د خوست په شېخ زاید پوهنتون کې کړې دي، له شپږو کلونو راهیسې د (ګربزه ثابت روغتیايي ټیم) د غړي په توګه کار کوي.

دی وايي: «دلته هره ورځ ګڼې کورنۍ راځي، له شکونو، پوښتنو او اړتیاوو سره. زموږ هدف دا دی چې هغوی ته لومړني روغتیايي خدمات وړاندې کړو او له باور، پوهاوي او ډاډ سره بیرته ولاړ شي.»

 

ثابت ټیمونه؛ په لیرې سیمو کې د روغتیايي خدمتونو باوري سرچینې

ثابت روغتیايي ټیمونه د افغانستان د عامې روغتیا وزارت، یونیسف، روغتیا نړۍوال سازمان او نورو نړۍوالو شرکیانو له لوري حمایه کېږي. دغه ټیمونه په هغو سیمو کې کار کوي چېرې چې دایمي کلینیکونه یا خو نشته، یا ډېر لیرې دي.

د ټیم دنده د پولیو او نورو ساري ناروغیو پر ضد واکسین تطبیقول، لومړني طبي خدمتونه وړاندې کول، د ناروغیو څارنه کول او خلکو ته د روغتیايي پوهاوي مشورې ورکول دي.

 

فرمان الله یوه ماشوم ته د پولیو واکسین ورکوي © له پولیو خلاص افغانستان / ۱۴۰۴ لمریز

 

کله چې شکونه په باور بدلېږي

فرمان‌الله یوازې واکسیناتور نه دی، بلکې د ټولنیز باور یو جوړوونکی هم دی. هغه خلک چې له شکونو او اندېښنو سره راځي، نو دی کوښښ کوي چې قانع یې کړي. د هغه په وینا؛ زغم، وضاحت او دیني مراجعو ته مراجعه، تل مؤثر ثابت شوي دي.

«یوه ورځ یوه کورنۍ راغله چې پر واکسین بې‌باوره وه. ما خبرې ورسره وکړې، او د سیمې ملا امام مې هم راوباله. هغه د دین له نظره د واکسین ارزښت بیان کړ. بالاخره، کورنۍ قناعت وکړ او خپل ماشومان یې واکسین کړل.»

فرمان‌الله وايي، اوس د سپېرې ولسوالۍ ډېری خلک پر واکسین باور لري، ځکه دلته تل د روغتیايي ټیم دروازه پرانیستې وي او خلک تل له دوی څخه سم معلومات، مشورې او ډاډ ترلاسه کوي.

د سپېرې د روغتیايي خدماتو مشر، ډاکټر فرید وایي: «فرمان‌الله زموږ د ټیم هغه غړی دی، چې نه یوازې دنده ترسره کوي، بلکې د باور فضا هم رامنځته کوي. دا ډول ځوانان د ټولنې د عامې روغتیا بنسټونه دي.»

قومي مشر حاجي عبدالکریم هم زیاتوي: «دی نه یوازې زموږ خلکو ته روغتیايي خدمات وړاندې کوي، بلکې د هغوی شکونه او اندېښنې هم لیرې کوي.»

 

یوه ساده دنده، یو لوی بدلون

فرمان‌الله د خپل کار له امله اوس د سپېرې ولسوالۍ په خلکو کې د باور یوه نښه ګرځېدلی دی. هغه نه یوازې د پولیو پر وړاندې مبارزه کوي، بلکې د ټولنې روغتیایي پوهاوی لوړوي، له افواهاتو سره مقابله کوي، او نورو ځوانانو ته الهام ورکوي.

«زه باور لرم چې که له همدغه ځای څخه هره ورځ یو ماشوم له پولیو او نورو خطرناکو ناروغیو څخه خوندي شي، دا خپله یوه لویه لاسته‌راوړنه ده. تر هغه وخته چې اړتیا وي، زه به خپل کار ته دوام ورکوم.»

فرمان‌الله د یوه ټیم غړی دی، خو د زرګونو ماشومانو لپاره د امید یو ثابت لوری دی. دی او همکاران یې له هغو وګړو دي چې د ټولنې روغتیا ته حرکت ورکوي.

مخکینۍ موضوع
عبدالرحیم؛ په پکتیکا کې له پولیو سره د مبارزې یو ژمن رضاکار
بله موضوع
فلج پښې، ویښ ذهن؛ د نیازمحمد خبرداری!

اړوند مطالب

پر سختو لارو د هیلو پلونه؛ په پچېراګام کې د پولیو ضد مبارزه

ننګرهار، افغانستان (۱۰ غویی ۱۴۰۵) - د ننګرهار د پچېراګام...

د ژوند ژغورنې دوولس کلن مزل، د فیضي الله فیضي د هڅو کیسه

لوګر، افغانستان (۵ غویی ۱۴۰۵) – د لوګر ولایت د...

Copyright ©2020 Polio Free Afghanistan. All Rights Reserved
  • Private Policies
  • Terms & Conditions
SearchPostsLogin
سه شنبه, 25, Apr
د ۲۰۲۲ کال لپاره د پولیو د واکسین لومړنی کمپاین روان دی
پنجشنبه, 30, Apr
پر سختو لارو د هیلو پلونه؛ په پچېراګام کې د پولیو ضد مبارزه
شنبه, 25, Apr
د ژوند ژغورنې دوولس کلن مزل، د فیضي الله فیضي د هڅو کیسه
چهارشنبه, 15, Apr
د دولت‌شاه په درو کې د پولیو ضد مبارزه؛ د حمید ۱۳ کلنې هڅې
یکشنبه, 12, Apr
په روان کال کې د پولیو واکسین لومړی ملي کمپاین پیل شو
جمعه, 10, Apr
په پنجشېر کې د پولیو مخنیوی؛ د سونم او د هغې د همکارانو دوامداره هڅې
دوشنبه, 30, Mar
د پټ خطر پر وړاندې ښکاره بدلون

Welcome back,