عبدالوهاب او د پولیو په وړاندې درې لسیزې مبارزه

لوګر، افغانستان (۲۹ وږی ۱۴۰۴) – په افغانستان کې د ګڼو ننګونو ترڅنګ یوه جدي ننګونه د پولیو (ګوزڼ) ناروغي ده چې د ماشومانو ژوند ګواښي.
دا ناروغي چې د ماشومانو د فلج او آن مړینې لامل کېږي، د نړۍ په ډېرو هېوادونو کې له منځه تللې ده خو زموږ په هېواد کې لا هم پاتې ده چې د مخنیوي لپاره یې پراخه مبارزه روانه ده.
په دې مبارزه کې د ګڼو بېنومه اتلانو له ډلې یو هم عبدالوهاب دی چې له تېرو دریو لسیزو راهیسې د پولیو ناروغۍ په وړاندې په لومړۍ کرښه کې د ماشومانو د خوندیتوب هڅې کوي.
د کار پیل
عبدالوهاب په ۱۳۷۲ لمریز کال کې د پولیو پر وړاندې د مبارزې ډګر ته داخل شو، هغه مهال د لوګر د محمدآغې ولسوالي د هېواد د نورو سیمو په څېر د جګړو له سختو څپو سره مخ وه، ډېر روغتیایي مرکزونه تړل شوي وو او د واکسین په اړه د خلکو باور کمزوری یا هیڅ نه و.
دغه مهال هغه د واکسیناتور په توګه دنده پیل کړه چې د کار لومړۍ ورځې یې ستونزمنې وې، ځکه ډېرو خلکو د بېباورۍ له امله خپل ماشومان نه واکسینول او نا امنیو هم د واکسیناسیون ټیمونو کار سخت کړی و.
خو عبدالوهاب پرېکړه کړې وه چې له ستونزو سره به مقابله کوي او خپلې دې مهمې دندې ته به دوام ورکوي.
هغه وايي: «ما خپل ډېر وخت د هغو ماشومانو مرستې ته وقف کړ چې ښايي د یوه کوچني غفلت له امله د پولیو په ناروغي اخته او د تل لپاره فلج شي. زما لپاره دا یوازې یوه دنده نه، بلکې انساني او شرعي مکلفیت و او دی.»
عبدالوهاب د لوګر په محمدآغې ولسولۍ کې ماشومان واکسینوي © له پولیو خلاص افغانستان / ۱۴۰۴ لمریز
د بدلون پړاوونه
عبدالوهاب د خپلې اوږدې مبارزې په لړ کې یوازې د پولیو واکسین ماشومانو ته نه دی رسولی، بلکې خپلې تجربې او وړتیاوې یې هم له نورو همکارانو سره شریکې کړې دي.
له رضاکارۍ او واکسیناتورۍ وروسته، اوس هغه په خپله سیمه کې د پولیو واکسین کمپاینونو د همغږي کوونکي (کوارډینېټر) په توګه دنده ترسره کوي.
نوموړی په دغه رول کې د کلیو او ناحیو لپاره د واکسین کمپاین پلانونه جوړوي، د ټیمونو رهبري او څارنه کوي، له قومي مشرانو سره اړیکې ټینګوي او نوو واکسیناتورانو ته روزنه ورکوي.
په تېرو دریو لسیزو کې عبدالوهاب له ګڼو خنډونو او ستونزو سره مخ شوی دی. کله ناامنیو د واکسین ټیمونه له تګ راتګ څخه راګرځول، کله د خلکو بېباوري له واکسین څخه د ماشومانو د پاتې کېدو لامل کېدله او کله هم د ژمي سړه او د دوبي ګرمه هوا د لارې خنډ ګرځېدلې. خو له دې ټولو سربېره هغه هېڅکله خپله اراده او ژمنتیا له لاسه ور نه کړه.
«زما لپاره هیڅ ستړیا او خنډ د هغه شیبې په وړاندې هېڅ مانا نه لرله، چې یو ماشوم په کې له تلپاتي فلج څخه ژغورل کېږي.»
عبدالوهاب د پولیو واکسین کمپاین د څارنې پر مهال © له پولیو خلاص افغانستان / ۱۴۰۴ لمریز
د ټولنې باور او ملاتړ
عبدالوهاب اوس د خپلې سیمې د اوسېدونکو لپاره د باور یوه ستنه ده او د کلي مشران او دیني عالمان یې هم هڅې ستايي.
د لوګر یو دیني عالم مولوي عبدالرحمن وايي: «اسلام د انساني ژوند په ژغورلو ټینګار کوي. د یوه انسان ژوند ژغورل داسې دي لکه د ټول انسانیت ژوند ژغورل. عبدالوهاب د همدې لارښوونو پر بنسټ کار کوي او د زرګونو ماشومانو راتلونکی خوندي کوي.»
د سیمهییز روغتون یو ډاکټر ډاکټر بشیر احمد حکیمي وایي: «پولیو یوه ناعلاجه ناروغي ده، د مخنیوي یوازینۍ وسیله یې واکسین دی. که د عبدالوهاب په څېر ژمن کسان نه وای، زموږ مبارزه به بشپړه نه وای.»
د کورنۍ الهام
عبدالوهاب په خپل کردار سره خپې کورنۍ ته هم د خدمت ارزښت ور زده کړی دی.
د نوموړي زوی، چې اوس د ښوونځي زده کوونکی دی، په ویاړ سره وایي: «زه د پلار له کاره الهام اخلم. کله چې ګورم هغه د سختو شرایطو پر وړاندې نه ستړی کېږي او د نورو د ژغورنې لپاره هڅې کوي، زه هم غواړم په راتلونکي کې د ټولنې لپاره ګټور انسان شم.»
عبدالوهاب له کمپاین مخکې رضاکارانو ته روزنه ورکوي © له پولیو خلاص افغانستان / ۱۴۰۴ لمریز
د راتلونکي هیله
د پولیو پر وړاندې مبارزه لا روانه ده، خو د عبدالوهاب په څېر اتلان د دې مبارزې د بریا ډاډمن امیدونه دي. د هغه لپاره هر خنډ یوازې یوه شېبه ده، خو د واکسین څاڅکي د یوې ټولنې د راتلونکې د ژغورنې ضمانت دی.
هغه په ټینګار سره وایي: «زما هیله دا ده چې یوه ورځ افغانستان د پولیو له ګواښ څخه بشپړ خلاص شي. هر څاڅکی چې موږ ماشوم ته ورکوو، د هغه د ژوند لپاره یوه نوې دروازه پرانیزي.»
د عبدالوهاب کیسه موږ ته ښيي چې د یوه انسان اخلاص او استقامت څنګه کولای شي د زرګونو ماشومانو ژوند بدل کړي. د ده مبارزه د راتلونکو نسلونو د خوندیتوب مبارزه ده.
عبدالوهاب په خپلې درې لسیزې مبارزه کې ثابته کړه چې بدلون تل له یوه انسان پیلېږي؛ هغه بدلون چې له یوه څاڅکي واکسین څخه شروع کېږي، خو پایله یې د ماشومانو تلپاتې روغتیا او د ټولنې هیلهمن راتلونکی دی.

