د یو رضاکار ژمنتیا، د سلګونو ماشومانو خوندي راتلونکی

د غزني ولایت د اندړو ولسوالۍ اوسېدونکی احمدشاه د خپل ټیم په ملتیا زیار باسي څو د خپلې سیمې تر هر ماشوم پورې د پولیو (ګوزڼ) ناروغۍ ضد واکسین ورسوي.
غزني، افغانستان (۱۹ وږی ۱۴۰۴) – احمد شاه د غزني ولایت د اندړو ولسوالۍ هغه ۳۰ کلن ځوان دی چې د خپل ژوند ډېره برخه یې د پولیو وژونکې او فلجوونکې ناروغۍ پر ضد مبارزې ته ځانګړې کړې ده.
د ده د ژوند لوری هغه مهال بدل شو چې کوچنی ورور یې قدرت الله، په اته کلنۍ کې د پولیو (ګوزڼ) په ناروغۍ اخته شو او د هغه د بدن یو اړخ یې فلج کړ.
ده د خپل ورور له کړاو ډک ژوند ته په کتو پرېکړه وکړه چې نور باید د سیمې هیڅ ماشوم د ده د ورور په څېر د پولیو ناروغۍ قرباني نه شي.
هغه نن د پولیو له منځه وړلو کمپاینونو له مخکښو رضاکارانو څخه دی.
احمدشاه وایي: «زما هدف روښانه دی؛ هر ماشوم باید په وخت د پولیو واکسین دوه څاڅکي ترلاسه کړي. دا د هر ماشوم حق دی او موږ ټول د دغه حق د ادا کولو مسوول یو.»
له پولیو سره د مبارزې په موخه د هغه د رضاکارۍ سفر د ښوونځي دورې په پای کې پيل شو، د رخصتیو پر مهال یې د پولیو واکسین له یوه کمپاین سره ملتیا وکړه او په خپل کلي کې یې ماشومانو ته د واکسین رسولو او د هغوی د والدینو د پوهاوي ورکولو په برخه کې کار پيل کړ.
په پيل کې ستونزې وې خو ده دوام ورکړ. د ده لپاره هر کمپاین د خپلې سیمې د ماشومانو د روغ راتلونکي په مانا دی.
احمدشاه د خپل ټیم په ملتیا په اندړو ولسوالۍ کې یوې ماشومې ته د پولیو واکسین ورکوي © له پولیو خلاص افغانستان / ۱۴۰۴ لمریز
د کمپاین یوه عادي ورځ سهار وختي پیلېږي. ټیم یوځای کېږي، د اړتیا وړ وسایل چمتو کېږي، د نوملیکنې پاڼې سمېږي او پیغامونه د لاوډسپېکر له لارې خپرېږي. والدین خپل ماشومان ټاکلي ځای ته راولي. هر ماشوم ته د واکسین دوه څاڅکي ورکول کېږي او ګوته یې د مارکر په وسیله نښاني کېږي. دا کوچنۍ نښه کورنیو ته ډاډ ورکوي چې ماشوم یې د پولیو ناروغۍ په وړاندې واکسین شوی دی.
که کومه کورنۍ خپل ماشومان واکسین ته حاضر نه کړي، احمد شاه او ملګري یې په ډېر درناوي اندېښنې اوري او په ساده خو واضح ډول ځوابونه ورکوي. د دوی پېغام روښانه دی: «د پولیو واکسین خوندي، وړیا او د ماشوم د روغ راتلونکي تضمینوونکی دی.»
د سیمې یو سپین ږیری محمد صابر د ټیم هڅې ستايي: «اوس وضعیت ډېر ښه شوی دی. کورنۍ په ډاډه زړه خپل ماشومان واکسینوي. د پولیو ناروغۍ مخنیوی د ټولو ګډ مسوولیت دی او موږ له خپل ټیم سره ولاړ یو.»
د استاد ګل پاچا په نوم د سیمې یو روغتیايي فعال وايي: «احمدشاه او ټیم یې یوازې ماشومانو ته واکسین نه رسوي، بلکې د هغوی د والدینو د پوهاوي کچه هم لوړوي. هغه کورنۍ چې پخوا زړهنازړه وې، اوس په ډېره لېوالتیا خپل ماشومان واکسینوي. د ټولنې باور د عامې روغتیا بنسټ دی.»
د ټیم چلند د «درناوي» او «ګډ کار» پر اصولو ولاړ دی. د هغوی پیغام شخصي نه، بلکې ټولنیز دی: «د پولیو پر وړاندې مبارزه یوازې د روغتیايي کارکوونکو کار نه دی؛ دا د ټولنې ګډ مسوولیت دی. کله چې مور او پلار خپل ماشوم واکسینوي، د خپل کور ترڅنګ د ګاونډ او سیمې د ماشومانو راتلونکی هم خوندي کوي.»
احمدشاه له واکسین وروسته د یوه ماشوم ګوته نښاني کوي © له پولیو خلاص افغانستان / ۱۴۰۴ لمریز
د ورځې په پای کې ټیم وروستی ماشوم هم واکسینوي. ثبتپاڼې بشپړېږي او بکسونه تړل کېږي. یوه لنډه ناسته کېږي: کومه ساحه پاتې ده؟ له کومو کورنیو سره باید اړیکه ونیول شي؟ پیغامونه څنګه لا روښانه کړو؟ پلان د سبا لپاره لا دقیق کېږي.
احمدشاه وايي: «غواړم هېڅ ماشوم د قدرتالله په څېر د فلج له ستونزې سره مخ نه شي. که موږ ټول په ګډه ان کوچنی ګام هم واخلو، لوی بدلون رامنځته کېدای شي.»
دا کیسه یوازې د یوه رضاکار نه ده؛ بلکې د ټولنې د ګډ کار انځور هم دی. د مور او پلار همکاري، د رضاکارانو حوصله، او د ځايي مشرانو ملاتړ د پولیو پر ضد مبارزه کې د بریا درې مهمې ستنې دي. هر کمپاین د همدې درېیو ستنو پر بنسټ مخکې ځي.
د پولیو مخنیوی ممکن دی. د دوو څاڅکو له لارې د فلج مخه نیول کېږي او ماشومانو ته د زده کړو، لوبو او روغ ژوند چانس برابريږي. واکسین د ماشوم حق او په وخت تطبیق یې زموږ ګډ مسوولیت دی.
د اندړو ولسوالۍ په کوڅو کې د ټیم د کار یوه شېبه ښايي ساده ښکاره شي، خو د همدې شېبو ټولګه د سیمې راتلونکی بدلوي.
هره موسکا، هره رنګ شوې ګوته او هره هوډمنه ناسته د فلج دروازه تړلې ساتي او د ماشومانو لپاره یو روښانه سبا جوړوي.

