• English
  • دری
له پولیو څخه پاک افغانستان
  • Menu Canvas
    • پښتو
      • English
      • دری
    • Home
      • About Polio Vaccine
      • Global Polio Situation
      • History of Polio
    • Polio Afghanistan
      • Program Structure
      • Polio Eradication Strategy
      • Communication
      • Surveillance
      • Case Studies on East
    • Resources
      • Key Publications
      • Guidelines and SOPs
      • Faqs
    • Polio Updates
      • Monthly Snapshot
    • Media
      • Gallery
      • Video Gallery
      • Press Releases
    • Contact
  • English
  • دری
له پولیو څخه پاک افغانستان
  • د پولیو په اړه
    • د پولیو واکسین
    • د پولیو تاریخ
    • د پولیو نړۍوال وضعیت
  • پولیو په افغانستان کې
    • د پروګرام جوړښت
    • د پولیو د له منځه وړلو تګلاره
    • څارنه
    • ارتباطات
    • د پېښې مطالعه
  • سرچینې
    • لارښوونې او معیاري عملیاتي کړنلارې
    • کلیدي خپرونې
    • ډېرې پوښتل شوې پوښتنې
  • د پولیو تازه معلومات
    • د ساحې کیسې
    • د پولیو پېښې
    • میاشتنی انځور
    • کلیدي خپرونې
  • رسنۍ
    • خبرپاڼې
    • د انځورونو ګالري
    • ویډیو ګالری
  • د اړیکو مرکز
  • له موږ سره اړیکه

هر څاڅکی واکسین، له پولیو څخه د خلاص راتلونکي په لور یو ګام

Homepage اتل هر څاڅکی واکسین، له پولیو څخه د خلاص راتلونکي په لور یو ګام

هر څاڅکی واکسین، له پولیو څخه د خلاص راتلونکي په لور یو ګام

PolioFreeAfghanistan
نوومبر 20, 2024
اتل, غوره کیسې

کندز، افغانستان (۳۰ لړم ۱۴۰۳) – د سپېدو له چاودلو سره، کله چې کندز ښار په سهارنۍ چوپتیا کې ډوب وي او او د بېلابېلو سیمو له جوماتونو د اذان غږونه اورېدل کېږي، ۳۲ کلنه واکسیناتوره مهریه سروري خپله ورځ پیلوي.

هغه د کور د کارونو له بشپړولو وروسته خپله توره چادري پر سر کوي، د واکسین بکس په لاس کې نیسي  او په ډاډمنو ګامونو د کندز ښار د څلورمې ناحیې په لور روانېږي.

مهریه چې تل یې پر شونډو موسکا خپره وي، په پیاوړې انګېزه او هیله هڅه کوي هغه والدین چې د ناسمو باورونو له امله د پولیو واکسین په اړه شک لري، د خپلو ماشومانو واکسینولو ته قانع کړي.

هغه پوهېږي چې هره مکالمه د یوه ماشوم د ژوند بدلولو یو فرصت دی چې ممکن له واکسین پرته د پولیو ناروغۍ له ګواښ سره مخ شي.

 

د عمل پر ډګر د یوې واکسیناتورې ننګونې او انګېزه

د مهریې ژوند له ماشومتوبه له ننګونو سره مل و. د هغې د پلار گل‌جان له مړینې وروسته د کورنۍ د نفقې مسوولیت هغې ته ور په غاړه شو او د خپلې مور او خور پالنې ته یې اوږه ورکړه.

که څه هم هغې د قابله‌ګۍ په څانګه کې خپلې زده کړې بشپړې کړې، خو په اړونده برخه کې یې دنده پیدا نه کړه. خو هغه فرصت چې د پولیو له منځه وړلو پروګرام له لارې ورته برابر شو، هغې ته یې نوي دروازې پرانېستلې.

مهریه وایي: “دا دنده ماته یوازې عاید نه دی، بلکې زه احساسوم چې د ماشومانو د ژوند ژغورلو او د ټولنې د روغتیا په ښه کولو کې ونډه لرم.”

 

د ناسمو باورونو د له منځه وړلو لپاره هڅې

هغه سیمې چې مهریه په کې فعالیت کوي، اکثره اوسېدونکي یې د پولیو واکسین په اړه دودیز او ناسم نظرونه لري. ځینې کورنۍ هغې ته په خلاص لاس ښه راغلاست وایي، خو نورې یې په انکار او حتی ګواښونو مخه نیسي.

مهریه د همداسې یوې پېښې یادونه کوي او وايي: “یو ځل یوې مور په ډېره غوسه له خپله کوره وشړلم، هغې فکر کاوه چې د پولیو واکسین د ماشومانو د شنډوالي سبب ګرځي؛ هغه ورځ ډېره خپه شوم، خو ما له ځان سره ژمنه وکړه چې هڅه به کوم څو دې کورنۍ ته پوهاوی او قناعت ورکړم.”

مهریه په صبر او حوصله والدین قانع کوي او هغوی ته پوهاوی ورکوي چې واکسینونه څنګه د پولیو او نورو خطرناکو ناروغیو مخه نیسي، دا هغوی ته د هغو کورنیو مثالونه ورکوي چې د واکسین نه کولو له امله له ستونزو مخ شوې دي.

دا وایي: “زه تل له کورنیو سره په صمیمیت خبرې کوم څو د هغوی اعتماد ترلاسه کړم، هره کورنۍ چې د واکسین ارزښت درک کړي نو دا د هغوی د ماششومانو د راتلونکي لپاره لوی ګام دی.”

 

مهریه وایي: “دا دنده ماته یوازې عاید نه دی، بلکې زه احساسوم چې د ماشومانو د ژوند ژغورلو او د ټولنې د روغتیا په ښه کولو کې ونډه لرم.” © له پولیو خلاص افغانستان/۱۴۰۳/ رقیبه حمیدي

 

واکسین شوي ماشومان، د سبا هیلې

د مهریې له مهمو لاسته راوړنو څخه یوه د مېرمن بنفشې کورنۍ قانع کول دي څو خپل ماشومان واکسین وکړي.

د دریو ماشومانو دغې مور په لومړي سر کې له واکسین څخه وېره درلودله، خو د مهریې وضاحتونو هر څه بدل کړل.

اوس بنفشه وایي: “مهریې زه وپوهولم چې واکسین کولای شي د ماشومانو روغتیا تضمین کړي، زه نور له پولیو ویروس څخه نه وېرېږم.”

د دوو ماشومانو پلار نویدالله هم د هغو والدینو له ډلې دی چې د مهریې په وضاحتونو سره قانع شو او خپل ماشومان یې واکسین کړل.

هغه وایي: “مهریې زما ټولې اندېښنې په علمي دلایلو او واقعي تجربو سره ځواب کړې، اوس ډاډه یم چې واکسین د ماشومانو د ساتنې غوره لاره ده.”

 

د ټولنې په بدلون کې د واکسیناتورانو رول

د کندز یو ډاکټر عصمت احدي د مهریې او د هغې په څېر د نورو واکسیناتورانو د هڅو او زیار ستاینه کوي او وايي، هغوی نه یوازې د ماشومانو ژوند ژغوري، بلکې د فرهنګ جوړونې له لارې د ټولنې مسیر بدلوي.

هغه زیاتوي: “هر واکسیناتور یو بې‌نومه اتل دی چې د پوهاوي او قناعت ورکولو له لارې د ټولنې روغتیا تضمینوي.”

 

راتلونکي ته یوه کتنه

مهریه، سره له ټولو سختیو او ننګونو، خپلې دندې ته دوام ورکوي.

هغه هره ورځ له ډېرو هیلو سره نوي ګامونه اخلي او باور لري چې: “هر واکسین شوی ماشوم، د یوه روښانه راتلونکي لپاره بریا ده.”

د هغې کیسه، د زړورتیا، صبر او له ټولنې سره د مینې یو روایت دی؛ یو داسې روایت چې ښيي آن له سختو ننګونو سربېره د یو ښه راتلونکي جوړولو لپاره هڅه کولای شو.

رقیبه حمیدي، له پولیو خلاص افغانستان

مخکینۍ موضوع
ساړه بادونه، تودې هڅې؛ د کوچیانو د ماشومانو د راتلونکي خوندي کولو مبارزه
بله موضوع
د پولیو ناروغۍ د نه جبرانېدونکو اغېزو ژوندۍ بېلګه؛ د فخرالدین کیسه

اړوند مطالب

د پټ خطر پر وړاندې ښکاره بدلون

په لغمان کې څنګه د څو ځوانانو هڅو د پولیو...

کله چې لاره سخته وي: د کامدېش د ماشومانو راتلونکی

نورستان، افغانستان (۵ سلواغه ۱۴۰۴) - په افغانستان کې له...

Copyright ©2020 Polio Free Afghanistan. All Rights Reserved
  • Private Policies
  • Terms & Conditions
SearchPostsLogin
سه شنبه, 25, Apr
د ۲۰۲۲ کال لپاره د پولیو د واکسین لومړنی کمپاین روان دی
پنجشنبه, 30, Apr
پر سختو لارو د هیلو پلونه؛ په پچېراګام کې د پولیو ضد مبارزه
شنبه, 25, Apr
د ژوند ژغورنې دوولس کلن مزل، د فیضي الله فیضي د هڅو کیسه
چهارشنبه, 15, Apr
د دولت‌شاه په درو کې د پولیو ضد مبارزه؛ د حمید ۱۳ کلنې هڅې
یکشنبه, 12, Apr
په روان کال کې د پولیو واکسین لومړی ملي کمپاین پیل شو
جمعه, 10, Apr
په پنجشېر کې د پولیو مخنیوی؛ د سونم او د هغې د همکارانو دوامداره هڅې
دوشنبه, 30, Mar
د پټ خطر پر وړاندې ښکاره بدلون

Welcome back,