له پولیو څخه د ماشومانو د خوندیتوب لپاره د یوه سیمه ییز مشر اغېزناکې هڅې
تخار، افغانستان (۲۲ لړم ۱۴۰۳) – د مني موسم په راتلو په تخار کې د ونو ژیړې او نارنجي پاڼې د ځمکې پر مخ لکه فرش غوړېدلې دي او ساړه بادونه د تېرو وختونو خاطرې تازه کوي.
د تالقان ښار په کاڼو پوښلو کوڅو کې یو سپین ږیری سړی چې کلتوري جامې یې اغوستې، په ارامو ګامونو روان دی. د هغه له وجود څخه خپرېدونکی برم او وقار د دغه ساړه موسم په منځ کې یو تود انځور وړاندې کوي، لکه د مني ښکلا چې په ده کې راټوله شوې وي.
دا د تالقان ښار دروند سیمه ییز مشر ۷۰ کلن حاجي کمال دی چې له خپلو اولادونو او لمسیانو سره له کلونو راهیسې دلته ژوند کوي.
خو سږنی کال د هغه لپاره یوه نوې معنا لري، د یوې داسې خطرناکې ناروغۍ پر وړاندې د درېدو او مبارزې معنا چې ماشومان فلجولای او ان وژلای شي.
سږ کال، حاجي کمال یوازې پلار او نیکه نه دی، بلکې د پولیو ناروغۍ د خطرونو په اړه د خلکو د پوهاوي او د دغې ناروغۍ پر ضد د واکسین کمپاینونو د ملاتړ دنده یې پر غاړه اخیستې ده.
له کورنۍ راټوکېدلې انګېزه
حاجي کمال په ژور سوچ او فکر له خپله کوره راوځي او د پولیو واکسین کمپاین د رضاکارانو د راټولېدو ځای ته ځي.
نوموړی د لارې په اوږدو کې هغه پېښه را په زړه کوي چې د هغه د ژوند لوری یې بدل کړ.
تېر کال د هغه لمسی سخت ناروغ شو، کله چې یې د درملنې لپاره روغتون ته بوت نو ډاکټرانو ورته وویل چې هغه د شري په ناروغۍ اخته شوی دی. که هغه د ماشومتوب دورې ټول واکسینونه اخیستي وای نو نن به په دې سخته ناروغۍ نه اخته کېده.
دا هغه څه وو چې حاجي کمال یې د واکسینونو په ارزښت وپوهاوه او له هماغه ورځې یې پرېکړه وکړه چې نور خلک هم له دغه ارزښته خبر کړي.
له هغه وخت راهیسې یو کال کېږي چې حاجي کمال نه یوازې د پولیو واکسین کمپاینونو عملي ملاتړ کوي بلکې کورنیو ته په دې اړه پوهاوی هم ورکوي ځکه دی پوهېږي چې د هېواد ماشومان د نورو ساري ناروغیو په پرتله ډېر د پولیو ناعلاجه ناروغۍ له ګواښ سره مخ دي.
سږ کال، حاجي کمال یوازې پلار او نیکه نه دی، بلکې د پولیو ناروغۍ د خطرونو په اړه د خلکو د پوهاوي او د دغې ناروغۍ پر ضد د واکسین کمپاینونو د ملاتړ دنده یې پر غاړه اخیستې ده. © له پولیو خلاص افغانستان/۱۴۰۳/ رقیبه حمیدي
د یوه سیمه ییز مشر ساده خو اغېزناک پیغام
حاجي کمال، چې د سیمې د مشر په توګه د خلکو په منځ کې ځانګړی درناوی لري، نه یوازې په بېلابېلو ناستو او لیدنو کې خلکو ته د واکسینونو اهمیت تشریح کوي، بلکې د پولیو واکسین په هر کمپاین کې جومات په جومات او محل په محل ګرځي څو خلک وهڅوي چې خپل ماشومان د پولیو ناروغۍ پر وړاندې واکسین کړي.
هغه د پولیو واکسین کمپاین له پیلېدو یوه ورځ مخکې د کلیوالو یوې ناستې ته وویل: «لسیزې مخکې په هېواد کې د اوس په څېر د واکسین اسانتیاوې نه وې، خلکو هره ورځ د ناروغیو له امله د خپلو ماشومانو د مړینې له وېرې سره ژوند کاوه خو اوس د هېواد په ګوټ ګوټ کې خلک واکسینونو ته لاسرسی لري، په کار ده له دغه فرضت څخه ګټه واخلو او خپلو ماشومانو ته د پولیو په ګډون د ټولو ناروغیو واکسینونه ورکړو څو راتلونکی یې خوندي وي او سالم ژوند ولري.»
تر دې مهاله حاجي کمال په خپله سیمه کې لسګونه کورنۍ هڅولې دي چې خپل ماشومان واکسین کړي.
د مشرانو ترڅنګ نوي ملاتړ کوونکي
لینا همدرد، یوه ځوانه او پرانرژۍ نجلۍ ده چې شاوخوا یو کال کېږي د پولیو واکسین په کمپاینونو کې فعالیت کوي.
هغه د خپلو تجربو په اړه وایي: «زموږ کار اسانه نه دی. ځینې وخت کورنۍ په شک کې وي؛ خو کله چې دوی ویني قومي مشران زموږ ملاتړ کوي، نو باور یې ترلاسه کېږي.»
لینا زیاتوي: « له هغه راهیسې چې حاجي کمال زموږ له ټیم سره یو ځای شوی، د خلکو په نظرونو کې ډېر بدلون راغلی دی، اوس څوک د پخوانیو شکونو خبره نه کوي، ځکه کله چې حاجي کمال په خپله د واکسین ملاتړ لپاره راوتلی وي، نو نورې کورنۍ هم په ډاډ سره خپل ماشومان واکسینوي.»
تر دې مهاله حاجي کمال په خپله سیمه کې لسګونه کورنۍ هڅولې دي چې خپل ماشومان واکسین کړي. © له پولیو خلاص افغانستان/۱۴۰۳/ رقیبه حمیدي
له مشرانو د خلکو ملاتړ
د سیمې اوسېدونکې او د څو اولادونو مور شریفه د پولیو واکسین اړوند وايي: «په پيل کې اندېښمنه ومه، خو کله چې حاجي کمال وویل دا کار زموږ د اولادونو د روغتیا لپاره ضروري دی نو ډاډه شوم.»
هغه اوس په ډاډه زړه خپل ماشومان واکسینوي او د دغه کار مثبتې اغېزې په خپلو ماشومانو کې ویني.
شریفه د خلکو د نظرونو په بدلون کې د سیمهییزو مشرانو د رول یادونه کوي او وايي: «موږ د خپلو مشرانو خبرې منو، کله چې هغوی موږ ته مشوره راکوي چې خپل ماشومان واکسین کړو، نو موږ د دوی سپارښتنې عملي کوو.»
د هیلو او یووالي پیغام
حاجي کمال د واکسیناسیون لپاره د هر ګام په اخیستلو ساده پېغام لري: «د خپلو ماشومانو د سالم راتلونکي لپاره اجازه مه ورکوئ چې یو ماشوم هم له واکسین څخه پاتې شي، واکسین هغه ګام دی چې د لویو زیانونو مخنیوی کوي، که نن موږ دا فرصت لرو، نو ولې د راتلونکي نسل د روغتیا لپاره له هغه ګټه وانخلو؟»
دا ساده خو ځواکمن پیغام، نه یوازې د تخار خلکو بلکې د هرې مور زړه ته چې د خپل ماشوم روغتیا ته اندېښمنه وي، هیله ورکوي.
د حاجي کمال او د هغه په څېر د نورو مشرانو شتون واکسیناتورانو او ټولنې ته نوې انګېزه ورکوي څو خپلې هڅې ونه دروي او په ګډه د یو داسې راتلونکي لپاره مبارزه وکړي چې له ناروغیو او معلولیتونو څخه پاک وي.
رقیبه حمیدي، له پولیو خلاص افغانستان