زحل فیضي؛ له پولیو سره د مبارزې یوه نه ستړې کېدونکې څېره
تخار، افغانستان (۱۶ لړم ۱۴۰۳) – د تخار په مرکز تالقان ښار کې تازه سهار دی او په فضا کې د تېرې شپې د باران خوشبويي خپره ده. زحل فیضي (یوه زړه وره واکسیناتوره) د پولیو/ ګوزڼ پر وړاندې د مبارزې یوه بله ورځ پیلوي. هغه چې تور حجاب یې پر تن دی او د واکسین بکس یې اوږې ته اچولی، د ښار بېلابېلو سیمو ته د تللو اراده لري، له لومړي سړک څخه د سیند تر غاړې.
دا غواړي د خپلې همکارې په ملتیا د دې سیمې له پنځو کلونو د کم عمر تر ماشومانو واکسین ورسوي څو د پولیو له وژونکې او فلجوونکې ناروغۍ څخه یې خوندي کړي.
د زحل په څېر په زرګونو ښځینه او نارینه رضاکاران د پولیو واکسین د هر کمپاین پر مهال د هېواد په ګوټ ګوټ کې نه یوازې ماشومان واکسینوي، بلکې والدینو ته د پولیو د خطر او د واکسین د اهمیت په اړه پوهاوی هم ورکوي.
د یونیسف او د روغتیا نړیوال سازمان له خوا روزل شوي دغه رضاکاران د خپلې ټولنې د ماشومانو په روغتیا کې مهم رول لوبوي او د پولیو ناروغۍ د مخنیوي په برخه کې د مثبتو بدلونونو په راوستلو کې مرسته کوي.
نولس کلنه زحل چې د خپل هدف په لور یې درانه ګامونه اخیستل، په ارامه موسکا او ډاډمن غږ وویل: «تر دوولسم ټولګي مې زدهکړې کړې دي، تل مې هیله لرله چې خپلې ټولنې ته له یوې لارې خدمت وکړم، کله چې د پولیو له منځه وړلو پروګرام سره اشنا شوم نو هوډ مې وکړ چې زه هم د دغه پروګرام برخه شم څو د ټولنې ماشومان له پولیو ناروغۍ څخه خوندي کړم.»
د زحل په څېر په زرګونو ښځینه او نارینه رضاکاران د پولیو واکسین د هر کمپاین پر مهال د هېواد په ګوټ ګوټ کې نه یوازې ماشومان واکسینوي، بلکې والدینو ته د پولیو د خطر او د واکسین د اهمیت په اړه پوهاوی هم ورکوي. © له پولیو خلاص افغانستان/۱۴۰۳/ رقیبه حمیدي
نوموړې چې له تېر یوه کال راهیسې د پولیو واکسین په کمپاینونو کې د رضاکارې په توګه دنده ترسره کوي، زیاتوي چې د یوې مور او د ټولنې د غړې په توګه ډېره ښه پوهېږي چې کورنۍ د خپلو ماشومانو روغتیا ته څومره اندېښمنې وي.
هغه همدا د خپلې دندې د یوې انګېزې په توګه یادوي او وايي چې د هر ماشوم په واکسینولو یوازې هماغه ماشوم نه، بلکې ټولنه هم د معلولیت له خطره ژغوري.
زحل وايي: «د کورنیو موسکا او د هغوی ډاډ زما لپاره تر ټولو لویه ډالۍ ده.»
نوموړې د خپلې یو کلنې کاري مودې د تجربو او لاسته راوړنو یادونه کوي او زیاتوي چې د پولیو واکسین د هر کمپاین پر مهال د ورځې له ۶۰ ډېر ماشومان واکسینوي او دغه راز ګڼو هغو کورنیو ته یې پوهاوی ورکړی چې مخکې یې د خپلو ماشومانو له واکسینولو ډډه کوله.
هغې د بېلګې په توګه د انیسې په نوم د یوې مور یادونه وکړه چې د ناسمو معلوماتو ښکار شوې وه او فکر یې کاوه د پولیو واکسین یې د ماشومانو روغتیا زیانمنوي.
دې وویل: «د انیسې په نوم دغې مور شک درلود چې ښايي د پولیو واکسین یې په راتلونکې کې د ماشوم روغتیا ته تاوان پېښ کړي، ما په ډېر زغم د هغې ټولې خبرې واورېدې، د هغې د خبرو له خلاصېدو وروسته مې په ډېرې نرمۍ د پولیو ناروغۍ د خطرونو او واکسین د ګټو په اړه معلومات ورکړل، کله چې هغه په حقیقت پوهه شوه نو په ډېرې خوشحالۍ د خپل ماشوم واکسینولو ته حاضره شوه.»
زحل دا ډول کورنیو ته مهم پېغام لري او وايي: «ستاسې ماشومان ستاسې د ژوند سرمایه ده، واکسینونه یې له خطرناکو ناروغیو خوندي کولای شي، مه پرېږدئ چې اوازې او ناسم معلومات ستاسې د ماشومانو ژوند له ګواښ سره مخ کړي.»
د یونیسف او د روغتیا نړیوال سازمان له خوا روزل شوي دغه رضاکاران د خپلې ټولنې د ماشومانو په روغتیا کې مهم رول لوبوي او د پولیو ناروغۍ د مخنیوي په برخه کې د مثبتو بدلونونو په راوستلو کې مرسته کوي. © له پولیو خلاص افغانستان/۱۴۰۳/ رقیبه حمیدي
دا زیاتوي، هیله لري هغه ورځ راشي چې ټولې کورنۍ پر واکسیناسیون باور وکړي او خپل ماشومان په منظم ډول واکسین کړي څو هېواد له دې بدمرغۍ ناروغۍ خلاص شي.
مریم چې د پولیو واکسین په کمپاین کې د زحل همکاره ده، د هغې د هڅو په اړه وايي: «زحل یوه ژمنه رضاکاره ده چې د ماشومانو د واکسینولو تر څنګ کورنیو ته د پولیو ناروغۍ د خطرونو او واکسین د ارزښت په اړه پوهاوی هم ورکوي.»
دا زیاتوي، هغې د پولیو واکسین کمپاین هره دقیقه ارزښت لري او په رښتینې معنا د ټولنې د ماشومانو د خوندي راتلونکې لپاره هڅې کوي، له همدې امله اوس د کورنیو پوهاوی ډېر شوی او په ډاډ سره خپل ماشومان واکسینوي.
د انیسې په نوم هغه مور چې د زحل د هڅو په پایله کې د خپل ماشوم واکسینولو ته راضي شوې ده وايي: «زحل په ډېر ښه ډول د پولیو واکسین د ارزښت په اړه معلومات راکړل او زه یې قانع کړم چې خپل ماشوم باید په منظم ډول واکسین کړم، اوس داسې احساسوم چې د خپل ماشوم د روغ راتلونکي لپاره مې پر ځای تصمیم نیولی دی.»
د صدیق په نوم د یوې بلې کورنۍ مشر چې د زحل د هڅو په پایله کې یې د پولیو واکسین په اړه ذهنیت بدل شوی، وايي: «په پيل کې له پولیو واکسین څخه وېرېدم او فکر مې کاوه چې بې ګټې او یا ښايي خطرناک وي؛ خو زحل په صبر او مهربانۍ زه له حقیقت څخه خبر کړم او زما اندېښنې یې لرې کړې، اوس په ډاډ خپل ماشومان واکسینوم.»
دی زیاتوي، نورو کورنیو ته هم سپارښتنه کوي چې بې ځایه اندېښنې دې نه کوي او په دغه ساده اقدام سره خپل ماشومان له پولیو ناروغۍ خوندي کړي.
په پای کې، زحل او د هغې په څېر په زرګونو رضاکاران د پولیو واکسین د کمپاینونو اصلي اتلان دي چې د هر ګام په اخیستلو له هېواده د پولیو ویروس ورک کولو ته نور هم نږدې کېږي.
دا یوه داسې مبارزه ده چې په نهایت کې به راتلونکي نسلونه د فلج له خطره خوندي کړي او د یوې روغې ټولنې بنسټ به کښېښودل شي.
رقیبه حمیدي، له پولیو خلاص افغانستان