• English
  • دری
له پولیو څخه پاک افغانستان
  • Menu Canvas
    • پښتو
      • English
      • دری
    • Home
      • About Polio Vaccine
      • Global Polio Situation
      • History of Polio
    • Polio Afghanistan
      • Program Structure
      • Polio Eradication Strategy
      • Communication
      • Surveillance
      • Case Studies on East
    • Resources
      • Key Publications
      • Guidelines and SOPs
      • Faqs
    • Polio Updates
      • Monthly Snapshot
    • Media
      • Gallery
      • Video Gallery
      • Press Releases
    • Contact
  • English
  • دری
له پولیو څخه پاک افغانستان
  • د پولیو په اړه
    • د پولیو واکسین
    • د پولیو تاریخ
    • د پولیو نړۍوال وضعیت
  • پولیو په افغانستان کې
    • د پروګرام جوړښت
    • د پولیو د له منځه وړلو تګلاره
    • څارنه
    • ارتباطات
    • د پېښې مطالعه
  • سرچینې
    • لارښوونې او معیاري عملیاتي کړنلارې
    • کلیدي خپرونې
    • ډېرې پوښتل شوې پوښتنې
  • د پولیو تازه معلومات
    • د ساحې کیسې
    • د پولیو پېښې
    • میاشتنی انځور
    • کلیدي خپرونې
  • رسنۍ
    • خبرپاڼې
    • د انځورونو ګالري
    • ویډیو ګالری
  • د اړیکو مرکز
  • له موږ سره اړیکه

«فوزیه» او «فاطمه» له ګوزڼ څخه د خپلو ماشومانو د خوندیتوب په لټه کې

Homepage د ساحې کیسې «فوزیه» او «فاطمه» له ګوزڼ څخه د خپلو ماشومانو د خوندیتوب په لټه کې

«فوزیه» او «فاطمه» له ګوزڼ څخه د خپلو ماشومانو د خوندیتوب په لټه کې

PolioFreeAfghanistan
اکتوبر 15, 2024
د ساحې کیسې

بدخشان، افغانستان (۲۴ تله ۱۴۰۳) – سهار وختي دی او لمر تازه د بدخشان د مرکز فیض اباد د یوه لیرې کلي «لایابه» د غونډیو له پاسه راپورته شوی دی؛ ۳۳ کلنه فوزیه او ۳۰ کلنه فاطمه دوې میندې چې خپل ماشومان یې په غېږو کې نیولي روغتیايي مرکز ته روانې دي څو هغوی ته د پولیو واکسین ورکړي.

نن د دغو میندو د ماشومانو جواد او فریدې لپاره مهمه ورځ ده، ځکه په لومړي ځل د پولیو واکسین ترلاسه کوي.

فوزیې په موسکا وویل، خوشحاله ده چې خپل زوی د پولیو واکسین لپاره د کلي روغتیايي مرکز ته بیايي او په دغه ګام سره هغه له ګوزڼ خطرناکې ناروغۍ څخه خوندي کوي.

دا وايي، مخکې یې د پولیو واکسین په اړه شک درلود، ځکه له خپلو ګاونډیانو یې داسې اوازې اورېدلې وې چې ګواکې دغه واکسین د ماشومانو روغتیا زیانمنوي.

خو د دې په خبره، کله چې د لطیفې په نوم یوې ټولنیزې مبلغې/ سوشل موبلایزرې دې ته د پولیو ناروغۍ زیانونه او د واکسین ګټې بیان کړې نو ذهنیت یې بدل شو.

هغې زیاته کړه: «کله چې مې د پولیو واکسین ارزښت درک کړ او په حقیقت پوه شوم نو د پولیو واکسین کمپاین ته مې انتظار و نه کړ، بلکې تصمیم مې ونیو چې خپل ماشوم د کلي روغتیايي مرکز ته بوځم او هلته د نورو واکسینونو تر څنګ د پولیو واکسین هم ورته تطبیق کړم.»

دا وايي تصمیم یې نیولی چې د ډاکټرانو له لارښوونې سره سم به خپل ماشوم په پر‌له‌پسې ډول دغه روغتیايي مرکز ته ور ولي څو په منظم ډول د پولیو واکسین ورکړي او له دې خطرناکې ناروغۍ څخه خوندي پاتې شي.

فاطمه هم ورته تجربه لري او وايي، د ناسمو معلوماتو او اوازو تر اغېز لاندې راغلې وه خو کله چې یې حقیقت درک کړ نو د خپل ماشوم د واکسینولو پرېکړه یې وکړه.

 

فوزیې په موسکا وویل، خوشحاله ده چې خپل زوی د پولیو واکسین لپاره د کلي روغتیايي مرکز ته بیايي او په دغه ګام سره هغه له ګوزڼ خطرناکې ناروغۍ څخه خوندي کوي © له پولیو خلاص افغانستان/۱۴۰۳/ رقیبه حمیدي

 

دا وايي: «یو اوونۍ مخکې مې ماشوم ناروغ شوی و، نژدې ډاکټر ته مې د درملنې لپاره بېولی و، ډاکټر تر معاینې او درملنې وروسته پوښتنه وکړه چې خپل ماشوم ته مې د پولیو واکسین ورکړی او که نه، کله چې مې په دې اړه خپلې اندېښنې ورته وویلې نو هغه زما اندېښنې بې ځایه وبللې، د واکسین د ګټو په اړه یې معلومات راکړل او زه یې وهڅولم چې خپل ماشوم خامخا واکسین کړم.»

د دې په وینا، پر همدې بنسټ یې پرېکړه وکړه چې خپل ماشومان د واکسین لپاره د کلي روغتیايي مرکز ته بوځي.

یادې شوې دواړې میندې له خپل دغه مهم تصمیم وروسته نورو میندو ته هم پېغام لري او وايي چې د پولیو واکسین په اړه دې د ناسمو اوازو او خبرو نه ښکار کېږي.

«هره مور باید په دې پوه شي چې واکسینونه ماشومان له پولیو او نورو خطرناکو ناروغیو ساتي، مه پرېږدئ چې ستاسې ماشومان ستاسې د بې پروايي او غفلت له امله د پولیو په څېر د خطرناکو ناروغیو قرباني شي، واکسین ستاسې د ماشومانو حق دی، هغوی باید واکسین شي څو روغ او خوندي راتلونکی ولري.»

دوی پر میندو غږ کوي چې د پولیو کمپاینونو ته دې نه انتظار کېږي بلکې خپل ماشومان دې نژدې روغتیايي مرکزونو ته بوځي او هلته دې یې واکسین کړي.

د لایابه روغتیايي مرکز، چې په ۲۰۱۱ کال کې د المان په مالي لګښت جوړ شوی اوس د اغا خان دفتر تر ملاتړ لاندې دی چې له یوې لسیزې ډېر وخت کېږي د دې سیمې اوسېدونکو ته د واکسینونو په ګډون روغتیايي خدمات وړاندې کوي.

د دغه روغتیايي مرکز مسوول ډاکټر فخرالدین احمدزاده وايي، دوی خلکو ته د نورو روغتیايي خدماتو تر څنګ د واکسینونو خدمات هم وړاندې کوي او دغه راز ناروغانو او د هغوی پایوزانو ته د حفظ الصحې او بېلابېلو ناروغیو د مخنیوي په اړه پوهاوی هم ورکوي.

دی وايي، خوښ دی چې هره ورځ په لسګونو میندې خپل ماشومان دغه روغتیايي مرکز ته ورولي چې د نورو واکسینونو تر څنګ ورته د پولیو ناروغۍ ضد واکسین هم تطبیقېږي.

د ده په خبره، دغه روغتیايي مرکز په سیمه کې د پولیو او نورو ناروغیو د مخنیوي په برخه کې مهم رول لوبولی دی.

 

رقیبه حیمدي، له پولیو خلاص افغانستان

مخکینۍ موضوع
د پولیو له امله د یوه معلول شوي ځوان د ژوند کیسه
بله موضوع
محمد داود او د پولیو له امله د هغه د معلولیت غمیزه

اړوند مطالب

پر سختو لارو د هیلو پلونه؛ په پچېراګام کې د پولیو ضد مبارزه

ننګرهار، افغانستان (۱۰ غویی ۱۴۰۵) - د ننګرهار د پچېراګام...

د ژوند ژغورنې دوولس کلن مزل، د فیضي الله فیضي د هڅو کیسه

لوګر، افغانستان (۵ غویی ۱۴۰۵) – د لوګر ولایت د...

Copyright ©2020 Polio Free Afghanistan. All Rights Reserved
  • Private Policies
  • Terms & Conditions
SearchPostsLogin
سه شنبه, 25, Apr
د ۲۰۲۲ کال لپاره د پولیو د واکسین لومړنی کمپاین روان دی
پنجشنبه, 30, Apr
پر سختو لارو د هیلو پلونه؛ په پچېراګام کې د پولیو ضد مبارزه
شنبه, 25, Apr
د ژوند ژغورنې دوولس کلن مزل، د فیضي الله فیضي د هڅو کیسه
چهارشنبه, 15, Apr
د دولت‌شاه په درو کې د پولیو ضد مبارزه؛ د حمید ۱۳ کلنې هڅې
یکشنبه, 12, Apr
په روان کال کې د پولیو واکسین لومړی ملي کمپاین پیل شو
جمعه, 10, Apr
په پنجشېر کې د پولیو مخنیوی؛ د سونم او د هغې د همکارانو دوامداره هڅې
دوشنبه, 30, Mar
د پټ خطر پر وړاندې ښکاره بدلون

Welcome back,