• English
  • دری
له پولیو څخه پاک افغانستان
  • Menu Canvas
    • پښتو
      • English
      • دری
    • Home
      • About Polio Vaccine
      • Global Polio Situation
      • History of Polio
    • Polio Afghanistan
      • Program Structure
      • Polio Eradication Strategy
      • Communication
      • Surveillance
      • Case Studies on East
    • Resources
      • Key Publications
      • Guidelines and SOPs
      • Faqs
    • Polio Updates
      • Monthly Snapshot
    • Media
      • Gallery
      • Video Gallery
      • Press Releases
    • Contact
  • English
  • دری
له پولیو څخه پاک افغانستان
  • د پولیو په اړه
    • د پولیو واکسین
    • د پولیو تاریخ
    • د پولیو نړۍوال وضعیت
  • پولیو په افغانستان کې
    • د پروګرام جوړښت
    • د پولیو د له منځه وړلو تګلاره
    • څارنه
    • ارتباطات
    • د پېښې مطالعه
  • سرچینې
    • لارښوونې او معیاري عملیاتي کړنلارې
    • کلیدي خپرونې
    • ډېرې پوښتل شوې پوښتنې
  • د پولیو تازه معلومات
    • د ساحې کیسې
    • د پولیو پېښې
    • میاشتنی انځور
    • کلیدي خپرونې
  • رسنۍ
    • خبرپاڼې
    • د انځورونو ګالري
    • ویډیو ګالری
  • د اړیکو مرکز
  • له موږ سره اړیکه

محمد داود او د پولیو له امله د هغه د معلولیت غمیزه

Homepage د ساحې کیسې محمد داود او د پولیو له امله د هغه د معلولیت غمیزه

محمد داود او د پولیو له امله د هغه د معلولیت غمیزه

PolioFreeAfghanistan
اکتوبر 15, 2024
د ساحې کیسې

هلمند، افغانستان (۲۴ تله ۱۴۰۳) – د هلمند د لښکرګاه ښار اوسېدونکی محمد داود هغه ۳۳ کلن ځوان دی چې هره ورځ د خپلې کورنۍ د کلونو مخکې بې پراويي لویه بیه ادا کوي او د پولیو ناروغۍ په سبب د ور پېښ معلولیت کړاوونه زغمي.

نوموړی پنځه کلن و چې د واکسین نه کولو له امله د پولیو په ناروغۍ اخته شو او د هغه له پښو یې د تل لپاره د حرکت ځواک واخیست.

هغه چې د ویلچیېر په مرسته تګ کوي، په داسې حال کې چې پر څېره یې ژوره خواشیني خپره وه، وویل: «که کورنۍ مې په ماشومتوب کې د پولیو واکسین راکړی وای، نو په دې بدمرغې ناروغۍ به نه اخته کېدم او دواړې پښې به مې روغې وای.»

دی زیاتوي، د معلولیت ژوند دومره سخت دی چې بیانولو ته یې لفظونه نشته، خو له صبر او زغم پرته بله لار نه لري.

محمد داود وايي: «په اصل کې زه هره ورځ د خپلې کورنۍ د هغې بې پروايي بیه پرې کوم چې په ماشومتوب کې یې واکسین نه کړم او د پولیو په ناروغي اخته شوم، له هغې ورځې راهیسې چې زما پښې له حرکته ولوېدې، د ژوند ټولې هیلې مې هم له منځه ولاړې.»

معلولیت نوموړی له زده کړو هم محروم کړی او هغه په برخلیک یې تورې تیارې لیکلې دي.

هغه زیاتوي: «کورنۍ مې بې وسه او بې کسه وه، دومره څوک نه و چې زه یې هره ورځ تر ښوونځي رسولی وای، نو له همدې امله له زده کړو هم محروم شوم.»

 

محمد داود پنځه کلن و چې د واکسین نه کولو له امله د پولیو په ناروغۍ اخته شو او د هغه له پښو یې د تل لپاره د حرکت ځواک واخیست © له پولیو خلاص افغانستان/ ۱۴۰۳/ سعید زابلی

 

محمد داود واده کړی او د درېیو ماشومانو پلار دی، خو له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دی، هغه د خپل معلولیت له امله کار نه شي کولای او د کورنۍ لګښتونه د نورو خلکو په مرستو پوره کوي.

نوموړی چې د خپلو ماشومانو ښوونې او روزنې ته ډېره اندېښنه لري وایي: «کله کله د کلي مشران او خیریه بنسټونه مرسته راسره کوي، خو دا بسنه نه کوي، زه د خپلو ماشومانو راتلونکي ته ډېر اندېښمن یم، حکومت او مرستندویه ادارې باید د معلولو وګړو لاسنیوی وکړي او اولادونو ته یې د زده کړو زمینه برابره کړي.»

محمد داود خپل حالت ته په کتو ټولنې او په ځانګړې توګه پلرونو او میندو ته پېغام لري او وايي: «زه د خپل پلار او مور د بې پروايي له امله د ژوند د هرې ورځې دردونو او کړاوونو زغملو ته اړ شوی یم، ما د پولیو واکسین نه کولو بیه په خپل وجود کې احساس کړې ده، زه تاسو ټولو والدینو ته ښکاره وایم چې د خپلو ماشومانو د راتلونکي په اړه فکر وکړئ، هغوی ته د پولیو په ګډون د ماشومتوب دورې د ټولو ناروغیو ضد واکسین ورکړئ څو زما په سرنوشت اخته نه شي.»

هغه وړاندې زیاتوي، که والدین خپل ماشومان له واکسین څخه محروم کړي نو له بدو عواقبو سره به مخ شي، د پولیو ناروغي یوازې د ماشوم نه، بلکې د ټولې کورنۍ او ټولنې راتلونکی ورانوي.

نوموړی ټینګار کوي چې پلرونه او میندې باید مسوولانه ګامونه واخلي او د خپلو ماشومانو لپاره یو خوندي راتلونکی یقیني کړي.

د محمد داود ورور عبدالرازق وايي، د ورور حالت یې ټوله کورنۍ ځوروي خو له خواخوږۍ پرته له هغه سره نور هیڅ مرسته نه شي کولای.

هغه وایي: «ورور مې له تېرو ۲۸ کلونو راهیسې له سختو کړاوونو سره مخ دی، کاش هغه په ماشومتوب کې واکسین شوی وای او په دې بدمرغې ناروغۍ نه وای اخته شوی.»

دی هم له والدینو غوښتنه کوي چې خپل ماشومان واکسین وکړي او له پولیو ناروغۍ څخه یې خوندي کړي، مه پرېږدئ چې ستاسې د بې پروايي او غفلت قیمت ستاسې ماشومان ادا کړي.

 

سعید زابلی، له پولیو خلاص افغانستان

مخکینۍ موضوع
«فوزیه» او «فاطمه» له ګوزڼ څخه د خپلو ماشومانو د خوندیتوب په لټه کې
بله موضوع
نادیه محمدي؛ د پولیو واکسین کمپاینونو یوه زیارکښه رضاکاره

اړوند مطالب

پر سختو لارو د هیلو پلونه؛ په پچېراګام کې د پولیو ضد مبارزه

ننګرهار، افغانستان (۱۰ غویی ۱۴۰۵) - د ننګرهار د پچېراګام...

د ژوند ژغورنې دوولس کلن مزل، د فیضي الله فیضي د هڅو کیسه

لوګر، افغانستان (۵ غویی ۱۴۰۵) – د لوګر ولایت د...

Copyright ©2020 Polio Free Afghanistan. All Rights Reserved
  • Private Policies
  • Terms & Conditions
SearchPostsLogin
سه شنبه, 25, Apr
د ۲۰۲۲ کال لپاره د پولیو د واکسین لومړنی کمپاین روان دی
پنجشنبه, 30, Apr
پر سختو لارو د هیلو پلونه؛ په پچېراګام کې د پولیو ضد مبارزه
شنبه, 25, Apr
د ژوند ژغورنې دوولس کلن مزل، د فیضي الله فیضي د هڅو کیسه
چهارشنبه, 15, Apr
د دولت‌شاه په درو کې د پولیو ضد مبارزه؛ د حمید ۱۳ کلنې هڅې
یکشنبه, 12, Apr
په روان کال کې د پولیو واکسین لومړی ملي کمپاین پیل شو
جمعه, 10, Apr
په پنجشېر کې د پولیو مخنیوی؛ د سونم او د هغې د همکارانو دوامداره هڅې
دوشنبه, 30, Mar
د پټ خطر پر وړاندې ښکاره بدلون

Welcome back,