• English
  • دری
له پولیو څخه پاک افغانستان
  • Menu Canvas
    • پښتو
      • English
      • دری
    • Home
      • About Polio Vaccine
      • Global Polio Situation
      • History of Polio
    • Polio Afghanistan
      • Program Structure
      • Polio Eradication Strategy
      • Communication
      • Surveillance
      • Case Studies on East
    • Resources
      • Key Publications
      • Guidelines and SOPs
      • Faqs
    • Polio Updates
      • Monthly Snapshot
    • Media
      • Gallery
      • Video Gallery
      • Press Releases
    • Contact
  • English
  • دری
له پولیو څخه پاک افغانستان
  • د پولیو په اړه
    • د پولیو واکسین
    • د پولیو تاریخ
    • د پولیو نړۍوال وضعیت
  • پولیو په افغانستان کې
    • د پروګرام جوړښت
    • د پولیو د له منځه وړلو تګلاره
    • څارنه
    • ارتباطات
    • د پېښې مطالعه
  • سرچینې
    • لارښوونې او معیاري عملیاتي کړنلارې
    • کلیدي خپرونې
    • ډېرې پوښتل شوې پوښتنې
  • د پولیو تازه معلومات
    • د ساحې کیسې
    • د پولیو پېښې
    • میاشتنی انځور
    • کلیدي خپرونې
  • رسنۍ
    • خبرپاڼې
    • د انځورونو ګالري
    • ویډیو ګالری
  • د اړیکو مرکز
  • له موږ سره اړیکه

په هلمند کې د پولیو د مخنیوي لپاره د سیمه‌ییزو رسنیو اغېزناکې هڅې

Homepage د ساحې کیسې په هلمند کې د پولیو د مخنیوي لپاره د سیمه‌ییزو رسنیو اغېزناکې هڅې

په هلمند کې د پولیو د مخنیوي لپاره د سیمه‌ییزو رسنیو اغېزناکې هڅې

PolioFreeAfghanistan
اکتوبر 13, 2024
د ساحې کیسې

هلمند، افغانستان (۲۲ تله ۱۴۰۳) – په هلمند کې سیمه‌ییزې رسنۍ د پولیو واکسین کمپاینونو تر شا یو پیاوړی ځواک ګڼل کېږي، چې د عامه پوهاوي لوړولو له لارې د خلکو ذهنیت بدلوي او هغوی د واکسین ارزښت ته متوجه کوي.

دغه رسنۍ د اعلاناتو، ځانګړو خپرونو او روغتیايي کارپوهانو د مرکو پر مټ د دغه ولایت تر ډېرو وګړو رښتیني او کره معلومات رسوي څو د هغوی ماشومان د پولیو له خطرناکې ناروغۍ څخه خوندي شي.

«لښکرګاه راډیو» د هلمند د هغو پنځو خصوصي رسنیو له جملې څخه ده چې د خپل پراخ پوښښ او ځانګړو خپرونو له لارې په ښاري او کلیوالي سیمو کې د پولیو واکسین د ګټو په اړه پوهاوی ډېروي او د خلکو تر منځ د ناسمو باورونو او اوازو مخنیوي کوي.

د دغې راډیو مسوول حاجي عبدالستار عطايي وايي، د دغه ولایت سیمه ییزو رسنیو د پولیو واکسین اړوند د عامه پوهاوي په لوړولو او د خلکو د اندېښنو په لېرې کولو کې اغېزناک رول لوبولی دی.

هغه زیاته کړه، د رسنیو د فعالې ونډې له کبله اوس د پولیو واکسین کمپاینونو په تطبیقولو کې مثبت بدلون راغلی او د خلکو همکاري ډېره شوې ده.

د ده په خبره، د پخوا په پرتله اوس په هلمند کې تر ډېره د واکسین نه کولو ستونزه حل شوې او تر ۹۰ سلنې وګړي پوهېدلي چې باید خپل ماشومان واکسین کړي او په دې توګه د پولیو ناروغۍ مخنیوي ته دوام ورکړي.

دی وايي: «موږ د پولیو واکسین کمپاینونو په اړه د اعلاناتو تر څنګ، په اوونۍ کې درې روغتیايي خپرونې لرو چې روغتیايي کارپوهان او ډاکټران په کې مېلمانه کوو، خلک دغو خپرونو ته زنګ وهي او د پولیو واکسین او نورو روغتیايي موضوعاتو په اړه پوښتنې کوي.»

همدارنګه په هلمند کې د «سکون» په نوم یوه بله سیمه ییزه راډیو هم فعاله ده چې د نورو ټولنیزو خپرونو تر څنګ د پوهاوي ډېرولو په موخه روغتیايي خپرونې هم وړاندې کوي.

د دغې راډیو مسوول حافظ احمد نصرت وايي، په دغه ولایت کې د راډیوګانو له لارې د پولیو واکسین په اړه پوهاوی ډېر شوی او ډېر خلک په دې پوهېدلي چې واکسین د دوی د ماشومانو د ژوند ساتنې لپاره اړین دی.

 

د «لښکرګاه راډیو» مسوول حاجي عبدالستار عطايي وايي، د دغه ولایت سیمه ییزو رسنیو د پولیو واکسین اړوند د عامه پوهاوي په لوړولو او د خلکو د اندېښنو په لېرې کولو کې اغېزناک رول لوبولی دی © له پولیو خلاص افغانستان/ ۱۴۰۳/ سعید زابلی

 

هغه زیاته کړه: «موږ د هغه رسالت او مسوولیت له مخې چې د ټولنې په وړاندې یې لرو، هڅه کوو ځانګړي روغتیايي پروګرامونه وړاندې کړو، موږ دغو پروګرامونو ته روغتیايي متخصصین رابولو څو خلکو ته د پولیو واکسین په اړه تفصیلي معلومات وړاندې کړي؛ دا پروګرامونه نه یوازې د خلکو پوهاوی زیاتوي، بلکې هغه شکونه او پوښتنې هم ځوابوي چې په کلیوالو سیمو کې د پولیو واکسین کمپاینونو پر وړاندې مهمې ننګونې بلل کېږي.»

نصرت په دې برخه کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق/ یونیسف څخه مننه کوي چې د یادو شوو روغتیايي خپرونو په جوړولو او وړاندې کولو کې یې د دوی او نورو سیمه ییزو رسینو مالي ملاتړ کړی دی.

نوموړي وویل: «د یونیسف په مرسته موږ توانیدلي یو چې خلکو ته د پولیو واکسین په اړه معلومات په سمه او اغېزناکه بڼه ورسوو، په ځانګړې توګه د کلیوالي او لیرې سیمو هغو اوسېدونکو ته چې مخکې د واکسین په ګټو نه پوهېدل.»

د هلمند قومي مشران هم وايي چې د دغه ولایت سیمه ییزې رسنۍ د پولیو ضد واکسین د تطبیق په برخه کې مهم رول لوبوي.

د ګرمسېر ولسوالۍ یوه قومي مشر حاجي دوست محمد وویل: «زما یوه خور او د اکا زوی کلونه مخکې د پولیو ناروغۍ له امله معلول شوي چې لامل یې د پوهاوي نشتوالی و، که موږ هغه مهال د واکسین په ګټو پوهېدلای نو هغوی به مو واکسین کړي وای او اوس به روغ وای.»

دی زیاتوي، هغه مهال په دغه ولایت کې سیمه ییزې رسنۍ نه وې چې خلکو ته یې پوهاوی ورکړی وای خو اوس چې شته نو له لارې یې ډېر خلک د واکسین په ګټو خبر شوي دي.

هغه د بېلګې په توګه د خپلې ولسوالۍ یادونه وکړه چې اوس په کې داسې څوک نشته چې د خپلو ماشومانو له واکسینولو ډډه وکړي.

د پولیو واکسین کمپاین رضاکاران هم په دې باور دي چې سیمه ییزو رسنیو له دوی سره د خلکو د همکارۍ او ملاتړ په خپلولو کې مهم رول لوبولی دی.

د محب الله په نوم یو رضاکار وايي: «کله چې موږ د پولیو واکسین کمپاینونو پر مهال کلیو ته ځو، خلک راته وایي چې د رسنیو له لارې د پولیو واکسین په اهمیت خبر شوي دي، رسنیو د خلکو شکونه او اندېښنې له منځه وړې دي او له همدې کبله ټول خلک اوس په کمپاینونو کې له موږ سره همکاري کوي.»

دی زیاتوي، د پخوا په پرتله اوس خلک په پراخه کچه پوهېدلي چې د پولیو واکسین د دوی د ماشومانو لپاره مهم دی او په ډېره لېوالتیا یې واکسینوي.

د سیمه‌ییزو رسنیو هڅې په هلمند کې د پولیو د مخنیوي په برخه کې یو له لویو بریاوو څخه بلل کېږي. د رسنیو په مرسته، هغه اندیښنې چې پخوا د واکسین په اړه موجودې وې، اوس تر ډېره لېرې شوې او د خلکو د عامه پوهاوي کچه لوړه شوې ده.

 

سعید زابلی، له پولیو خلاص افغانستان

مخکینۍ موضوع
د ذهنیت بدلون، د ژوند بدلون؛ د پولیو په مخنیوي کې د سوشل موبلایزرانو هڅې
بله موضوع
د روغتیا سفیرانې: هغوی چې د ماشومانو راتلونکی خوندي کوي

اړوند مطالب

هغه خاطره چې د ماشومانو د خوندي کولو په ژمنه بدله شوه

د یوې ماشومې د فلج کېدو تجربې نصیب الله حسین‌خېل...

له لومړیو ګامونو تر لوی مسوولیت پورې؛ د ماشومانو د ساتنې لپاره د جنت ګل هڅې

جنت ګل احساس د پولیو پر وړاندې مبارزه د یوه...

  • هغه خاطره چې د ماشومانو د خوندي کولو په ژمنه بدله شوهمې 31, 2026
  • له لومړیو ګامونو تر لوی مسوولیت پورې؛ د ماشومانو د ساتنې لپاره د جنت ګل هڅېمې 25, 2026
  • په روان کال کې د پولیو واکسین دویم فرعي ملي کمپاین پیل شومې 17, 2026
  • څلور لسیزې ژمنتیا: د ماشومانو د خوندیتوب لپاره د محی‌الدین سفر چې لا هم روان دیمې 16, 2026
  • هره اوږده لاره، د یوه ماشوم لپارهمې 10, 2026
  • پر سختو لارو د هیلو پلونه؛ په پچېراګام کې د پولیو ضد مبارزهاپریل 30, 2026
  • د ژوند ژغورنې دوولس کلن مزل، د فیضي الله فیضي د هڅو کیسهاپریل 25, 2026
  • د دولت‌شاه په درو کې د پولیو ضد مبارزه؛ د حمید ۱۳ کلنې هڅېاپریل 15, 2026
  • په روان کال کې د پولیو واکسین لومړی ملي کمپاین پیل شواپریل 12, 2026
  • په پنجشېر کې د پولیو مخنیوی؛ د سونم او د هغې د همکارانو دوامداره هڅېاپریل 10, 2026
Copyright ©2020 Polio Free Afghanistan. All Rights Reserved
  • Private Policies
  • Terms & Conditions
SearchPostsLogin
سه شنبه, 25, Apr
د ۲۰۲۲ کال لپاره د پولیو د واکسین لومړنی کمپاین روان دی
یکشنبه, 31, May
هغه خاطره چې د ماشومانو د خوندي کولو په ژمنه بدله شوه
دوشنبه, 25, May
له لومړیو ګامونو تر لوی مسوولیت پورې؛ د ماشومانو د ساتنې لپاره د جنت ګل هڅې
یکشنبه, 17, May
په روان کال کې د پولیو واکسین دویم فرعي ملي کمپاین پیل شو
شنبه, 16, May
څلور لسیزې ژمنتیا: د ماشومانو د خوندیتوب لپاره د محی‌الدین سفر چې لا هم روان دی
یکشنبه, 10, May
هره اوږده لاره، د یوه ماشوم لپاره
پنجشنبه, 30, Apr
پر سختو لارو د هیلو پلونه؛ په پچېراګام کې د پولیو ضد مبارزه

Welcome back,