• English
  • دری
له پولیو څخه پاک افغانستان
  • Menu Canvas
    • پښتو
      • English
      • دری
    • Home
      • About Polio Vaccine
      • Global Polio Situation
      • History of Polio
    • Polio Afghanistan
      • Program Structure
      • Polio Eradication Strategy
      • Communication
      • Surveillance
      • Case Studies on East
    • Resources
      • Key Publications
      • Guidelines and SOPs
      • Faqs
    • Polio Updates
      • Monthly Snapshot
    • Media
      • Gallery
      • Video Gallery
      • Press Releases
    • Contact
  • English
  • دری
له پولیو څخه پاک افغانستان
  • د پولیو په اړه
    • د پولیو واکسین
    • د پولیو تاریخ
    • د پولیو نړۍوال وضعیت
  • پولیو په افغانستان کې
    • د پروګرام جوړښت
    • د پولیو د له منځه وړلو تګلاره
    • څارنه
    • ارتباطات
    • د پېښې مطالعه
  • سرچینې
    • لارښوونې او معیاري عملیاتي کړنلارې
    • کلیدي خپرونې
    • ډېرې پوښتل شوې پوښتنې
  • د پولیو تازه معلومات
    • د ساحې کیسې
    • د پولیو پېښې
    • میاشتنی انځور
    • کلیدي خپرونې
  • رسنۍ
    • خبرپاڼې
    • د انځورونو ګالري
    • ویډیو ګالری
  • د اړیکو مرکز
  • له موږ سره اړیکه

د روغتیا سفیرانې: هغوی چې د ماشومانو راتلونکی خوندي کوي

Homepage د ساحې کیسې د روغتیا سفیرانې: هغوی چې د ماشومانو راتلونکی خوندي کوي

د روغتیا سفیرانې: هغوی چې د ماشومانو راتلونکی خوندي کوي

PolioFreeAfghanistan
اکتوبر 13, 2024
د ساحې کیسې

بلخ، افغانستان (۲۲ تله ۱۴۰۳) – د بلخ په مرکز مزارشریف ښار کې د پولیو واکسین کمپاینونو دوې رضاکارانې انیسه او سعدیه هره ورځ په دې هیله له خپلو کورونو وځي څو ماشومان د پولیو له خطرناکې ناروغۍ څخه خوندي کړي.

خو د دوی کار یوازې د واکسین ورکول نه دي، بلکې د کورنیو تر منځ د پولیو واکسین په اړه د ناسمو باورونو د له منځه وړلو هڅې هم کوي.

انیسه چې له تېرو څو کلونو راهیسې د پولیو واکسین په کمپاینونو کې د سوپروایزرې په توګه کار کوي، زرګونو ماشومانو ته د واکسین رسولو تر څنګ یې لسګونه هغه کورنۍ هم د خپلو ماشومانو واکسینولو ته هڅولې چې مخکې یې نه واکسینول.

دا وايي: «د پولیو واکسین کمپاین د یوې کارکوونکې په توګه مې یوازې ماشومانو ته د واکسین په رسولو بسنه نه ده کړې، بلکې تل مې هڅه کړې چې په ټولنه کې د پولیو واکسین د ارزښت په اړه پوهاوی ډېر کړم او انکاري کورنیو ته قناعت ورکړم څو خپل ماشومان واکسین کړي.»

هغه خپلو تجربو ته په پام زیاتوي چې له انکاري کورنیو سره د پولیو واکسین په اړه خبرې او هغوی ته قناعت ورکول اسانه چاره نه ده، بلکې ځانګړی مهارت او ډېره حوصله غواړي.

دې وویل: «کله چې موږ له داسې کورنیو سره مخ کېږو چې د خپلو ماشومانو له واکسینولو انکار کوي، نو هڅه کوو د هغوی د انکار اصلي لامل پیدا کړو، زموږ کار دا دی چې په نرمۍ د هغوی خبرې واورو او په ډېر مهارت هغوی ته د واکسین د ګټو په اړه کره معلومات ورکړو.»

 

د بلخ په مرکز مزارشریف ښار کې د پولیو واکسین کمپاینونو دوې رضاکارانې انیسه او سعدیه هره ورځ په دې هیله له خپلو کورونو وځي څو ماشومان د پولیو له خطرناکې ناروغۍ څخه خوندي کړي © له پولیو خلاص افغانستان/ ۱۴۰۳/ عبدالصبور سیرت

 

انیسه همدارنګه یادونه کوي چې ځینې کورنۍ د دیني او فرهنګي باورونو له مخې خپلو ماشومانو ته د پولیو واکسین نه ورکوي چې په داسې حالت کې بیا له سیمه ییزو دیني عالمانو مرسته غواړي څو کورنۍ قانع کړي چې د پولیو وکسین د اسلام له نظره نه یوازې دا چې کوم مشکل نه لري، بلکې د ماشومانو د خوندیتوب لپاره مهم دی.

د انیسې تر څنګ سعدیه بل هغه زیارکښه رضاکاره ده چې له پولیو ناروغۍ څخه د ماشومانو د خوندیتوب په برخه کې یې ډېرې هڅې کړې دي.

دا وايي، که څه هم د خپل کار پر مهال د کورنیو له لوري له ناسم چلند سره مخ شوې او آن کله نا کله سخت الفاظ ورته کارول شوي خو بیا یې هم حوصله له لاسه نه ده ورکړې، ځکه د دې هدف د ماشومانو خوندي کول دي.

هغه زیاتوي: «ما ته د ماشومانو روغتیا تر ټولو مهمه ده، کله چې زه ماشومان واکسینوم نو داسې احساسوم چې د هغوی د ښې راتلونکې لپاره یو لوی ګام اخلم.»

د دې تر څنګ دا یادونه کوي چې کورنیو ته د پولیو ناروغۍ د زیانونو او د واکسن د ګټو په اړه پوهاوی هم ورکوي څو په دې اړه یې معلومات لا ډېر شي.

هغې وویل: «زه له هرې کورنۍ سره داسې چلند کوم لکه هغوی چې زما خپلوان وي، زه هغوی ته وایم چې واکسین ستاسې د ماشومانو د راتلونکي لپاره ډېر مهم دی، هر وخت چې یو پلار یا مور قانع کېږي او خپل ماشوم ته واکسین ورکوي نو دا زما لپاره د خوښۍ شېبه وي، زما هیله دا ده چې د هېواد ټول ماشومانو له دې خطرناکې ناروغۍ څخه وژغورل شي.

د مزار شریف ښار اوسېدونکی نور محمد اسحق‌زی، چې مخکې د پولیو واکسین مخالف و، اوس د پولیو واکسین یو له پیاوړو ملاتړو څخه دی.

هغه وايي: «ما په پیل کې فکر کاوه چې واکسین زموږ ماشومانو ته زیان رسوي او زموږ له دین سره په ټکر کې دی، خو وروسته له هغه چې انیسې او سعدیې د واکسین د ارزښت په اړه کره معلومات راکړل نو پوه شوم چې دا د پولیو له خطرناکې ناروغۍ څخه د ماشومانو د خوندیتوب یوازینۍ وسیله ده.»

د پولیو واکسین کمپاین رضاکاران، لکه انیسه او سعدیه، د ټولنې په روغتیا ساتنه کې بنسټیز رول لوبوي. د دوی مینه، زغم، او ژمنتیا یوازې د واکسین تر تطبیق پورې نه محدودېږي، بلکې د هېواد د ماشومانو لپاره د امید څراغ بلوي؛ هر واکسین شوی ماشوم د یوې بریا نښه ده او هر قانع شوی پلار د یوه روښانه راتلونکي لپاره یو ګام دی.

 

عبدالصبور سیرت، له پولیو خلاص افغانستان

مخکینۍ موضوع
په هلمند کې د پولیو د مخنیوي لپاره د سیمه‌ییزو رسنیو اغېزناکې هڅې
بله موضوع
د هرات حوزوي روغتون؛ له پولیو څخه د ماشومانو د ژغورنې سنګر

اړوند مطالب

هغه خاطره چې د ماشومانو د خوندي کولو په ژمنه بدله شوه

د یوې ماشومې د فلج کېدو تجربې نصیب الله حسین‌خېل...

له لومړیو ګامونو تر لوی مسوولیت پورې؛ د ماشومانو د ساتنې لپاره د جنت ګل هڅې

جنت ګل احساس د پولیو پر وړاندې مبارزه د یوه...

  • هغه خاطره چې د ماشومانو د خوندي کولو په ژمنه بدله شوهمې 31, 2026
  • له لومړیو ګامونو تر لوی مسوولیت پورې؛ د ماشومانو د ساتنې لپاره د جنت ګل هڅېمې 25, 2026
  • په روان کال کې د پولیو واکسین دویم فرعي ملي کمپاین پیل شومې 17, 2026
  • څلور لسیزې ژمنتیا: د ماشومانو د خوندیتوب لپاره د محی‌الدین سفر چې لا هم روان دیمې 16, 2026
  • هره اوږده لاره، د یوه ماشوم لپارهمې 10, 2026
  • پر سختو لارو د هیلو پلونه؛ په پچېراګام کې د پولیو ضد مبارزهاپریل 30, 2026
  • د ژوند ژغورنې دوولس کلن مزل، د فیضي الله فیضي د هڅو کیسهاپریل 25, 2026
  • د دولت‌شاه په درو کې د پولیو ضد مبارزه؛ د حمید ۱۳ کلنې هڅېاپریل 15, 2026
  • په روان کال کې د پولیو واکسین لومړی ملي کمپاین پیل شواپریل 12, 2026
  • په پنجشېر کې د پولیو مخنیوی؛ د سونم او د هغې د همکارانو دوامداره هڅېاپریل 10, 2026
Copyright ©2020 Polio Free Afghanistan. All Rights Reserved
  • Private Policies
  • Terms & Conditions
SearchPostsLogin
سه شنبه, 25, Apr
د ۲۰۲۲ کال لپاره د پولیو د واکسین لومړنی کمپاین روان دی
یکشنبه, 31, May
هغه خاطره چې د ماشومانو د خوندي کولو په ژمنه بدله شوه
دوشنبه, 25, May
له لومړیو ګامونو تر لوی مسوولیت پورې؛ د ماشومانو د ساتنې لپاره د جنت ګل هڅې
یکشنبه, 17, May
په روان کال کې د پولیو واکسین دویم فرعي ملي کمپاین پیل شو
شنبه, 16, May
څلور لسیزې ژمنتیا: د ماشومانو د خوندیتوب لپاره د محی‌الدین سفر چې لا هم روان دی
یکشنبه, 10, May
هره اوږده لاره، د یوه ماشوم لپاره
پنجشنبه, 30, Apr
پر سختو لارو د هیلو پلونه؛ په پچېراګام کې د پولیو ضد مبارزه

Welcome back,