• English
  • دری
له پولیو څخه پاک افغانستان
  • Menu Canvas
    • پښتو
      • English
      • دری
    • Home
      • About Polio Vaccine
      • Global Polio Situation
      • History of Polio
    • Polio Afghanistan
      • Program Structure
      • Polio Eradication Strategy
      • Communication
      • Surveillance
      • Case Studies on East
    • Resources
      • Key Publications
      • Guidelines and SOPs
      • Faqs
    • Polio Updates
      • Monthly Snapshot
    • Media
      • Gallery
      • Video Gallery
      • Press Releases
    • Contact
  • English
  • دری
له پولیو څخه پاک افغانستان
  • د پولیو په اړه
    • د پولیو واکسین
    • د پولیو تاریخ
    • د پولیو نړۍوال وضعیت
  • پولیو په افغانستان کې
    • د پروګرام جوړښت
    • د پولیو د له منځه وړلو تګلاره
    • څارنه
    • ارتباطات
    • د پېښې مطالعه
  • سرچینې
    • لارښوونې او معیاري عملیاتي کړنلارې
    • کلیدي خپرونې
    • ډېرې پوښتل شوې پوښتنې
  • د پولیو تازه معلومات
    • د ساحې کیسې
    • د پولیو پېښې
    • میاشتنی انځور
    • کلیدي خپرونې
  • رسنۍ
    • خبرپاڼې
    • د انځورونو ګالري
    • ویډیو ګالری
  • د اړیکو مرکز
  • له موږ سره اړیکه

د ذهنیت بدلون، د ژوند بدلون؛ د پولیو په مخنیوي کې د سوشل موبلایزرانو هڅې

Homepage د ساحې کیسې د ذهنیت بدلون، د ژوند بدلون؛ د پولیو په مخنیوي کې د سوشل موبلایزرانو هڅې

د ذهنیت بدلون، د ژوند بدلون؛ د پولیو په مخنیوي کې د سوشل موبلایزرانو هڅې

PolioFreeAfghanistan
اکتوبر 12, 2024
د ساحې کیسې

بدخشان، افغانستان (۲۱ تله ۱۴۰۳) – په افغانستان کې د پولیو ناروغۍ په مخنیوي کې د ټولنیزو مبلغینو/سوشل موبلایزرانو رول تر پخوا زیات شوی دی.

نازنین احمدي او محمد احسان د دغه ډول زیارکښو مبلغینو له ډلې څخه دي چې د دې مبارزې په لومړۍ کرښه کې ولاړ دي.

نازنین له تېرو دریو کلونو او محمد احسان له تېرو څلور کلونو راهیسې د ځانګړو تجربو او تګلارو په لرلو توانېدلي لسګونه داسې کورنۍ د خپلو ماشومانو واکسینولو ته قانع کړي چې د ناسمو باورونو او اوازو له امله یې هغوی ته د واکسین نه ورکولو پرېکړه کړې وه.

نازنین احمدي په دې برخه کې د خپلو لاسته راوړنو په یادولو د هغې کورنۍ کیسه کوي چې خپلو ماشومانو ته یې د پولیو واکسین له ورکولو انکار کړی و، خو په پایله کې قانع شوه څو خپل ماشومان واکسین کړي.

دغه کورنۍ د ناسمو باورونو او اوازو تر اغېز لاندې راغلي وه او ګومان یې کاوه چې د پولیو واکسین ماشومان شنډوي او د هغوی روغتیا ته زیانمنوي.

دا وايي: «ما یوه میاشت پرله‌پسې له دغې کورنۍ سره خبرې وکړې، هغوی ته مې د پولیو واکسین د ګټو رښتیني مثالونه او طبي شواهد وړاندې کړل او بالاخره مې دا کورنۍ وهڅوله چې خپل ماشومان واکسین کړي او د پولیو له خطرناکې ناروغۍ څخه یې وژغوري.»

د دې په وینا، هر ځل چې د دې د هڅو په پایله کې یوه کورنۍ تصمیم نیسي څو خپل ماشومان واکسین کړي، نو داسې احساسوي چې ګواکې د پولیو له منځه وړلو لوی هدف ته یو ګام نوره هم نژدې شوې ده.

هغه باور لري چې د خلکو د منفي لیدلورو د بدلولو غوره لاره دا ده څو له هغوی سره په ساده ژبه خبرې وشي او د ورځني ژوند حقیقي بېلګې ورته وړاندې شي.

دا له والدینو غوښتنه کوي چې شکونه پرېږدي او د خپلو ماشومانو د راتلونکي روغتیا په اړه فکر وکړي.

دې وویل: «واکسین هغه ارزښتناکه وسیله ده چې د ماشومانو ژوند له پولیو ناروغۍ څخه خوندي کوي، که غواړو چې ماشومان مو سبا د کورنۍ او ټولنې د اوږو بار نه وي نو نن یې باید په منظم ډول واکسین کړو.»

 

نازنین له تېرو دریو کلونو او محمد احسان له تېرو څلور کلونو راهیسې د ځانګړو تجربو او تګلارو په لرلو توانېدلي لسګونه داسې کورنۍ د خپلو ماشومانو واکسینولو ته قانع کړي چې د ناسمو باورونو او اوازو له امله یې هغوی ته د واکسین نه ورکولو پرېکړه کړې وه © له پولیو خلاص افغانستان/۱۴۰۳/ رقیبه حمیدي

 

محمد احسان د نازنین همکار دی چې تر ډېره یې تمرکز د کورنیو نارینه مشرانو ته په پوهاوي او قناعت ورکولو ور ټول دی.

د ده په باور، په ډېرو کورنیو کې تصمیم نیوونکي نارینه دي ځکه نو لومړی باید هغوی ته د پولیو واکسین په اړه پوهاوی او قناعت ورکړل شي.

هغه وایي، له خلکو سره یې د واکسین پر اهمیت ګڼې ناستې کړې او له دې لارې یې د خپل مسوولیت په ساحه کې ډېر بدلونونه راوستلي دي.

احسان زیاته کړه: «زما تر ټولو لویه لاسته راوړنه هغه مهال وه چې د کلي یوه مشر حاجي میر اغا ته مې قناعت ورکړ چې واکسین ماشومان د پولیو له فلجوونکې او وژونکې ناروغۍ څخه خوندي کوي، کله چې هغه د واکسین تایید وکړ نو ډېرو کورنیو د پولیو واکسین په کمپاینونو کې برخه واخیسته او خپل ماشومان یې واکسین کړل.»

هغه کورنۍ چې مخکې یې د خپلو ماشومانو له واکسینولو ډډه کوله او وروسته د ټولنیزو مبلغینو د هڅو په پایله کې د خپلو ماشومانو واکسینولو ته قانع شوې دي، خوشحاله دي چې سم تصمیمونه یې نیولي دي.

یوه له دغو کورنیو د امان الله کورنۍ ده چې وايي، مخکې یې فکر کاوه واکسین د ماشومانو روغتیا ته زیان رسوي.

هغه وویل: «موږ داسې اوازې اورېدلې وې چې ګواکې د پولیو واکسین ماشومان شنډوي نو ځکه مو خپل ماشومان نه واکسینول خو کله چې نازنین محمدي څو ځلې راغله او موږ ته یې حقیقي معلومات له حقیقي بېلګو سره وړاندې کړل نو پوه شوو چې واکسین زیان نه لري بلکې ماشومان له پولیو ناروغۍ څخه خوندي کوي.»

دغه راز د صدف په نوم یوه مور هم وايي چې کله ټولنیز مبلغ دې ته سم معلومات ورکړل او په خپل ګاونډ کې یې هغه ماشومان ولیدل چې واکسین شوي وو، نو پوه شوه چې د پولیو وکسین هیڅ زیان نه لري.

دا زیاتوي: «اوس خپل ماشومان په منظم ډول واکسینوم او خوشحاله یم چې د هغوی د روغتیا په موخه مو سمه پرېکړه کړې ده.»

په بدخشان کې د نازنین احمدي او محمد احسان په څېر سوشل موبلایزرانو هڅو ثابته کړې چې په پرله‌پسې توګه د پوهاوي په ډېرولو او د کره معلوماتو په وړاندې کولو د خلکو د ذهنیت بدلول او د ټولنې د باورونو رغول ممکن دي.

دا د پولیو د له منځه وړلو په لاره کې ستر ګام او راتلونکي نسل ته د یوې روښانه راتلونکې د برابرولو هڅه ده.

که د داسې سوشل موبلایزرانو ملاتړ او هڅې دوام ومومي، نو لرې نه ده چې پولیو به په افغانستان کې بشپړه له منځه ولاړه شي، او ماشومان به له دغه خطره خوندي پاتې شي.

 

رقیبه حمیدي، له پولیو خلاص افغانستان

مخکینۍ موضوع
هیله بخښونکی اتل؛ «الهام» د روغتیا ساتنې له لارې د پولیو او نورو ناروغیو مخه نیسي
بله موضوع
په هلمند کې د پولیو د مخنیوي لپاره د سیمه‌ییزو رسنیو اغېزناکې هڅې

اړوند مطالب

سیف‌الله؛ د ماشومانو د روغتیا لپاره نهه کاله رضاکارانه خدمت

۲۸ کلن سیف‌الله له تېرو نهو کلونو راهیسې د پولیو...

نګینه؛ د پولیو پر وړاندې د مبارزې په لومړۍ کرښه کې

د پولیو واکسین کمپاینونو کې یوه ژمنه رضاکاره، چې د...

  • سیف‌الله؛ د ماشومانو د روغتیا لپاره نهه کاله رضاکارانه خدمتجولای 30, 2026
  • نګینه؛ د پولیو پر وړاندې د مبارزې په لومړۍ کرښه کېجولای 23, 2026
  • هر واکسین شوی ماشوم؛ د خوندي راتلونکي پر لور یو ګام دیجولای 15, 2026
  • د ژمنتیا هغه مزل چې موخه یې د ماشومانو خوندي راتلونکی دیجولای 8, 2026
  • یوه صحنه، یوه پرېکړهجون 30, 2026
  • یو خوستی ځوان له تېرو اتو کلونو راهیسې د ماشومانو د خوندي راتلونکي لپاره هڅې کويجون 22, 2026
  • د ماشومانو د خوندي راتلونکي لپاره د یوه ځوان ژمنتیاجون 14, 2026
  • د پولیو/ګوزڼ ضد جزوي زرقي واکسین (fIPV) او د څاڅکو واکسین (OPV) ګډ کمپاین پيل شوجون 13, 2026
  • «پولیو مې بدن محدود کړ، خو هیلې مې ژوندۍ دي»؛ د محمد سلیم کیسهجون 8, 2026
  • هغه خاطره چې د ماشومانو د خوندي کولو په ژمنه بدله شوهمې 31, 2026
Copyright ©2020 Polio Free Afghanistan. All Rights Reserved
  • Private Policies
  • Terms & Conditions
SearchPostsLogin
سه شنبه, 25, Apr
د ۲۰۲۲ کال لپاره د پولیو د واکسین لومړنی کمپاین روان دی
پنجشنبه, 30, Jul
سیف‌الله؛ د ماشومانو د روغتیا لپاره نهه کاله رضاکارانه خدمت
پنجشنبه, 23, Jul
نګینه؛ د پولیو پر وړاندې د مبارزې په لومړۍ کرښه کې
چهارشنبه, 15, Jul
هر واکسین شوی ماشوم؛ د خوندي راتلونکي پر لور یو ګام دی
چهارشنبه, 8, Jul
د ژمنتیا هغه مزل چې موخه یې د ماشومانو خوندي راتلونکی دی
سه شنبه, 30, Jun
یوه صحنه، یوه پرېکړه
دوشنبه, 22, Jun
یو خوستی ځوان له تېرو اتو کلونو راهیسې د ماشومانو د خوندي راتلونکي لپاره هڅې کوي

Welcome back,