• English
  • دری
له پولیو څخه پاک افغانستان
  • Menu Canvas
    • پښتو
      • English
      • دری
    • Home
      • About Polio Vaccine
      • Global Polio Situation
      • History of Polio
    • Polio Afghanistan
      • Program Structure
      • Polio Eradication Strategy
      • Communication
      • Surveillance
      • Case Studies on East
    • Resources
      • Key Publications
      • Guidelines and SOPs
      • Faqs
    • Polio Updates
      • Monthly Snapshot
    • Media
      • Gallery
      • Video Gallery
      • Press Releases
    • Contact
  • English
  • دری
له پولیو څخه پاک افغانستان
  • د پولیو په اړه
    • د پولیو واکسین
    • د پولیو تاریخ
    • د پولیو نړۍوال وضعیت
  • پولیو په افغانستان کې
    • د پروګرام جوړښت
    • د پولیو د له منځه وړلو تګلاره
    • څارنه
    • ارتباطات
    • د پېښې مطالعه
  • سرچینې
    • لارښوونې او معیاري عملیاتي کړنلارې
    • کلیدي خپرونې
    • ډېرې پوښتل شوې پوښتنې
  • د پولیو تازه معلومات
    • د ساحې کیسې
    • د پولیو پېښې
    • میاشتنی انځور
    • کلیدي خپرونې
  • رسنۍ
    • خبرپاڼې
    • د انځورونو ګالري
    • ویډیو ګالری
  • د اړیکو مرکز
  • له موږ سره اړیکه

د پولیو مخنیوي لارې چارې؛ د واکسین تر څنګ نور اقدامات

Homepage د ساحې کیسې د پولیو مخنیوي لارې چارې؛ د واکسین تر څنګ نور اقدامات

د پولیو مخنیوي لارې چارې؛ د واکسین تر څنګ نور اقدامات

PolioFreeAfghanistan
سپتمبر 8, 2024
د ساحې کیسې

رقیبه حمیدي

بدخشان، افغانستان (۱۸ وږی ۱۴۰۳) – پولیو چې د ماشومانو د ګوزڼ په نوم هم یادېږي، یوه خطرناکه ساري ناروغي ده چې د ماشومانو د فلج او آن مړینې لامل کېدای شي.

پولیو واکسین د دغې ناروغۍ د مخنیوي تر ټولو اغېزناکه او اساسي لاره ګڼل کېږي، خو تر څنګ یې یو لړ نور اقدامات او لارې چارې هم شته چې د پولیو ویروس د خپرېدو په مخنیوي کې رول لري.

 

روغتیا ساتنه یا حفظ الصحه

د روغتیا برخې پوهان په دې باور دي چې د پولیو ناروغۍ په مخنیوي کې د حفظ الصحې مراعاتول مهم رول لري.

په بدخشان کې د ډاکټر عبدالرحیم برهاني په نوم د ماشومانو د ناروغیو متخصص وايي: «پولیو ویروس ډېری وخت د ککړو اوبو او خوړو له لارې خپرېږي، په هغو سیمو کې چې د حفظ الصحې او اوبو وضعیت ښه نه وي، ویروس په چټکۍ خپرېږي.»

په همدغه اساس نوموړی د واکسین تر څنګ د حفظ الصحې مراعاتولو، پاکو اوبو او خوړو ته پر لاسرسي ټینګار کوی.

په ډېرو کلیوالو سیمو کې د تشنابونو او د فضله موادو د سم مدیریت نشتون هم د ویروس د خپرېدو چانس زیاتوي. د دې ستونزې د حل لپاره ډاکټر عبدالرحیم برهاني وړاندیز کوي، په دغه ډول سیمو کې باید د عامه تشنابونو اسانتیاوې برابرې او د حفظ الصحې تعلیمي پروګرامونه پلي شي.

د پولیو واکسین کمپاین یوه واکسنیاتوره فریده احمدي هم وايي، چې د پولیو ناروغۍ د مخنیوي په موخه د ماشومانو د واکسینولو تر څنګ د حفظ الصحې مراعاتول، پاکو اوبو او پاکو خوړو ته لاسرسی ډېر مهم دی.

هغه زیاتوي: «د پولیو واکسین کمپاین د کارکوونکو په توګه چې موږ کله هم ماشومان واکسینوو نو والدینو ته یې حتما توصیه کوو څو حفظ الصحه مراعات کړي، ماشومان او لویان باید تشناب ته له تګ وروسته او له خوراک مخکې خپل لاسونه په اوبو او صابون ومینځي، دغه راز د اوبو او خوړو پاکوالي ته هم باید پام وشي.»

د دې په باور که پورتنیو مواردو ته جدي توجه و نه شي نو د پولیو ویروس په اسانۍ خپرېږي.

 

د روغتیا برخې پوهان په دې باور دي چې د پولیو ناروغۍ په مخنیوي کې د حفظ الصحې مراعاتول مهم رول لري © له پولیو خلاص افغانستان/۱۴۰۳/ رقیبه حمیدي

 

شکیلا یوه مور ده چې د مرکز فیض اباد په یوه کلیواله سیمه کې ژوند کوي، هغه نه یوازې د کور د چارو مسوولیت لري، بلکې د خپلو دریو ماشومانو روغتیا ساتنې ته هم پام کوي.

دا وايي، په داسې یوه چاپېریال کې چې پاکو اوبو او روغتیایي خدمتونو ته د لاس رسي کچه ټیټه ده، د حفظ الصحې مراعاتول او د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی که څه هم سخت کار دی، خو یوه جدي اړتیا ده.

هغې زیاته کړه: «کله چې واکسیناتوران زموږ کلي ته راغلل، زما یوازینی فکر دا و چې خپل ماشومان واکسین کړم څو له پولیو ناروغۍ څخه خوندي پاتې شي، خو هغوی راته وویل چې د واکسین تر څنګ د چاپېریال او ځان پاک ساتل، د لاسونو مینځل، د پاکو اوبو کارول او د خوړو پاک ساتل هغه لارې چارې دي چې د پولیو ویروس د خپرېدو مخنیوی کوي.»

د دې په هغه خبره، له هماغې ورځې وروسته نه یوازې په خپله دا موارد عملي کوي، بلکې نورو ته یې هم د عملي کولو سپارښتنه کوي.

شکیلا په پای کې وايي: «د یوې مور په توګه زما دنده یوازې دا نه ده چې خپل ماشومان واکسین کړم، بلکې باید ډاډ ترلاسه کړم چې دوی په پاک چاپېریال کې ژوند کوي، حفظ الصحه زموږ د ماشومانو د روغتیا ساتلو بنسټ دی او زه هڅه کوم چې دا اصول په خپل کور کې عملي کړم.»

د شکیلا تجربه یوه ښه بېلګه ده چې څنګه مېندې د خپلو ماشومانو روغتیا ته په کوچنیو، خو مهمو ګامونو سره پام کوي، او څنګه د واکسین تر څنګ د حفظ الصحې په مراعاتولو ماشومان له خطرناکو ناروغیو لکه پولیو څخه خوندي وساتي.

 

پایله: د ګډو هڅو او یو ټولنیز چتر اړتیا

د پولیو د مخنیوي لپاره یوازې واکسین بسنه نه کوي، بلکې دا کار له ډاکټرانو، روغتیایي کارکوونکو، مېندو، او د ټولنې له نورو غړو ګډې هڅې او ژمنتیا غواړي.

د حفظ الصحې مراعات، د پاکو اوبو برابرول، د فضله موادو سم مدیریت او د عامه پوهاوي لوړول هغه کلیدي فکتورونه دي چې د پولیو ویروس د خپرېدو مخه نیولای شي.

واکسین یوازې د یوې پراخې استراتیژۍ یوه برخه ده، او که دا ټولې لارې چارې په ګډه وکارول شي نو موږ کولی شو په مؤثره توګه له خپل هېواد څخه د پولیو ناروغي د تل لپاره ورکه کړو.

مخکینۍ موضوع
له پولیو ناروغۍ څخه د ماشومانو د خوندیتوب لپاره د محمد هڅې
بله موضوع
په هرات کې د پوهاوي ډېرولو او واکسین ته د کورنیو د هڅولو کوښښونه

اړوند مطالب

پر سختو لارو د هیلو پلونه؛ په پچېراګام کې د پولیو ضد مبارزه

ننګرهار، افغانستان (۱۰ غویی ۱۴۰۵) - د ننګرهار د پچېراګام...

د ژوند ژغورنې دوولس کلن مزل، د فیضي الله فیضي د هڅو کیسه

لوګر، افغانستان (۵ غویی ۱۴۰۵) – د لوګر ولایت د...

Copyright ©2020 Polio Free Afghanistan. All Rights Reserved
  • Private Policies
  • Terms & Conditions
SearchPostsLogin
سه شنبه, 25, Apr
د ۲۰۲۲ کال لپاره د پولیو د واکسین لومړنی کمپاین روان دی
پنجشنبه, 30, Apr
پر سختو لارو د هیلو پلونه؛ په پچېراګام کې د پولیو ضد مبارزه
شنبه, 25, Apr
د ژوند ژغورنې دوولس کلن مزل، د فیضي الله فیضي د هڅو کیسه
چهارشنبه, 15, Apr
د دولت‌شاه په درو کې د پولیو ضد مبارزه؛ د حمید ۱۳ کلنې هڅې
یکشنبه, 12, Apr
په روان کال کې د پولیو واکسین لومړی ملي کمپاین پیل شو
جمعه, 10, Apr
په پنجشېر کې د پولیو مخنیوی؛ د سونم او د هغې د همکارانو دوامداره هڅې
دوشنبه, 30, Mar
د پټ خطر پر وړاندې ښکاره بدلون

Welcome back,