• English
  • دری
له پولیو څخه پاک افغانستان
  • Menu Canvas
    • پښتو
      • English
      • دری
    • Home
      • About Polio Vaccine
      • Global Polio Situation
      • History of Polio
    • Polio Afghanistan
      • Program Structure
      • Polio Eradication Strategy
      • Communication
      • Surveillance
      • Case Studies on East
    • Resources
      • Key Publications
      • Guidelines and SOPs
      • Faqs
    • Polio Updates
      • Monthly Snapshot
    • Media
      • Gallery
      • Video Gallery
      • Press Releases
    • Contact
  • English
  • دری
له پولیو څخه پاک افغانستان
  • د پولیو په اړه
    • د پولیو واکسین
    • د پولیو تاریخ
    • د پولیو نړۍوال وضعیت
  • پولیو په افغانستان کې
    • د پروګرام جوړښت
    • د پولیو د له منځه وړلو تګلاره
    • څارنه
    • ارتباطات
    • د پېښې مطالعه
  • سرچینې
    • لارښوونې او معیاري عملیاتي کړنلارې
    • کلیدي خپرونې
    • ډېرې پوښتل شوې پوښتنې
  • د پولیو تازه معلومات
    • د ساحې کیسې
    • د پولیو پېښې
    • میاشتنی انځور
    • کلیدي خپرونې
  • رسنۍ
    • خبرپاڼې
    • د انځورونو ګالري
    • ویډیو ګالری
  • د اړیکو مرکز
  • له موږ سره اړیکه

رجب محمد؛ په بدخشان کې د پولیو په وړاندې د مبارزې مخکښ

Homepage غوره کیسې رجب محمد؛ په بدخشان کې د پولیو په وړاندې د مبارزې مخکښ

رجب محمد؛ په بدخشان کې د پولیو په وړاندې د مبارزې مخکښ

PolioFreeAfghanistan
جولای 24, 2024
غوره کیسې

رقیبه حمیدی

بدخشان، افغانستان (۳ زمری ۱۴۰۳) – د بدخشان ولایت په مرکز فیض اباد کې د رجب محمد ثبات په نوم یوه کس د خپلې ژمنتیا او نه ستړې کېدونکو هڅو په پایله کې زرګونه ماشومان له ګوزڼ ناروغۍ څخه ژغورلي دي.

نوموړی د پولیو واکسین کمپاین اړوند د یوه همغږي کوونکي په توګه له تېرو پنځو کلونو راهیسې کار کوي او د دې وژونکې ناروغۍ له منځه وړلو ته کلک عزم او اراده لري.

رجب محمد چې ۴۴ کاله عمر لري، له پامیر انسټیټوټ له نرسنګ څانګې فارغ شوی او له خپلې پوهې او تجربې په ګټې اخیستو زیار باسي څو کورنیو ته د واکسین د ارزښت په اړه قناعت ورکړي.

هغه وايي: “په خپله پنځه کلنه کاري موده کې مې ګڼ شمېر کورنۍ د خپلو ماشومانو واکسینولو ته قانع کړې دي، هغوی اوس پوهېږي چې د پولیو واکسین یوازینۍ لار ده څو ماشومان یې له فلج څخه وژغورل شي.”

ثبات په خپله هم دوه زامن او یوه لور لري او تل په هر کمپاین کې لومړی خپلو ماشومانو (څلور کلن محمد الیاس، درې کلنه اسوه او یو کلن یحیی) ته د پولیو واکسین تطبیقوي.

هغه په دې اقدام سره نورې کورنۍ هڅوي چې د ده په څېر باید خپل ماشومان واکسین وکړي او له پولیو ناروغۍ څخه یې خوندي کړي.

 

د بدخشان ولایت په مرکز فیض اباد کې د رجب محمد ثبات په نوم یوه کس د خپلې ژمنتیا او نه ستړې کېدونکو هڅو په پایله کې زرګونه ماشومان له ګوزڼ ناروغۍ څخه ژغورلي دي © له پولیو خلاص افغانستان /۱۴۰۳/ رقیبه حمیدي

 

هڅې او ننګونې

رجب محمد د خپلې سیمې په جوماتونو، حجرو او نورو ځایونو کې له خلکو سره ناستې جوړوي او هغوی د پولیو ناروغۍ له خطرونو او واکسین له ګټو خبروي.

یو له اصلي ننګونو څخه چې رجب محمد ورسره مخامخ دی، هغه ناسم باورونه او اوازې دي چې د پولیو واکسین په اړه  خپرېږي، خو نوموړي د پولیو واکسین کمپاین د همغږي کوونکي په توګه په ټولنه کې د پام وړ اغېز خپل کړی دی.

هغه زیاته کړه: “د پولیو له منځه وړلو پروګرام له لارې توانېدلی یم چې د ګوزڼ پېښو په کمولو کې مهم رول ولوبوم او د واکسین د پوښښ کچه لوړه کړم.”

ثبات هیله لري چې خپلو هڅو ته د دوام په ورکولو به وتوانیږي چې په بدخشان او ټول افغانستان کې د پولیو له منځه وړلو کې مهم رول ولوبوي.

ده وویل: “تر هغه چې یو ماشوم هم په بدخشان کې له د پولیو واکسین څخه محروم وي، موږ له خپل هڅو، کار او زیار نه پر شاه کېږو..”

د فیض اباد د دشت قرغ سیمې اوسېدوکی ۵۵ کلن سلیم د هغو کسانو له ډلې دی چې مخکې یې خپل ماشومان نه واکسینول.

دی وايي، په پیل کې ېې په واکسین باور نه درلود، مګر د رجب محمد د پر له پسې هڅو په پایله کې یې د پولیو واکسین په اړه پوهاوی ترلاسه کړ او له هماغه وخته په منظم ډول خپل ماشومان واکسینوي.

هغه زیاته کړه: «رجب محمد د دقیقو او علمي توضیحاتو په وړاندې کولو زما ذهنیت بدل کړ او راته ثابته یې کړه چې واکسینونه د خطرناکو ناروغیو د مخنیوي لپاره مؤثره وسیله ده.»

په همدغه بنسټ نوموړی له هغو کورنیو چې خپل ماشومان نه واکسینوي، غوښتنه کوي چې په واکسینونو باور ولري او په هر کمپاین کې خپل ماشومان واکسین کړي.

د سنګ سفید کلي اوسېدونکی سعید هم وايي چې په تېر کې ده هم په پولیو واکسین باور نه درلود او په دې تړاو د شایعاتو او ناسمو معلوماتو ښکار شوی و خو رجب محمد یې نظر بدل کړ.

هغه زیاته کړه، اوس زموږ په کلي کې ډېرې کورنۍ خپل ماشومان په منظم ډول واکسین کوي، رجب محمد د یوه محلي اتل په توګه په خپلې ژمنتیا او فداکارۍ خلکو ته پوهای ورکړ او هغوی یې وهڅول چې د پولیو خطرناکې ناروغۍ څخه د خلاصون په موخه دې خپل ماشومان واکسین کړي.

 

رجب محمد د خپلې سیمې په جوماتونو، حجرو او نورو ځایونو کې له خلکو سره ناستې جوړوي او هغوی د پولیو ناروغۍ له خطرونو او واکسین له ګټو خبروي © له پولیو خلاص افغانستان /۱۴۰۳/ رقیبه حمیدي

 

پایله

رجب محمد د قوي عزم او ارادې په لرلو د پولیو واکسین کمپاین مخکښ غړی دی او د خپل پرله پسې کار او زیار په پایله کې یې کورنۍ پوهولې چې د پولیو واکسین څومره ارزښتناک دی.

هغه د پولیو وژونکې ناروغۍ په وړاندې خپلې مبارزې ته دوام ورکوي او د بدخشان د خلکو په زړونو کې یې له پولیو څخه د خلاصې غوره راتلونکې هیله ژوندۍ ساتلې ده.

مخکینۍ موضوع
خاطره ابراري: د پولیو په وړاندې د بدخشان د ماشومانو د روغتیا ملاتړې
بله موضوع
د پولیو پر ضد د یوه ځوان الهام بخښونکې مبارزه

اړوند مطالب

څلور لسیزې ژمنتیا: د ماشومانو د خوندیتوب لپاره د محی‌الدین سفر چې لا هم روان دی

د پنجشېر یو تجربه‌کار روغتیايي کارکوونکی له نږدې څلوېښتو کلونو...

د پټ خطر پر وړاندې ښکاره بدلون

په لغمان کې څنګه د څو ځوانانو هڅو د پولیو...

  • د پولیو/ګوزڼ ضد جزوي زرقي واکسین (fIPV) او د څاڅکو واکسین (OPV) ګډ کمپاین پيل شوجون 13, 2026
  • هغه خاطره چې د ماشومانو د خوندي کولو په ژمنه بدله شوهمې 31, 2026
  • له لومړیو ګامونو تر لوی مسوولیت پورې؛ د ماشومانو د ساتنې لپاره د جنت ګل هڅېمې 25, 2026
  • په روان کال کې د پولیو واکسین دویم فرعي ملي کمپاین پیل شومې 17, 2026
  • څلور لسیزې ژمنتیا: د ماشومانو د خوندیتوب لپاره د محی‌الدین سفر چې لا هم روان دیمې 16, 2026
  • هره اوږده لاره، د یوه ماشوم لپارهمې 10, 2026
  • پر سختو لارو د هیلو پلونه؛ په پچېراګام کې د پولیو ضد مبارزهاپریل 30, 2026
  • د ژوند ژغورنې دوولس کلن مزل، د فیضي الله فیضي د هڅو کیسهاپریل 25, 2026
  • د دولت‌شاه په درو کې د پولیو ضد مبارزه؛ د حمید ۱۳ کلنې هڅېاپریل 15, 2026
  • په روان کال کې د پولیو واکسین لومړی ملي کمپاین پیل شواپریل 12, 2026
Copyright ©2020 Polio Free Afghanistan. All Rights Reserved
  • Private Policies
  • Terms & Conditions
SearchPostsLogin
سه شنبه, 25, Apr
د ۲۰۲۲ کال لپاره د پولیو د واکسین لومړنی کمپاین روان دی
شنبه, 13, Jun
د پولیو/ګوزڼ ضد جزوي زرقي واکسین (fIPV) او د څاڅکو واکسین (OPV) ګډ کمپاین پيل شو
یکشنبه, 31, May
هغه خاطره چې د ماشومانو د خوندي کولو په ژمنه بدله شوه
دوشنبه, 25, May
له لومړیو ګامونو تر لوی مسوولیت پورې؛ د ماشومانو د ساتنې لپاره د جنت ګل هڅې
یکشنبه, 17, May
په روان کال کې د پولیو واکسین دویم فرعي ملي کمپاین پیل شو
شنبه, 16, May
څلور لسیزې ژمنتیا: د ماشومانو د خوندیتوب لپاره د محی‌الدین سفر چې لا هم روان دی
یکشنبه, 10, May
هره اوږده لاره، د یوه ماشوم لپاره

Welcome back,