“د پولیو ناروغۍ په وړاندې مبارزه مې ټولنیز مسوولیت دی”
هوسۍ احمدزۍ
کابل، افغانستان (۲۰ چنګاښ ۱۴۰۳) – د کابل ښار د ده سبز ولسوالۍ په خواجه غار کلي کې یو ځوان کوڅه په کوڅه ګرځي او د هر دروازې تر شا درېږي څو ماشومانو ته د پولیو واکسین ورکړي.
دا د همدغه کلي اوسېدونکی ۲۵ کلن عبیدالله فریادي دی چې له تېرو دریو کلونو راهیسې د پولیو واکسین په کمپاین کې د رضاکار په توګه کار کوي.
فریادي وايي، موخه یې دا ده چې هیڅ ماشوم د پولیو له واکسین څخه پاتې نه شي او د دغې خطرناکې ناروغۍ په وړاندې اغېزناکه مبارزه وشي.
هغه زیاته کړه، له ماشومتوبه یې د پولیو واکسین په کمپاین کې له کار کولو سره علاقه لرله. ده وویل: «کلونه مخکې چې زه ماشوم وم، کلي ته به واکسیناتوران راتلل، زه او نور ماشومان به یې واکسینولو، دغه کار زما ډېر خوښ شوی و او له هماغه وخت مې په زړه کې دا هیله پالله چې لوی شم نو واکسیناتور به جوړېږم.»
د ده په خبره، اوس چې یې دا هیله پوره شوې نو فکر کوي چې د پولیو ناروغۍ په وړاندې مبارزه یې پر ټولنیز مسوولیت بدله شوې ده.
د کابل ښار د ده سبز ولسوالۍ په خواجه غار کلي کې یو ځوان کوڅه په کوڅه ګرځي او د هر دروازې تر شا درېږي څو ماشومانو ته د پولیو واکسین ورکړي © له پولیو خلاص افغانستان/ ۱۴۰۳/ هوسۍ احمدزۍ
فریادي زیاتوي: «د پولیو واکسین د کمپاین پر مهال هر سهار وختي له کوره وځم، په زړه کې مې د ماشومانو د روغتیا او خوندیتوب لپاره ژوره لېوالتیا وي، غواړم تر هر ماشوم پورې واکسین ورسوم څو یو هم په دغې خطرناکې او وژونکې ناروغۍ اخته نه شي.»
نوموړی د دغه مهم او لوی مسوولیت په ترسره کولو کې له خلکو سره د ښو اړیکو جوړول د خپلې بریا راز ګڼي او وايي: «په کلیو کې خلک د پولیو واکسین په اړه بېلابېل نظرونه لري، خو زه او زما همکاران هڅه کوو هغوی وپوهوو چې پولیو ناروغي څومره خطرناکه ده، څه ډول ماشومان ورباندې اخته کېږي او له کومې لارې یې مخنیوی کېدای شي.
د ده په باور دغه چاره نه یوازې ماشومانو ته د پولیو واکسین تطبیق اسانه کوي، بلکې د خلکو تر منځ د پولیو ناروغۍ د زیانونو او واکسین د ګټو په اړه پوهاوی هم ډېروي.
نوموړی کورنیو ته په خپل پېغام کې وايي چې پولیو یوه ویروسي ناروغۍ ده چې معمولاً له پنځو کلونو د کم عمر ماشومان ورباندې اخته کېږي، دا ناروغي درملنه نه لري خو د واکسین په وسیله یې مخنیوی کېدای شي.
ده وویل: «د واکسین په وسیله ټول هېوادونو له پولیو څخه خلاص شول خو له بده مرغه افغانستان او پاکستان هغه یوازیني دوه هېوادونه دي چې لا هم دغه ویروس د ماشومانو ژوند ګواښي، دا زموږ د ټولو مسوولیت دی چې د واکسین په وسیله خپل ماشومان له دغې خطرناکې او وژونکې ناروغۍ څخه وژغورو.»
فریادي زیاتوي: «د پولیو واکسین د کمپاین پر مهال هر سهار وختي له کوره وځم، په زړه کې مې د ماشومانو د روغتیا او خوندیتوب لپاره ژوره لېوالتیا وي، غواړم تر هر ماشوم پورې واکسین ورسوم څو یو هم په دغې خطرناکې او وژونکې ناروغۍ اخته نه شي.» © له پولیو خلاص افغانستان/ ۱۴۰۳/ هوسۍ احمدزۍ
د ده سبز ولسوالۍ د خواجه غار کلي یوه اوسېدونکي بسم الله، چې د یوې کورنۍ مشر دی او څلور ماشومان لري، وايي: «زه د عبیدالله فریادي او ټولو هغو رضاکارانو- چې کور په کور ګرځي او ماشومان واکسینوي- ډېر منندوی یم، دوی زموږ د ماشومانو د روغتیا او سالم راتلونکي په موخه د پام وړ خدمت کوي.»
هغه زیاته کړه، په سیمه کې د پولیو ناروغۍ خطر لا هم شته چې کولای شي ماشومان په دایمي ډول فلج کړي چې له بده مرغه درملنه نه لري خو د پولیو واکسین تطبیق زموږ ماشومان د پولیو ویروس پر وړاندې وقایه کوي.
بسم الله د دغه کلي بل اوسېدونکی دی چې وايي، پخوا یې د پولیو واکسین په اړه متفاوت نظر درلود خو رضاکارانو په خپلو دلایلو دوی د خپلو ماشومانو واکسینولو ته قانع کړي دي.
ده وویل: «د پولیو واکسین یوه ګټوره لاره ده چې زموږ ماشومان له دې ناوړه ناروغۍ څخه خوندي ساتي، په دې برخه کې د رضاکارانو هڅې د ستایلو وړ دي.»