د پولیو په تړاو د افغانستان او پاکستان تر منځ د کرښې پورې غاړې د همغږۍ غونډه جوړه شوه
کابل، افغانستان (۲۰ تله ۱۴۰۲): د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولیو په تړاو د کرښې پورې غاړې د همغږۍ په ناسته کې د نورو موضوعاتو تر څنګ د دواړو هېوادونو تر منځ د پولیو ویروس د لېږد رالېږد د مخنیوي پر لارو چارو خبرې وشوې.
دغه دوه ورځنۍ ناسته چې د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې پرون (۱۱، اکتوبر، ۲۰۲۳ زېږدیز) پيل شوې، نن هم دوام لري چې د افغانستان او پاکستان د پولیو پروګرام د مسوولینو تر څنګ په کې د اړوندو نړیوالو بنسټونو استازو هم ګډون کړی دی.
د پولیو له منځه وړلو ملي بېړني عملیاتي مرکز رییس ډاکټر نیک ولي شاه مؤمن چې د افغانستان په استازولۍ یې د یوه پلاوي په ملتیا په دې ناسته کې ګډون کړی وايي، دواړو لورو د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولیو ویروس د لېږد رالېږد پر مخنیوي خبرې وکړې چې څنګه کولای شي د دغې ستونزې مخه ونیسي.
هغه زیاته کړه، دا چې د دواړو هېوادونو تر منځ د خلکو تګ راتګ ډېر دی، د پولیو ویروس د انتقال احتمال شته چې د اندېښنې وړ ده.
نوموړي وویل، ټاکل شوې ده د ناستې په اوږدو کې د دواړو هېوادونو د پولیو له منځه وړلو پروګرام مسوولین داسې تګلارې او ستراتیژۍ جوړې کړې څو وکولای شي د پولیو ویروس د انتقال او خپرېدو مخنیوی وشي.
د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق/ UNICEF د پولیو له منځه وړلو پروګرام د اړیکو مسوول کمال شاه سید وايي، یاده شوې ناسته د افغانستان او پاکستان د پولیو پروګرام د له منځه وړلو پروګرام د مسوولینو په نوښت جوړه شوې چې د اړوندو نړیوالو بنسټونو (یونیسف، د روغتیا نړیوال سازمان، روټري انټرنېشنل، بیل ګیټس بنسټ او د ساري ناروغیو د کنټرول مرکز) استازي هم په کې ګډون لري.
د ده په وینا، دغه ډول ناستې په هرو شپږو میاشتو کې یو ځل جوړېږي چې موخه یې په دواړو هېوادونو کې د پولیو له منځه وړلو په تړاو د روانو هڅو همغږي او پیاوړتیا ده.
دی وايي، په ناسته کې تر دې مهاله د دواړو لورو تر منځ د پولیو د انتقال پر مخنیوي او د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د دواړو هېوادونو تر منځ د خلکو د تګ راتګ پر مهال د هغوی د ماشومانو د واکسینولو د چارو پر لا نظم او په دغه تړاو د یو لړ تګلارو پر جوړولو خبرې شوې دي.
دغه راز نوموړي دا هم وویل چې دواړه لوري به د پولیو واکسین اړوند د ناسمو خبرونو او اوازو په اړه ځینې طرحې هم جوړې کړي څو ټول خلک وهڅول شي خپل ماشومان واکسین کړي او دغه خطرناکه ناروغي له افغانستان او پاکستان څخه ورکه شي.
دا په روان ۲۰۲۳ زېږدیز کال کې د پولیو په تړاو د افغانستان او پاکستان تر منځ د کرښې پورې غاړې د همغږۍ دویمه غونډه ده چې په پاکستان کې جوړېږي.
اوسنۍ ناسته داسې مهال جوړېږي چې د روان زېږدیز کال له پیله بیا تر اوسه په افغانستان کې د پولیو (۶) انساني او (۳۹) چاپېریال پېښې ثبت شوې او دغه راز په ګاونډ پاکستان کې هم په ورته توګه یو شمېر پېښې ثبت شوې چې اندېښنې یې ډېرې کړې دي.