• English
  • دری
له پولیو څخه پاک افغانستان
  • Menu Canvas
    • پښتو
      • English
      • دری
    • Home
      • About Polio Vaccine
      • Global Polio Situation
      • History of Polio
    • Polio Afghanistan
      • Program Structure
      • Polio Eradication Strategy
      • Communication
      • Surveillance
      • Case Studies on East
    • Resources
      • Key Publications
      • Guidelines and SOPs
      • Faqs
    • Polio Updates
      • Monthly Snapshot
    • Media
      • Gallery
      • Video Gallery
      • Press Releases
    • Contact
  • English
  • دری
له پولیو څخه پاک افغانستان
  • د پولیو په اړه
    • د پولیو واکسین
    • د پولیو تاریخ
    • د پولیو نړۍوال وضعیت
  • پولیو په افغانستان کې
    • د پروګرام جوړښت
    • د پولیو د له منځه وړلو تګلاره
    • څارنه
    • ارتباطات
    • د پېښې مطالعه
  • سرچینې
    • لارښوونې او معیاري عملیاتي کړنلارې
    • کلیدي خپرونې
    • ډېرې پوښتل شوې پوښتنې
  • د پولیو تازه معلومات
    • د ساحې کیسې
    • د پولیو پېښې
    • میاشتنی انځور
    • کلیدي خپرونې
  • رسنۍ
    • خبرپاڼې
    • د انځورونو ګالري
    • ویډیو ګالری
  • د اړیکو مرکز
  • له موږ سره اړیکه

د پولیو واکسین سرتاسري کمپاین پیل شو

Homepage خبرپاڼې د پولیو واکسین سرتاسري کمپاین پیل شو

د پولیو واکسین سرتاسري کمپاین پیل شو

PolioFreeAfghanistan
سپتمبر 25, 2023
خبرپاڼې

کابل، افغانستان (۳ تله ۱۴۰۱): د عامې روغتیا وزارت د نړۍوالو ادارو  په همکارۍ نن په هېواد کې د پولیو ضد واکسین ملي کمپاین پیل کړ.

د دغه کمپاین موخه دا ده څو له پنځو کلونو د کم عمر څه باندې ۱۱ میلیونه ماشومان د پولیو یا ګوزڼ ناروغۍ په وړاندې واکسین کړل شي، همداراز په دغه کمپاین کې ویټامین A کیپسول هم له ۶ تر ۵۶ میاشتو عمر لرونکو ماشومانو ته ورکول کېږي، ویټامین A د ماشومانو د سترګو، پوستکي او معافیت سیسټم په سالم ساتلو کې مرسته کوي.

د عامې روغتیا وزیر ډاکټر قلندر عباد وویل: «موږ هوډ لرو چې د خپلو شریکانو په ملاتړ په افغانستان کې د پولیو ناروغي ختمه کړو.»

هغه زیاتوي، د پولیو ناروغۍ وروستۍ پېښې د اندېښنې وړ دي، د پولیو واکسین کمپاینونه او لومړني روغتیايي خدمتونه به تر هغه جریان ولري چې دغه ناروغي په بشپړه توګه له هېواده ورکېږي.

نوموړی ټینګار وکړ چې د پولیو په له منځه وړلو کې د ټولو افغانانو په ځانګړې توګه د والدینو، د ټولنې د مشرانو، قومي مخورو او ملا امامانو ملاتړ اړین دی، موږ غواړو چې هغوی له مړینې او ګوزڼ څخه د افغان ماشومانو د خوندیتوب په برخه کې همکاري وکړي.

پوليو يوه ويروسي ناروغي ده چې درملنه نه لري او يوازې د واکسين په مټ د مخنیوي او له منځه وړلو وړ ده، کوم ماشوم چې په دې ناروغۍ اخته شي نو ټول عمر به فلج او معلول وي او یا به خپل ژوند له لاسه ورکوي.

په ختیځ زون کې پر پرلپسې کمپاینونو سربېره بیا هم څه باندې یو کال د پولیو محیطي پېښې مثبتې وې، خو د ښې پلان جوړونې او د کارونو د موثر تعقیب په پایله کې په دغه زون کې تېره میاشت د پولیو محیطي نمونې منفي شوې دي.

په روان ۲۰۲۳ زېږدیز کال کې تر دې دمه د پولیو ناروغۍ ۵ مثبتې پېښې ثبت شوې چې په اړه یې موږ خپله اندېښنه څرګندوو.

له پولیو سره په مبارزه کې د عامو خلکو ونډه او د ټولنې مخورو همکارۍ خورا زیاته اړینه ده، کورنۍ د خپلو پنځو کالو د کم عمر ماشومانو په واکسینولو او د ټولنې مخور، دیني عالمان او مشران د پولیو واکسین له کارکوونکو سره د همکارۍ له لارې کولای شي د دې ناروغي د له منځه وړلو په برخه کې خپل رغنده رول تر سره کړي.

مخکینۍ موضوع
د ټلیفوني اړیکو مرکز فعالول؛ د پولیو له منځه وړلو پروګرام د غوره مدیریت لپاره اغېزناک ګام
بله موضوع
د پولیو شپږمه پېښه هم په ننګرهار کې ثبت شوه

اړوند مطالب

په روان کال کې د پولیو واکسین دویم فرعي ملي کمپاین پیل شو

کابل، افغانستان - د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا...

په روان کال کې د پولیو واکسین لومړی ملي کمپاین پیل شو

د ۱۴۴۷ هـ ق کال د شوال المکرم ۲۵مه / ...

Copyright ©2020 Polio Free Afghanistan. All Rights Reserved
  • Private Policies
  • Terms & Conditions
SearchPostsLogin
سه شنبه, 25, Apr
د ۲۰۲۲ کال لپاره د پولیو د واکسین لومړنی کمپاین روان دی
یکشنبه, 17, May
په روان کال کې د پولیو واکسین دویم فرعي ملي کمپاین پیل شو
پنجشنبه, 30, Apr
پر سختو لارو د هیلو پلونه؛ په پچېراګام کې د پولیو ضد مبارزه
شنبه, 25, Apr
د ژوند ژغورنې دوولس کلن مزل، د فیضي الله فیضي د هڅو کیسه
چهارشنبه, 15, Apr
د دولت‌شاه په درو کې د پولیو ضد مبارزه؛ د حمید ۱۳ کلنې هڅې
یکشنبه, 12, Apr
په روان کال کې د پولیو واکسین لومړی ملي کمپاین پیل شو
جمعه, 10, Apr
په پنجشېر کې د پولیو مخنیوی؛ د سونم او د هغې د همکارانو دوامداره هڅې

Welcome back,